د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ملي امنیت او امنیتي ارګانونو ته مشوره

ډاکټر عبدالجمیل ممتاز 24.08.2016 12:36

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

خدای دې نکړي چې دا کرښې راته مثبت پيدا کړي،ځکه دیو چا خبره ده چې وايي مخالفین دي ددولت خلک دي ،لومړیو کې مې ورسره ونه منل وروسته يې داسې خبرې راته وکړي  او داسې دلایل يې وویل چې شکمن يې کړم ،نو ځکه وایم، ما ورته د مهم طالب په اړه چې د ننګرهار  په دوه ولسوالیو کې قاضي دي وویل : چې شاید داکس به یوه ورځ د کشفي ځواکونو ګوتو ته ورشي،هغه راته کړه چې حیران دي کړم ،هغه هره میاشت یو ځل ننګرهار ته راځي او له دې ځایه پېښور ته ځې ،همدا قیر سرکونه يې  لاره ده، حیرانتیا مې لاپسې زیاته شوه، نو ځکه و ایم چې دا کرښې راته مثبت پيدا نکړي.

خو خیر په هر حال : که په رښتیا سره د امنیت لپاره ژمنتیا موجوده وي نو  ملي امنیت عمومي اداره دې په ولایتو کې اړوند ریاستونه مجبور کړي چې  مجرمین تشخیص او د قانون منګولو ته وسپاري ،ځکه تقریباً ټول مجرمین د همدې پورتنې سړی پشان د ولس په منځ او ان ښارونو کې شتون او ته تګ راتګ لري،چې کله خبره داسې ده نوبیا ولې نه نیول کیږي؟؟؟؟؟؟

 که يې په اړه معلومات نه وي نو دا خو بېخې شرم دی ،چې دهمدې چارې لپاره موظفه اداره دي دخپل ولایت د مخالفینو  او مجرمینو په اړه معلومات ونلري، اړتیا ته چې په اوسنیو شرایطو کې څارګري ادارې تر بل هر وخت خپل اپراتیفي فعالیتونه زیات  او دې برخې ته خاصه پاملرنه وکړي،مخالفین دي تشخیص ،تثبیت او دنیولو لپاره دې د پرمختللو  تکتیکونو کار واخیستل شي او هم دې  په پرلپسې توګه مخالفین تعقیب شي ،چیري ځي؟؟ د چا سره اوسیږي ؟؟؟څوک ورسره همکاري کوي ؟؟؟څوک ډوډۍ ورکوي  او ان څوک يې په موټر کې انتقالوي؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟ .

دنظام دننه ورباندې یو شمېر خاینین وسلې پلوري په همغو وسلو بیرته امنیتي ځواکونه،دولتی مامورین، ځوانان،مشران،دیني علماء،ښځې ماشومان او سپين ږیري وژني،د ملي امنیت ادارې ته په کارده چې ټولې هغه ډلې، خاینین او د مخالفینو خواخوږي چې هرچیري،هر دفتر او ځای کې وي تشخیص او په وړاندې دي جدي ګام واخلي که يې نشو کولی ستونزه دې ولسمشر  او د امنیت شورا ته انتقال کړي.چې تر یو بریده دستونزو دحل لپاره کیلي کیدای شی.ځکه اوس چې موږ ګورو  همدغه خلک ترنورو مخکي ناستې دي .

 په لغمان کې د رفیع مموزي له کوره چې په پروان کې د امنیه قوماندان دی او یو وراره يې  په لغمان کې دولایتي شورا وکیل دی  د جعلي سیم بکسونو دستګاه ونیول شوه،ولې دلته چې کوم امنیتي ارګانونه دې دومره يې سستې وکړه چې ان  د نوموړي کورته د ننوتلو جرئت چا نه کاوه .

خوبیايې له ډیر شرم څخه دستګاه را وویسته او په کورکې دننه  او ددستګاه کارونکي يې ټول همداسې پریښودل او هیچاته د نیولو  جرائت يې ونکړي. که امنیتي ځواکونه په خپلو وظایفو کې داسې چلن کوي او یا دنظام دننه لوړ پوړي چاوراکې داسې کوي نو فکر نه کوم چې دا وړې دې شړې شي .             
په کار خو داده چې که کوم دولتي لوړ رتبه او یا ټېټ رتبه مامور دقانون  خلاف عمل کوي ،باید سمدلاسه له دندې ګوښه  او تر کلکو پوښتنو ګرویګنو لاندې راوستل شی  او هم دې امنیتي ځواکونه په ډير جرئت او زړورتیا سره د مخالفینو ،قانون ماتونکو،زور واکو،غاصبینو،قاچاقبرو،غلو، تروریستانو او ویره اچونکو پر وړاندې جدي برخورد وکړي او که يې پر وړاندې څوک مقاومت کوي نو بیا دې ورسره په هغه ژبه خبرې وشي په کومه چې پوهیږي(دټوپک ژبه) وګورۍ که په میاشت ګې دننه امنیت تامین نشو  بیا راته بنګړې واچوئ.

په ټولو ولایاتو او ولسوالیو کې دي د کشفي ځواکونو په مټ هغه کورنۍ معلومې شي چې اولادونه ،وروڼه او یايي غړي د مخالفینو په لیکو کې کار کوي ،غونډه  دې ورسره وشي ،یو په یو دې ورته د خپلو کورنیو غړي وښودل شی چې ستا دغه  ورور،پلار او یا زوی د مخالفینو سره همکاري کوي ،څومره چې ژرکیږي باید دمخالفینو همکاري او ملاتړ پریږدي او کنه نو بیا دې دمشخصو کسانو سره چې دمخالف سره همکاري لري د مرګ برخورد وشي، زموږ په هېواد کې د جنرال عبدالرازق قانون په کار دی (دجدیت  قانون) ځکه همدا قانون کولی شي دغه یاغې باغي غولول شوي وپوهوي.

د امنیت د تامین لپاره به نورې سیاسی لارې چارې ډیر وې ،دبېلګې په توګه د مخالفینو د تولید او مالي سرچینو وچول، په سرحدونو کنترول، هغوي چې دمخالفینو سره خواخوږي لرل په دې قانع کول  چې دغه لوبه دټولو په خیر نده......................... خو دلته تر هرڅه ځکه ما جدیت ته لومړیتوب ورکړی چې پرته له جدیت دغه خلک په نورو ژبو ژر نه پوهیږي.