د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د نشه یی توکو ضد بیکاره میکانیزم

احمدجان تڼی 19.07.2016 12:12

افغانی ټولنه د یوه ستر انسانی ناورین خواته روانه ده. هغه ناورین چی د کابل چارواکی ترې سترګې پټوی .دا ناورین عبارت دی له په نشه یی توکو د میلیونو افغانانو روږی والی څخه.
که چیری د افغانستان خلک او د کابل چارواکی په دی هکله اغیزمن ګامونه پورته نکړي، په راتلونکی کیدای شی د ټولنی اکثریت په نشه یی توکو روږدی شی او افغانی ټولنه په نړیواله سویه د نشه یی ټولنی په توګه معرفی شی .
د شرایطو په تحلیل سره دا په ډاګه کیږی چی ددی ناورین اصلی سبب په خپله د نشه یی توکو پر ضد د مبارزې فاسد او بیکاره میکانیزم دی. دا ځکه چی دا میکانیزم ددی په ځای چی د نشه یی توکو د کښت ، پروسس ، قاچاق او په ټولنه کی په نشه یی توکو د روږدی کیدو مخه ونیسی ، نوموړی کرغیړنی پدیدی زیاته وده وکړه او نوره هم د ودې په لور روانه ده.
په تیرو شپاړسو کلونو کی د کابل د فاسد اداری چارواکو او د هغوی همکارو مافیایی کړیو هڅه کړی ده ، چی دا مسوولیت په بهرنیانو باندی ور واچوي.
په داسی حال کی چی نشه یی توکي په افغانستان کی کرل کیږی. د افغانانو له خوا کرل کیږی. د افغانانو له خوا پروسس او قاچاق کیږی .
باید وویل شی چی د هیواد په د ننه کی د جرمونو او جنایتونو ( دنشه یی توکو کښت ، پروسس او قاچاق په ګډون) د مخنیوی مسوولیت هم د کابل د ادارې په غاړه دی. که چیری نشه یی توکی کرل کیږی یا قاچاق کیږی دا مسوولیت باید د کابل اداره په غاړه واخلی چی ولې په تیرو شپاړسو کلونو کی په دی دنده کی پاتی راغلی او دې ناوړي پدیدې نوره وده کړي او په مخ روانه ده.
په تیرو شپاړسو کلونو کی د کابل چاروا کی خپل پاتې والی ، ناغیړی او ککړتیا د پټولو د پاره په دی مسله کی د نشه یی توکو د استعمال د پاره د نړیوال مارکیټ شتوالی اصلی علت ګڼی او په دی ډول دا مسوولیت د نوموړو هیوادونو په غاړه وراچوي.
دوی دې ټکی څخه سترګې پټوی چی د هری اقتصادی ، سیاسی ، ټولنیزی او طبعی پدیدی داخلی عوامل ټاکونکي وي . همدا افغانستان دی چی دا مرګونی توکی نړی ته لیږی.
له بلی خوا نړیواله ټولنه ادعا کوي چی په افغانستان کی د نشه یی توکو پر خلاف مبارزه کی یی په بیلیونو ډالر لګولی دی مګر په دی هکله یی کوم بری تر لاسه کړي نه دي.
په افغانستان کی د نشه یی توکو ستونزه څو اړخونه لری چی د هغو له جملی څخه په افغانستان کی په نشه یی توکو د روږدی کیدو ستونزه، د هیواد څخه بهر ته د نشه یی توکو قاچاق ، په هیواد کی د غیر قانونی کښت موجودیت او تور اقتصاد ، په هیواد کی د جرم او جنایت زیاتوالی او د نشه توکو د عایداتو د یوی برخی څخه په تروریستی فعالیتونو کی کار اخیستل او نور
دلته موږ د پورتنی ستونزی یوې برخې ته چی په هیواد کی په نشه یی توکو روږدی والی دی اشاره کوو. د رسنیو د راپورونو سره سم د دری نیم میلیونو څخه زیات ، اویا دری میلیونه شپږ سوه زره تنه وګړي په افغانستان کی په نشه یی توکو روږدی دی. چی دا شمیر په ډیره چټکتیا سره مخ په زیاتیدو دی.
په داسی حال کی چی په ۲۰۰۵ کال کی په نشه یی توکو د روږدو کسانو شمیره ۹۰۰۰۰۰ تنه ، په ۲۰۱۲ کی ۱،۶۰۰۰۰۰تنه ته رسیدلی وه . ".
