د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پښتو اوپختوزموږدژبي لهجې دي :

وکیلي 23.07.2016 15:14

که څه هم چي په دې پښتني ژبو کي «پردۍ» ګړي ور ګډي سوي دي؛خوپخپله دغه دواړي ژبي په خپل ګړدودونویاني لهجو کي هم يؤڅه توپیر سره لري . دا توپیرګړیز یاني ګړښودي اؤ یوڅه پښوایز یاني ژبښودي لامیلونه لري .
لومړی ئې ګړیز توپیرته ګورو. دلودیز اوسهیل لوېدیز وګړي پخپل پښتوګړدود کي د (ښین) توری په خپل ورځني خبرو کي په کار وړي .لکه : ښه؛ښار،ښوروا؛ښځه، ښکاره؛ښکنځل ؛ ښرا؛ښوره،ښکار؛واښه؛ښکلی،پښتنانه اؤنورډېر .
ختیز پختانه دا وګړي پختوګړدود لري؛وګړي ئې پخپلو ورځنۍ خبروکي د«ښین» دتوري څخه کار نه اخلي؛ دوی د«ښین» پرځای د«خې» دتوري نه کاراخلي .لکه : خه؛خار؛خوروا؛خځه؛ خکار؛خکنځل یاکنځل؛خېرا؛خوره؛خکار؛واخه؛خکولی یاخکلی؛پختانه؛اؤنور.
سهیل لوېدیز پښتانه د«ږې»توری په کار وړي اؤ پخپل ورځنيو خبرو کي ئې کار وي .لکه : ږره؛ ږغ؛ږمنځ؛ږو؛ږوږ؛خوږ؛کوږ؛وږی؛غېږ؛ګيږکه (مارغه)؛موږک؛خوُږ؛موږ؛زموږ اؤنور.
ختیزپختانه د«ږې» دتوري پرځای د «ګاپ» له توري نه کاراخلي اؤ په خپل ورځني خبروکي ئې استعماله وي . لکه : ګیره؛غګ؛ګمنځ؛ګو؛ګوګ؛خوګ؛کوګ؛وګی؛غېګ؛ګیګکه؛موګک؛ خوُګ؛موګ یامونګ؛زموګ یازمونګ اؤنور.
ددې دووګړدودوپلویانو شخړه د [يې ګانو] او [سول] پر سرهم ده :
سهیل لوېدیز پښتانه ځیني ګړي په لنډه «ي» لیکي اوپه خبرو کي ئې په کار وړي . لکه : [کي؛ مي؛چي؛ دښځي جمع «ښځي»میندي؛خویندي؛ندرندي؛ساده ګاني؛نیکاني اؤنور.]
ختیزپختانه بیاپه خپل لهجوکي په دغه پورته ګړو کي داوږدې «يې» څخه کار اخلي .لکه :[کې؛ مې؛چې؛ښځې؛میندې؛خویندې؛ندرندې؛ساده ګانې اؤنور.]
هغه نومان چي په لومړي سرکي په شدیدخج ویل کیږي او «چرګې هې» ئې په زورک سره اداکیږي د دغو نومانو جمع هم ختیز پختانه په اوږده «يې» سره کوي . لکه :[ زرکه جمع زرکې؛ ګټه جمع ګټې؛ښځه جمع ښځې؛پاڼه جمع پاڼې اؤ نور.] سهیل لوېدز داټول په لنډه «ي» جمع کوي .لکه :[زرکي؛ګټي؛ښځي اؤ نور.] د(رښتین)پښتوګرامر جزء اول ۱۰۰ مخ وګورۍ .
سهیل لودیزپښتانه د (سول) کړنځی مترادف بولي د(کېدل) دکړنځي سره؛په ورځني خبرو کي کاروي اؤ هم په لیکنګ کي کار ځني اخلي .
خو ختیز پختانه دا دلیل راولي او وایي،چي د«سول» کړنځی د «سوځل» سره یوی شی دی التباس رامنځ ته کوي؛ نو ښه به دا وي،چي د(سول ) کړنځي پر ځای د« شول» کړنځي څخه کار واخستل سي «شي»؛ وویل او ولیکل سي .
