د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغانانو له لورې د پاکستان پر مخ کلکه څپېړه

افغان وطنپال 31.07.2016 13:21

د داوود خان له واکمنۍ راپه دې خوا پاکستان په افغانستان کې د لاسوهنې لړۍ پيل کړې او په مختلفو وختونو کې يې رنګونه بدل کړي دي چې د افغانستان د بې ثباتۍ، بلکې تباهۍ لامل ګرځېدلي، خو داسې ښکاري چې، که افغانان له هوښيارۍ کار واخلي، پاکستان نور دغه لابي له لاسه ورکوي او د افغانانو له لورې کلکه څپېړه پر مخ خوري.

چې ډېر مخکې لاړ نه شو، د ولسمشر کرزي د حکومت پر مهال د پاکستان پر وړاندې ښکاره پاليسۍ شتون نه لاره. هو، د افغانستان حکومت او ميډيا د ډېرو جرمونو او بې ثباتۍ تور د پاکستان په غاړه اچاوه، خو حکومت يې پر وړاندې معقوله او منظمه پاليسي نه وه غوره کړې. د تېر حکومت ډېرې کړنې پر احساساتو ولاړې وې. داسې ښکاري چې نوی حکومت، که څه هم ستونزې لري، په دغه اړخ کې څه نا څه منظمه پاليسي لري او ښايي يوې منطقي پايلې ته ورسېږي.

د پاکستان پر وړاندې جدي او معقوله پالېسي

منظمه او منطقي پاليسي هغه مهال پيل شوه، چې ولسمشر اشرف غني له پاکستان سره د اړيکو ښه کولو هڅه وکړه. دوی ته يې تجارتي او سياسي امتيازات ورکړل او د اړيکو ښه کولو مختلفې لارې يې ولټولې او له پاکستان څخه يې د دې په بدل کې د سولې غوښتنه وکړه. پاکستان د سولې وعده وکړه، خو د خبرو اترو مېز ته د طالبانو پر راوستلو بريالی نه شو. دا چې دې کې د طالبانو رول څه وو، وروسته پرې راګرځو.

وروسته له دې چې پاکستان د افغانستان له حکومت سره کړې وعدې ترسره نه کړای شوې، د افغانستان حکومت دوی ته شا کړه او له پاکستان سره يې نا اعلانه جګړه ښکاره کړه. بلې خوا د افغانستان حکومت د چابهار بندر په فعالولو کې له هند او ايران سره ګډ شو. دغه ډول اقدام پاکستان ته ډېر خطرناک و، ځکه چې د هند اقتصاد په کې ډېر زورور کېږي، او د دوی ستره هيله چې منځنۍ اسيا له نړۍ سره وتړي، په کې تباه کېږي.

دغه راز د افغانستان حکومت ځينې نور مهم کارونه وکړل، چې پاکستان يې ډېر اندېښمن کړ. مثلا د کوچنيو بندونو جوړول، له پاکستان څخه د اوړو د صادراتو بندول او دغه راز د مهاجرو د بېرته ستنېدو ملاتړ کول. پاکستان که څه هم ظاهرا د مهاجرو بېرته ستنېدل په خپله ګټه بولي، خو د دوی له ستنېدو سره به په افغانستان کې د پاکستان د لاسوهنې او بې ثباتۍ يوه ستره دروازه وتړل شي، چې پاکستان يې تړل نه غواړي.

د طالبانو رول

د پاکستان پر وړاندې دغه ډول معقوله پاليسي لرل، حکومت په يوازې ځان هېڅ کله نه شوه بريالۍ کولای. پاکستان په دې تمه و چې د افغانستان د حکومت د غوښتنې پر مهال به پر طالبانو فشارونه راوړي او دوی به مجبور کړي چې د افغانستان له حکومت سره خبرې پيل کړي، بيا چې خبرې اترې څومره وخت نيسي او پايله يې څه کېږي، پاکستان ته مهمه نه وه، دوی غوښتل وخت واړوي او په منځ کې خپلې پالېسۍ ته ادامه ورکړي. مګر طالبانو د دې پر وړاندې کلک مقاومت وکړ.

