د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اداري فساد او سیاسی حاکمیت

احمدجان تڼی 13.08.2016 11:02

دا نږدې شپاړس کاله کیږی چی د کابل واکمنان د اداری فساد په وړاندی د مبارزی ژمنې کوي او ددی له پاره په راز راز تیر ایستونکو فعالیتونو لاس پورې کوی.
افغانستان لکه څنګه چی د نشه یی توکو په تولید کی لومړی مقام لری په همدی ډول په نړی په اداری فساد کی هم د لوړ مقام درلودونکی دی.
خو دا چی د افغانستان خلک به ددی ناوړي ستونزې تر کومه کړیږی ، دا معلومه نه ده. خو یو شمیر کسان دا عقیده لری چی د اداری فساد له منځه وړل ناممکن دي. مګر ځینی باور لري چی اداري فساد له منځه تلونکی دی خو ورته په لسګونو کلونو شته والی اړین دی چی اداري فساد له منځه ولاړ شی .
دا پورتنی د دریو واړو نظریو لرونکو کسان هر یو بیل بیل دلیلونه وړاندې کوي، چې تر ډیره بریده د اوسنیو شرایطو او د ټولنی د جوړښت سره ډډه لګوي.
که څه هم په ټولو نړیوالو کنفرانسونو کی د نړی د هیوادونو مشران دکابل چارواکو څخه د اداری فساد مخنیوی له پاره ژمنې اخلي ، مګر بیا هم اداری فساد کی ددې په ځای چی مخنیوی یی وشی او یا کموالی پکې راشی ، زیاتوالی پکې راځي او په نړی کی لوړ مقام خپلوي.
زیاتره د کابل چارواکی او واکمنې کړۍ په دې بوختې دی چی څه ډول عامه ملکیتونو ، د خلکو شخصی ملکیتونه ، نړیوالی مرستی او د خلکو جیبونه څه ډول لوټ کړي.
اوس دا هیواد د یوې سترې تراژیدی خوا ته روان دی. د هیواد بشپړ اکثریت د لوږې ، وزګارتیا ، ناروغی او بی کورۍ څخه کړیږي.
اوس مهال د افغانستان د ښارونو په هره برخه کی چې تیریږې ، په لسګونو ګدایان به دې مخې ته دریږی او یا نارې به درباندې وهي چی د خدای په نوم یو څه مرسته ورسره وکړې. هغوی وایی په کور کی د بیګا ډوډی نلری ، ماشومان یی وږي دي، ناروغ یی په روغتون کې دی ، څوک سرپرست نلري .
ګدایان نه یوازی ماشومان ، میرمنې او یا بوډاګان دي بلکی په هغوی کی ځوانان هم لیدل کیږی چی د اړتیا له امله ګدایی ته مخه کوي.
ګدایی ددی هیواد خلکو په کلتور کی ناسم عمل دی ، او د هیواد خلک ګدا سړی ته په ښه سترګه نه ګوري. یو شمیر کسان وایی چی ځينی کسانو په ګدایی عادت کړی دی . خو په دومره شمیر سره کسان نه شی کیدای په ګدایی باندی عادت کړی وي ..
په کورنو او هټۍ ګانو کې د ګدایانو څخه د خلکو ژوند د ستونزو سره مخامخ شوی دی.
کیدای شي چې ګدایان په څو کتیګوریو سره وویشل شي. یو هغه شمیر ګدایان چې دوی ته د پخوا وختونو څخه دژوندانه د ناوړو شرایطو له امله ګدایی ورته په میراث پاتې شوی ده لکه د بهر څخه راغلی جټان .
او یا یو شمیر کسان چې په خپله ښه ژوند لري خو د ګدایي کول یې عادت ګرځیدلي وي د دوی شمیر ډیر لږ دی.
د بلی خوا په افغانستان کی یو شمیر کسانو ژوند داسی لوړ پړاو ته رسیدلی دی چی جاپان او انګلستان شاهی کورنی هغه ډول ژوند نه لري. دوی په داسی ګاډو کې سپریږی چی د امریکا میلیاردران د هغه ګاډو په هکله فکر هم نه دی کړی.