باید وویل شی چی په نشه یی توکو د روږدی کیدو د عواملو څخه یو هم په نشه یی توکو د روږدی کسانو شته والی او زیات والی دی. هر څومره چی په یوه ټولنه کی په نشه یی توکو د روږدو کسانو شمیر زیات وي په همغه اندازه په نشه یی توکو د روږدی کیدو کیدو بهیر ګړندی او شمیر یی زیات وي.
له دی امله ویل کیدای شی په راتلونکو لسو کلونو کی په نشه یی توکو دروږدو کسانو شمیر په هیواد کی د لسو میلیونو څخه زیات شی. چی وروسته کیدای شی د هیواد اکثریت په نشه یی توکو روږدي شی.
څوک د دې زړه بوګنونکی جنایت مسوولیت په غاړه لری کوم چی غواړی د افغانستان خلک په بشپړه توګه تباه کړي؟ څوک ددی مسوولیت لری چی ددی زړه بوګنونکی جنایت مخنیوی وکړي؟
د دې له پاره چی چارواکی په دې اړوند ځانونه د مسوولیت څخه وژغوري د خلکو د دوکه کولو د پاره ځینی تیر ایستونکی پروګرامونه تر لاس لاندی نیولی دی . چی د هغو له جملی څخه:
• په رسنیو او ښارونو کی بی محتوا او بی کیفیته پیامونه
• د بی ګناه کسانو او یا کوچنیو کاروباریانو نیول او محاکمه
• د نشه یی توکو په ضد د مبارزی په نوم بی محتوا غونډی
• د نشه یی توکو په ضد د مبارزی بی اغیزې پروګرامونه ( لکه د تش په نامه د ښو کړنو څخه د ستاینی پروګرام)
باید وویل شی په نشه یی توکو روږدی کسان په یوه جنس پوري تړلي ندي. په نشه یی توکو روږدی کسان په نارینه او ښځو کی لیدل کیږی او همدارنګه ماشومان ، ځوانان ، د پاخه عمر او حتی سپین ږیری هم په نشه یی توکو د روږدو کسانو په جمله کې شته.
باید ووایو چی په نشه یی توکو روږدی کسان په یوه توکم ، قوم ، ژبه او مذهب پورې تړلی نه د ی. په دوی کی د هیواد د هر قوم ، سیمی ، ژبی او مذهب کسان شته.
دا په دی مانا چی په نشه یی توکو د روږدو کسانو شته والی ، په هیواد کې یوه سیمه ایزه او توکمیزه ستونزه نه ده بلکی دا ملی ستونزه ده چی د وخت په تیریدو سره دا ستونزه ددی په ځای چی اواره شي په ډیره چټکتیا سره پراخیږي.
له دی امله دا اړینه ده چی ولی دا ستونزه په وروستیو پنځلسو کلونو کی دومره پراخه شوه ، چی اوس د هیواد هر سالم وګړی یی په تشویش کی اچولی دی . هغوی ویره لری چی کیدای شی د دوی د کورنی کوم غړی او یا دوست په دی لوی مصیبت باندی ککړ شی.
په ۲۰۰۱ کال کی د افغانستان خلک د (( پوډری )) د کلمی سره اشنا نه و، خو دا کلمی د نوموړی کال څخه وروسته هیواد ته د په نشه یی توکو د روږدو کسانو په راستنیدو سره د (( پوډری)) کلمه هم معمول شوه.دا په دی مانا سره چی په نشه یی توکو د روږدو کسانو شمیر خورا لږ و. دا ناوړه پدیده هیواد ته د کډوالو په ستنیدو سره را منځته او د هیواد په دننه کی خورا ځواکمنه شوه. یعنی اوسنی شمیره شاوخوا دری میلیونو او شپږسوه زره شاوخوا ته ورسیده کیدای شی په راتلونکی کی دا شمیره نوره هم لوړه شی.
باید ووایو چی په ۲۰۰۱ کال کی نږدی ۱۸۵ ټنه نشه یی توکي تولید شوي و، خو دا رقم په ۲۰‍۱۵ کال کی ۳۳۲۰ ټنه و ، چی کیدای شی په ۲۰۱۶ کال کی دا رقم لوړ شی.
په کابل کی د نوی اداری په رامنځته کیدو سره د نشه یی توکو کښت ، قاچاق او په نشه یی توکو د روږدی کیدو ستونزه را منځته شوه.
