د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ایاعبدالله او ډله يي د حکومت ادامې ته ژمن دي؟

سرلوڅ مرادزی 15.08.2016 22:53

پوښتنه دا ده، ایا عبدالله د اجراییه ریاست په نوم څوکۍ د حکومت د ادامې په موخه منلې وه او که هغه يی د ټولټاکنو د پایلې د نه منلو د کړکېچ پشان د یوه بل بحران د رامنځته کېدو لپاره د یوه مناسب فرصت پتوګه په پام کې نیولی وه؟
یا په بل عبارت ایا عبدالله او ډله يي په ریښتیا د ملي یووالي حکومت ادامې ته ژمن دي او که دا حکومت هم د خپلو پلان شویو طرحو د پلیتوب لپاره او بلخوا د هغه بحران په رامنځته کېدو کې چې دوی ورته شېبې شمیري، د یوې وسیلې پتوګه کاروي؟
د عبدالله له وروستیو څرګندونو داسې ښکاري چې دوی د ولسمشر غني د انتخابي حکومت په وړاندې د لويي جرګې په خیمه کې د موازې حکومت له ناکامې تجربې وروسته د ملي یووالي حکومت ښای د دې لپاره منلی وي چې هغه کې د خپلې ونډې په مټ یوخوا د نظام د ټینګېدو مخه ډب کړي او بلخوا د خپلو نورو موخو د پلیتوب لپاره وخت او امکانات سپما کړي.
په تېرو دوه کلونو کې د عبدالله او د هغه د ډلې کړچار په ډاګه څرګندوي چې د ملي یووالي حکومت کې د دوی شتون د ښې حکومتولۍ د ادامې، د روغې ادارې او د نظم د بسیا لپاره نه وو، بلکې د حکومت له امکاناتو په ګټه د حکومت پر ضد او په ټولنه کې د پراخ بغاوت د تیارۍ لپاره د یوې وسیلې پتوګه کاریدلی دی!
اوس ښای د عبدالله په سرخېلۍ نظارشورا او جمعیت دې پایلې ته رسېدلی وي چې په تېرو دوه کلونو کې يي د ملي یووالي حکومت له نومه، هم په حکومت کې دننه او هم په ټولنه کې د بحران ټولې اجزاوې بشپړې کړې وي او پخپل اند د حکومت په وړاندې د وروستي او کاري ګوزار شېبې رسیدلې وي!
په تېرو دوو کلونو کې عبدالله او ډلې يي یوازې پر دغه درې خبرو، لکه د ده له مشورې پرته د ځینو چارواکو ټاکنې، د انتخاباتي اصلاحاتو په پروسه کې ځنډ او د الیکترونیکي تذکرو په وېش کې ځنډ، ټینګار کړی او پر هغو يي پرله پسې شخوند وهلي دی.
ایا د هېواد په کچه ټولې ستونزې یوازې دغه درې هغه دي؟
دا درې څلور خبرې هم یوازې د دې لپاره پرلپسې تکراریږي چې ولسمشر د عبدالله او د هغه د ډلګۍ په خوښه په حکومت کې داسې کسان وټاکي او د ټولټاکنو په کمیسیونو کې هسې بدلون راوړي چې سبا ته د هغو په مټ د لويی جرګې په ترکیب کې د ځان په ګټه بدلون راوړي او له دې لارې په اسانۍ وکولای شي په اساسي قانون کې د هېواد نوم او د افغان هویت بدل کړي او له دې وراخوا د ملي سرود، ملي ترمینالوژي ، ریاستي نظام او داسې نورو خپلسرو او ملي ضد غوښتنو د پلیتوب لپاره لار هواره کړي!
په داسې حال چې د پنجاب په لاس په تپل شوې جګړه کې موږ هره ورځ په هلمند، ننګرهار، بغلان، کندوز، نورستان، بدخشان او نورو ولایتونو کې د امنیتي ځواکونو او ولسي وګړو په لسګونو جنازې خاورو ته سپارو او د ترهګري بریدونو په زیاتوالي سره هېواد د یوه بل کړکېچ په لور درومي، پر دولت د داسې بېځایه نیوکو سره یوځای، د هېواد د مشهور ډاکو او د اماني غورځنک د پرځولو د کورني دښمن «بچه سقاو» د بیا خښولو په تړاو د عبدالله او د هغه د ډلې غوښتنې د کړکېچ د کومې برخې دوا ګڼل کېدای شي؟ ایا په اوس مهال داسې غوښتنې، دولت له خوږې ګوتې د نیولو او پر روان کړکېچ د تېل پاشلو په مانا نه دي؟
له مشورې پرته د چارواکو په ټاکنه د عبدالله ګوتڅنډنې او نیوکې د ښې حکومتوالۍ، د فساد په مخنیوي، د عادي او پرمختیايي پروژو د پلیتوب لپاره په پلان جوړونه او تیاري او په هېواد کې د سولې او امنیت په برخه کې د مثبت بدلون لپاره نه وړاندې کیږي، بلکې هغه سبا ته یوازې په اساسي قانون کې د دوی په خوښه د بدلون لپاره تکراریږي.