باید وویل شی ، چی شتمن کسان په یوه توکم پوری نه دی تړلی بلکی دوی د هیواد د مختلفو توکمونو څخه دی دوی ورځ په ورځ څربیږی مګر په مقابل کی د هیواد خوران ورځ په ورځ خواران کیږی او په افغانستان کی ژوند ورته په سور تنور کی ژوند ګرزي.

په افغانستان کې د ټولو قومونو څخه زیات شمیر وګړو د مجبوری له امله ګدایي ته لاسونه اچولي دي. خو په دوی ټولو کې اکثریت پښتانه دي چې ښایي سلنه یې تر نوي زیاته وي.
یوه ډله ګدایان عبارت دي له یو شمیر کوچیانو څخه ( چې په شمال او د هیواد په مرکزی سیمو کې زورواکانو یې ځمکې نیولي او هم یې څاروي د لاسه ور کړي دي اوس د بیکارۍ له امله کړیږي). د افغانستان اوسنی اداره کوچیانو ته د ټولنی د یوې مهمې برخې په توګه نه کتل کیږی او د ټولو انکشافي پروګرامونوڅخه بې برخې ساتل کیږي.
بله ډله هغه پښتانه ګدایان دې چې د جنګونو او بې امنیتیو له امله یې خپل کورونه او سیمې پریښي دی لکه د زابل ، هلمند، ارزګان ، کندهار، بادغیس او نورو پښتني سیمو څخه بې ځایه شوي دی د دوی څخه یو شمیر د خپل ژوندانه د بقا له پاره ګدایی ته لاسونه اچولي دي.
نور شمیر د شمال د سیمو څخه د زورواکو او پاشیستي ډلو له خوا بې ځایه او شړل شوي پښتانه دی چې په کابل،ننګرهار، هلمند، کندهار، هرات، ارزګان، پکتیا ، خوست او نورو ښارونو کې د سرګردانی ژوند تیروي. د دوی څخه یو شمیر د مجبورتیا له امله ګدایی کوي.
هر ګدا د ژوند یوه تراژیدي کیسه لری چې د هغه له مخې اړ شوی چې نورو ته خیر غوښتلو د پاره لاسونه غزوي.
په اوسنی مهال کې بې ځایه شوي خلک نه یوازې په کابل بلکې د هیواد په ټولو سیمو کې د ډيرو ستونزو ډک ژوند تیروي.
د هیواد په تاریخ کې چا به دومره ګدایان په افغانستان کې لیدلی نه دي لکه چې په اوسنی نظام کې دي. د دوی شمیر ښایي سل ګونو زره او یا ښایي میلیونو ته ورسیږي.
ددې نظام اصلي واک د څو تنو لوټمارو زورواکو په لاس کې دی.خو ظاهری لارښوونه یې د ښاغلي حامد کرزي کوي .
ددی نظام ، اقتصادي تیوریسنان چې د لویدیز څخه راغلی او د خپلو غلطو تیوریو له امله یې افغانستان د یوه ستر اقتصادی ناورین سره مخامخ کړی دی. دوی ددې په ځای چې د خپلو پلانونو د عملی کولو له امله په هیواد کې وزګارتیا او لوږه له منځه یوسي برخلاف د دوی ناوړه پلانونه ددې سبب شول چې په هیواد کې د وزګارو کسانو شمیر لا پسې زیات او په ښارونو کې د ګدایانو لښکرې جوړې شي. ښایي په ښارونو کې داسې سیمه نه وي چې ګدایان پکې په سوال کولو لګیا نه وي.
نو ځکه د بهرنیانو څخه یو شمیر د ټوکو په توګه وایی چې دا( د ګدایانو هیواد) دی.
دا ښکاره ده چې ګدایان د ټولو وطنوالو په شان د ټولو انساني او ټولنیزو حقوقو درلودونکي دي خو ددې اوسني فاسدې ادارې ناوړه سیاستونو د هیواد خلک د سترو ستونزو سره مخامخ کړی دي او دا مسوولیت د اوسنی فاسدې ادارې د ټولو چارواکو په غاړه دی.
