د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

شعر

کوچی احمدزی 11.08.2016 22:27

لیکونکي: کوچي احمدزي



د چا سترګی په رانجو ډیری ښکلیږی
د چا ښکلی د خپل یار په لیدو کیږی
ځنی سترګی په خپل ذات کی ښایسته وی
نه یی یار نه یی رانجو ته اړتیا کیږی
د چا زړه کی د دنیا مینه چی نه وی
د هغه زړه بیا د خدای مینی ته کیږی
د دنیا مینه کی درد او رنځ همیش وی
د الله مینه د هر درد دوا کیږی
ای بنده هر څه چی په دنیا وکړی تیریږی
یو عمل ده ستا د ژوند چی پاتی کیږی
د دنیا رنګینی پاتی له هر چا دی
یو په ښو باندی ستا قبر رڼا کیږی
که جانان درسره سل کاله ژوندی یی
اخر تګ دی تور لحد ته تنها کیږی
نور فکرونه د دنیا د مینی پریږده
د دنیا هستی پخپله فنا کیږی
دا انبار د دولت څه کړی ای انسانه
اخر یو کفن دی مرګ کی په تن کیږی
که هر څومره جایدادونه دلته جوړ کړی
په دنیا دی اخر تور لحد کور کیږی
,کوچی٬ ټولو وروڼو خوندو ته دا وایه
نن هم وخت ده کنه بیا ناوخته کیږی
هر سړی د خپل اعمالو جوابګو وی
خو ویل د خدای په لار کی ثواب کیږی