د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

نوي خلقي – پرچمي اشرار او زاړه چلونه

محمدکريم نور 13.08.2016 14:03

نن يې نوی سينګار کړی دی پوهېږم
زوړ شعار يې تازه کړی دی پوهېږم
معرکه د خيانت نه ده نو څه ده؟
چې مظلوم يې غولولی دی پوهېږم

هسې خو هم زموږ هېواد د افراط زانګو، ټغر او ډګر دی. په دين کې افراط، په بې دينۍ کې افراط، په قتل، توکم بازۍ، جګړه، تربګېنۍ، غلامۍ او ناپوهۍ کې افراط، په کاغذي بلهاريو کې افراط، مسعود بزرګ شهيد، قهرمان ملي، مزاري بزرګ زمان، شهيد بزرګ، حبيب استالف شهيد، او ... نور محمدخره کی او حفيظ لعين شهيدان...

له ټلواليانو او مزاريانو څخه ګيله نشته، ځکه چې د دوی د فکر او غور ټول ځواک او چاپېريال همدومره دی. خو تر ټولو دردوونکې دا ده چې د ولس پوهه او متفکره برخه، هغه برخه چې فکر کېده چې دوی به ګوډ او مات منطقي فکر وکړای شو او د عقل تر څنګه به له شعور څخه هم برخمن وي، نورمحمد خره کي او حفيظ لعين ته شهيدان وايي، وياړونه يې بولي او د مظلومي طبقي د حق ساتونکي يې ګڼي.

له يو څه مودې راهيسي د لوېديځ مېشتو خلقيانو او پرچميانو پاتې شوني لګيا دي د نورمحمد خره کي او حفيظ لعين انځورونه په ټولنيزو رسنيو کې د سوسيالېستانو د مخکښ لارښود ارنېستو چي ګوارا له انځورونو سره خپروي. د خلق د ګوند نښان يې هم ورسره ټومبلی او د "دا زموږ وياړونه دي" په شعار يې بدرګه کوي. د خلق او پرجم پاتې شوني چې د وطن د ګوند په نامه سره راټول دي، لګيا دي اوس يو ځل بيا د مظلومې طبقې څخه د دفاع په نامه ليکنې کوي، شعارونه ورکوي او د خلکو سترګي ته خاورې شيندي.

دغه ښوی ژبي او مکار هغه سپين زړي خلقيان او پرچميان نه دي چې تر وروستۍ سلګۍ پورې د نظام ملاتړي ول، د مظلومې طبقې د ګټو او د خپل آيدېيال او فلسفې ساتونکې ول، بلکې دا نوي شعارونه هغه لوېديځ مېشته خلقيان او پرچميان ورکوي چې د سوسياليزم لوږه يې تېره کړه، د ريښتينو خلقيانو او پرجميانو سره يې په هر ځای کې دوکه وکړه، د نجيب د نظام مخالفت يې پيل کړ، لوېديځ ته د بيت المال له روپيو سره وتښتېدل، هلته يې د نجيب د حکومت پر ضد تبليغات پيل کړل، د نجيب د دولت پر وړاندې يې د لوېديزو حکومتونو کرکه نوره هم وپاروله او د نظام پټ رازونه يې ټول هملته برلا کړل.

همدا د خلق او پرچم پاتې شوني په لوېديځ کې د مظلومې طبقې د ساتلو په پلمه، د يتيم، ګونډې او ښوونځي په نامه روپۍ ټولوي، کچکول يې پر سر نيولی وي، کله په ټيکري ملنډې وهي کله په چادري، ساده او انسان پاله غربيان غولولي، په 420 چلونو او چمونو سره د دوی جېبونه وهي او خپل ځان ته چړچې او مزې پې جوړوي. کله چې افغانستان ته راشي، بيا يو څو نوي ساده کليوال ځوانان، يو څو ريښتيني هېوادپال خلقيان او پرچميان، يو څو کونډې او بې وزله يتماين په ځان را ټول کړي، د دوی په شتون، په ځواک او نامه د انقلاب، عدالت، هغه او دغه نارې وهي. د خندا وړ لا دا ده چې د سردارداوودخان په يادغونډو کې هم هره کاسه څټي او سردارد محمد داوودخان ته د ده د پلويانو او خواخوږو په وړاندې د شهيد لقب ورکوي. دا خو پرېږده چې بيا ور تر غوږ شي او ورته وپسېږي چې ګورئ موږ د داسې خونړي انقلاب پلوي نه کوله، شهيد داوودخان زموږ وياړ دی او ...

بې له شکه چې ولسمشر نورمحمد او ولسمشر حفيظ به په خپل فکر او خيال کې پوره خره او لعين ول، خو د دوی په ملګرو کې همدې غلام صفته او موکه پالو خلقيانو او پرچميانو له نورمحمد څخه خره کی او له حفيظ څخه لعين جوړ کړ. زه ډاډه يم چې که همدا نورمحمد خره کی او حفيط لعين ژوندی وای، لومړی يې همدا اپورچونيست، ابن الوقت، موکه پال، بې ديسيپلينه، بې آيدېياله، بې وزمه، بې احساسه، بې درکه او غلام خصلته خلقيان او پرچميان په دار ځړول. همدا بې ننګه، خائېن او د روپيو غلامان ول چې خره کي او لعين ته يې د چاپلوسۍ لپاره د جرم او جنايت مشورې ورکولې چې پايله يې د زرګونو بې ګنا، مسلکي او هېوادپاله نظآمي افسرانو او پوهانو د سر بيه وګرځېده.