د خلکو په قول ، افغانستان کی د نشه یی توکو کاروباریانو او یا د نشه یی توکو مافیایی کړیو ، په ظاهری توګه د نشه یی توکو پر ضد د مبارزی مسوولیت هم په غاړه واخیست.
په دی ډول ددی کړیو اقتصادی ګټی څو ځلی زیاتی او هم د دولتی نفوذ په درلودلو سره یی خپلی جرړی نوری هم وغزولی .
په افغانستان کی د نشه یی توکو ستونزی په دې چټکتیا سره خپریدل ، دا په ډاګه کوی چی دا کوم ناڅاپی ستونزه نه ده چی په خپله په ټولنه کی را پیدا شوي وي. بلکی کیدای شی دا ستونزه د یو ټاکلی پلان له مخې را منځته شوی او مخ په پراخیدو روانه وي.
نوموړی ستونزه په ټولنه کی سیاسی ، اقتصادی او ټولنیزې ناوړې پایلی ولري .
لومړی اقتصادی ناوړوی پایلی یی دا دي چی که چیری هر پوډری د ورځی یو امریکایی ډالر پوډر مصرف کړي . په نتیجه کی د ورځی درې میلیونه او شپږ سوه زره ډالره افغانستان د اقتصادی لحاظه ضرر ویني . چی که چیری دا لګښت په میاشتو او کال کی حساب کړو ، د لاسته راغلو ارقامو دا ښکاره کیږی چی د یوه میلیارد ډالرو څخه زیات زیان افغانستان اقتصاد تر رسیږی.
بله دا چی اوسمهال په نشه یی توکو د روږدو کسانو نوي سلنه ځوانان او یا د پاخه عمر کسان جوړوی چی د کار فعاله قوه ګڼل کیږی که چیری یو وګړی د ورځی په منځنی توګه لس امریکایی ډالره تولید ولری نو په دی توګه د درې نیم میلیاردو ډالرو څخه زیات اقتصادی زیان افغانستان ته رسیږی.
که چیری په تخمینی توګه وګورو اوسنی په نشه یی توکو روږدی کسان په کال کې نږدی پنځه میلیارده ډالر د افغانستان ټولنی اقتصاد ته زیان رسوي.
د دې په اړخ کی په نشه یی توکو روږدی کسان د افغانستان ټولنې د پاره د سیاسی لحاظه په زیان تمامیږی لکه چی ددی کسانو نوی سلنه ځوانان او د پاخه عمر دی او دوی ددی حق لری چی د ټولنی په سیاسی ژوندانه کی فعاله ونډه ولری. یعنی رایه ورکړی او یا خپل ځان نوماند کړي . مګر اعتیاد ددی سبب شوی دی چی دوی په ټولنه کی د سیاسی فعالی ونډی اخیستلو څخه ګوښه شی چی دا د ټولنی سیاسی ژوند کی ناوړه اغیزه لري.
ډیر کسان وایی ، چی د یو شمیر کړی ، په نشه یی توکو روږدو کسانو ته د لږ اندازی روپیو په ورکولو سره هغوی اړ کوي چی مظاهرو کی ګډون وکړی تر څو لدی لاری د خپلو مظاهرو د ګډون کونکو شمیر زیات کړی. چی دا هم د روږدو کسانو څخه ناوړه ګټه اخیستنه ده.
د بلی خوا د هر معتاد یا روږدی وګړي شته والی نه یوازی د ټولنی د پاره ستونزی زیږوی بلکی د خپلی کورنی د پاره لوی د سر درد دی . دوی د کور سامانونه غلا کوی په کور کی تاوتریخوالی کوي دا ددی سبب کیږی چی نه یوازی نوموړی روږدی وګړی ناروغ واوسی بلکی د کورنی نورو غړو ته هم عصبی تکلیفونه پیدا کوی.
په دی ډول ویل کیږی چی په نشه یی توکو د روږدو کسان نه یوازی په غلاو او شوکو کی لاس لری بلکی کیدای شی د هغوی څخه د یوې سیمی په نا امن کولو کی هم ناوړه ګټه پورته شی.
پورتنیو ناوړو پایلو ته په کتلو سره دا ښکاره کیږی په افغانستان کی د نشه یی توکو د استعمال د ودې او پراختیا د پاره د هیواد د دښمنانو کوم ناوړه پلان موجود وی. دا ځکه چی په دی ډول په نشه یی توکو د روږدی کیدو دومره چټکه وده ، کوم خودبخودی بهیر نه شي کیدای.
