د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د هند لاسوهنه د اسلام اباد تکراري ادعا

سرلوڅ مرادزی 27.07.2016 17:02

اسلام اباد د افغانستان په کورنیو چارو کې د خپلې لاسوهنې او نا اعلان شوي جګړې د پوښلو لپاره د یو شمېر نورو پلمو ترڅنګ په افغان خاوره کې د پاکستان په وړاندې د هند د لاسوهنې پلمه، تل د افغانانو او نړیوالو پر مخ باسي!
له افغان خاورې په ګټه، د پاکستان په کورنیو چارو کې د هند لاسوهنه، هغه تکراري او پوچه ادعا ده چې اسلام اباد يي هیڅکله هم د پخلي لاسوند لاس کې نه لري او داسې لاسوند نه شي ښودلای. داسې ادعاوې که یوخوا د افغانستان په کورنیو چارو کې د ترهګرو په نوم د پاکستانۍ ملیشې او پوځ د لاسوهنو او جګړې د پوښلو لپاره کارول کیږي، بلخوا په دغو ادعاوو اسلام اباد غواړي خپله د برتانوي هند د مهال پشان، د افغانستان بهرني پالیسۍ او اړیکې تر خپل اغیز لاندې ولري او کابل د خپل تحت الحایه دولت او صوبې پتوګه وګڼي.
د پاکستان د جیو تلویزیون د یوه خبریال سلیم ساپي سره په دې اړه مرکه کې ولسمشر اشرف غني وویل، له افغان خاورې په ګټه، د پاکستان په کورنیو چارو کې د هند د لاسوهنې ادعا، له لاسوندونه پرته یوازې په تشو ادعاوو سره نه شي منل کېدای. اسلام اباد کولای شي داسې لاسوندونه دریمګړي هېواد لکه چین او امریکا ته وښۍ.
د اسلام اباد لخوا د داسې ادعاوو بولاله هغه مهال په پاکستاني رسنیو کې په لوړ غږ غږول کیږي، کله چې هند په افغانستان کې د کومې ودانۍ د بنسټ ډبره کیږدي او یا د افغانانو د خیر ښېګڼې لپاره په کومه پروژه لاس پورې کړي.
همداراز د پاکستان د کورنۍ ستونزې په مهال هم د پېښې د پوښلو لپاره د هند نوم پرلپسې اخیستل کیږي او له افغان خاورې داسې ګټه، د پاکستاني ولس د تېرییستلو لپاره په پېښې پورې تړل کیږي!
لږ مهال مخکې، امریکا کې د پاکستان سفیر ویلي وو چې هند په افغانستان کې ۲۴ کونسلګرۍ لري، خو د نوموړي د دې ادعا په ځواب کې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ریچرډ اولسن څرګنده کړې وه چې هند په افغانستان کې یوازې څلور کونسلګرۍ لري. دا کونسلګرۍ په جلال اباد، هرات، کندهار او مزارشریف کې دي او په دغو ښارونو کې پاکستان هم کونسلګرۍ لري.
خو د اسلام اباد له داسې څرګندو درواغو سره سره لا هم د دغو کونسلګریو د شمېر او دندو په اړه د پاکستاني رسنیو تنده نه ماتیږي او له پخوا په لا بېشرمۍ او سپینسترګۍ د درواغو لړۍ ته ادامه ورکوي. په کندهار او جلال اباد کې د هند د کونسلګریو تړل د پنجاب یوه پخوانۍ هیله او افغانستان سره د ښو اړیکو پلمه ده چې سړی به وای، ریښتیا که دا کونسلګرۍ وتړل شی، کابل سره به د اسلام اباد اړیکې د شاتو په څېر خوږې شي!
د امریکا د استازي ریچرډ اولس د نوم یادونه او څرګندونه دلته ځکه مهمه ښکاري چې اسلام اباد د افغانستان او هند په خبره باورنه لري، خو د ډالرو او نورو مرستو په تمه، د امریکا له خبرې نه شي منکرېدای!