پر «سي» اؤ «شي» باندي پر خپل وخت په پښتوټولنه کي اوږده اوپه تفصل بحثونه سوي دي؛ خو کومي پایلامې ته نه دي رسیدلي . داځکه چي دهري لهجې پلوی دخپلي لهجي غوښتنه درلوده. نوځکه یوي نتېجې ته نه دي رسېدلي . ماته دلهجې له مخه «سي» او «شي» دواړه یؤشی دي کومه ستونزه په لیکنه کي نه لرم . زما پخپله ستونزه دګړدود له مخه په «کې» لیکنه کي ده،چي د «کي» پر ځای «کې» نسم لیکلای . زماپه آند دغه ستونزه ختیزوال لیکوالان هم لري .
زموږ ژبپوهانو «مار» تر لکۍ نولی هغه خولې لګوي . دوی د ژبي په معیاري کولو کي ځکه پاتي راغلي،دوی غواړي،چي لهجه «بَدَله» کړي . دا کار ناشونی برېښي .
که څوک وایي،چي زه ګړدود بدلوم دا هغه مانا لري،چي ووایي زه دا غر پوري وهم .
دلیک معیاري کول دلهجې په بدلون پوري هیڅ اړه نه لري .معیاري کول دلیکنګ یوه موافقه یي خبره ده اوبس . معیاري لیکنه دګړدودونو څخه راځي ،خو بایدموافقه پر وسي .
هغه ګړي چي د ختیزي پختو او سهیل لوېدیزي پښتو تر منځ توپیر لري یؤ نظر پر اچوو.
دسهیل لوېدیزي پښتو ګړي دغه ګړي په ختیزه پختوکي :
ږغ ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ غږ یاغګ (غږ معیاري دی .)
اغزی ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ازغی
سربېره ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ برسېره
پسرلی ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ سپرلی
پوښتورګی ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ بډوډی
ژړ ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ زېړ «رنګ»
څټ ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ اورمیګ
انا ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ نیا
ځني ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ترې «کتاب ئې ترې (ځني) واخست .»
باندي ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ پرې « زما پرې روپۍ دي .»
کوچینیان ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ واړه،ماشومان
لڅ ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ لوڅ
پکښې ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ پکې
کښته ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ښکته یا خکته
شی ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ څیز
څخه ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ نه
کڅه ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ کڅ
موږ ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ مونږ یا مونګ
مږ ور یا نږو ـــــــــــــــــــــــــــــــــــ انګور
ښکنځل ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ کنځایا کنځل
ښخول ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ خخول
ځي ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ درومي
کرک ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ مړز
چونګښه ــــــــــــــــــــــــــــــــــ چینډخه
چیري ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ چرته
ویاله ــــــــــــــــــــــــــــــــ بیاله
پټو ـــــــــــــــــــــــــــــــــ څادر
بخښنه ــــــــــــــــــــــــــ بښنه یا بخنه
مځکه ــــــــــــــــــــــــــ ځمکه (معیاري ده)
انجلې ـــــــــــــــــــــــــ نجلې (سمه لیکنه : نجلې ده)
مازدیګر ـــــــــــــــــــ ماځیګر
لکړه ـــــــــــــــــــــــــــ امسا
ډول یا رنګه ــــــــــــ څېر یا خېل
کارګه ــــــــــــــــــــــــ کارغه
مښته ــــــــــــــــــــــــ نښته
سپلنی ــــــــــــــــــ سپېلنی
سول ـــــــــــــــــــــــــ شول
لېږل ــــــــــــــــــــــــ لېږدل
پرانستل ـــــــــــ پرانیتل
مښوول ــــــــــــ مښودل
ایستل ــــــــــــ ویستل
بایلل ـــــــــــــــ بایلودل
پرېښوول ــــــ پرېښودل؛ مصدرونه کېدای شي، چي مترادف وي .
