د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د "بدلون" اصطلاح

افغان تحرک 20.07.2016 11:09

دا عنوان د ښاغلی محترم عبدالباری عارض له لیکنی څخه سر چینه اخلی، هیله ده چه "افغان تحرک" وکړای شی، چي د "بدلون" اصطلاح په هکله او په دی ساحه کی خپل لږ ړنا اچونکی هیوادییز دین ادا وکړی.

ښاغلی محترم عبدالباری عارض په خپل لیکنی که چي تر "بدلون" عنوان لاندی دی او په ١٩/جولای/٢٠١٦ م. نیته کی په ګران افغان جرمن انلاین پورتال کی خپاره شوی دی، د "بدلون" اصطلاح داسی تعریفوی:

"بدلون د معنی په لحاظ تر ټولو غوره کلمه ده چی په ټوله کی د سیاسی بنسټونو او ټولنیزو جوړښتونو په هکله د استعمال موارد ډیر لری. بدلون په لغت کی د منقلب یا د بیخه تغیر مفهوم لری چی په عامه کی د دولتی بنسټونو کامل تغیر له ځانه سره لری که د بدلون کلمه په دری معنی سی نو منقلب چی بهیر یی انقلاب بلل کیږی، تعبیریږی."

منبع: http://www.afghan-german.net/upload/Tahlilha_PDF/ariz_b_badlun.pdf

تبصره:

"افغان تحرک" د "بدلون" اصطلاح "تغیر" تعریفوی:

په ټولیزو چارو کی هم د "بدلون" اصطلاح "تغیر" معنی لری. مګر دقیق خبره مو دا ده چه هر "بدلون" په دوه دوله دی.

١. بنیادی "بدلون" ، چي د ښاغلی محترم عبدالباری عارض په عبارت همدا "انقلاب" معنی او مفهوم لری.
٢. ریفورمستی "بدلون" چي همدا وسیعو ټولنیز اصلاحات په غیږ کی لری.

اوس چي ګران افغانستان او زمونږ ګران ولس کوم دول "بدلون" غواړی، دا بل بحث دی، چي تصمیم یی د ګران افغان ولس په لاس کی دی!

واضع خبره دا ده چي افغان ولس د شه والی په انتظار کی دی!
دلته ټول افغانان، بلخصوص صادق او اګاه افغانان مسولیت او وظیفه لری چي خپل دقیق، صادقانه او علمی ګامونه د افغان ولس د شه والی په لاره کی را پورته کړی.

هر دول "بدلون" دقیق، صادقانه او علمی ګامونه ته اړتیا لری!
یوازی په شعارونه و "غیر شعوری" احساساتو کی نه کوم "شه والی" ، او نه هم کوم دول مثبت بدلون مینځ ته راځی.

په هر صورت مونږ د "خرد لاری" ته اړتیا لرو او باید د "خرد" په لاری کی روان شو!



د بین الافغانی صلح، امنیت، ثبات، ټولنیز عدالت، قانونیت، ترقی او رفاه په هیله