د کابل پر سیند د هند په مرسته د ۱۲ بندونو د جوړېدو پریکړې هم اسلام اباد سرسام کړی. که«د کابل پر سیند، هند د بندونو ۱۲ پروژې پیل کړي نو ښايي یاد هېواد ته د اوبو جریان کم یا صفر شي. افغانستان پریمانه اوبه لري چې تر ډيره له کوم تړون پرته، ګاونډیو هېوادونو ته ځي. د معلوماتو له مخې که پر کونړ او کابل سیند یاد بندونه جوړ شي ښای هر کال د ۴،۷ میلیونه متره مکعب اوبو د ضایع کېدو مخه و نېول شي. پاکستان ویلي چې د څو کلونو په اوږدو کې یې د خپلو ټولو سفیرانو په لاس له افغان چارواکو سره د اوبو په اړه خبرې کړې، خو کومه پایله یې نه ده لرلې. سپوږمۍ رادیو»
بلخوا د روان کال چنګاښ میاشت کې، هند افغانستان سره د ۲۵ میلیونو ډالرو په ارزښت د ۸۷ پراختیايي پروژو د پیل تړونونه لاسلیک کړل. کابل کې د هند سفیر په دې اړه وايي«دا د هند لومړېتوب دی، څو په هغو برخو کې کار وکړي چې افغانان ورته اړتیا لري. موږ به ټولو هغو پروژو ته دوام ورکړو چې افغانانو سره د ستونزو په حل کې مرسته کوي. موږ د افغانستان د یوه رښتیني متحد په توګه کار کوو. یاده زیرمه»
په تېرو ۱۵ کلونو کې هند له افغانستان سره دوه میلیارده ډالره مرسته کړې. په هرات کې د سلما بند او د ملي شورا نوې ودانۍ د هند د مرستو یوه ښه بېلګه ګڼلای شو. همدارنګه د محصلینو په روزنه او په پوځي چارو کې د دې هېواد مرسته د یادونې وړ ده.
خو پاکستان، افغانستان سره د اسلامي دوستۍ د ټولو ادعاوو سره سره، یوازې د تورخم ــ جلال اباد د دوهم سرک ژمنه په تېرو ۱۵ کلونو کې ترسره نه کړه. دا چې د تېرې پیړۍ په ۹۰ کلونو کې يي د مجاهدینو په مرسته څونه ټانکونه، الوتکې، اوسپنې او نور د کباړ په بڼه ترلاسه کړل، له حسابه وتې خبره ده. افغانان متل کوي او وايی«له خیره مو توبه ده، خو سپې دې راڅخه وشړه!» د پاکستان د چلند او دوستۍ په اړه بیخي ریښتینې خبره ده!
هغه افغانانو چې پنجابي واکمنۍ ته يي ورورهېواد او دوهم کور وایه، اوس به پښیمانه وي!
یو وخت د افغانانو ستر مشر پاچا خان ویلي وو، دا چې په ملک دننه مسلمان پاکستان د پښتنو حق نه ورکوی او دا حق لګیا دی خوري يی، نو موږ اړوځو چې له ګاونډي هندو ملک هندوستان څخه له مسلمانه د خپل حق په ګټلو او ترلاسه کولو کې مرسته وغواړو.
نن هم افغانانو سره د پنجاب چلند، د پاچاخان د مهال په برید او له هغې په ځلونو بدتر دی. مسلمان پنجاب نن هم د طالب، داعش او نورو ترهګرو په لاس مسلمان افغانستان ورانوي او هم بل هېواد نه پرینږدي چې افغانستان کې د ودانۍ او ابادۍ چارې پرمخ یوسي.
ایا له دې غټه دوښمني بله کېدای شي؟
دا چې جیو تلویزیون سره مرکه کې ولسمشر غني په څرګندو ټکو وايي، پاکستان افغانستان ته ترټولو لوی ګواښ دی له هرې خوا پرځای پریکړه ده!