د پورتنیو حقایقو څخه ښکاری چی د پوډرو کورنی مافیا ښایی دی ته پام کړی وي چی دوی کولی شی په هیواد کی د اعتیاد په ودې سره ، د هیواد په دننه کی د پوډرو د پلورلو له امله هم زیاته ګټه تر لاسه کړي.
که چیری د هیواد څخه بهر ته د نشه یی توکو په قاچاق باندی محدودیتونه زیات شي او یا یی مخنیوی وشي ، مګر بیا هم په افغانستان کی د نشه یی توکو د کورنی مارکیت په شتوالی سره ددی ناوړی سوداګری څخه د پوډرو مافیا کولی شی ګټه تر لاسه کړي.
همدارنګه کیدای شی د افغانستان دښمنان پلان ولری چی دا هیواد د اوږدې مودې ستراتیژیک پلان له مخې هڅه کوی چی د افغانستان خلک په نشه یی خلکو باندی واړوي.
که چیری په نشه یی توکو د خلکو چټکه روږدتیا ته وګورو دا فکر د هر کتونکی سره پیدا کیږی چې کیدای شی د اعتیاد په ستونزه کی د افغانستان د دښمنانو لاسونه موجود وي .
نو له دی امله اړینه ده چی چارواکي ددی مسلی سره ډیر جدی چلند وکړي.
که څه هم د افغانستان دولت او نړیوالی ټولنې په هیواد کی په نشه یی توکو د روږدو کسانو د درملنی د پاره یو لړ ګامونه پورته کړی دی او د هیواد په مختلفو برخو کی د په نشه یی توکو د روږدو کسانو د درملنی د پاره روغتونونه جوړ شوی دی خو داسی ښکاری چی دا تدابیر بس نه دی او نه شی کیدای په هیواد کی د ټولو روږدو کسانو د درملنی جوګه شی.
همدارنګه کیدای شی د هغو کسانو چی په یوه میاشت کی په نشه یی توکو روږدی کیږی د هغه کسانو په تناسب چی په یوه میاشت کی درملنه پای ته رسیږی ډیر توپیر موجود وي.
په نشه یی توکو روږدی کسان وایی چی دوی کولی شی په ډیره اسانه توګه نشه یی توکي تر لاسه کړي. دا په دی مانا دی چی په افغانستان کی د نشه یی توکو پراخ مارکیت شته دی او د نشه یی توکو کاروباریان په ډیره اسانی سره کولی شی خپل د پلورنی توکی په اسانه مصرف کونکو ته وړاندې کړی.
په دی کی شک نه شته چی د نشه یی توکو کوچنی کاروباریان ، په کمه اندازه پوډر د ځانه سره ساتی او هغه پلوری . دوی په دی فکر کی دی چی لومړی که د لږ اندازی نشه یی توکو سره ونیول شی د هغه جزا به کمه وي او که لږ اندازه نشه یی توکي د دولت له خوا ضبط شول بیا یی هم دوی ته زیان کم دی.
له دی امله دا په ډاګه کیږی چی په هیواد کی د نشه یی توکو کوچنی کاروباریان په زرګونو کسان وي چی د لویو کاروباریانو له خوا نشه یی توکي د هغوی په واک کی ورکول کیږی او هم یی ملاتړ کیږی.
یو ټکی باید په نظر کی ولرو چی په هیواد کې د نشه یی توکو د کاروبار د مارکیت شتوالی او یا پراختیا په مستقیمه توګه د کوکنارو او نورو نشه یی توکو د کښت سره مستقیمه اړیکي لري.
که چیرې په هیواد کی د کوکنارو کښت له منځه ولاړ شی کیدای شی په هیواد کی نشه یی توکو کاروبار هم د ستونزو سره مخامخ شی او ډیر کسان د نشه یی توکو د لوړې بیی له امله دی ته اړ شی چی د نشه یی توکو استعمال پریږدی.
د بلی خوا په افغانستان کې د نشه یی توکو د کښت جغرافیا کوم یو ناڅاپی عمل نه دی بلکی د اړتیا وړ د نشه یی توکو د پاره د ځمکی د خاوری نوعیت ، د نشه یی توکو د قاچاق د لارو سره نږدی والی ، د سیمی امنیتی حالت او په سیمه ایزه اداره کی د نشه یی توکو مافیا نفوذ او نور دا ټول هغه عوامل دی چی د هغو له مخې د نشه یی توکو د کښت سیمې ، نشه یی توکو د مافیا له خوا ټاکل کیږی.
