د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

خوب مې لیده چې کابل په بل مخ اوښتی وي!


ناصر "انځور" 01.08.2016 14:14

د خانانو بنګلې، د غریبو جونګړې، د مالدارو پلازې، دولتې ودانۍ، سړکونه او پارکونه داسې حوار شوي وي، چې په هغه بل سر کې یې هګۍ هم ښکاري. نه هغه دیوال پاتې شوی وي چې کلونو کلونو جنګ کې په مرمیو سوری سوری شوی، نه هغه ښونځی پاتې شوی وي چې په بم الوتی او نه هغه جومات پاتې شوی وي چې مونږ به ورته د بمي چادونو د لاسه په ډار ورتلو. حق حیران شم چې دا څه مې په کابل وشوه.
خوب کې همدا فکر کوم چې ناڅاپه ډیر دروند او زورور اواز شروع شي. یو غټ ماشین لږیا دی، غټې غټې ویالې جوړوي. ټولو خلکو د ښارولې جامې په تن کړي وي او په درز لږیا وي کار کوي. د ګاز، پاکو او ناپاکو اوبو پایپونه، د برق او انټرنيټ لاینونه د د ځمکې لاند وغزول شي. په منډه منډه د یو ځوان خوا ته ورغلم او ترې ومې پوښتل، چې د ځمکې لاندې دا لاینونه او پایپونه څه ته جوړوۍ؟ دا څه روان دي؟ خیر خو به وي؟
په جواب کې یې راته و ویل، ډیرې پوښتنې مه کوه، رازه لاس په کار شه او خپل هیواد جوړ که. ما د ځان سره غلي وویل چې تاسو خو نور هم وران کړ. دا جوړول به داسې وي؟ خو کار جریان لرې. زه کله یو خوا کله بل خوا منډې وهم. نه پوهیږم چې څه وکړم. او په زړه کې مې دا اندیښنه ده چې کابل یې ولې راته په بل مخ کړ. په همدې فکر او سوچ کې یم او په خوب کې مې خوب یوسي!!!
کله چې په خوب کې د خوبه راپاڅم، د کابل د ښار لاندې یو بل ښار جوړ شوی وي! د سالنګ سیند یې د شمالي په درو کابل ته راتاو کړی وي. د غریبو بزګرانو ځمکې په اوبو خړوبه شوې وي. د انګورو هغه باغونه چې په جنګ کې لمنځه تللي و، شنه شوي وي. خو په کابل کې بیا هم خلک د ځمکې لاندې کار کوي. ما سره همدا انیښنه ده چې خدایه دا خلکو څه شروع کړي؟
په همدې سوچ او فکر کې یم چې ناڅاپه غږ شي چې هغه دی راغلو، هغه دی راغلو! زه هم ورخطا شوم او ناببره مې ورغږ کړ، څوک راغلو؟ خلکو جواب راکړ، اوس به یې خپله وګورې. ګورم چې یو زوړ او په تن کمزوری بابا د ډله نورو مشرانو سره را روان دی. بابا کله یو ځوان ته امر وکړي چې دا کار که دپه دې طریقه وکړونو ښه به وي او کله بل ځوان ته مشوره ورکړي چې دا کارونه به دا شان مخکې یو سو.
د سړکونو نقشې واچول شي. وزارتونه، پوهنتونونه، ښونځي جوماتونه، بازارونه، هټۍ او پلازې جوړې شي. کابل په یو نوي شکل لکه یو نمونه جوړ شي. خو دا ځل هر څه بل رنګ وي. بریښنا وي، خو د خپلو ډیمونو. په بازار کې غنم او جوار خرڅیږي خو د خپلو ځمکو. په بازار کې هر رنګه توکې پیدا کیږي او ټول یې د هیواد تولیدات وي. د ودانیو هر دیوال او هره خښته ښه ښکاري، ځکه چې د افغانانو په لاسونو جوړې شوې وي. د خلکو په تن جامې او په پښو یې څپلې ځکه ښې ښکارې، چې په وطن کې جوړې شوې وي.
خو ما سره په خوب کې یواځې دا اندیښنه وه چې دا کار چا او د څه د پاره وکړو؟
په خوب کې مې بې خوبي هم ډیره کړې وه. خو په منډه منډه د ګل خانۍ ماڼۍ (ارګ) ته لاړم. د ګل خانۍ ماڼۍ په داسې شان جوړه شوې چې خلک یې نندارې ته راځي. اجازه مې واخسته او د ننه لاړم. چې ګورم همدا بابا د ډیرو مشران سره یو ځای ناست دی. او دا خبرمې یې کوله چې، "که مونږ لکه یو موټی یوځای شو نو هیڅوک به مو د کار مخه وه نه نیسي"!
د ډیرې خوشالۍ په جامو که نه ځایږم. په مخ مې د خوشالۍ اوښکې راشي. د زړه درزه مې زور واخلي اود خوبه مې راویښ کړي.
ای کاش چې دا خوب مې ریښتیا شي!