د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

جګړه

اېمل افغان 21.08.2016 13:59

شپږمه برخه:
خوشحالي اوبریا به افغانان هغه وخت ترلاسه کوي چې په رښتينې توګه د دې خاورې مشران خپل قوم اوولس ته خدمت وکړي، دې خلکو ته وفادار پاتې، دغه ولس یوې ښې لارې ته رهبري کړي، د هغوۍ لپاره دکار او زده کړې یوه ښه زمینه برابره کړي، له تعصب او د ژبې له جګړې لاس په سرشي اوهمدارنګه په دغه خاوره کې بې ځایه مرګونو اوترور ته د پای ټکی کېدي بیا به د افغان ولس په زړونوکې یوه رښتينې هېله، خوشحالي، کاميابي اوخوښي پيدا شي چې د دې کارپه کولو به موږ وکولای شو د ژوند په ټولوچارو برلاسي او د خواږه خوب په پالنګ به د تل لپاره په خپل هېوادکې په ارامه ویده یو.
که داسې ناڅرګنده وژنې، پټې توطیې د ولس په سترګوکې خاورې اچول اود هغوۍ غولول روان وي په راتلونکي کې به هم سوله ونه وینو اونه به مو د سترګو لېمې له اوښکو وچې شي اونه به یوخواخوږی پيداکړو چې موږ ځوانان یوې سمې لارې ته برابر او اوښکې موپاکې کړي داهیله مو بلکل له دې ادارې او د دې ادارې له نننيوچلوونکوڅخه له دې وروسته نه شته که دوی په واک کې پاتې وي اوهيله موپيدا شوه هغه به دې ښې حکومتوالۍ له مخې زموږ په زهنونوکې پيدا کېږي او ولس به له دې کړکېچن بحران څخه خلاصوي اوټول ولس ته به لکه د خپلو اولادونو په څېر په یوه سترګه ګوري، جګړې ته به د پښتنو په سيموکې د پای ټکی ږدي، هغوۍ به د پوهې او زده کړې په لور روانوي اودی به هم ورته د يوه ښه راتلونکي په هيله په خپله ماڼۍ کې ناست وي اوپه دې به له ځان سره فخرکوي چې افغان ولس خومې په دې خپلې واکمنۍ کې د يوې ښې لارې په لور روان کړ.
بل هغه کسان چې په هغه وخت کې په دې بهیرکې له دې څېرو سره یوځای په جهاد اود هېواد ساتلو په مبارزه کې لګیاوه په هغوکې رښتيني جهادي ځوانان هم وچې په هماغه وخت کې په شهادت ورسېدل اوهمدا یې موخه وه چې د خدای پاک په دې سپېڅلې لاره اود هېواد په ابادولو اوآزادولوکې خپل سرونه کېدي اوځينې چې ژوندي پاتې او وروسته یې ناروا لوبې په دې خاوره کې ولیدې وسلې یې له اوږې لرې اوخپل مشرته يې په ځمکه کېښودې اوپه کورونوکې په ارامه له خپلومېرمنو، اولادونو سره کېناستل، تردې پورې چې اوس د خپل ځان لپاره په دې هېوادکې د سرپناه يوه کوټه اویوه مړۍ ډوډۍ هم نه لري اوپه پردیوکورو په کرایه خپل ژوند تېروي خو ولې خيانت اوجنايت يې له هېواد اوملت سره ونه کړ.
دا په رښتینې توګه ښه مبارزین اوجهادي ځوانان وو چې داکاريې د خدای د رضا په خاطرپه هغه وخت کې د خپل هېواد او ولس لپاره وکړ، روسان یې هم په خپل هېواد وسپارل، ملت اوخپلوکورنیو ته هم سرلوړي دي اوبل د دې وسلې په ګرځولو په خپل وخت اونظام کې چاته کومه ستونزه هم پيدا نه کړه چې اوس په ازاده توګه په خپله سیمه کې ښه په ډاډه خپل ژوندکوي په خپلوکارو مصروف خلک دي.
