د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

یو د مینې نظر پردي لوري بیا

اسم هجران 29.08.2016 12:44

ځو ورځي وړاندې زما یو مضمون «زموږ ژوند هم یوه عجبه تماشه ده» تر عنوان لاندې په ځینو معتبرو خبري رسنیو لکه تاند، ټولافغان، ژمن او نن.آسیا ویب پاڼو او ویسا ورځپاڼه کې خپور شو چې له دوي ټولو څخه د زړه له کومې په مننې سره مې داسي خیال و، چې د قلم خاوندان به د خپلو روڼتیاو په درشل کې مثبت یا منفي نقد پري وکړي، خو هغه د چا خبره چې د خورا ملا په آذان څوک روژه هم نه ماتوي!، هیڅ هم تر سترګو نه شول. لیکن له یارانو سره په صحبتونو کې ځینو د ټلفونو له لاري او چا هم د مخامخ خبرو په دوران کې ځانګړي انګیرني درلودي.(د مضون محتویات په پلازمینه د کورنیو چارو وزارت د نفوس د احوال په ریاست کې، د بهرنیو چارو وزارت په قونسلي څانګي او عدلیې وزارت د دولتي قضایاوو په ادارو کې د شته نمیګړیتاوو په هکله خبري وي)، ځینو خواخوږو ملګرو د موضوع په هکله خبري تخریبې هڅې بللي، چا بیا ویل چې څه روان دي دا هم غنمت دی، خو ډیرو دا پوښتنه کوله چې د چارو د سمون لپاره څه باید وشي؟. له دوي سره د شوو بحثونو لړۍ له ټولو سره شریکوم.
لومړي خبره داده د خبرو مسلکیان چې څه وینې، هغه د قلم په ژبه نورو ته وړاندي کوي، د ښو ستاینه کوي، او د نیمګړتیاو د رفع په موخه د اړوندو چارواکو پاملرنه جذبول غواړي. همدا وجه ده چې په انګریزي تعارف سره خبریال«د ټولنېز روي سپې» په معنا سره پیژندل کیږي، فن یې(مطبوعات) د نظام د څلرمي قوي په توګه سره منې. د مډیا او سینما څانګي یې د خپلو ټولنیزو اصلاحاتو لپاره فعالي عاملي ذریعې بولي. توپير یوازي پدې کې دی چې پر مختللو ټولنو کې یې بهیر چټک او په وروسته پاتو کې د میږي په پله سره اټکل کیږي.
بله دا چې بشري پرګنې په فطري ډول د جمالیاتي حسن تابع دي، او له خپل مبدا(مغارو) بیا تر ننې عصري ژوند پوري یې چې د تکامل کوم پړاونه طي کړي په هغه کې یې د اړتیا په نسبت د ذوقي ونډي احساسات خورا ډیر دي او همدا وجه ده چې دا ولولي ورته ددي باعث شوي چې په زرهاو ټنه اوسپنې په هوا والوزوي، چې دا جهاز، راکټ، مرمي او نورو په مختلفو نومونو سره عیار څیزونه یې غوره بیلګې دي، او همدا شوقي لیوالتیاوي ورته ددي لامل شوي چې د ځمکې پر مخ مجللي ماڼۍ له پلوشو ډګو ځلاګانو سره ودانې کړي، او همدا د ښایسته مینې او ښکلا جنوني جذبې ددي جوګه کړو چې د موندلو لپاره یې بیلې هنري وړتیاوي وښيئ، چې د شیرینې د وصال په هدف د قلندري مینې په درشل کې د فدايي فرهاد په تنهايي غر سوري کول یې یوه رښتنه نمونه ده، او همدا د حقیقي مینې شیدايي د خپلي محبوبي د دیدار په ارمان د ځاني نذرانې سرورکول هم نیمګړتیا بولي، او د ارزښت په هکله یې ورسره دا سوال وي، لکه چې وايي:
دیدن د څومره قیمت ارزي – چې سره پري ورکړم باقیدار به څومره شمه
یا لکه حفظ شیرازي چې په دري کې ورته داسي اشاره کړي:

«به همان ترکې شیرازي بدست دل مارا – به خال هندوش بخشم سمرقندو بخارا را»
او یا هم لکه شاجهان پاچا چې د ملکې نورجهاني په ویاړ د جوړي شوي تاج محل ماڼۍ او د هغې د ښکلي ګلبڼ هر څه د خپلي معشوقي تر وصفي رخساره کم ګڼې، او د نازنینې د سرو نازکو اننګو تشبهات په کنایو کې داسي کوي:
بلبلان به چمن پردیږي که خبر شي – چې تر ګلو ښایسته مخونه هم شته
نو له دې ټولو دا جوتیږي چې په بشري ‌ذهین د جمالیاتي حسن د ننداري غلبه څومره زیاته ده؟. علاوه پردي، وايي«خواړه د لوښې له روي خوندور وي». په رښتیا هم طعام خو په خاورین لوښو کې هم خوړل کیږي، نو دا د ګردینر او نورو زري شان ظرافتي لوښو و استعمال ته څه اړتیا ده؟!، نو خبره بیرته بیا هم هغه ده چې وايي انسان په ذهنې ډول د جمالیاتي حسن تابع دی، او ددي نفیسو څیزونه په کارولو سره هغه فطري تنده ماتوي چې حواس یې میلان ورته لري.
یوازي په بنده ګانو نه بلکه په الهې اوصافو کې هم د جمالیاتي حسن د پیرزینو نښې له ورایه جوتیږي، او هغه داچې کله الله (ج) پخپل خاص او غوره بنده ګانو د کرم انعام کوي نو د انواراتو فیوضات یې په تجلیاتو سره وي. نو ددي لپاره هم اړینه ده چې دا حس او جذبه په ځانونو کې پیاوړي کړو او ددي هدف د ترلاسه کولو لپاره هر څه په فطري ښایست سره اراسته کړو. نور دا د ناکام ټکې له مینځ لري کړو او د ژوند د ښکلا په موخه هر څه ته د خوشحالو نوم ورکړو.
دریم دا چې زموږ په ټولنیز ژوند کې باید د انفرادیت(Individualism) حیثیت ته حق د لومړیتوب ورکړي شي. یعنې په ټولو چارو کې د عامه وګړو مدني حقونه خوندي وساتل شي، او دوي ته دا فرصت ور کړي شي چې د ټولنې د رغنده مسوولو اشخاصو په شان مکلفیتونو ته چمتو وؤسي. پدې صورت کې به د افراط، تفریت او محرومیتونو ټولي ناخوالي له مینځه ولاړي شي، او په ټولنه کې به د برابري په معیار اصلاحات مینځ ته راشي. د ختیځې اسیا د هیوادونو لکه چاپان، کوریا، مالیزا، اندنیزیا او ورته نورو د اصلاح او بیا پرمختګ راز هم پداسي خوځښتونو کې نغښتې دی. په هغه هیوادونو کې د عامه پرګنیو پراخې ولسې غونډې شتون لري. هره موضوع(له کښته په لوړ Asentralis) تیوري سره څیړل کیږي، لومړي عام وګړي په هغه د باور رايې ورکوي، وروسته بیا دا په خپل عمودي بعد سره مخ پورته ځي، او د ورته نورو اړوندو جرګو له پریکړو وروسته، د یوې ملې مسله په توګه مشرتابه مقاماتو ته ور پیژندل کیږي او د حل لاري ورته لټول کیږي. د عامه وګړو د افکارو او ابتکاراتو ونډې هم پري ور زیاتیږي او په پايلې کې په کم لګښت ستري بریاوي ترلاسه کیږي. که اصلي حقیقت ته ځیر شو نو دا یو ښه تجویز هم دی، ځکه بشري ټولنه د انساني وجود بڼه لري، او هغه د شاعر د شعر په مصداق چې وايي:
اگرعضو به تنگ اورد روزگار – دیگر اعضای بدن را نماند برقرار