اخښی ــــــــــــ اوښی
زما،ستاـــــــــــــــــــــــــــــــــ دما،دتا؛ نوري ډېري اصطلاحګان هم سته خو دغه یو څومي دبولګي په توګه دلته ولیکلې . په دغو کي ځیني سته،چي په لیکنه کي د دواړو لهجو راځي . لګه : کېداسي،چي هم بډوډی ولیکل سي «شي» اویا پوښتورګی . دغسې هم «ږغ »ولیکل شي «سي» اوهم غږ؛خو اوس تر ډېره بريده «غږ »معیاري سوی .
دانسان دژوند له بدلون سره سم ژبه هم بدلون مومي؛ دا دطبعیت یو چِیّر دی . په تېرېدو سره دمهال ګړدود یاني لهجه هم بدلیږي یاني که پښتو ژبه پنځه زره کلنې وبولو نو دغه خبري چي موږ اوس کوو اولیکنه په کوو هیڅکله (دوه زره) کلنه لانه ده او هم ئې پښویه بدلون لري . زموږ زاړه ادبیات وګورۍ! تاسو دځایو نومان وګورۍ!سهل لویدزه خواته «ارکوزیا» ویل کیده وختیزي خواته «ګندارا» ویل کیده؛ کابل «کابلستان» افغانستا «باختر» وو او دغسي نور. که موږ په دغه ډېرو لنډو وختوکي وګورو د (ځ) توری د«ح» په شاني په منځ کي او پرسر ټکي لرلې دا وروسته «ځ» راغله . د«ڼ» پر ځای (نړ) لکل کېده . (چي یا چې) پر ځای «چه» کارول کېده. او پخوا څلور (یې ګاني) وې یاني لنډه «ي»، اوږده «ې»،نرمه «ی» اودرنه لکۍ لرونکې «ۍ» . دا دوې نوري «یې ګاني » لکه همزه ولا «ئ» او سپکه «یْ» لکه : ځای،چای،دوی اونور داخولا په دغه وختوکي پېژندل سوي . او ډېري نوي ګړي چي اته سوه اونه سوه کاله پخوا هېڅ نوم او نښه ئې زموږ پخواکي نوه لکه : پوهنتون،زېږنتون،مرستون،روغتون،درملتون،پوهنځی،لاسوند اونور ډېر . د (وطن) پر ځای «هېواد»،د(جنګ) پرځای «جګړه» د(رود) پرځای «سیند» د(بحر) پر ځای «سمندر» د (تحقیق) پر ځای «څېړنه» او نورډېر جوړسوي .
څوسوه کاله به کیږي،چي د (سول )په کړنځي سره سهل لویذیز وګړي خبري کوي؟ او دغسي هم ختیزپه «شول». ایااوس بېله یوې موافقې څخه چي وویل سي لیکنه به «شول» کوو او لوَلوُ بې هم «شول»؛کېدای سي؟ که خبري په «سول» کېدې څه باګ ئې نسته؛خولیکنه به په شول کوو! ټولیز خلک دي خپله لهجه پالي او خبري دي په کوي . راغلو لیکنګ ته پر هغه دي موافقه وسي په ګران هېواد افغانستان کي نوري دپښتوژبي لهجې هم سته؛خو په دغه دولهجو اوس لیکنګ ډېر دی او هم مو کلاسیک ادبیات پر دغو دو لهجو راڅرخي؛نو ځکه یادونه د دغو دو لهجو دلته کیږي . معیار مانا تله،اندازه،مقیاس،قاعده،ستندارد (Standard) اونورم (Norm) دی . که وکولای سو،چي دخپل ژبي لیکنه معیاري کو؛نو کېدای سي،چي یوه باقاعده نورم سوی لیکنګ ولرو. او له دغه کشمکش څخه به خلاس یو.
یؤ ادیب زما له نظره باید په دواړو لهجو وپوهیږي او د دواړو لهجو څخه کار واخلي . که کوم لیکوال ته ویل کیږي، چي ختیز ه لهجه به په کاروړې د دغه لیکدوده به کار اخلې داباید دته بې احترامي ښکاره نسي ځکه دواړي ژبي زموږ ژبي دي . که یوه لیکوال ته یوازي خپل لیکدود سم ښکارېده اوهغه بل لیکدود ئې ناسم باله نو افسوس دي کوي چي متعصب دی .