د هغې جګړې په اړه د روسانو اوافغاني مشرانوترمنځ په دې ځای کې نه پوهېږم، دې مبارزې ته د خپلو مشرانو له لاسه، دکابل اوپه مجموع کې د ټول افغانستان په وینو لمبېدو له امله، نن جهاد ووایم، جګړه، د خلکو غولول ووایم، د ښځو بې ځایه په نکاح کول اوبې عزته کول ووایم، پيل شوه، رښتیاخبره ده چې په هغه وخت کې افغان ځوانانو دغه ښامارچې روسان او بې پلانه یې زموږ په ملک یرغل کړی وو هغه یې مات کړ او دې ته یې اړکړ چې له افغانستان څخه خپلې پښې سپکې او د خپل هېواد په لورله يوې شرمېدونکې ماتې سره مخ او روان شول چې په پایله کې په نړیواله کچه اونړیوال ډګرکې افغان ځوانانو دا لوبه وګټله، روسان یې ټولې نړۍ ته ملامت کړل هغوی هم له دې ملک څخه خپلې پښې واېستلې اوپه ناکامه توګه ډک زړونه وتښتېدل چې دا ټولې بریاوې اولاسته راوړنې د ټولو هغو افغانانو وې چې هغوی په رښتینې توګه په هغه موده کې دې کارته اوږه ورکړه اوښه په نره بریالي هم شول.
ولې د جګړې اوډګر په پيل کې چې کله مووليده اوترنن پورې يې وينو دا لوبې د افغاني مشرانو اوترڅنګ يې د نړيوالو اوحتی د سيمې د هېوادونو په ګټه وې او دې ډلو نه غوښتل چې دغه ملک ودان شي، ملي اردو يې ړنګه کړه، بس په هېوادکې دولت او اداره د شپږ اووکسانو په لاس کې وه چې امکانات هم د همدې کسانو جيبونوته لوېدل ولس هماغسې خواره خوله پاتې شو.
دا هغه وخت او دوره وه چې له دې وروسته په افغانستان کې د چوکۍ واک تازه د ډاکټر نجیب الله احمدزي په لاس کې ولوېد چې روسان د افغانانو په مېړانې وشړل شول اوجهاد هم نور په دې خاوره او د افغان ولس په منځ کې پای ته ورسېد ځکه نورخو په دې خاوره اوملک کې ټول افغانان اوبیا ساده سيده مسلمانان اوسېدل خوبیاهم جهادي مشران د ډاکټر نجیب الله احمدزي له نظام اوحکومت سره د سولې په اړه یوه جوړجاړي ته ونه رسېدل اونه یې په رښتینې توګه د پاکستان په مشوره سوله غوښته اونه يې داکار د سولې راوستو لپاره وکړ دا يې په دې موخه ونه کړچې هلته پاکستان او امریکا چې د دې خلکو اصلي اومنلي باداران اود عمر په اوږدوکې دوی ته ډوډۍ، ځای، پناه ورکړې او روزلي وه په دې کار له دوی څخه خفه کېدل اودوی غوښتل چې هغه خوشحاله کړي اوبل دا چې دوی خپله په دې نظام کې د چوکۍ په سر جوړ نه راتلل اونه یې غوښتل چې په دې چوکۍ دې د دوی له ملګرو یو پرې کېني ځکه دوی خو خدای مې دې غاړه نه بندوي نهه اودولس پاچاهان او ترڅنګ يې په سلګونو لوړ پوړي قومندانان وو اوچوکۍ یوه وه نو همدا علت وو چې چا ه چوکۍ ښکته زغلوله اوچاه پورته خوپه منځ کې افغان ولس په دې کار یوه درنده ساپېړې په مخ وخوړه په کابل کې د جګړې لوبه ګرمه اوهره ورځ به د هغه وخت درانه میزایل چې د پاکستان په لاس تازه د دې خاورې د سوزولو اود افغان ولس د وژلو لپاره جوړ شوي وو دې خلکو ته په لاس کې ورکول چې دوی به په ولس اورول اوهره ورځ به دکابل درانه ښاريان په خپلوکورو په وېره کې ناست وو.
