د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دډاکټرصاحب لمر اوافغان تحرُک صاب پوښتنودوام

اکټرحميدالله زړهءورصاپی 24.07.2016 13:30

 ښاغلي ډاکټر صاب "لمر" ته او همدارازمحترم/که محترمه ؟ (افغان تحرک ؛ وبښي چې نپوهېږم دا د شخص مستعار نوم دی که د کوم ګوند یا سازمان؟) ته هم خپل ځانګړي سلامونه رسوم.
(ډاکټرحميدالله زړهءورصاپی            (دډاکټرصاحب لمر اوافغان تحرُک صاب پوښتنودوام)
دا چې د ډ. صاب لمر د پوښتنې<<ولې باید په افغانستان کې د شاهي نظام پر ځای جمهوریت راغلای وای؟ او پایلې ېې ؟؟؟...>> په بیا مطرح کولو سره ، افغان تحرک صاب دا یو څیړنیز او علمي بحث ته وړاندې کړی او خپل دلایل ېې وړاندې کړي، ښه خبره ده.
زه غواړم د یو شپیتهء کلن افغان+بلجیمي په حیث خپل ځينې نظرونه شریک کړم، قضاوت به ولس او تاریخ ته پریږدوو!.
۱-د ارواښاد عبدالحق ''واله" په اهتمام لیکل شوی < افغانستان در پنجاه سال اخیر> د پي.ډي. اف په ځینو برخو لوستلو سره سړي ته په رښتیا هم دا احساس پیدا کيږي چې والا افغانستان هغه کلونو کې بلا تشبیه د ځمکې پر مخ جنت و که څنګه؟ ، مخصوصاََ د ۱۳۴۳ اساسي قانون او نویو تشکیلاتو او مشروطه اصلاحاتو سره؛ امنیت او ثبات ټینګ وء خو..
۲-دا ټولو ته پته ده چې هغه پرمختیايي پلانونه چې ارواښاد غازي امان الله شاه د ۱۲۹۸ نه تر ۱۳۰۷ ش. پورې پیل کړي ول او بیا د انګریزي+سکاوي ارتجاع له خوا په ۹ میاستو کې ډیرئ له منځه یوړل سول، مګر د م.نادر شاه او آل یحیا د خاندان له خوا هم غدر وسو او مرحوم م.ظاهر خان چې په لومړنیو کالونو کې تش په نوم پاچا و او کارونه او اختیارات ټول د هاشم خان، شاه محمود خان، شاولیخان، او بلاخره د سردار م. داوود خان ول ؛ په اغلبو معلوماتو ولس د دې سردارانو له کړنو چندان راضي نه ول او دوی هم همهاغه د انګریز زوړ سیاست چې که <<چرګانو ته دې دانه ډیره واچوله بیا خول جګ نیسي او که وژي دې وساتل ، همیشه به درته اهتیاج وی او ته به پر خپل راج چلوې!+ تفرقه واچوه او حکومت وکړه!!>> په پلي کولو تر ۳۰-۴۰ کاله د امان الله خان نوم او آثار له منځه وړل او خپله عیش اونوش ېې کول بغیر له داوود خان نه!
۳-په نړۍ کې وروسته د دوهم نړیوال جنګه، ډیر بدلونونه رامنځ ته سول، سوړ جنګ، د ناټو،وارسا، سنټو،سیاټو ا.د.ن. نظامي پکټونو جوړیدل، د دریمې نړئ(دریمه درجه هیوادونو ) ولسونو راویښیدل، د ملي آزادۍ غوښتونکو او د استعمار او استثمار ضد غورځنګونو په ختیځ او لویدیځ، اسلامي او غیر اسلامي هیوادونو کې د تحولونو او انقلابونو لړۍ له هند و چین، ویتنام، اندونیزیا ، منځنۍ آسیا ، منځني ختیځ، افریقا، لاتینې آمریقا کښې د ډیمکراتیکو  بیطرفه هیوادونو شمیر زیات کړ او خلکو خپل حقه انساني حقوق غوښتل پیل کړل.افغان ولس هم د د ې تحولاتو او انقلابونو څخه جلا نشو پاتې کیدای ؛ البته د لومړۍ نړۍ او دوهمې نړۍ ملکونو او یا خاندانونو خپل اهداف لرل!.صرف مرحوم م.داوود خان چې په سور سردار معروف و، د خاندان دڼنه دا ورووالی، بیرته پاتې والی، فقر، بیسوادي ، مرضونه نه سول تحملولی، همهاغسې چې افغان تحرک ساب لیکلي، یو وطندوست، وطنپرست او ترقيخواه شخص و نو له ۱۰ کاله بیکاره کیناستو وروسته ېې یوه سپینه کودتا وکړه او غوښتل ېې ځان ته د  آتاتورک غوندې نوم یا لقب وګټي ، خو څرنګه چې نړۍ دوه قطبي سوې وه او افغانستان د بیترفۍ سره سره د پخوانۍ شوروي سوسیالیستي جماهیرو تر سپوګمۍ لاندې و، CCCR نه غوښتل افغانستان غرب ته تمایل پیدا کړي ، هماغه د مرحوم میر اکبر خیبر د وژلو ډرامه ؛ او بیا پخپله د داوود خان سهوه چې د خلقیانو+پرچمیانو رهبران ېې بندیان کړل او غوښتل ېې لکه میوندوال او ماما زرغونشاه ا.د.ن. ېې له منځه یوسي؛ په پای کې خپله له منځه لاړ او آل یحیا هم چې خدایزده د کوم ځای سرداران! ول ختم سول.
