د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

غیر مسؤل وسله وال، که د دولت پر ضد خبیثه سرطان

عبدالرحیم موسی زی 26.07.2016 14:58

ټولې وسله والې ډلې که هغه هر څوک او په هر نامه وي چې په ټولنه کې بې نظمي، ترهګري او وحشت رامنځته کوي هغوی د ولس دښمنان او د دولت پر وړاندې خبیثه سرطانونه دي.
دغه شریر او بی غیرته کسان چې په هېواد کې د خلکو تر منځ په خپلو شومو کړنو بې اتفاقۍ او ګډوډۍ ته لمن وهي دوی باید لومړی  د دولت له لوري مجازات شي خو؛ که چیرته دولت همداسې ویده  وي او وظیفه وي احساس ونه کړي هغه مهال دې د سیمې خلک لاس یو کړي او د خبیثو ډلو پر وړاندې دې په یوه غږ سره را پورته شي.
غیر مسؤل او ډارن وسله وال په هېواد کې نه یواځې د نا امنۍ، شخصي دښمنۍ او بې ثباتۍ سبب ګرځي بلکې د دې شومې پدیدې په شتون سره به د دولت او ولس ترمنځ واټن لا ډیر شي او په پایله کې به ګنشمیر خلک له خپل دولت څخه نا راضه کيږي چې دا په خپله د دولت ستره تیروتنه او د دښمن ژړندې ته اوبه اچول وي.
درنو لوستونکو، په دې لیکنه کې زما موخه د هغو وسله والو څخه نه ده چې په ځینو ولایتونو کې د سیمه ایزو پولیسو یا بل نوم باندې د دولت تر چتر لاندې دنده پرمخ بیایي البته دلته زما هدف د هغو رزایلو او لړلو څخه ده چې  تل د خپلو شومو او شیطاني اعمالو په نتیجه کې خدای شرمولي خو؛ بیا هم د خپل ځان خوشحالولو له پاره په غیر قانوني توګه وسله ګرځوي، جنګ جګړو او بې اتفاقۍ ته لاره جوړه وي.
له هرڅه دمخه هغو ټولو غیر مسؤلو وسله والو ته وایم چې ټوپک نشي کولای زمونږ ستونزې حل کړي بلکې هغه لا کورني مشکلات او کرکه ډیروي، اقتصاد مو ضعیفه او خلک اندیښمن کوي، چاپیریال خرابیږي، ورورولي او یو موټیتوب مو له منځه ځي، بیروني دښمنان لا پیاوړي کيږي، زمونږ غلیمان او بهرني سیالان له وخته په ګتې اخیستنې سره خپلو اهدافو ته رسیږي او بلاخره به ستاسې خپله کورنۍ ستاسو له لوري بل شوي اور کې سوزي.
بله خبره دا چې، مونږ دولت لرو د وحشت او بې نظمۍ کنټرول له پاره دولت مکلف دی چې خپل ولس ته ثبات او له امن څخه ډک چاپیریال برابر کړي خو؛ له بده مرغه په ولسوالیو کې دولت د غیر مسؤلو شریرو پر وړاندې پټه خوله ناست دی زه  دلته د خپل ولس د سوکالۍ له پاره خپل غږ وچتوم او وایم چې دولت هر څه کولای شي، پر دولت جادو نه ده شوې، پر دولت کوډې نه دي شوي بلکې ولس له دولت څخه لرې ده نو د دولت د ضعف ټکی هم همدا دی.
