د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

غرغړې

رفيع الله آرمان 08.08.2016 14:06

غرغړې
ښه مې په ياد دي داشنا راډيو اور ژبې وياندې زيباخادم په بنده ژبه او ستړې سا دنيويارک په تجارتي دنګوآسمان څکو ماڼيو د تيارې دټکر مالومات سربله پسې تازه خپرول. کله کله به يې دغږ سره په سيمه کې دلګيدلي اور او ددنګوماڼيو په دهليزونو کې داور دغرورو شور هم د اوريدونکي توجه ورجلبوله.دا د ۲۰۰۱ کال دسپټمبر ۱۱ مه وه. ديوه آتش پرست ،جګړې پرست انسان ذهن اوږد عمر دخپلې طرحې دپلي کولو په خاطر په شپو او ورځو خلوت او په مياشتو،مياشتو يې ددغه ورانې لارې ملګرو په مرسته دغه مخ کې ليدلی خوب په ويښه تماشې انتظار پای ته ورسيد او ددری زره انسانانو مرګ يې په يوه ورځ په نړۍ وليد.
تيره چاره چارشنبې په اباسين ځدارڼ لمبې کټ مټ راته د سپټمبريولسمه مخې ته کيښوده، دلوګيواو اور سيالي وه دواړه آسمان خوا ته له يو بله وړاندې وروسته کيدل او دښار خلک يې ځان ته په ننداره درولي ول، ټولو دخير غوښتنه کوله خو لبمو دنيمې ماڼۍ واکمني ور خپله کړې وه، او په ځمکه يې د لبمه شوو مالونو خاوندانو واويلاته هيڅ اهيمت نه ورکاوه.
د نيويارک په زړه ولاړو دنګو ماڼيو په ملا د تياري غشي وخوړل او په خپلو ګونډو راپريوتې، خو اباسين ځدراڼ کې لمړی د انتحاري په نامه های هوی جوړيږي، خلک سر او دوه غوږونه باسي فکر نه کوي چې دانتحار بڼه اوس په دې شکل واوښته،انتحاري دا ځل نه غوښتل چې يوازې دې لس،شل ديرش کسان په دوزخ کې واچوي بلکه ديارلس سوه کورنۍ يې دفقراو دخپلو مالونو هيرو ته کينولې، دلمبو په منځ کې کوم ماشوم هم تر سترګو شوی خو دهغه سړي له نهم پوړ نه په ځمکه دځان را غورځيدلوشوټينګ ټولو له خپلو سترګو علاوه د کمرې په کسيو کې هم ټولې نړۍ ته وښود،لا هم څوک نه پوهيږي چې اور ولې او چا بل کړ او هغه دلمبو له منځه په ځمکه د هغه کس هوار جسد څه شو،څوک و او...
خو دلته ګوتې تل هغه څه ته نيول کيږي چې احساسات يې پارولي وي، ټولو په يوه خوله د ماڼۍ د غير استندرد او د اور وژلو دسيستم نه شتون چيغې پورته کړي دي، څوک نه وايي چې ديارلس سوه کورنۍ چا او ولې په دې وير کينولې، ولې يې دښارپه سينګار کړي تندې د سکرو تور خالونه کيښودل، ولې يې دجنت څنډه د دوزخ سره وتړله.
دلته ددښمن د هرې کړنې په مقابل کې انتقام له خپلو احساساتو سره يو ځای کوو او ددښمن دڅيرې په پټولو سره ملامتي په اينجينر،ښاراوالۍ، شهر سازۍاو دولت ور اړوو.
تخريب کاره کاڼي هم پخپله کټه ويلي کوي، د نيويارک تجارتي يوسل اولس منزله آسمان ته ختلې ماڼۍ هم ترکاڼو،خښتو،ګاډرو او سيخانو پورې وسوځيدې، دنړۍ نيمه لويه وچه امريکا يې د ژغورلو نه عاجزه شوه او پخپلو سترګو يې دحلاکت او محشر ورځې تماشه تر څو شپو او ورځو پورې کوله.
اباسين ځندارن پخپله پخپل قامت نه و پښيمانه،پخپله ملا رامات نه شو، له دريدلو نه وستړی. ستړی دښمن و، ستړې يې ساه وه چې دلبمو په منځ کې يې وارخطا دخپل وحشت ننداره کوله.