۴-که د خلقیانو ۱،۵ کلنې دورې ته یو ځغلنده نظر واچوو، د هغوی فرمانونه او کړنې د ولس یا خلکو د اکثریت په ګټو بنا وې . د افغانستان د ولس په سلو کې ۸۵ دهقانان، ښوونکي، زدهکړیالي، عسکاران، او اطرافي وګړي ول او دي. د سواد کچه هغه وخت له ۵-۱۰ % وه، د سود او ربوا، ولور ،رشوت ا.د.ن. مفسدو پدیدو همهغه وخت بیداد کاوء( دلته غواړم د افغانتحرک ساب دا خبره چې "افغانان قانع خلک دي او طمع او حرص نلري "، تر یو حده رد کړم!؛ نو د ا تر اوسه فساد څوک کوي؟...)؛ یوازینی ګوتنیونه په خلقیانو ؛ او بیا پرچمیانو او لا تر اوسه پر بقایاوو ېې د (بیګناه انسانانو وژل، بندي کول، تبعیدول او امثالهم دي چې نه ېې اسلام مني ، نه ېې ډیموکراسي مني او نه ېې سوسیالیزم!!!)>>> دا وروستنۍ جمله مې د ډاکټر صاب لمر د پوښتنې اساسي ځواب هم دی!.
۵-که د نړۍ ملکونه یوازې په شاهي نضام آباد پاتې کیدلای؛ ولې د فرانسې ناپلیون، د روسېې تزاران، د ترکيې سلطانان او بالآخره د ایران شاهنشاه!! له منځه لاړل؟؟ . او د جاپان، بریتانیا، ... پاچایان صرف سمبولیک پاتې دي ، خدمت ټول ګوندونه او انتخاب سوي حکومتونه کوي . د سعودي آل وهاب آیا د خلفاء راشده پر نقش قدم روان دي؟؟؟..زما په نظر دا غټې پوشتنې دي چې د وروڼوهریو مرادزي ساب، سیستاني ساب، خوشحال آصفي ساب، نظر م. مطمین ساب، احمد جان تڼی ساب، جلیلی ساب، فواد ارسلا ساب، ظریف امینیار ساب، خواتي ساب، ډ.زماني ساب، فرقاني ساب، رسولي ساب ،بسمل ساب او که وخت ولري پخپله II. مفکر ساب پرې کتابونه وليکي او یا که وخت ولري همدې لړۍ کښې دوام ورکړي.
۶-پنځوس کاله(وروسته له ۱۳۴۷> ۱۳۹۷ش )کې څه ګوروچې هاغه خيالي بِلا تشبیه جنت په جهنم بدل سوی،خوڅوګ به دآاوغانان
چې غواړي له دوزخه راووځي ؛مګر آ نور ېې له پښو بيرته سققر ته کشوي،له لاسو ونيسي او سوکالئ رفاه خواته ېې بوځي؟
۲۰۰۱ -۲۰۱۴:آیآ کرزي صاب چې تقريباََ د بابه ظاهر خان سياست ېې د متملق مسلحتي ټيم سره مخکې بوتهء،افغان ولس ته څه ګټه وکړه چې لا هم د ملوک الطوايفي ارمان وکړو؟؟
۷-په پای کې دواړه لاسونه د لوی خدای ج. دربار ته لپه کوو د افغانانو او افغانستان د سولې، امن، ثبات، عدالت او برابرئ او د دنیا او آخرت د خیر او حسناتو په دعآوو سره. آمیین یا رب العالمین.-  ۰