د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سقاویان یوازې تاجیکان نه دي!

سرلوڅ مرادزی 29.08.2016 12:37

په فیسبوک کې مې ترپورته سرلیک لاندې یوه لنډه، خو بډایه لیکنه ولوسته چې ارزښت يي د موضوع په اړه د څو ټوکو کتابونو تر ارزښت لږ نه ښکاري. د لیکنې متن دلته کټ مټ رانقلوم او د خپلې لنډې تبصره سره یوځای له افغان تاریخپوهانو لکه منلی تاریخپوه کاندید اکاډمیسین محمد اعظم سیستاني صیب څخه هیله ده چې له تاجیکانو سربېره په نورو قومونو په تېره بیا پښتنو کې د هغه اشخاصو او کورنیو په اړه چې د اماني غورځنګ په پرځولو او ماتې کې يی د بچه سقاو سره نیغ په نیغه او یا تر پردې لاندې مرسته کړې خپله ارزونه، څېړنه او شننه د یوې ټولګې په بڼه ټولنې ته وړاندې کړي.
د بچه سقاو په اړه نورو لیکوالو او تاریخپوهانو او په تېره بیا ښاغلي سیستاني صیب ډېرې لیکنې، تبصرې او څېړنې کړې چې خپل ځای کې د ستاینې او پاموړ دي. خو په نورو قومونو کې د بچه سقاو د ملاتړو او بړیڅو په تړاو یوه منظمه لیکنه چې دغه برخه يي هم سپړلی او رابرسېره کړی وای، نه تر سترګو کیږي!
د داسې هڅې ارزښت ځکه زیات بریښي چې که موږ وغواړو د سقاوي تورغورځنګ لکه د طاعون او وبا رنځ، د بیا بیا راټوکېدو مخه ونیسو چې د اماني پیر وروسته يي هم څو ځلې سر راوهلی او د هېواد هست و بود يي تبا کړی او په تېره بیا نن خو په خورا غرغنډو دی، نو هغه باید یوازې د سقاو د خپل قوم او میشت سیمې په پلویانو او لارویانو کې نه، بلکې په تېره بیا په پښتنو کې هم وڅېړو او په دې اړه یوه بشپړه پوهه ټولنې ته وړاندې شي.
له فیسبوک څخه اخیستل شوی متن دا دی:
«موږ ډېر کوچنيان وو کندهار کي به مشرانو ويل چي فلانۍ کورنۍ د سقاوي بغاوت په وخت کي د سقاو ملګري وه او ځيني يې په دې لاره کي مړه سول، خو کله چي د جمعيت تنظيم جوړ سو سقاويان د پښتنو په ټولو سيمو کي پيدا سول. له روسانو سره د جهاد پر مهال د حبيب الله کلکاني په اړه يوه منظمه تيوري جوړه سوه او کلکانی له کوم مدرک او ماخذ پرته اتل وبلل سو.
که له چا سره د هغه وخت د حکمتيار صاحب د تنظیم درسي کتابونه وي، نو د تاريخ مضمون او نوري ليکني دي يې وګوري. هلته کلکانی يو ستر مجاهد، متقي او خورا مدبر پاچا معرفي سوی او غازي امان الله خان له اسلامه خو څه چي بيخي له سړيتوبه ايستل سوی دی. دا چي وروسته نظار شورا ته حکمتيار صاحب د ناسور ټپ سو، يو تصادف و، که نه نو څلورو جهادي تنظيمونو (حکمتيار، خالص، سياف، رباني)، کلکاني يو ستر مجاهد او د خپل وخت ضرورت باله. جمعيت هغه وخت هم قومي اجنډا درلوده او آن تاريخ ته يې هم له همدې زاويې کتل، خو حکمتيار دی د پښتنو وژل او د هغوی تاريخ مسخه کول جهاد باله چي دا د هغه وخت يوه سياسي بې لاري وه.
په هر صورت خبره يوه ده. يوه تنظيم په شعوري ډول د قومي تمايلاتو له مخي کلکاني اتل باله او دريو پښتنو رهبرانو د قبيلوي تمايلاتو او سياسي ماشومتوب له امله باطله لار غوره کړې وه.
زما مطلب دا دی چي د تاریخ مسخه کول او د تاريخ په باطلدانۍ کي پراته منفور او استفراق سوي کرکټرونه د اتلانو په نوم معرفي کول او واقعي ملي اتلان سپکول جهادي پديده ده.»
