د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

با ري جها ني ولې دايران سفيرته په ګونډوشو ؟

پوهنمل اتل 20.08.2016 15:40

با ري جها ني ولې دايران سفيرته په ګونډوشو ؟
يوخبر لوڅ راته په غوږ کې وو ېل : يوه خبره کووم ،خو ته به يې چاته نه وايې داځکه چې له پټو نه پټه خبره ده او دB B C د
ګوتو له شمېرنه هم لږ کسان له دې رازه خبر دي ... خبره خو ډېره پټه ده ،ولې کله کله دپټو خبرو تر شا يوه پټه دبد به پټه وي .
وروره ،دبدبو پسې سر مه ګرزوه،ولې که چېرې دغه خبره رسواشي،جها ني هرو مرو پوهېږي،چې داخبره زما دکا واکې خولې له پړو راوتې ده .
زړه کې مې وويل : دکاپر زو زر راته کيسه کوه،د بي بي سي خبر لوڅ خوداسې وي لکه دنستوړي مار ،لکه لړم کوي ګوزار...ته ګوره چې لما پرته به دې څو نورو کسانو ته کړي وي .
وايې ،يوه ماشوم ته چا اورلګيد ورکړی وو،چې پام کوه دې درمن ته اور وانه چوې ... واشوم زړه کې وويل : ښه دا چل دې هم را وښود ...
که دې تا په ياد وي جهاني نوک په نوک دومره را يه واخسته چې ايله بريالی شو ...که چېرې دولسي جرګې يوه رايه لږه شوې واې ،دغه دملي سرود شاعر پښه به ښواېدلې وه .
خوارکی چې کله داطلا عاتو فرهنګ وزير شو،لا ډېره موده نه وه تېره چې دهزا را ګانو خولې ته وولېد ،کوڅوته پسې را ووتل،ډليېزو رسانيو هم خپلې خولې تر وښکيو څيرې کړې ...
پښتنو ځوا نانوهم دده ملا تړ ته مټې را بډ وهلې او پاېڅې يې جګې کړې چې ګنې زموږ اتل اود ملي سرود شاعرچې يو درجن قومونه يې په ملي سرود کې را غبرګ کړي دي ...کله چاته يوازې پرېږدو ؟
کرزي صاحب هم دملي سرود په تړاو چې ګنې بېنوا صاحب بيا را ژوندی شي په باري جهاني غږ وکړچې دبېنوا صاحب دملي سرود نيمګړتيا بشپړه کړي،هغه داچې نورو قومونوته يې پکې ونډه نده ورکړې يوازې يې دافغان په کليمه ټينګار کړی دی .
د بې بي سي ډنډورچي را غږ کړ،پوهېږې چې دهزاراګانو خولې ته چا غړوندی واچوه ؟ ... نه ولا نپوهېږم ، ...ددې اور لمبه،لکه دپېلوزې بربړکۍ غوندې وه زر پورته اوزر،راپرېوته ...نپوهېږم چې دا معجيزه چا وکړه چې دجهاني لمنته رسېدلی اور يې ګل کړ ؟
ته پوهېږی چې جهاني دستي هغه ورځ پخپل کورکې يوه بېړنۍ غونډه را وبلله چې پدې کې ،دوه باوريان، اودجهاني ستر سلا کا ر هارون حاکيمي حاضر ول،که څه هم هارون جان خامه خوله هلک دی خوډېر روی دی په همدې سياسي ماشومتوب يې بيړنۍ غونډې ته په بيړه وويل :
که ستاسو مسرانو خوښه وي ددې خبرې چاره لماسره ده...ټولو په يوه خوله ووېل : هغه څنګه ؟ ده ورته کړل...دغه کسان به بېرته په هغو سوړو ننباسم ،چې له کوموسوړورا وتلي دي...:
حکيمي سبا ځان کرزي ته ورسوه اوهغه يې دنستوړي له چپنې کش کړاوورته وېويل : په خداې به کېږي اوبيا په تا ...دجهاني صاحب وزارت اوزما مشاورت دپاڼ په سرولاړدی.
کرزي صاحب په سکر ترغږ کړ : دا خليلي صيب راته په غوږ کړه...ډېرزرخليلي دتېليفون غوږی را پورته کړاوکرزي صاحب ورته کړل: داموږکان دبېرته په سوړو ننباسه،چې باره زموږ باري جان ونه زوروي ...هغه ورتو دستي ټتروواهه اووېوېل :دفرهنګ وزيرته ووايه داد کلتور کليمه بېرته په بډه وواهه ...په دا سبا جهاني صيب راغږ کړ : موږ بريالي سو خوخال خال موږکان اوس هم له سوړو ،کلا کشک کوي...دوه ورځې وروسته مې بيا دتيليفون په کرښه ووېل : له بې بي سي نه غږېږم ...
جهاني صاحب په ډکه خوله راته ووېل : کرزي صاحب دا وارې دايران سفارت ته زنګووواهه اوهغه ډاډ ورکړ،که نور ددې موږکا نو په لکۍ پښه هم کېږدې نوچونګ به هم ونکړي ... خو زه بيا سفير وغوښتم اوما هم ورته دخيام ژبا ړل سوی کتاب دځان له خوا ورډالۍ کړ...دامې هم ورته ووېل : زه چې دادستي څه يم دادپاړسي له برکته ...ما په شپږ کلنئ کې پنج کتاب ورپسې ګلستان بوستان...ويلي دي زما په شعر اوسه هم دحا فظ سعدي اوبېدل دشعرونو سيوری پروت دی ...
بيا مې دبې بي سي دخبر لوڅ خبره پرې کړه او ورته کړل مې : ...جهاني پدې وروستېيوکې يوشمېرفارسي کتابونه چاپ کړل ايا پدې کې خو به دسفير سپا رښتنه نه وي ؟ ...ياره پدې تړاو څه نسم ويلی...خودومره ويلی شم چې دې ارګ په ډېرو لوبې کړې دي...ولې له ډېرو لږ پښتانه ليکوال پېژنوچې له لنډ مهاله مقام نه يې تل خپل پاتې شخصيت غوره ګڼلی دی چې موږ ستر الفت دبېلګې په توګه يادولی سو.
پام مقام ته يې پرې نږدې چې وزير شي کنه ګوره پښتو ژبه ترې هېرېږي .