اوس زمونږ دولت ته په کار ده چې لږ تر لږه دې د خپل رعیت دې خاموشه خو له ځواک څخه ډک غږ ته د عمل جامه ور په تن کړي، د لوچکو، لنډغرو، شریرو، بې غیرتو او  خبیثه سرطان په شان عناصرو مخه دې ونیسي، یاده دې وي چې دا چاره دولت له پاره ډیره ساده ده، زمونږ ګران ولس ډاډمن دی که چیرته دولت په یوې سیمه کې د دغو خبیثانو څلور یا پنځه تنو ته سخته جزا ورکړي نو؛ تاسې به په خپله د دې شاهدان ووسئ چې نور به د دې پلاستیکي بدماشانو ټولې پاتې شونې لکه کړکه چرګه غلي ناست وي او زمونږ بیوزله ولس به خپل ژوند په سوکاله فضا کې پرمخ بوځي.
همدا راز د دې یادونه هم کوم چې، د نا مسؤلو ټوپکمارو یا وسله والو له برکته هره ورځ د هېواد په کچه په ځانګړې توګه کابل او اړوندو ولسوالیو کې جنایي جُرمونه لکه؛ قتل، غلاوې، د موټرو سرقت، اختطاف او شخصي دښمنۍ ډیرې تر سترګو کيږي او اصلي دلیل یې هم د همدغو بویناکو او ککړو وسله والو شتون دی.
له بلې خوا مونږ کابل ته نږدې ولسوالیو لکه (قره باغ، میربچه کوټ، فرزه او داسې نورو کې وینو چې دولت سره موازي ډلې او ټپلې موجودې دي هغوی چې هرڅه وکړي نو دولتي ادارې او امنیتي کسان هغوی ته یا قصداً څه نه وايي او یا هم د ویلو توان نلري نو؛ په همدې اساس ډیر عام وګړي د دولتي چارواکو او امنیتي کسانو څخه خپه دي او وايي دولت چې مرکز ته په نږدې ولسوالیو کې د کوڅه ډبو او غیرقانوني وسلوالو ډلو، د بې نظمۍ، حرج و مرج او لوچکۍ مخه نشي نیوی نو د هېواد په لرې پرتو سیمو کې به د دغه ډول فرصت غوښتوونکو کسانو چې تل د ګډوډۍ په هڅه کې دي څنګه ونیسي، ولس له دولت څخه په ډیر درنښت هیله لري چې لوچکان او دغه ملعونه کسان د قانون منګلو ته ور وسپاري.
ولس په تنګ راغلی او له دولت څخه تمه لري چې یو کوټلی ګام پورته کړي او دغه نا اهله کسان باید د قانون په اساس محکوم کړي ترڅو هغه ویره او اندیښنه چې د خلکو ترمنځ پرته ده لمنځه ولاړه شي، زمونږ ولس له کلونو کلونو ډېرې جګړې او د بیلابیلو مرمیو غږونه آزمایلي دي آن تر دې هغه وسلې چې د ټولو نړیوالو موازینو او اصولو له مخې د هغه کارول منع دي خو زمونږ پر ولس وکارول شوې، دوی له هیڅ څه ویره نه لري خو کرکه لري او له ټوپک څخه ستړي شوي دي.
په پای کې یو ځل بیا وایم چې، زمونږ دولت د هر کار توان لري خو؛ په شرط د دې چې په ادارو کې صادقه، وطنپاله، وړ او زړه وره کسان په دندو وګماري، د خدای په لحاظ نور روابط پر ضوابطو مه لاس بري کوئ، دې ناوړه دود ته د پای ټکی کېږدئ، د خپلې مور یعنې افغانستان پر وړاندې او ولس ته صداقت ولرئ، مجرم، قاتل او ظالمه په خپله سزا ورسوئ هغه مهال به افغانستان ګل ګلزار وي.
یادونه: ټوپکمارو ته وایم چې لږ مو د خپلو بچو اخلاقي ابعادو ته ځیر شئ، په سمه یې وروزئ، حلاله مړۍ ورته تیاره کړئ د انسانیت درس ور زده کړئ او د ټوپک پر ځای قلم ورکړئ.
د سوکاله، پرمختللي، سرلوړي او له نامسؤلو بیړاګانو څخه خلاص افغانستان په هیله.