د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغانان څوک ځوروي!

پتنګ انتظار 04.08.2016 12:28

امریکا، پاکستان، افغان دولت، او که طالبان

د دنیا قانون دی یو څوک چې له مادیاتو پوره وي، تر شا یې غوړ لاسونه، او تیرې ژبې، وجود ولري بیا نو د دنیا تر ټولو غټ خان همدغه دی، پوه، ناپوه غریب او بډای ټول به بیا ستا د غومبر اشارو ته څک څک تاویږي، که دې له دنیا والو سره ښه رویه وه هم خو ستا اشاره پکې ضرور ده، ټوله به ورته ښه وایي، او که د بده رویه او بد سلوک درلود هم ښه به ورته ویل کیږي ځکه ته خان یې او ستا هرې خوښې او ناخوښې کړنې ته باید د یو ښه عمل جامه ور واغوستل شي.

انګریز، روس، امریکا یا له دې څخه وړاندې چې په افغانستان او نورو ممالکو کوم ظالمانه تیري شوي دي، ټوله کیسه یې همدغه د خانۍ کیسې ته پاته کیږي.

مونږ افغانان نن د امریکا په تر یرغل لاندې حصار پاتې یو، ګران هیواد افغانستان یې اشغال کړی، یو په بل مو سره ټکوي.

د امریکا له راتګ سره خو هیوادوالو؛

هیوادوالو نه بلکې څو خرڅ شویو څهرو تر ډیره وخته د امریکا دغه ظلم ته د جواز حیلې لټولې، اوس خو شکر دومره وشول چې امریکا او ناټوخیل تیریګر او یر غلګر حساب شول.

دا چې له امریکا سره په روان ظلم، یرغل، چور او چپاول کې چا مرسته وکړه، څوک ورسره راغلل زما د کلي کوڅې او ګودرونه چا ورته gps جي پي اس کړل، د افغانانو نښانونه ختمول، رسم او رواج یې د دوی په خوښه بدلول، هغه پتمن قومونه چې له فحشاء او بې پردګۍ څخه لرې پراته په غرونو کې په خپل عزت کې پراته وو، چا له دغه لذت څخه محروم کړل، دغه تش په نامه پرمختګ ته چا زمینه ورته برابره کړه او.......
دا هرڅه ښه جوت دي خو خبره دا ده چې سر نه سره خلاصوو، او دا ټولې هغه کانې دي چې د مادیاتو او د امریکا د ګوډاګیانو په مټ په جبر او زور ترسره شول او تر سره کیږي.

اردو، پولیس، او نور امنیتي ځواکونه چې د یو دولت لپاره جوړیږي، هدف ترینه د هیواد ساتنه او امنیت وي؛
نه چې همدغه خپل ساتونکې دي په خپل هیواد کې هم په آرامه پرې نږدي.

خو کیسه ډیره لوړه روانه ده ممکن تشخص ته یې ډیر زکاوت هم اړتیا ونه لري، چې یوه ښکاره بیلګه یې په اوسنیو شپو ورځو کې د ډیورڼډ کرشې په اوږدو کې د طورخم د دروازې چارې وي چې په قربانیو سر بیره، بشپړې او په پوره جرأت دغه دروازه رسماً  په " باب پاکستان " ونومول شوه.

دا خو ښکاره ده چې پاکستان، او افغانستان د امریکا ښه پاخه مریدان دي، نو روان ظلم چې په افغانانو د ننه په هیواد کې یا له هیواد څه بیرون روان دی، عاملین یې همدغه دوه لا سپوڅي دولتونه دي.

پاتې شوه د طالب خبره...

اول خو باید دا ووایم چې طالبان اوس هم، د پنجاب، یا د بل په غلامۍ تورن دي ، خو دغه منطق اوس ډير زوړ شوی دی، اوس هر څه جوت دي باید ترې ډډه وشي او په وخت سره به نور هم هرڅه روښانه شي.

که طالبانو غلامي قبلولای شوای، یایې مادیات په نظر کې وای، ښه به دا وه چې د امریکا ډالري کڅوړې یې قبولې کړې وای، نه دې دالخور پاکستان، که یې دا هرڅه منلي وای باوري یم چې نن به طالبان، د امریکا تر سیوري لاندې د ځینو هیوادوالو په اند تر ټولو آزاد او معزز خلک یادیدل.

نه به چا ورته د امریکا غلام ویلو، نه به دهشتګرد ورته ویل کیدل، او نه به هم له کلي کور څخه شړل شوي باغیان، او یاغیان بلل کیدل.

د افغانانو د ځور، دافغانستان د لوټ، او چپاول  خلک معلوم دي، خو خبره د خان صیب ده!
چې خان څنګه غورمبیږي.

آفرین دې په هغه مسلمان، غیرتي، ننګي، اوغیرتي، ټولي وي چې  د افغانستان د بقاء لپاره یې خپل هرڅه قربان کړل، که طالبانو د امریکا غوړې شوړې، له ډالرو او ملغلرو ډکې کڅوړې په خپل تخرګ کې اخیستې وای، نن به د افغانستان نوم د نړۍ له نقشې څخه کوچیدلی وای.

افغانان دې نور د افغان دولت په پلاستیکي ساتونکو نه نازیږي، زمونږ اصلي ساتونکي همدغه طالبان دي، قربانۍ یې ستایو هر څوک یې چې قربانیو ته په سپکه ګوري، هغوی به خامخا د غرب د پس خوردوو شاروال وي، ژوندي دې وي د رسول الله (ص) د مدرسې پتنګان، مسلمانان درباندې ویاړي، دښمنان مو نابود او رسوا غواړو.