د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د روشنايې غورځنګ؛ د روشنايې دښمن

خوشحال آصفي 23.07.2016 15:16

يوه ډله چې د بل په اشاره خپل کور تياره کوي
که څه هم باميانو ته د ټوټاپ پروژې تفاهم ليک تقريباً يوه مياشت وړاندې په رسمي توګه په ارګ کې د ولسمشر غني په شتون کې لاسليک شو؛ خو اوس په تازه کې دروشنایي غورځنګ په نوم د یو شمیر سیاسي او مدني ټولنې د ډلو ائتلاف وایي، د افغان حکومت او د دغې ائتلاف د استازو ترمنځ د ټوټاپ پروژې د بريښنا مزي د غځولو په سر د راپورته شوي جنجال د هوارلو لپاره خبرې ناکامې شوي دي. افغان حکومت تيرې دوه ورځې په پرله پسې توګه د یو دوه کسیز پلاوي له لارې چې د ولسمشر غني ستر سلاکار ډاکټر همایون قیومي او د افغانستان د ملي امنیت رئیس محمد معصوم ستانکزی په کې غړیتوب لري د روشنایي غورځنګ د رضایت ترلاسه کولو لپاره دغې غورځنګ سره خبرې وکړې، خو اوس د روشنایي غورځنګ وایي دا خبرې بې پایلې پای ته رسیدلي او دوی به لاريونونو ته دوام ورکړي.
له دې وړاندې د کوچني اختر په درییمه ورځ د کريم خليلي، صادق مدبر او لطيف پدرام په رهبرۍ د روشنایي غورځنګ په نوم څو تنو د کابل په لودیځه خوا کې د شهید مزاري جومات کې په یوه غونډه کې افغان حکومت ته تردوو اونیو وخت ورکړ چې له ترکمنستان څخه د سالنګ له لارې د بریښنا د ۵۰۰ کیلو ولټو د مزي د غځولو د پروژې په باب د کابینې پریکړه دې بدله کړي او دا مزی دې د سالنګ پر ځای د بامیانو له لارې دغه ولایت ته وغځوي. اوس د روشنايې غورځنګ لخوا حکومت ته ورکړل شوی ضرب الاجل پوره شوی دی او غورځنګ پتيلې چې يو ځل بيا د کابل واټونه او لارې بندې کړي او خپل قومي زور و ازمويې.
پوښتنه دا ده چې د روشنايې غورځنګ څه موخې لري؟
تر شا يې د چا لاسونه دي؟
دوی بريښنا غواړي که د بريښنا پايې؟
که هدف بامیانو ته د بریښنا رسول وي، نو د بريښنا رسولو تفاهم ليک خو میاشت وړاندې لاسليک شو او که هدف د بل ګټې پالل وي نو ولس دې خپل سپر نه ګرځوي. دغې غورځنګ څه موده وړاندې هم په کابل کې لاريون ترسره کړ چې سوداګرو او کابل ښاريانو ته يې ميلونونه افغانۍ زيان اړولی و.
اصلاً د دې غورځنګ د رهبریت تشکليل ته که وکتل شي؛ ټول په کې د تير حکومت له کاره لويدلې پرزې او هغه انحصارګرې څېرې شتون لري چې د ولس په منځ کې یې موقف او ځايګی ورک شوی دی اوس د ټوټاپ پروژې څخه د سپر په توګه کار اخلي او د ولس د حق غوښتنې په نوم د حکومت لپاره اوبه خړوي او د نورو هيوادونو لپاره په کې کبان نيسي. دوی نه يوازې دا چې د هزاره ورونو په مقابل کې ظلم کوي او په لوی لاس يې له رڼا بې برخې کوي بلکې په افغانستان کې د میشتو نورو قومونو تر منځ هم د نفاق اور شيندي. په دې معنا چې افغانستان کې بيلابيل قومونه ژوند کوي، دوی ټول افغانان دي، یو ولسمشر، يو قانون او د افغانستان په نامه واحده جغرافیه لري، د دوی ټولې غوښتنې بايد ملي وي نه دا چې قومي. اوس چې دوی د ټوټاپ په شان ملي پروژې ته قومي رنګ ورکوي؛ دا په خپله د دې معنا ورکوي چې دوی په لوی لاس د قومونو تر منځ د نفاق اور ته لمن وهي.
دغه څوک چې اوس يې هزاره قوم سپر نیولی دی؛ همدغه کريم خليلي د تير حکومت دويم مرستيال و، همدغه صادق مدبر خو د تير حکومت د چارو د ادارې رئیس و او همدغه پدرام خو په تير حکومت کې هم د ولسي جرګې غړی و؛ ولې يې هاغه مهال دا نارې سورې نه وهلې؟ آيا په هغه وخت کې يې خپل ولس نه و په ياد؟
خبره څرګنده ده چې اوس يې ايران په ملا ډبوي او رامخکي کوي يې چې د افغان حکومت د اقتصادي پرمختګ پر وړاندې راپورته شي. ايران دلته د دغې پروژې له ځنډولو څخه دوه موخې لري.
لومړی: ایران د افغانستان پرمختګ نه شي زغملی او په ځانګړي توګه دا هيڅکله هم نه شي منلای چې افغانستان دې د بريښنا څښتن شي. په همدې خاطر د ټوټاپ لپاره له همدغسې کړيو ګټه پورته کوي او د افغان حکومت په مقابل کې يې پورته کوي څو د ټوټاپ پروژه بنده شي او د ايران په خاوره کې تطبيق شي.
دويم: ايران د امريکا ستراتيژيک مخالف دی او لکه څرنګه چې امريکا په افغانستان کې شتون لري او د افغانستان ستراتيژک همکار او ملاتړی دی نو ايران غواړي په افغانستان کې د امريکا ګټې، حضور او کارونه وننګوي. په همدې خاطر چې امريکا وننګوي.
ویلای شو چې دغه تاريخ تيرې پرزې چې کوم لاريونونه او تحرکات کوي؛ دا د ولس د حق غوښتنې لپاره نه دي، دا د پردي ګټو د تامين لپاره دي او د دې لاريونونو لپاره ورته په ميلونونو ډالر ورکول کيږي.دا سمه ده چې د بيان آزادي ده او هر څوک حق لري چې د خپل حق د غوښتلو لپاره لاريون وکړي، د حکومت په ځينو سياستونو نيوکه وکړي او هر څوک خپل اعتراض حکومت ته رسولی شي. خو دا بايد په دې معنا ونه اوسي چې څو انحصارګر خلک راپاسي، یو قوم سپر کړي او د ملي مسايلو اړوند قومي برخورد وکړي. بریښنا د هر افغان حق دی، د اساسي قانونو له مخې دلته ميشت قومونه ټول برابر حقونه لري او حکومت هم تر ډیره د قومونو حقونو ته په مساوي توګه رسيدنه کړې ده، پس لازمه نه ده چې څو د پرديو لاسپوڅې او د ولس په منځ کې ځای نه درلودونکې څيرې راپاسي او ملي مسايلو ته قومي رنګ ورکړي. حکومت يې بايد مخه ونيسي او که حکومت يې پر وړاندې چوپ پاتې کيږي او په امتیاز ورکولو ورته قايل کيږي نو د ديرش ميلونه ولس غبرګون ته دې چمتو شي.