یوازی په هیواد کی اداری فساد او د انکشافی منظمو پلانونو نه شتون د هیواد په سلګونو زره کسان ګدایی ته اړ کړي دی بلکی یو شمیر یی د نشه یی توکو استعمال ته هم مخه کړی ده . اوس د وزګارتیا او د اقتصادی ستونزو د شتوالی له امله ، په نشه یی توکو د روږدو کسانو شمیر د درې میلیونو وګړو ( چی دا په خپله د کار قوې مهمه برخه جوړوي ) ته رسیږی.
د هیواد اویا په سلو کې خلک په لوږه او خواری کې ژوند تیروي . په هیواد کې ورځ په ورځ بیکاری زیاتیږي. د هیواد اقتصاد د څو لوټمارو محدودو مافیا ګانو په لاسونو کې لویدلی او په هیواد کې زیاتره خلک د ژونده په تنګ راغلي دي.
د هیواد زیاتره خلک د خوځنده مجسمو په توګه ګرځي او راګرځي.دوی په ګیډه وږي ، په تن ناروغه او وزګاره دی. چې ورسره جوخت پرې بمونه ( په ځانګړي توګه په پښتنو ) اوري . اوس افغانستان د پښتنو له پاره په سور تنور اوښتی دي چې وژل او په اقتصادي ستونزو کې کړول کیږي.
دا په دې مانا چې پښتون اولس یو اړ، خوار، ځپل شوي او بې وسه اولس دی چې د معلوم الحالو دښمنانو له خوا ددې اولس د ځپلو د پاره منظم پروګرامونه( د اقتصادي ستونزو په ګډون ) مخې ته بیول کیږي.
په افغانستان کی بیکاری لوړی کچی ته رسیدلی ده د فاسدو کړیو تر واک لاندی اداری په قصدی توګه په افغانستان کی پراختیایی او انکشافی پروګرامونو د پلی کیدو مخنیوی وشو.
اوس د افغانستان خلکو د پاره په ایران، پاکستان او عربی هیوادونو کې هم کار نه پیدا کیږی .تقریبا هره ورځ په لس ګونو او یا په سل ګونو زره ځوانان ددې له پاره چې کار وکړي اروپایی هیوادونو ته په غیر قانوني لارو سره ځي او په لارو کې په مختلفو شکلونو سره وژل کیږي.
په هیواد کی وزګارتیا ، لوږه او په نشه یی توکو روږدي کیدلو په ټولنه نورې ټولنیز ستونزې لکه په کورنیو کی تاوتریخوالی ، غلا ، ناامنی او ډول ډول ناروغۍ هم را منځته کوي.
اداری فساد په هیواد کی د ډیرو ستونزو عامل دی چی ددی مسوولیت په خپله د کابل د چارواکو په اوږو دی.
په افغانستان کې په تیرو دیرشو کلونو کی د خوار او شتمن د منځته راتلو میکانیزم او د نورو هیوادونو څخه توپیر لري. په اوس مهال په افغانستان کې ټوپک او قدرت د ډیرو کسانو له پاره د شتمن کیدو ښه منبع ده.
د ټوپک او قدرت لرونکو کسانو ډول ډول مافیا ګاني جوړې کړي دي دوی د هیواد ټول اقتصاد په خپلومنګولو کې نیولی دی دا ډلی نه یوازې د نړیوالو مرستو زیاته برخه په خپلو جیبونو کې وهي بلکې د هیواد د زیارایستونکو خلکو د ماشومانو د لاسونو څخه یوه ګوله ډوډی هم تښتوي.

په تیرو کلونو کی د کابل اداری د افغانستان د خلکو او د نړیوالی ټولنی د تیر ایستلو د پاره ، د فساد د مخنیوی د پاره په لسګونو سازمانونه او ا داری رامنځته کړی او په دی هکله یی راز راز پروګرامونه اعلان کړي دي.