"د عبدالنافع همت له پاڼې څخه"
د پورته لیکنې د تایید او پخلي لپاره تصادفي نه ده چې د یویشتمې پېړۍ په دوهمه لسیزه، له ننګرهار څخه د ولسي جرګي غړي میرویس یاسیني او فریدون مومند یا له کندهار څخه ګل اغا شیرزی او یو شمېر نور پښتانه، د لويي جرګې په خیمه کې د ټولټاکنو د ګټونکې ولسمشر اشرف غني په وړاندې، عبدالله عبدالله ته د موازي حکومت( بله سقاوي ) په موخه، پګړۍ پر سر تړي او د نوي سقاو په چوپړ کې دریږی!
د فریدون مومند پلار پیردوست خان مومند بیا هغه څوک دی چې شلمې پېړۍ په اومه لسیزه کې يی د پاکستان د پخواني کورنیو چارو وزیر، نصیرالله بابر په وینا هغه ته د لومړي ځل لپاره په پېښور کې برهان الدین رباني، احمدشا مسعود ، ګلبدبن حکمتیار، یونس خوګیاڼی، عظم شینواري ورپېژني او له دې وخته د هغه په لومړۍ شیطاني هڅه د پخواني ولسمشر محمد داوودخان په وړاندې د بغاوت هسته ایښودل کیږي. لومړي د پیردوست خان مومند په لاس د ګوشتې ولسوالي وهل کیږي؛ وسلې، مهمات او نور وسایل چور کیږي او پاکستان ته چلیږي او وروسته بیا د افغانستان او داوودخان په وړاندې د بنستیزې دښمنۍ لپاره د پنجاب پیرزینو ته ګونډه وهي!
نن هم کله چې سقاوخېل د عبدالله عبدالله په خواوشا راټولیږي او له ۸۸ کلونو وروسته د سقاو د هډوکو د بیا ښخولو ترانه، هغه هم په دولتي مراسمو سره غږوي، شا ته يي د داسې تش په نوم پښتنو کورنۍ او سړي ولاړ دي.
په خوګیاڼیو کې یوه بله کورنۍ چې د ملک قیاس سره تړاو لري او په سقاوي کورنۍ مشهوره ده، نن هم له اسلامي جمعیته وسلې ترلاسه کوي. دلته د پاموړ خبره دا ده چې دا وسلې په اسلامي جمعیت کې د غړیتوب په لامل نه اخلي، بلکې سقاو سره يي د پخواني تار او اړیکو په سبب ترلاسه کوي.
یو وخت ببرک کارمل د پرچم په جریده کې لیکلي وو چې سقاوي غورځنګ یو دهقاني غورځنګ وو او د ده په اند د فیوډالیزم په وړاندې چې بویه امان الله خان يی په سر کې دی، طبقاتي مبارزه کوي.
د کارمل طبقاتي مبارزه په بل نوم او نویو حالاتو کې د سقاوي تور غورځنګ هغه زنګ وهلې توره وه چې یو وار بیا د وخت له نوی سقاو احمدشا مسعود سره د جبل السراج او حیرتانو په نیم بندو تړونونو کې، هېواد کې د نویتوب او دیموکراسۍ په وړاندې وچلېده، افغانستان او په تېره بیا کابلښار يي کنډواله کړ او کابلیان يي پرې سوري سوري کړل!
بېځایه نه ده چې د کارمل د داسې طبقاتي مبارزې اوسني لارویان هم په سایټونو، رسنیو او غونډو کې یا د سقاوخېلو په ننګه ښکاره ولاړ دي او یا لکه د ګودام مږي په پټه د سقاوي تورغورځنګ په ستاینو شخوند وهي او یا يی ځان په ړندو، کڼو وهلی دی او د سقاویانو د نخرو په تړاو چوپتیا خپله دنده بولي!
سقاوخېل خپلو توطیو کې بری ځکه ترلاسه کوي چې یو شمېر بې ننګه پښتانه يي شا ته ولاړ دي. کله چې دا بې ننګه او خرڅ شوي کسان دوی د ځان تر څنګ ویني بیا دعوه کوي چې ټول قومونه دوی سره ولاړ دی او غوښتنې يي یوازې په تاجکو او بیا په تاجکو کې به یو شمېر ټاکلو کسانو پورې اړه نه لری او هغه ملي او سراسري ځلوي.
لکه څنګه چې «سقویان یوازې تاجیکان نه دی» تر سرلیک لاندې د لیکنې لیکونکې په کندهار کې له سقاویانو نقل کاږي او ما يی څو بېلګې په ننګرهار کې په ګوته کړي، که داسې په ټول هېواد کې د سقاوخېلو کورنۍ او سړي په ګوته شي او په دې اړه یوه علمي څېړنه چې د تاریخپوهانو له وسې پوره ده؛ ترسره شی، موږ به د دغه طاعون د بیا بیا راټوکېدو په مخنيوي کې خپله ملې دنده ترسره کړې وي!
پای