تر نورو وړاندې، د پاکستان پر وړاندې په طالبانو کې جدي پاليسي سيد محمد طيب آغا، چې پخوا د قطر دفتر مشر و، پيل کړه. هغه د قطر دفتر جوړولو له لارې طالبان له نړۍ سره وتړل او د پاکستان له فشارونو يې څه نا څه خلاص کړل. پاکستان چې به کله پر طالبانو فشار راوړ چې غوښتنې يې ومني، دوی به ورته کړه چې د قطر دفتر د خبرو مسؤوليت لري، او بايد له هغوی سره خبرې وشي. بلې خوا د قطر دفتر د پاکستان غوښتنې په سخت شدت سره رد کړې. حتی طيب آغا د پاکستان له حکومتي مشرانو د دوی د پالېسيو له کبله داسې توندې خبرې کړې وې چې هغوی يې هېڅ کله تمه هم نه کوله. هغه دغه راز د پاکستان له لوی درستيز راحيل شريف سره په قطر کې د ليدو مخالفت وکړ او هغه يې بې نوا رخصت کړ.

په پاکستان کې د طالبانو شته مشران د پاکستان د حکومت له لورې د ډېر سخت فشار لاندې راغلل. دوی غوښتل چې طالبان په څلور اړخيزو خبرو کې کېنوي. خو طالبانو د دوی هر ډول غوښتنو او ګواښونو سره مقاومت وکړ او خبرو کې برخه اخيستو ته حاضر نه شول.

د پاکستان او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو دقايق او تفصيلات ډېر اوږده دي او ټول نه شي ذکر کېدای. خو د يادونې وړ بولم، چې د پاکستان پوځ طالب مشرانو ته هر ډول ګواښونه وکړل، مګر طالبانو مثبت ځواب ورنه کړ. بالآخره پاکستان په دې قانع شو چې حتی که طالبان ووژني او له منځه يې يوسي، دوی به د ځان ختمېدل ومني، خو د دوی غوښتنې به ونه مني.

همدا وه چې د پاکستان پر واکمنو لاره ورکه شوه. دوی له يوې لورې د اشرف غني له جدي غوښتنې سره مخ وو او له بلې لورې د طالبانو له کلک مخالفت سره. بالآخره دوی د طالبانو د نيولو لړۍ پيل کړه، هغې هم ډېر مثبت تاثير نه لاره. په همدې لړ کې د طالبانو د مشر په اړه امريکا ته معلومات ورکول او د هغه نښه کول هم د پاکستان له لورې طالبانو ته يو ګواښ و. خو طالبانو بيا هم د دوی غوښتنې جدي ونه ګڼلې.

پايله

په دغه ډول حساسه شېبه کې چې له يوې خوا افغان حکومت د پاکستان پر وړاندې جدي او منطقي پالېسي غوره کړې، او له بلې خوا طالبان دې ته حاضر نه دي چې د پاکستان غوښتنې ونه مني، پاکستان په يوه ډېر ستونزمن حالت کې دی. د پاکستان د اوسنۍ حالت ښه مثال د هغو غومبسو دی چې ځاله يې چا ور ورانه کړې وي، او هر چا پسې د غچ له پاره منډې ترړې کوي خو څه په لاس نه ورځي.

اوس پاکستان محدود انتخابونه لري. يو له انتخابونو څخه دا هم کېدای شي چې د طالبانو کاملې تباهۍ له پاره مټې بډوهي او يا يې افغانستان ته ټېل وهي، ځکه دوی ته په دغه مهمه موده کې دارو نه شول. اوس مهال په کوټه کې د افغانانو پر ضد د توندې پالېسۍ غوره کول ښايي د همدې له پاره وي چې طالبانو ته لا جزا ورکړي او له ستونزو سره يې مخ کړي او ويې پوهوي چې د دوی له غوښتنو سره مخالفت څومره دوند تمامېدای شي. خو که پاکستان له دغه انتخابه کار واخلي، د دې معنا دا ده چې پاکستان بل هېڅ انتخاب نه لري او د افغانستان پر وړاندې له يوه انتحار سره مخ کېدونکی دی.

ښايي په دغه حساسه موده کې پر طالبانو د پاکستان سخت فشار ځينې منفي اثرات ولري چې دا به د افغانستان راتلونکي ته ډېر خطرناک وي. نو د افغانستان له پاره د سولې انتخاب تر ټولو مناسب دی، ځکه يوازې له همدې لارې د دغه ډول ځواکونو له تاثير او لاسوهنې پاکېدای شي او دا د افغانانو معقوليت او د خپل منځي زغم پورې تړاو لري.