ځینی ددی ادارو څخه د حکومت او ځینی یی د حکومت څخه د باندی د مستقلو ادارو په نامه رامنځته شوی دی . د کابل اداری د خپلو رسنیزو امکاناتو څخه په استفادی سره دا خلکو ته په ډاګه کړی ده ، چی ګویا دوی د اداری فساد په ضد په مبارزه کی صادق دي.
مګر له بده مرغه هغه اداری چی د فساد د مخنیوی له پاره رامنځته شوی وی په خپله د فساد په زیږونکو ادارو باندی اوښتی دی. یو ددی ادارو څخه د اداری اصلاحاتو مستقله اداره ده. دا اداره په عمومی توګه او په ټولیز ډول د فساد په منبع باندی اوښتی وه. په ټول هیواد کی به ډير لږ لیدل شوی وی چی یو وګړی د دی اداری له خوا په شفافه توګه په دنده ګومارل شوی وي.
همدارنګه د دولت په چوکاټ کی عدلی ارګانونه چی د اداری فساد د له منځه وړلو مسوولیت یی یو له دندو څخه دی ، هم په دی هکله پاتی راغلی دی. دا ځکه چی په تیرو پنځلسو کلونو کی تر ډیره بریده نوموړی ارګانونه د اداری فساد څخه کړیدل .
په افغانستان کی خلکو په عدلی ارګانونو باندی د اداری فساد له امله باور دلاسه ورکړی دی په ځینو مواردو کی یو شمیر خلک اړ کیږی چی خپلی ستونزی د رواجونو له مخی اوارې کړي او کله وار داسی هم شوی دی چی یو شمیر کسان مخالفینو ته د دوی د ستونزو د اوار کولو د پاره مراجعه وکړي.
اوس مهال د رسنیو د رپوټونو له مخی په سلګونو دوسیی د اداري فساد په هکله په عدلی ارګانونو کی شته دی . مګر تر اوسه دا ارګانونه په دی نه دی توانیدلی چی دا دوسیی حل اوفصل کړي ، دا ځکه چی د یوې خوا په خپله عدلی ارګانو نو کی د فساد د شتوالی په هکله ادعا کیږی او د بلی خوا ، دولتی لوړپوړی چارواکی او د نفوذ لرونکی کسان نه پریږدی چی په فساد کی ککړو کسانو ته د قانون له مخې جزا ورکړل شی.
په تیرو پنځلسو کلونو کی د کابل اداری مشرانو هڅه کوله چی په دولت کې د ټیټو رتبو لرونکی کسان په فساد کی ککړ وبولی . دوی دا دلیل راوړ ، چی د دی کسانو معاشونه کم دی نو لدی امله چی د کورنی اقتصادی ستونزی اواری کړی دوی فساد ته مخه کوي.
د کابل اداری ددی له پاره چی په عدلی ارګانونو کی د اداری فساد مخنیوی وشی د قاضیانو او نورو چارواکو معاشونه یی لوړ کړل . چی دا عمل د دولتی نورو مامورینو د غبرګون سره مخامخ شو. د قاضیانو او نورو مهمو چارواکو د معاشونو لوړولو د فساد په مخنیوی کی کوم رول ونه لوبوه، بلکی دا ددی سبب شوه چی دوی نور هم اداری فساد ته وهڅیږي.
یو شمیر بهرنی څیړونکی په افغانستان کی د اداری فساد شتون ، د افغانستان د خلکو د کلتور سره تړلی بولی.
مګر دا خبره ناسمه ده. د افغانستان بشپړ اکثریت خلک ، د اسلام د سپیڅلی دین پیروان دی . د دی دین د مهمو لارښوونو څخه د فساد او بډیو خوړلو څخه ځان ساتل دي.
همدارنګه د افغانستان په کلتور کی بډیو خوړونکو او په فساد کی ککړو کسانو ته په ښه سترګه نه کتل کیږی او تر ډيره بریده خلک ترې کرکه کوي.
