د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغانستان د پېښومحوراو برخلیک یې

محمد انور ولید 26.07.2016 14:57

وایي چې : ګل د کد و ګل ګوره + یو چې لټوې ترې لاندې بل ګوره .
د شلمې پېړۍ وروستۍ دوې لسیزې ـ او د یوویشتمې پېړۍ لومړۍ یوه نیمه لسیزه افغانستان د سیمې او ټولې نړۍ د پېښو مرکزؤ. خو دا چې دغه پېښې چېرته طرح رېزي کېدلې ؟ چا عملي کولې ؟ او څوک په کې له مینځه تلل ؟  دا بېلې ـ اوڅو په ډانګ پیلې پو ښتنې دي . ځکه په تېرو (۳۷) کلنوجګړو کې هرڅه په ډاګه شول چې په افغانستان کې دغه پردی جنګ د کومو وجوهاتو له مخې د کوم فورمول پراساس جوړشوی ؤ او څوک په کې د کومو موخو له پاره وسوځېدل .
که زه د دې پوښتنوپه تړاو خپل ځواب له درنو لوستونکو سره په لنډه شریک کړم ، نو باید ووایم چې : په افغانستان کې پردی جنګ او د جګړې دوام د پخوانیوچارواکواوسیاسي څېرو د خامو سیاستونو زیږنده او پایلې دي . ځکه هغوی د خپل سیاسي واک د د ېګ برغولي خپله د نورو په اشاروپه لوی لاس پورته کړاو په د ېګ کې پراته ټول ملي محرمات یې له نورو سره شریک کړل چې له امله یې په لاس ورغلي خپل ټول فرصتونه د خپلو لنډ مهاله کاذبو واکمنیو د سر صدقه کړل .
که نه نودا خو یوه کلیه ده چې : دولتي مرجع باید یوؤلسواک قانوني نظام وي ، ترڅود خپل ؤلس په ملاتړ د خپلو اتباعو په استازیتوب د یوه منل شوي قانون او ملي وثیقې په عملي کولو سره په کورنۍ او بهرنۍ کچه خپلې ملي پرېکړې د خپل ؤلس ، خپلې خاورې او خپل نظام د بقأ په خاطرد خپلو ملي ستر تیژیوپه چوکات کې د خدمت جوګه وبلل شي .
دداسې دولتي سیستم جوړېدل بیا پرته له بهرنۍ وارداتي دروازې څخه په کورد ننه د اهل الرأی افغانانو له خوا په ډاډمنه فضأ کې پرته له لاسوهنو ترسره کېږي او د ؤلس اهل الرأی خلک د هېواد مشرتابه ټاکي . دغه ډول مشر تابه د ملت له خوا په سري اوعلني توګه غوره کېږي ، هغوی د ملت له خوا دغه ډول درانه سترمسؤولیت منلو ته مجبورېږي ، خوداسې نه چې مشرتابه د خپل ځان له پاره خپله کمپاینونه کوي ، نا اهله خلک په پیسو را نیسي ، هرځای یې لکه د ؤلسي جرګې په ټاکنوکې د زر، زور او تزویر دامونه اېښي وي او خپل ځان له دغه ډول کاذبوسوړو څخه د واک د هِرم څوکې ته پرې رسوي .
دغه ډول عناصر د واک له ترلاسه کولو وروسته هېڅکله هم د افغانستان ؤلس ، خاورې او نظام ته کارنه کوي ځکه چې هغوی د خپلو خلکو ، خپلې خاورې او خپل نظام د چوپړ له پاره نه ـ بلکې د خپل جیب ډکولواو پرد یو استخباراتو له پاره د خپل ؤلس د استازي په جامه کې خپل ځانونه سیستم ته داخل کړي وي ، ترڅوپه قانوني بڼه خپل ؤلس ، خپله خاوره او خپل دولت چور، کمزوری او رسوا کړي .
همدغه وجه ده چې دداسې عناصرو له لاسه زموږ دولت او ملت دواړه د (۱۶) کلنو بهرنیو مرستو او کورنیوعائداتو په شتون کې له لوږې ، تندې او نا امنیو څخه مړه شول او افغانستان د نړۍ د فاسدو هېوا دو په کتارکې و ګټل شو. افغانستان د تېر په څېر د ناسم مدیریت له کبله همداسې وران ویجاړ پاتې شو . هغه متل دئ چې وایي : هندو ستړی ـ خدای ناراضه ، مېږ مرداره ـ پور پرغاړه . د نړیوالو تر احسان لاندې هم راغلو ، او د خپل هېواد سیستمونه مو هم ونه رغول .
یوه ورځ یوه لېوني په ځمکه کې مږوی ټکواهه ، بل لېوني هغه مږوی له ځمکې را و ایست او لومړي ته یې ور نارې کړې چې : هې ! د مخه خو په دې ځمکه کې سوړه نه وه ، اوس دې چې دا مږوی په کې ټکواهه او ما بېرته ترې را و ایست ، نو دا خاوره یې څه شوه ؟ اوس هم افغانستان ته خو مرستې را غلې ، پرکومه خوا بېرته و ایستل شوې ؟ ځکه اوس خو په افغانستان کې نه هغه مرستې شته ، او نه هم د مرستو کوم بدیل دلته لیدل کېږي .  
