د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پنجابه! ته په غبرګو ړوند شې...!

پتنګ انتظار 06.08.2016 11:54

له یو لوري دي د افغانانو ځور ته مټې رابډ وهلې دي، له بل لوري دې د شمالي وزیرستان پښتانه قبایل توکمونه در په در د بل در ته ودرول، له بلې خوا په دې تورن یئ چې ګواکي د افغان طالبانو هر اړخیزه حمایه کوئ، او مرسته یې کوئ.

قبایل به خپله پوښتنه درنه وکړي، او د افغان مهاجرینو به هم خدای پاک غم خور پیدا کړي.

خبره مې دا کوله چې افغان طالب نن ولې په دې تورن دی چې ګواکي د پنجاب په غلامۍ کې ښکیل دي.

که له طالب سره ستا مرسته ریښتینې وي، دا خو د طالبانو ځواک نور هم په ډاګه کوي، ځکه ته یې د دې ته اړ کړی یې چې مرسته یې وکړې، کنه له تا خو د مسلمانانو سره د مرستې کومه توقع نه لیدل کیږي.

یو سپیناوی اړین دی؛ طالب خو چې مونږ له اوله ګورو، بیا تر ننه د اشغال او فساد په وړاندې د مبارزې په ډګر پښې یبله، وږی، تږی، او نهر په په سره سکروټه ځمکه ولاړ دی، ستا په شمول ورته ټول جمهوري خواه دولتونه یوه ننګه، خو بیا یې هم خپل مقاومت لا تر اوسه د لاسه نه دی ورکړی، له هرې خوا ورته یو ګواښ متوجه دی، ستا تر ټولو خطر ناک ګواښ ته هم ملا تړلی ولاړ دی، د " دهشتګردۍ" او تروریزم تر نامه لاندې ستا او د افغان دولت هماهنګي په څه معنی.

ستاسې دوه مخې پالیسي تر کومه پورې، یا طالبان په سمه هر اړخیزه حمایه ونازوه، تر څو د اشغال هغه ګواښ چې هم تاسې او هم منځنۍ آسیا ته متوجه دی، ورته د پای ټکی کیښودل شي، ته که مسلمان یې او که غیر مسلمان، د طالبانو سره به ستا همکاري بې ګټې نه وي، نه به دوی ته تاواني وي؛
ځکه طالبان له امریکا سره په اوږده جګړه بوخت دي، تر څو خپل هیواد له یرغل څخه و ژغوري، طالبان هر اړخیزې مرستې ته اړ دي، او د خپلې مبارزې د بهبود لپاره به په خپل ځواک له ځینو اړونده دولتونو سره مراودات جوړوي،
ځکه دا مراودات پخوانیو غازیانو هم ساتلي دي، که له ځیرکتیا څخه کار پکې واخیستل شي نو پایلې به یې بدې نه وي.

او یا راشه له افغان دولت سره دغه ګنګوسې ته سپیناوی را وباسه، تر څو د طالبانو استقلال ډاګیز او سولې ته څه لار پیدا شي
افغان ملت سولې ته اړتیا لري؛
افغان دولت له یوې خوا د سولې غږ پورته کوي، له بلې خوا طالبان کاملاً پردي بولي، حالانکه طالبان سولې ته دومره لیواله دي، چې په ډیره هڅه یې په همدې موخه په قطر کې سیاسي دفتر پرانیست، تر څو د دواړو دولتونو ترمنځ د سولې خبرې په ډاډمنه فضا کې تر سره شي، او د دغه سیاسي دفتر دروازې اوس هم د سوله غوښتونکو په مخ پرانیستي دي؛
خو نه پوهیږم چې سوله چیان څرنګه سوله غواړي، که داسې سوله یې هدف وي، لکه غربیانو چې په ۲۰۰۱ م کې افغانستان ته راوړه، بیا نو د سولې چیغې بې ګټې دي، داسې سولې او قانون ته د طالب کینول ناشونې ده.

د واک په ګدۍ ناست پوچ مغزه خلک د افغانستان قضیه، په ځای د دې چې ورته د هواري لار وګوري لایې ترینګړې کوي، او زور یې هیوادوالو ته متوجه کیږي؛
امریکایان ولې نه شړئ، ولې د اساسي قانون پرځای اسلامي قانون نه غوره کوئ چې د افغانانو همدغه آرزو ده، افغانان دیمکراسي نه غواړي، بس چې دا نور مو په فحاشۍ کې تر ستوني غرق کړل؛
که د طالب غږ اوریدل شوی وای اوس به هرڅه ښه روان وو، خو امریکا دومره هڅه کړې د افغانستان د بربادۍ لپاره، تر څو افغانان په خپلو کې د خپلو مسایلو د حل لپاره خبرې هم تبادله نه شي کړای.

هغه دولتونه، چې د امریکا خارجه وزیر " جانکیری " یې په شا ټپوي خاورې به د افغانانو درد ته دوا شي.