خو له بده مرغه اوس پخوانی حالت بدلون موندلی دی اوس په اداري فساد کی ککړ کسان ددی په ځای چی د خلکو او ټولنی په وړاندې، افغانی کلتور سره سم ، د شرم احساس وکړي برخلاف دوی جګې غاړې ګرځي او د ناروا لارو د شتمنیو په راټولولو سره د غرور او لوړتیا احساس کوي.
په دې کی شک نه شته چی اداری فساد ، هغو ټولنو کی چې اقتصادی سیستم یی د وګړي د لاس د کار د محصول په لوټ او یا زبیښاک باندې ولاړ وي هلته په په مختلفو بڼو سره د اداری فساد شتون ممکن دی .
خو داسی هم نده چی د فرد ( کارکونکی ) په استثمار باندی په ټولو ولاړو ټولنو کی اداری فساد په یوه سطح کی دی. په ځینو نوموړو نظامونو کی هڅه کیږی چی د اداری فساد مخنیوی وشی . دا ځکه چی د اداری فساد په شتون سره ، د ټولنی اکثریت خلک ناراضه کیږی او د نظام په وړاندی مخالفتونه راپیدا کیږی . نو لدی امله هڅه کیږی چی هلته د اداری فساد شتون اندازه راټیټه کړل شی .
په افغانستان کی په ټولو پخوانیو دولتونو کی اداری فساد موجود و ، خو په دی سویه نه و ، چی نړیوال یی د افغانی ټولنی د کلتور یوه برخه یی وګڼی .
دا ځکه چی په هغو نظامونو او یا حکومتونو کی تر یوې اندازی پوری د فساد د مخنیوی په هکله اراده موجوده وه. که څه هم په هغه دولتونو کی فساد موجود و، خو دومره هم نه و ، چی ټول دولتی ارګانونه او اداری جوړښتونه پکی ککړ شی.
په افغانستان کی د طالبانو د اسلامی امارت په ړنګیدو او د ښاغلی حامد کرزی تر مشری لاندی حکومت په رامنځته کیدو سره په افغانستان کی د اداری فساد په هکله نوی باب پرانستل شو. دا ځکه چی په افغانستان کې داسی کړیو واک تر لاسه کړ ، چی په فساد او لوټ باندې تورنې وې.
باید ووایو چی دا کړۍ په خپله واک ته نه دی رسیدلی ، بلکی دا لویدیز له خوا د پوځی او سیاسی عمل په ترځ کی د افغانستان په خلکو باندی په زور سره تحمیلې شوی دی. لویدیزو دولتونو دوی نه یوازی دا کړۍ واک ته ورسولې بلکی دی ته یی وهڅولی چی په اداري فساد کې ښکیلې شي .
همدا خبره ده چې د دولتی شتمنیو ، نړیوالو مرستو او د خلکو د شتمنیو لوټول د نوموړی اداری د زیاترو چارواکو د کاری لومړیتوبونو څخه وګرځیدل.
په میلیونو جریبه ځمکه د دولتی چارواکو او یا په دولت کی د بانفوذ کسانو له خوا غصب شوه. د افغانستان نوی سلنه کانونه په دولتی لوړ پوړو چارواکو پوری د تړلو کسانو له خوا لوټ کیږی.
نړیوالی اقتصادی انکشافی مرستی هم د پورتنیو ډلو له خوا لوټ شوې . د افغانستان اقتصادی وده تر سره نه شوه. تقریبا ټول ودانیز شرکتونه په دولتی لوړ پوړو چارواکو او په دولت کی بانفوذ چارواکو پوری تړلی دي.
دولتی لوړ پوړو چارواکو ټول اکمالاتی ، خدماتی او ساختمانی قرار دادونه د خپلو کمپنیو په واک کی ورکړل او یا یی د نورو کمپنیو څخه د برخې په اخیستلو سره ، خرڅ کړل.
همدارنګه پورتنی لوټماره او حاکمه مافیا د هیواد اقتصادی سیستم ( سوداګری او تولیدات) تر کنترول لاندی لری. چی کیدای شی د تیلو او ګازو مافیاد مثال په توګه یاد کړل شی.