په دې ځای کې ماته د هغه وخت یوه ترخه خاطره را په زړه شوه زه په ۱۳۶۹ هـ.ش کال په کارته نوکې د عبدالرحمن پژواک د عالي لیسې دريم ټولګي زده کوونکی وم هغه ورځ مې ښه په زړه اوهېڅکله به مې په ژوندکې له یاده ونه وځي چې د کابل په ښکلي ښار به د غرو له لمنو د همدې ښاغلیو له لاسه راکټونه اورېدل له وېرې به خپل ښوونځي ته د زده کړې لپاره نه شو تللای، درسونه به مو تل راڅخه پاتې وچې په دې کار یوه نه جبرانېدونکې سزا په هغه وخت کې موږ ته د همدې خلکو له لاسه راکړل شوه، زده کړې مونیمګړې پاتې شوې دا ټول د هغه وخت او د دې مشرانو تر سره کړې کارنامې او ویاړونه او زما د ګناهګارو سترګو لیدلی حال دی چې اوس یې زه دکاغذ په مخ خپلو درنولوستونکو ته پرېږدم اود هېواد دښمنانو به دا کړنې د کابل په ښاریانو او دې ولس هره ورځ عملي کولې اوپه هغه وخت کې به د بي بي سي له راډیو څخه د دوی د دې ناروا کړنو را پورونه چې په هېوادکې یوه مشهوره راډیو وه خپرېدل اوموږ هلکان به ورته ګوته په غاښ او په وېره کې غوږ نیولی اوښوونځی موپه نیم اونیمګړتیاکې د خپلوځانونو د ساتلو په موخه ګوډ اومات ولوست.
دا ټول د هغه وخت یوشرموونکی حالت اویوه بې باکه لوبه وه چې د افغانستان دښمنانو به په دې خلکو د پاکستان له ناروا غوښتنې سره سم عملي کول اودکابل له ملي راډيو ټلوېزیون څخه به د هغه وخت جمهور رئیس ډاکټر نجیب الله احمدزي دغو څېرو او د بل په لاس لوی شوو او روزل شو غلامانو ته نارۍ وهلې راځۍ جوړه را سره وکړئ، هېواد وال بې ځایه مه وژنۍ، ټاکنې را سره وکړۍ، زه ستاسو هره غوښتنه اوپوښتنه د سرپه سترګومنم اوزه ورته حاضریم ولې دوی به ویل چې دا د دې ښاغلي د کمزورۍ خبرې دي چې اوس يې موږ ته کوي په هېڅ ډول موږ له تا سره سولې او روغې جوړې ته حاضرنه یو اوموږ به خپله جګړه چې ترڅو مو په تن کې ساه وي روانه به یې ساتو، دکابل په خلکوچې هرڅه راځي هغه دې دوی په ځان ومني اویادې کډوال شي اوپه پاکستان، ایران اونورو اروپايي هېوادونوکې دې خپل ژوند ته دوام ورکړي، ځکه هغوی هم ورته د غلامۍ اوبې عزتۍ پناه په هغه ځای کې ورکوي، چې دا ټولې را ولاړې شوې ستونزې موږ ته له خپلو مشرانو په ميراث را پاتې دي په دې ځای کې به له حقيقت څخه سترګې نه پټو دا ټول هغه کارونه وه چې ولس په خپلو سترګو وليدل اودکابل د ورانيو تصويرونه اوس هم له خلکو سره د عبرت لپاره په کامرو اوکمپيوټرونوکې خوندي دي، باور په خدای وکړۍ هر تصویر چې نن ګورم له سترګو مې ورته د اوښکو پرځای وينې څاڅي.
ولې دې په کعبه اومکه کې قسم خوړلو مشرانو ورسره په هېڅ صورت کې نه منله اوهغه ته به یې ویل چې جهاد درسره کوو او دکابل خاوره یوځل باید د کابليانو په وینو ووینځل شي بیا به درسره خبرو اومرکو ته کېنودوهم دا چې ستا نظام يوکفري نظام دی اوموږ ته د منلو نه دی ولې ډاکټر نجیب الله احمدزی خاین نه وه، رشوت خور نه وه، د چا مالونه یې نه وه خوړلي، دولتي ځمکې یې په خپله واکمنۍ کې نه وې غصب کړې، پردۍ لورګانې يې په زوره خپلوخپلوانو ته نه وې په نکاح کړې، حتی یوکورهم دکابل په ښارکې نه لري حال دا چې د وخت برحاله، تکړه اوپه وطن مین رئیس جمهوروو چې خپل ځان اوټوله کورنۍ یې له دې خاورې قربان کړه، ارواه دې ښاد وي.
