د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ولس احساسات؛ د زورواکو امتيازات

خوشحال آصفي 27.07.2016 13:54

احساسات څه ته وايې؟

احساسات د احساس جمع ده او د حسي دستګاو هغه غبرګون ته وايي، چې د انسان ذهني اړیکې د طبیعت او یا بهرني چاپېریال سره نښلوي. احساس د وجود عاجل ځواب يا عکس العمل دی، چې د يوې حادثې او يا واقعې په وړاندې منځته راځي. که چيرې د يوې زړه بوږنوونکې او يا هم زړه خوښوونکې حادثې سره مامخ کيږو او په مقابل کې مو وجود عکس العمل ښايې؛ همدې عکس العمل ته احساس ويل کيږي. ځينې حادثې داسې وي چې په مقابل کې يې زمونږ مثبت احساسات پاريږي او ځينې بيا داسې وي چې زمونږ د منفي احساساتو د پاريدو لامل کيږي. په ټوله کې ويلای شو چې احساس له شیانو او مسایلو سره د انسان د حواسو د مناسباتو سلسله ده.

پوښتنه دا ده چې احساسات څنګه پارول کيږي؟

احساسات ډيرې بيلګې لري لکه مينه، کرکه، غوسه، آرامي، خفګان، غم خوښي او .... کله چې يو څيز وينو چې زمونږ له غوښتنې او هيله مندۍ خلاف وي؛ فوراً مو په مقابل کې احساسات څرګنديږي. د بيلګې په توګه يې د ملي يووالي حکومت مشرانو د ټاکنيزو کمپاينونو پر مهال ولس ته ډيرې ژمنې ورکړې خو د کار له پيله تر اوسه يې په درست شکل نه دي پوره کړي، همدا دليل دی چې د ولس احساسات يې په مقابل کې راوپاريدل او لکه څنګه چې د يو ولسواک حکومت سره د ولس ملاتړ او رضايت وي؛ هغسې يې نه لري.

بله بيلګه: له ترکمنستانه کابل ته د سالنګ له لارې د ۵۰۰ کیلو ولټه بريښنا لين د غزولو په غبرګون کې د يو شمير هزاره افغانانو احساسات وپاريدل او د حکومت هر رنګه دليل ورته معقول نه ښکاري. د دوی احساسات راپاريدلې نه دي بلکې د حکومت له پريکړې په غلط تعبير؛ راپارول شوي دي. څو لنډ غر چې د تير حکومت تاريخ تيرې او د اوسني حکومت خود غرضه پرزې په کې شاملې دي؛ هزاره افغانانو ته يې د حکومت د پريکړې منفي انځور وړاندې کړ او داسې يي

ورته وښودل چې ګويا حکومت له ترکمنستان څخه د باميانو پر ځای د سالنګ له لارې کابل ته د بريښنا لين په غزولو سره د هزاره ګانو په حق کې ظلم کړی دی. هزاره ولس هم پرته له دې چې خپل احساسات کابو کړي او خپل تش په نامه رهبران وارزوي چې د دوی د حق غوښتلو لپاره چيغې وهي او که د خپل جيب په خاطر د نورو هيوادونو ګټې خوندي کوي؛ ورسره يې د دوی غږ بدرګه کړ.

اصلاً حکومت د هزاره افغانانو په مقابل کې هيڅ تبعيض او تعصب نه دی کړی. حکومت د ترکمنستان ۵۰۰ کيلو ولټه بريښنا پروژه په هراړخيزه توګه د يو مسلکي ټيم په وسيله و ارزوله او بيا يې اقتصادي ګټورتوب او په کم وخت کې پايته رسيدلو ته په کتو د سالنګ له لارې د لين د غزولو پريکړه وکړه. دا په دې معنا نه ده چې حکومت به باميانو ته بريښنا نه ورکوي. حکومت خو باميانو ته ۳۰۰ ميګاواټه بريښنا هم په نظر کې لري خو د هزاره ګانو ځينې خودغرضه مشران د هزاره افغانانو له احساساتو ګټه پورته کوي او د ايران په اشاره د حکومت د تخريب او د دغې پروژې د ځنډولو هڅه کوي.

دغه د روشنايې جنبش په نوم څو تنه پرديپال غواړي د هزاره ولس احساسات ځانته د امتياز وسيله وګرځوي او حکومت اړ کړي څو دوی ته په څوکۍ ورکولو او يا هم په نغدي امتیاز ورکولو قايل کړي. داسې هم ويل کيږي چې د شنبې ورځې له لاريون وړاندې په کابل کې د همدې جنبش ځينو خلکو د پيسو په مقابل کې خلک هڅول چې په لاريون کې برخه واخلي او د حکومت پر ضد ا و د دوی په ګټه شعارونه ورکړي. دوی که له يوه طرفه د ولس له سپيڅلو احساساتو د امتياز په توګه ګټه واخيستله؛ له بله اړخه يې د ولس له ناچارۍ، بیکارۍ او غريبۍ هم ناوړه ګټه پورته کوله او بې روزګاره ځوانان يې د پيسو په مقابل کې لاريون ته هڅول. په پای کې هم نتیجه دا شوه چې د روشنايي جنبش لخوا د لاريون د نه مديريت له امله ځانمرګي بريدګر وکولای شول چې د لاريون په منځ کې د خلکو په ګڼه ګوڼه کې ځان ته چاودنه ورکړي او په سلګونو هزاره ګان د وير په ټغر کينوي.

که له لاريون څخه د روشنايي جنبش هدف د باميانو د ولس د حق غوښتل وي نو ولې يې په باميانو کې د بريښنا بند د جوړولو لپاره لاريون نه کولو؟ ولې يې د باميانو په پوهنتون کې د نورو رشتو د اضافه کولو لپاره لاريون نه کولو چې اوس په کې يوازې څلور رشتې فعالې دي؟ ولې يې د باميانو ولس ته د بنسټيزو پروژو د غوښتنې په خاطر لاريون نه کولو؟

جواب همدا دی چې دوی د ايران د ګټو د خوندي کولو لپاره چې ايران غواړي د ترکمنستان د بريښنا د دغې پروژې په ناکامولو سره ترکمنستان ته اقتصادي ګوزار ورکړي؛ دوی د همدې لپاره ولس سپر ونيولو او له ايرانه ترلاسه کړي ډالر يې هضم کړل. له هزاره ولس نه غوښتنه کوم چې نور د دغو قومي ټيکه دارانو له انحصار نه ځانونه آزاد کړي او نور دې نه پريږدي چې د دوی په وينه او احساساتو دغه پرديپال مشران يې سوداګري وکړي. دوی دې اوس د خپلو شهيدانو د وينو بدله له همدغو ټيکه دارنو وغواړي. هزاره افغانان دې پوه شي چې دغه مشران يې د دوی له غمه مړه نه دي بلکې د دوی له سپيڅلو احساساتو څخه د امتیاز اخيستو د وسيلې په توګه کار اخلي. همدا نن که حکومت دغو بهزاد، ناجي، ريحانه آزاد، ، رحماني، ناهید فرید او نورو ته څوکۍ او يا ډالر ورکړل؛ نه به بيا ولس وي او نه به بيا د باميانو لپاره بريښنا غوښتل وي. بيا به هر څه سم وي. نو لازمه ده چې هزاره ورونه د دوست په څېره کې خپل دښمنان وپيژني.