په داسی حال کی چی په سلګونو میلیارده ډالرونه افغانستان ته د نړیوالو مرستو په توګه راغلل. خو نوموړو مرستو د هیواد اکثریت خلکو په ژوندانه کوم مثبت بدلون را منځته نکړ. دا ځکه چی د نوموړو مرستو د نوي سلنې څخه زیاته برخه د لوټمارو ، فاسدو کړیو په جیبونو کی ولویده. د زیاترو خلکو ژوند سطحه د طالبانو د حاکمیت د دورې څخه هم ټیټه پاتی شوه. د سړی د سر عوایدو لوړوالی د خلکو په ژوند باندی کومه اغیزه نه ده کړي.
داسی مثالونه شته دی په اداري فساد ککړ یوه وګړي چی د توتانو څو ونې درلودې او یا یی څلور خرونه درلودل اوس شپږو اوو میلیاردو ډالرو په شاوخوا کی شتمنی لري. یا هغوی چی د پښو کولو د پاره بوټان نه درلودل اوس په پورته اندازه ډالر لری او داسی کسان هم شته چی مور او پلار هغوی په ګیډو نه شول مړولی اوس د میلیاردونو ډالرو خاوندان دي.
دا په دی مانا نه ده چی دوی کوم بیزنس او یا سوداګری کړیده ، چی د دې لاری یی شتمنی تر لاسه کړي وي. باید وویل شی چی نوموړو کسانو د فساد ، د عامه شتمنیو د غصب له لاری نوموړی شتمنی تر لاسه کړی دی.
سیاسی واک ، پوځي او اداری قدرت او د وسله والو ټوپکیانو درلودل نوموړو کړیو ته د اداری فساد ښه زمینه برابره کړه ، دوی هر څه چی خوښیدل هغه یی خپل کړل. حتی ښارونه او سیمی د اشخاصو په ملکیتونو باندی واوښتل . د ساری په توګه مزار ښار زیاتره برخه د لوټمارو له چور شوه.
نوموړی کړۍ د دې له پاره د خپلو شتمنیو څخه ساتنه وکړي او دا شتمنی تر پخوا زیاتی کړی هڅه کوی چی سیاسی واک په خپلو لاسونو کی انحصار کړي . دوی نه پریږدی چی خپلو شتمنیو او امتیازاتو ته هر ډول ګواښ له منځه وړي.
د اداری فساد د له منځه وړلو د پاره د کابل اداری او یا یو شمیر تش په نامه د فساد ضد ټولنو تیرایستونکی ګامونه کومه مانا نه لری او نه په فساد ککړې کړۍ د هغه څخه د کومی ویرې احساس کوي.
د کابل اداری د فساد د له منځه وړلو د پاره یو شمیر اداری را منځه کوي خو تر هغه چی د اداری فساد د له منځه وړلو د پاره کلکه سیاسی اراده را منځته نه شی . یعنی دا چی د موجوده نظام واکمنان دا کلکه اراده پیدا نکړی چی خپله به هم په اداری فساد کی لاس نه وهی او نه به بل څوک پریږدی چی اداری فساد څخه ناوړه ګټه پورته کړی. تر هغه د فساد په ضد شعارونه هسی اوتی بوتی دی. موږ وینو چی د کابل اداری تقریبا پنځه نوی سلنه کسان په فساد ککړ کسان دی.
دا پنځه نوي سلنه کسان هیڅکله د اداری فساد د له منځه وړلو نیت نه لري. همدا خبره ده چی په افغانستان کی فساد هغه مهال له منځه ځی چی د فاسد او لوټمارو کسانو څخه په بشپړه توګه پاکه اداره را منځته شی.
په افغانستان کی اداری فساد د یو شمیر مشخصو کړیو له خوا را منځته شوی او مخته بیول کیږی . نوموړو کړیو سیاسی واک د نوموړو کړیو په لاسونو کی متمرکز دی دوی هڅه کوی په هره بیه چی کیږی سیاسی واک په خپلو لاسونوکی وساتی او نه پریږدی چی د خلکو اراده په ټولټاکنو کی ښکاره شی او په دلاری د یوه ملی او واقعا دموکراتیک حکومت په جوړیدو سره د دوی لوټماریو ، د ناروا لارو د را غونډو شوو شتمنیو د پاره کوم ګواښ پیدا شي.