که په تذکرو کې د افغان کلمه ذکر نه شي چې عبدالله او ډله يي مخنیوی کوي، ایا افغانان به داسې تذکرې واخلي؟ اوس څوک د تذکرو د ویش مخه ډب کوي؟
د لسو کلونو زیات وشول چې عطامحمد نور د بلخ والي دي، له هغه سره د جمهوري ریاست نږدې درې دورې بشپړیږي، د هغه د بدلون په وړاندې چې د خلکو غوښتنه ده، ولې د عبدالله او د هغې د ډلې مقاومت او سرتمبګي پای ته نه رسیږي؟ دلته د عبدالله له مشورې پرته د چارواکو ټاکنه څه مفهوم لري، ایا د چارواکو په ټاکنه کې باید عطانور مستثنا وي؟ دا کومه حکومتولي ده!
په همدې تړاو د ځوانانو د پارلمان لپاره جوړې شوې غونډې ته ولسمشر غني وایی، کله چې زه د فساد په باره کې څه هڅې پيل کړم، پر موږ انتقادونه کیږي!
عبدالله او ډله يی لکه څنګه چې مخکې ورته اشاره وشوه، په هېواد کې د روان کړکېچ د حل په قصه کې نه دي، د دوی ټوله هڅه د مرکزي حکومت په وړاندې د ستونزو په زیږولو، د روان کړکېچ په لا زیاتوالي او د هېواد او هېوادوالو له برخلیک سره لوبې دي!
د عبدالله او د هغه د ډلې ټوله هڅه دا ده چې د ملي یووالي حکومت، د پورته یادې شوې خپلې سناریو د پلیتوب لپاره یرغمل ونیسي. دوی د ملي یووالي حکومت ته د داسې سیناریو له ګوټ څخه ویني. دا چې عبدالله عبدالله پخپلو تازه څرګندونو کې پر ولسمشر نیوکه کوي چې هغه حوصله نه لري، موخه يي د دوي د ملي ضد سیناریو په وړاندې د ولسمشر مقاومت دی.
ایا افغانانو ولسمشر ته د دې لپاره ووټ ورکړي او هغه يي خپل ولسمشر غوره کړي چې له افغانانو څخه په تذکرو د دوی هویت ولوټي؟ ایا ولسمشر د دې اجازه او واک لري؟
د فساد په مخنیوي او د فاسدینو په ګوښه کولو او مجازات کولو کې ولسمشر د حوصلې اجازه لري؟ د ټوپکمارو، غلو، ډاکوانو او لنډغرو په وړاندې باید هم ولسمشر حوصله وکړي!
عبدالله عبدالله ولسمشر ته د کومې حوصلې سپارښتنه کوي؟ ولسمشر اجازه لري چې حتی د کابلښار د ویجاړۍ او د کابلیانو د ټولوژنې له قاتلانو پوښتنه وکړي او د قانون منګولو ته يي کش کړي. ولسمشر واک لري چې د نظارشورا له ویانده(عبدالله عبدالله) د کابلښار د افشارو د قتل عام پوښتنه وکړي او محکمې ته يي وسپاري.
د ولسمشر لاسونه تر بل هر افغان چارواکي پاک دي او د ولسمشر پتوګه هم چې افغانانو هغه ته د حق او عدالت د تامین په موخه ووټ ورکړی، هغه ترې غواړي!
که جمعیت او نظارشورا د ملي یووالي په حکومت کې ګډون یوازې د خپلو سمتي او قومي موخو د پلیتوب لپاره لکه څنګه چې ښکارې کړی وي، افغانان خپلو ملي او سراسري ګټو ته په پام د هغو په وړاندې حوصله نه شي کولای او داسې حوصلې ته هیڅ اړتیا نه لېدل کیږي.
«که ته وايي چې زه یم او زه وایم چې زه یم، نه به ته يې او نه به زه یم. که زه وایم چې ته یې او ته وايي چې ته یي، هم به ته یې او هم به زه یم»