دلته که د ډاکټرنجیب احمدزي صفت یا غیبت له ما په دې ځای کې شوی وي، زه د خپل صفت اوغيبت ډېره بخښنه غواړم ولې دا سړی د ننني پاکستان ډېرسخت مخالف اوزړه ور مېړه وو اود هغه پر وړاندې ولاړ رئيس جمهور وو اوکوښښ يې کولوچې له پاکستان څخه خپل ځان اوهېواد وساتي اوغوښتل يې چې هغه هېوا دې وران شي اوهم یې دا هڅه کوله چې د هغه له منګولوخپل بېوزله هېواد اوهېوادوال وژغوري چې اخیر د هماغه تورمخي پاکستان اوتورو مخو پنجابیو له لاسه زموږ د داخلي دښمنانو له خوا په دار وزړول شواوپاکستان هم دوي ته په هغه وخت کې د ګلوګېډۍ په اوږوکېښودې دا خلک یې رښتیني غلامان او د افغانستان ویجاړونکي وګڼل.
افغان ولس د ډاکټر نجیب احمدزي مړينه لومړی زموږ په سیاسي لوبغاړو اچوي هغه په دې معنی مجاهدينو ته دکابل له پرېښودو سره سم دې ښاغلي د ملګرو ملتونو په دفترکې سیاسي پناه اخیستې وه چې په دې وخت کې په افغانستان کې حالات یودم بدل اوبله ډله په دې خاوره کې چې طالبان وو د پاکستان، امریکا اونورو اسلامي ملکونو له خوا حاکمه شوه کله چې دې ډلې په افغانستان کې مخکې له مخکې د واک د ګټلو لپاره خپل فعالیت کاوه بیا خو زموږ په هېواد مینو رهبرانو اود هغه وخت رئيس جمهورته پکاروه چې ډاکټرنجیب الله احمدزی او د ملګرو ملتونوسیاسي دفترچې د دوی تر واک اوکنترول لاندې وو په هغه وخت کې دا سړی يې له ځان سره دکابل له پرېښودو مخکې اېستلی وی، هره پرېکړه اوهره سزا يې چې ده ته ټاکله دوی به ورته ورکړې وه ځکه له دې خلکو سره په جګړه کې پاتې شوی وو پاکستان اوپاکستاني طالبانوخوبه هغه نه وژلو چې هغوی په ښکاره دغه سړی د کابل په آریانا څلور لارې کې په دارکړ چې نن ټوله ملامتي د هغه وخت په افغان سیاسي لوبغاړو اوبیا د دوی په دې ناوړه اوناکام سیاست اچول کېږي چې داسې یوه سیاسي څېره مو په هغه وخت کې له لاسه ورکړه اوپه ټول هېواد اوتاریخ يې یوه بده اغېزه وکړه چې دا ښاغلی د دې تورو پنجابيو له لاسه په دارشو.
اوس که د هغه وخت د جهاد اوسنګر زور ورو ته وګورو هماغه څېرې دي چې دلته نېغ په نېغه له روسانوسره دوی ناستې پاستې لري، امریکایانو سره دوی د خپلو پروژو اوکارونو د عملي کولو لپاره ځانګړي ملاقاتونه او ليدنې کتنې لري، د امریکا او روس دوه تابیعتونه له دوی سره شته دي، یوه ورځ په افغانستان کې وي اوشل ورځې په امریکاکې ژوندکوي او دا نارې وهي چې له روسانو سره دې امنیتي تړون لاسلیک شي اوکه له امریکایانو سره یې څوک نه لاسلیک کوي زه بېخي له دې ملک څخه تښتم اوله تاسوڅخه خفه کېږم چې دا خلک زموږ دوستان دي باید له هغوۍ سره دا کار ډېر ژر وشي ځکه دلته زما شخصي ګټې اوچوکۍ په خطرکې لیدل کېږي خو دغه سولې او تړونونه ولې شل کاله مخکې له دې خلکو سره نه لاسلیک کېدل چې زموږ د هېوادوالو وینه خوبه بې ځایه نه وه توې شوې چې اوس دا چیغې اونارې وهل کېږي، امریکا او روس خو شل کاله مخکې هم د نړۍ په سطحه شتون درلود، بیا ولې دومره جګړې اووینې توې شوې اوملک چې ورسره څو پېړۍ وروسته پاتې شو د هغه خو له سره څوک محاسبه له دې خلکو سره نه کوي اونه يې کولای شي، چې د راستۍ ميز ته يې راکش کړې او ورته ووایي چې ورکړه دې ملت ته نن ځواب چې څومره افغانان ستاسو له لاسه وژل شوي، څومره مالي زیان دې خاورې ليدلی اوڅومره له نورې نړۍ څخه دا هېواد وروسته پاتې شوی دی؟