د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کړه وړه

محمدعیان«عیان» 18.08.2016 18:20

په کونړکې «کړه وړه» دمخ کردې(په خپله مخ،پوزه، غوږونه،سترګې،وروځې،سترغلي،اننګي،زیځمې،باڼه،زنه، شونډې،اوښکي،غاښونو،جامې اوتندي) ته ویل کیږي.
وایي: دهغې پلانۍ جینۍ رنګ که توردی،خودمخ کړه وړه یې ډیرښایسته دي.
راځئ چې زمونږدکلي یوې وړې شان ریشتیانۍ کیسې ته اویابه داسې ووایم چې یوې ریشتیانۍ ټوکې ته پام وکړو:
ارواښادمختارکاکااوارواښادنورزاخان کولال کاکا دواړه همزولي اوانډیوالان وو. دیوه بل سره به یې کله کله ټوکې ټکالې هم کولې.ددواړورنګونه تک توراودپاخه عمرخاوندان وو.
یوه ورځ دورځونه کولا ل کاکاخپل انډیوال ته وویل:
یره یاره مختارجانه داراته ووایه چې ته به ښایسته یې اوکه زه؟ داچې دواړه دپاخه عمر خاوندانان وونولومړی یې دې خبرې ته په بق بق (کټ کټ ـ کړس کړس)وخندل اوبیا مختارکاکاورته له خندانه وروسته وویل: په دې کې خوشک نه شته چې زه ستا نه ښایسته یم. ځکه چې ته ټیقوری (ټیټکی ـ له ونې لنډ)یې اوماله خدای دنګه ونه راکړې چې ستانه ډیرلوړیم.
کولا ل کاکاورته په ځواب کې وویل: لوړوالی اوټیټوالی دومره موهمه(مهمه) خبره نه ده. تورخوخدای دواړه ښه دپخې تیګي توره تبۍ پیداکړي یواوپه ټول کلي کې زمونږنه بدرنګ نه شته، خویره خبره داده چې زه بیا ستانه ښایسته یم. ولې چې زما دمخ «کړه وړه» ستانه ښایسته دي. بس په دې کې بیلکل شک نه شته چې زه ستانه ښکلی اوزمابشره ستانه ښه ښکاري. بشره هم مونږدمخ کردې،مونې اوڅیرې ته وایو. مثلاًدیوې غټې ښځې خبره که وړه جینۍ ونه مني نو ورته وایي: اي دامرداره بشره دې ورکه شه. له مخې نه مې پناشه!
یا«بشره»په دې لنډۍ کې:
ستادې قسم وي خوبه راشه +چې دجانان بشره په تاکې ووینمه.
چې دچاسپیمې(سپیږمې)چینګې یایې سترګې چوقې یایې خوله ډیره ارته یایې پوزه(پزه)بونجۍ اوپیته وي یایې شونډې پیړې پپړې وي اویایې دمخ نورځایونه ګډوډوي نووایي: که رنګ یې سپین دی خودمخ «کړه وړه» یې بدرنګ دي.
کله چې دکومې کلیمې(کلمې)په اړه په ځانګړي ډول دکونړ نوم لیکم نوهلته دغه کلیمه هماغسې دودوي اوټول پې سم پوهیږي. که نه نوپه لوي ننګرهار(ختیځوولایتونو)کې هم خلک له دغې کلیمې نه دکونړیانوپه شان مانااخلي، خوکیدای شي چې په ځینوسیموکې بیا دغه کلیمه په همدې مانارواج نه وي نوځکه کله کله دکونړسیمه په مشخص ډول یادوم.
دارنګه کلیمې چې زه یې یادونه کوم زیاتې یې دکرښې نه اخوا، باجوړ،سورکمر،مومندو،ان ترکړپې،ګنداواوان تر پیښوره هم په ورځني ژوندکې استعمالیږي.
که خپلې خبرې رالنډې کړم نومونږ«کړه وړه»دمخ څیرې یاکردې ته وایو.
لیکین دهیوادپه ځینوسیموکې بیا«کړه وړه»کارونو،کړنواو کارروایانوته وایي. مثلاً وایوچې په ورځنیوکارونوکې دپلاني وزارت یاپلا ني چارواکي کړه وړه ډیرسست اوسم نه دي. یانې ښه اوزر کارونه سرته نه رسوي. ددې سپړنوپه پایله کې ویلی شوچې: د«کړووړو» په کلیمه پوهیدل به هغه وخت ښه وارداروي چې په جومله(جمله ـ غونډله) کې یې ولولو. دې میثالونو(مثالونو)ته به پام ورواړوو:
دلیمې رنګ که توردی، خو«کړه وړه»یې ښایسته اوجذاب دي.
کولال کاکاخپل همزولي دپاخه عمرخاوند مختارکاکاته وایي
چې تورخودواړه توریو،لیکین زما«کړه وړه» ستانه ښکلي دي.
شیردادخان ترخپل لاس لاندې مامورته وایي چې په دفتري کارونوکې ستا«کړه وړه» ښه نه دي. ته چې څه کوې هغه ټول دبروکراسۍ په بنسټ دي. ډیرخلک درنه ګیلې ګوزارې اوشکایتونه کوي. شاباس ژردې،دې«کړووړو»ته بدلون ور کړه اوټولې کارروایانې دې سمې کړه!
«پای»