دا ځکه چې له پېله زموږ دعزل او نصب مهال وېش د خپل ملت له متن او بطن څخه نه ، بلکې د بن په غونډه کې او له هغو وړاندې د نورو په لاس جوړ شوی ؤ او داسي خلک هېڅکله هم د هېواد او هېواد والو خواخوږي نه وو . په لوی لاس یې د افغانستان سوله له مینځه یووړه اوافغانستان یې د جګړې ډګرجوړکړ، له سیمه ئیزواو نړیوالو بانډونو څخه عزرائیلیان جوړشول چې هردم اوهره ګړۍ زموږ له هېواد والو څخه د ترورېستي پېښو په قتل ځای کې سا اخلي او په تدریجي او تلپاتې مرګونو یې را څخه وژني .
اوس به راشو دېته چې له نن څخه (۳۷) کاله وړاندې د ترورېستي پېښود افعي مارانو د نسل دغه مرګونې سوړه لومړی کوموپاډوګرورا وسپړله چې خپله یې له دغوترورېستي رسیوڅخه ځانته کټونه ترې بوڼلي اود پاسه خپل خوبونه ورباندې کوي ، خوزموږ د زاړه کورپه انګړکې یې ترهره تیږه لاندې بیا ځالې جوړې کړې اولا تراوسه پورې زموږ بېوزله هېوادوال په ډېره بېرحمۍ سره ددوی ترمنترلاندې ترې چیچل کېږي ، ولې ددم دارو واګې یې له هېچاسره نه شته .
ددغه ډول عناصروهڅه تل داده چې یوازې د خپل ځان اوخپل راج چلولو د بقأ له پاره د نورو په مرګ ژوبلوکې تل له دوست او دښمن سره په ناروا ملي ضد معاملو باندې اخته وي . دوی ته ترخپلو ځانو ، خپلوخپلوانواو خپلو ګټو هېڅوک او هېڅ شی غوره نه دي . دوی ته د خپل هېواد تاریخ ، ملي او دیني روایات او د افغانستان مظلوم ؤلس هېڅ ارزښت نه لري . ځکه خو پردې باندې خوښ دي چې د خپل ځان ، خپل نظام ، خپل هېواد ، خپل اقتصاد ، او خپلو زېربنا وو کاواکه کولو ، چور تالان او له مینځه وړوله پاره د افغانستان د د ښمن هرې ناروا ملي ضد معاملې ته په دوو پښو تیارسۍ ولاړ وي .
تاسووګورۍ چې دغوعناصرو په دا تېروڅه کم څلورو لسیزو کې د افغانستان یوموټی مجاهد ؤلس له سمتي ، ژبني ، قومي او مذهبي ډلو وېشلو پرته نورڅه کارکړی ؟ همدوی د پردیو استخباراتو په لومو کې ځانونه ورغورځولي او تل یې په ملي ضد کارونوترسره کولو باندې لاس پورې کړی ، له سفارتونو پیسې اخلي او بیا د مظلومو افغانانو له پاکو احساساتو څخه پرسؤ استفادې سره د خپلو بادارانو په دستورغونډې اولاریونونه جوړوي ، ددولت او ملت تر مینځ فاصلې را مینځته کوي ، خو کله چې خوار افغانان خپل شوم هدف ته پرې ور ټېل وهي ، خپل ځانونه ترې وباسي او مظلوم او بې خبره افغانان په خپلو وینوکې پرترورېستي ډلو لېت پېت کړي . تاسې وګورۍ د دهمزنګ پېښه ولې را مینځته شوه ؟ ددې خونړۍ پېښې ترشا د چا لاسونه وو ؟ ولې مذهبي او توکمي اور ته لمن وهل کېږي ؟ ولې ملت او دولت په جنګ سره اچول کېږي ؟  
همدغه ډول مزدورالالصله عناصر جمهوررئیس خپلو پلانونوعملي کولوته هم نه پرېږدي ، له هرې خوا خنډونه ورته را مخې ته کوي ، تل د خپلو امتیازاتو ترلاسه کولو په لټه کې دي ، له عائداتي سرچینونیولې آن ترنورو ټولو امتیازاتو ترلاسه کولو پورې په ټولو شیانوکې یوازې خپل ځان واجب الاحترام او مستحق ګڼي . په هېڅ شي باندې نه مړېږي . یوازې خپل ځان د واک د هِرم څوکې ته رسول غواړي . ولو که شین سوټی هم وي .
دا ځکه چې ملت خپل انتخاب په سمه توګه نه دئ کړی . په اصولي شکل یې خپله ایماني او وجداني دنده نه ده تر سره کړې . پایله یې هم دا ده چې ددوی په پاکو رأیو دغه ډول یو شمېرعناصرو پارلمان او د حکومت نورو څوکیو ته لاره موندلې ، هغوی ددولت له مخالفینو سره غاړه غړۍ دي ، او بیه یې هم همدغه مظلوم او بې خبره ملت پرې کوي . زما له حکومت څخه د دې خاورې او ددې نظام د یوه تبعه په صفت دا تمه ده چې د راتلونکورڼو ټاکنوترسره کېدو په خاطردې پرټاکنیزواصولواوبنیادونواصلاح کولو باندې بېخپوره کاروکړي ، ترڅوافغانستان د تل له پاره ددغه ډول غمجنو پېښوله محوره پرې خلاص اواوسنی مجهول برخلیک یې په آزاد اوڅرګنده ډول د ریښتینې سولې په رڼا کې و ټاکل شي .