همدا لوېديځ ميشته خلقيان او پرچميان د خپلو هېواد مېشته انقلابي ملګرو په پرتله په بې ساره توګه شتمن دي. د وخت، موکې او روپيو پر بنسټ نورمحمد خره کی او حفيظ لعين د يوه کوشني خلقې او پرچمي 0٫000001 سلنه برخه شتمني هم نه لري. حال دا چې موکه پال او خائين خلقيان او پرچميان نه يوازې په افغانستان کې. بلکې همداسې په لوېديځ هېوادونو کې لویې لويې شتمنۍ لري. دا شتمني يې له کومه کړه؟ هېڅ وخت يې لاس نه دي تڼاکې کړي!

لوېديځ مېشته خلقيان او پرچميان په کال کې پينځه شپږ ځلې افغانستان ته تګ راتګ کوي. د لارې لګښت دوی له کومه کوي؟

1. په لوېدځ کې د يتيم، ګونډې، ښوونځي او دموکراسۍ په نامه لوېديزوال غولوي، د ددوی له احساساتو او انسان دوستۍ څخه ناوړه ګټه اخلي او د دوی روپۍ غلا کوي.
2. بله فرضيه دا ده چې د دوی شا ته د هر ملک اړوند، په تېره امريکايي استخبارات اړم دي او دوی د اجنټانو په توګه کاروي.
3. هم لومړی کړن سرته رسوي او هم دويم.

تر ټولو د منښت وړ همدا دريم دليل دی. ځکه چې هر ځل افغانستان ته تګ راتګ لږ تر لږه دوه زره آيرو غواړي. چې څلور ځله کښه پورته شي، اته زره آيرو کېږي. او دا روپۍ په اسانۍ نه پيدا کېږي. د استخباراتو مسئله يې تر ټولو غښتلي هغه فرضيه ده، ځکه چې همدا لوېديځ مېشتي خلقيان او پرچميان ان هغو ځايونو ته سفرونه کولای شي او کوي يې چې هلته طالبان واکمن دي. نو دا څنګه کېدای شي چې طالب د کلي بې طرفه ملا، زده کوونکی او ښوونکی د ښونځي په جرم ووژني، خو لوېديزوالو خلقيانو او پرچميانو ته، هغه هم چې د سوسيالېزم نارې په فېسبوک کې وهي، ښه راغلاست ووايي؟

دغه موکه پال خلقيان او پرچميان د خپلو خونړيو او سړيخورو جهادي ټيکه دارانو او مذهبي لنډه غرو په څېر د شر او شرارت يوه ستره سرچينه ده. جهادي ټيکه دارانو د سردار محمد داوود په ضد د جهاد نارې پيل کړې، خو په کړن (عمل) کې بيا خلقيانو د جلادانو او خونيانو رول پر غاړه درلوده. همدا دوی دول چې د داوودخان نظام يې ړنګ کړ، که نه دا مذهبي لنډه غر چې د جهاد ټيکه داري يې پيل کړه، د داوودخان د نظام د يوې حوزې د نيولو ځواک يې هم نه درلود. نظام خو همدې خلقي او پرچمي اشرارو وروست او خوړين کړ. خلقيان، پرچميان او جهادي ټيکه داران داسې د يوې شريرې سيکې دوه مخه دي لکه د دوی د اووم او اتم کودتاوې.

افغان ولس بايد پوه وي چې زاړه او موکه پال لېوان د نوي عصر او له نويو ستونځو څخه د خلاصون په لاره نه پوهېږي، نه دا پوهاوی خپلولای شي او نه يې هم لېواله او شوقيان دي. که خلقي او پرچمي اشرار ريښتيا هم له وطن سره مينه درلودای، نو ان له سره به يې د هېواد د ورانۍ هوډ نه کوه. تر دې بده لا دا چې همدا خلقي او پرچمي اشرار چې ځانونو ته اکادميک شخصيتونه هم وايي، په بېلابېلو علومو کې لږ تر لږه ديپلومونه هم لري، انقلابي هم دي، له بلهارۍ څخه هم نه ډارېږي، بيا هم دومره ډارن او بې ننګه دي چې په خپله ټوله پوهه، انقلابي مينه او جذبه پينځه تنه لنډه غر پنجشيريان نه شي بې واکه کولای.

ای ناځوانه خلقيانو او پرچميانو!
د پنځوس کلنې سياسي، انقلابي، نظامي او اقتصادي تجربې سره-سره پينځه بې سواده ټلواليان، له هغوی څخه يې دوه لانځکې، دوه مفعولين او يو کيسه بور پر تاسې حکومت کوي، ستاسې يې نوم او تاريخ، انقلاب او وسپنيز سوسيالېزم له خاورو سره غول کړ.