د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پښتون خوځښت غندن لیک

پښتون خوځښت خپرونو څانګه 14.08.2016 13:10

د پښتون خوځښت غندنلیک
لکه څرنګه چېد څو لسیزو را پدېخوا امریکايي نیواکګر په افغان وژنه کې په مستقیم او غیر مستقیم ډول برخه لري خو د 2001 میلادي کال څخه تر ننه چې څه باندې یوه نیمه لسیزه کېږي دغه امریکایي یرغلګر زمونږ په ګران هیواد باندې د یو داسې پوځ په مټ مستقیم تیری کړی چې په هر اړخیزه مډرنه او پرمختللې ټکنالوجي سنبال او روزل شوی .په ګران هیواد افغانستان باندې د امریکایي مستقیم یرغل د پیل (2001)مڅخه تر ننه پورې دغو نیواکګرو ځواکونو د افغان مظلوم ولس سره په جګړه کې هیڅ ډول انساني او نړیوال اصول نه مراعات کړي او نه يې هم په دې اړه د نړۍ د بې پرې او بشر دوسته سازمانو راپورنو او غوښتنو ته پاملرنه کړې بلکه ځوانان، ماشومان، سړي، ښځې، سپین روبي، بې دفاع او ملکي افغانان او حتی د هغوی مواشي او حیوانات يې په ډیره بې رحمۍ سره له منځه وړي، کلي او ښارګوټي یې په بشپړ ډول خاورو سره خاورې کړي،دغه ډول وحشیانه وژنې چې په تیر یوه نیمه لسیزه کې یوه دقیقه او حتی یوه ثانیه هم نه دي ودریدلي وروستۍ پیښهیې د روان کال د اګسټ په 12 نیټه تر سره شوه چې د پکتیکا ولایت اړوند د خوشامند والسوالي په مربوطاتو کې امریکایي وحشیانو یو ځل بیا د ملکي او ولسي خلکو په کورونو ړانده بمبارونه کړي چې له امله یې د یوې کورنۍ دیارلس غړي په شهادت رسول شوي دي چې په شهیدانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. پښتون خوځښت چې د جګړې ضد حرکت دی، د امریکايي نیواک ګرو ځواکونو دغه ډول وحشیانه کړنې چې د ټولو نړیووالو موازینو پر خلاف تر سره کیږي په کلکو ټکو غندي، په بشر پاله او سوله غوښتونکو نړیوالو سازمانونو غږ کوي چې ددغه ډول وحشیانه او خپلسرو وژنو په وړاندې چوب او بې پرې پاتې نشي او نیواکګر دې ته اړ کړي چې د افغان بې دفاع ولس حقه حقونو ته درناوي وکړي او د افغانانو څخه د ددوی د ژوند حق وانخلي. همدا ډول د پکتیکا په خوشامند کې د رامنځته شوې پیښې شهیدوانو ته د پاک الله څخه د جنت فردوس غوښتونکي دي او دشهیدانو د کورنیو سره په غم کې ځان شریک ګڼي.
په درنښت
پښتون خوځښت