د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

نظم

کوچۍ احمدزۍ 10.08.2016 12:00

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

لیکونکي: کوچي احمدزي



پیښوره
ستا په لمن کی خو به
زما د خاپوړو نښی،
زما د ماشومتوب
د مستی ټولی نښی پاتی شی
زما ځوانی زما مستی
زما سپرلۍ پاتی شی
پیښوره!
زما د ټول عمر یادونه
ستا لمن کی نغښتی
څنګه زه هیر کړم
خپل بی غمه ماشومتوب
یا می مستی د ځوانی
هغه په ټکنده غرمو کی پټ پټانی،
هغه د سرو غرمو خوبونه زما څنګه هیر شی
ډک بازارونه د روژی به زما تل یادیږی
ستا د اوږدو ورځو روژو ټول ماښامونه
څه له خوند نه ډک وه
پیښوره!
ستا په لمن کی خو
زمونږ د نازولو هدیری جوړی دی
که هر څه هیر کړو
خو
هغه د تورو خاورو لاندی
نازولی به مونږ څنګه هیر کړو؟
هغه هیڅ کله هیریدلی نشی
زمونږ لپاره خو ټول یو دی
لر او بر پښتانه
هغه هم کور ده زمونږ
دغه هم کور وه زمونږ
خو!
پیښوره تا نن په خپله
مونږ په خپل کور کی پردی کړو
مونږ دی بی واکه کړو د بل لپاره
خو خیر پیښوره،
مونږ به نن لاړ شو
ته به بیا هم ژړیږی
ډکی کوڅی ډک بازارونه به بیا نه یی دلته
خالی خالی به وی هر ځای
خپره به هر ځای خاموشی وی دلته
ګوره پیښوره!
چی اوښکی دی په مخ رانشی
ځکه دښمن زمونږ اوښکو ته نن تږی ناست ده
زمونږ مشران ټول غولیدلی د دښمن په ژبه
ځکه نن ددښمن د خولی خبری کوی
ګوره چی خغه نشی پیښوره
مونږ به بیرته راځو
ځکه
هر څه به هیر شی
خو د خپلو هدیری څوک هیرولی نشی
خپله خاوره خپل وطن
خپل کلی کور څوک پریږودلی نشی
دغه وطن خو امانت د پلار نیکو ده زمونږ
هر څه به وکړو خو امانت خیانت کولی نشو
پښتانه یو دی
که څوک لر او که څوک بر پراته دی
مونږ به یو کیږو
پښتانه څوک بیلولی نشی
ځکه خو وایی
''یو دي خلکو یو دي
لر او بر پښتانه یو دي''
زه کوچۍ یم
کله دلته کله هلته
کوچ به کومه کله لر او کله بر ته
له کابل نه تر اټک پشتونستان ده
کوټه هم زمونږ د ښکلی قندهار ده