همداسي د یو فرد له نارامې سره ټوله ابادي نارامه وي. ځکه مجبور د خپلو اړتیا د لاسته راوړلو په موخه ناروا کړنې ترسره کوي، چې د نظم عامه د اخلال سبب هم کیږي، چې له بده مرغه د افغاني ټولنې لوی اکثریت له داسي ناخوالو سره مخ دي، او دا اوسنې رواني غمیزي هم ددي زیږنده دي. خو که له داسي یوي مسیحايي جذبي او احساس سره چې وايي«له موره دوزخې ته جنتونه وګټو» خپل هر څه عیار کړوي، نو بې له شکه د یوي ودانې او فلاحې ټولنې له سوکالتیا به برخمن شو.
او په وروسته کې دا چې له حکومت سره د هر ډول عمرانې چارو د بشپړتیا لپاره مالي امکانات شته. هر کال ټولو وزارتونو او اړوند مستقلو ادارو ته په میلیونو افغاني پرمختیایي بودیجې منظوریږي، خو له بده مرغه شل یا دیرش سلنه یې په کال کې لګول کیږي، او نوري بیرته د نړیوال بانک په حسابونو کې ثبتیږي، اوس نو د ملامتې او سلامتې ګوته چا ته نیول کیږي؟! د هیواد مشرتابه مقام او نړیواله ټولنه ټول واک د وزارتونو مسوولینو ته په اختیار کې ورکوي، خو عاملین یې د ترسره کیدو جوګه نه دي. که د تخلیق او ابتکار وړتیا شتون لري، نو پکار ده چې د خپلو وزارتونو په تشکیلاتي ابعادو کې نوي ودانې جوړي کړي، او د خپلو هغو ولسې پرګنیو لپاره چې د چارو د اجرا په موخه ورځي، ښکلې تاسیسات له ټولو اړتیاوو سره عیار کړي، چې دا به دوه ګټې ولري، یو داچې په وګړو کې به د ملې احساساتو روحیات قوي شي، بل داچې د ولس خوشحالې او دوي ته مدنې حق ورکول د ټولنې سوکالي ده. له کلو او باڼدو چې څوک په بهرنې سفر ځې او بیرته راستون شي، نو د سترګو لیدلو ځایونو د صفتونو بیانونه یې په میاشتو او کلونو نه ختمیږي. حال داچې ده به نه استوګنه پکې کړي وي، او نه به د ننه ورغلي وي. یوازی تش لیدل ورته یوه لویه خبره وي.
اوس نو پوښتنه داده چې د اړوندو ادارو مسوولین تدبیري وړتیاوي نه لري او که د چارو په اجرا کې ناغیړي کوي؟!. که دوي مقام او منصب د نوم او فیشن په خاطر استعمالوي، نو دا لويه تیروتنه ده، ځکه دا له ملې ارزښتونو سره ستره جفا ده، او که د چارو د سمون او پرمختیا په هکله کاري وړتیاوي نه لري، نو دا بیاهم هغه خبره «عذر تر ګناه بدتر» په مصداق سره له دین، ولس او وطن سره ظلم دی. د ملې ارزښتونو د ساتنې په موخه لوی قربانې داده چې د یو کار د کولو وړتیا په چا کې نه وي، نو د هغه کار له مسوولیت څخه د ډډه وکړي، او هغه چا ته د موقعه ورکړي چې له مسوولیته یې وتلي شي، چې په حقیقت کې دا د ملي ارزښتونو د ستانې په موخه ستره سرښندنه ده.
لنډه داچې که د چارو په اجرا کې حسینې پیروزینې په پام کې ونیول شي، او عامه پرګنیو ته د هغوي د خوندیتوب حق ورکړي شي، او شته امکانات په سمه توګه وکارول شي، نو لري نه ده چې ټولې ستونزي به مو حل او هیلې به مو ترسره شي.