همدی کړیو د هیواد په ټولو سیاسی او اداری جوړښتونو منګولی ښخې کړی دی . پارلمان ، دولتی اداری ، عدلی ارګانونه ، سیاسی جوړښتونه ، تش په نامه مدنی ټولنی او رسنی دنوموړو کړیو له خوا کنترول او اداره کیږی.
یا په بله مانا په افغانستان کی په فساد ، لوټماری او تعصب ولاړ نظام موجود دی تر هغه چی نوموړی نظام موجود وي په افغانستان کی د اداری فساد له منځه وړل تش خیال او خوب دی.
په افغانستان کی د اداری فساد له منځه وړل ممکن دی خو دا هغه مهال ممکنه ده چی په افغانستان کی په فساد ولاړ نظام ړنګ او په ځای یی داسی نظام را منځته شی چی هلته د خلکو اراده منعکسه شی.

اوس خلک فکر کوي چې د فساد په ضد د اولسمشر مبارزه او د کمیسیونو جوړول یوازی د خلکو د تیرایستلو د پاره ده . اولس مشر نه غواړی او یا د دې توان نه لری چې په فساد ککړ لوړ پوړی چارواکي او هغه کسان چې په سلګونو میلیونه ډالر یې په غیر قانوني ډول تر لاسه کړي دي د محاکمې میز ته ودروي.
او که کولای شي او یا یې زړه غواړي نو : ( دا ګز او دا میدان ).
د دې له پاره چی په هیواد کی اداري فساد له منځه ولاړ شی په افغانستان کی باید د فاسد لوټمارو کړیو سیاسی حاکمیت پای ته ورسول شی .
باید ووایو چی د فساد په وړاندی په مبارزه کی نه یوازی د فسادو کړیو سیاسی او اداری حاکمیت ستر خنډ دی بلکی په پنجاپ پورې د تړلو وسله والو ډلو فعالیتونه هم ددی سبب شوی دی چی په هیواد کی د فاسدو ډلو سیاسی حاکمیت نورهم اوږد شي.
په اصلاحاتو سره اداري فساد نه له منځه ځي ، بلکی دا ژور سیاسی بدلون غواړي . دا ژور سیاسی بدلون کیدای شی د خلکو او نړیوالی ټولنی په همکاری سره تر سره شی .
په اداري فساد ککړ سیاسی حاکمیت په له منځه وړلو او د اولسی حاکمیت په رامنځته کیدو سره اداری فساد له منځه ځي .
که چیری د هیواد اولس مشر ( استاد اشرف غنی ) په رښتینی توګه غواړی ، په ټولنه کی مثبت بدلونونه را منځته کړي او په افغانستان کی د اداری فساد له منځه یوسی هغه باید د خلکو د پراخ ملاتړ په تر لاسه کولو سره، هغه فاسدې کړۍ چی د واک اصلي مزي یی په لاس کی دی ، ماتې کړي .
په فساد ککړ د یوه وګړي د له دندې لیری کول او په ځای یی د بل په اداری فساد ککړ وګړي په مقرری سره ، اداري فساد نه له منځه ځی ، بلکی له پخوا څخه زیات تقویه کیږی . دا د کابل حکومت د تیرو شپاړسو کلونو تجربه ده.
له پورتنیو حقایقو څخه ویلی شو ، که چیرې په اداري فساد د ککړو کړیو سیاسی حاکمیت ته د پای ټکی کینښودل شی کیدای شی ، اداري فساد په افغانستان کی په لسګونو کلونه شته والی ولري. خو که چیرې په افغانستان کی د فاسدو او لوټمارو کړیو سیاسی واکمنی پای ته ورسیږی او په ځای یی اولسی حاکمیت را منځته شي په هغه صورت کی کیدای شی اداري فساد په میاشتو یا حتی په ورځو کی پای ته ورسیږی.
.

سرپاڼه