د کابل اداره ادعا کوی چی په تیر کال کی یی د نشه یی توکو پر ضد یو شمیر ګامونه پورته کړي دی. لکه چی هغوی ادعا کوی :
په تیرو ۱۶ میاشتو کی یی ۳۵۲۲ عملیات تر سره کړي دی چی ۳۶۷۲ د نشه یی توکو قاچاق وړونکی یی نیولی دي. او ښایی په دی تور د نورو کسانو نیول هم دوام ولری.
خو که چیری نوموړی رقم ته ځیر شو ، یعنی که چیری په تخمینی توګه ووایو چی نږدی ۳۰۰۰ تنه د نشه یی توکی کاروباریان هر کال نیول شوی وي نو ویلی شو ، چی نږدی دیرش زره تنه قاچاق وړونکی په تیرو لسو کلونو کی نیول شوی دی. په دومره شمیر د نشه یی توکو په تور د کسانو بندیانول په خپله د تشویش وړ موضوع ده.
مګر خلک وایی چی د نشه یی توکو هغه کاروباریان چی ډک کانتینرونه توکی لیږدوی او یا په لسګونو کیلو مواد لیږدوی هغوی نه نیول کیږی.
خلک ادعا کوی که چیری د نشه یی توکو پر ضد د مبارزی په لړ کی د ۳۰ په شاوخوا کی اصلی کاروباریان ونیول شی او د هغوی د قاچاق شبکی دړې وړې شي کیدای شی د نشه یی توکو په خلاف مبارزه کی ستر بریالیتوبونه تر لاسه شی.
د بلی خوا د نشه یی توکو پر ضد د مبارزې وزارت د حامدکرزی له خوا رامنځته شو. ددی وزارت د رامنځته کولو څخه ښایی د حامدکرزی دوه موخې وې:
• د واکمنو کړیو د خوشالی او امتیاز د پاره د یو وزارت را منځته کول
• د افغانستان او نړیوالی ټولنی د دوکی د پاره د نوموړی وزارت را منځته کول تر څو ځان د نشه یی توکو پر ضد مبارزه کی جدی وښيی.
په تیرو پنځلسو کلونو کی نوموړی وزارت ، ځان د ستراتیژی جوړول خپل مسوولیت ګڼی . خو تر اوسه نوموړی وزارت په دی بریالی شوی نه دی چی په هیواد کی یوه اغیزمنه ستراتیژی را منځته کړی چی د هغه په نتیجه کی د نشه یی توکو د کښت ، استعمال او قاچاق کی کموالی راشی.
دا په دی مانا چی د نشه یی توکو پرخلاف د مبارزی وزارت د نشه یی توکو پر ضد مبارزه کی کومه اغیزه نلری او نه هم ددی وزارت شتون ته اړتیا شته. لدی امله ټوله هغه بودجه چی د نوموړی وزارت له خوا په تیرو کلونو کی لګول شوی ده ټوله بی ځایه او بی ګټې وه.
همدارنګه ټولې هغه پروژی ( لکه د ښو کړنو څخه د ستاینی د پروګرام )چی نوموړی وزارت تر نوم لاندی تطبیق شوی دی د سره په هر اړخیز ډول وڅیړل شی او دا ښکاره کړل شی چی دا پروژې په سمه، دقیقه او بی طرفانه توګه په هیواد کی تطبیق شوی دی او که نه؟
د نشه یی توکو پر ضد د مبارزی په اوسنی میکانیزم او اوسنیو چارواکو او کارکونکو په شته والی سره ، نه یوازی به د نشه یی توکو ستونزه اواره نه شی بلکی د پخوا څخه به دا ستونزه زیاته پراخه شی.
له دی امله اړینه ده چی د نشه یی توکو پر ضد مبارزې په میکانیزم باندی د سره غور وشی پخوانی میکانیزم ړنګ کړل شی او هغه لوړ پوړی ، منځ پوړي او ټیټ پوړی ټول کار کونکی په نوموړی سکتور کی د کار څخه ګوښه کړل شی .
په نوی کوچنی او اغیزمن میکانیزم او تشکیلاتی جوړښت کی داسی کسان وګومارل شی چی هغوی په صادقانه او نه ستړی کیدونکی توګه د نشه یی توکو پر ضد کار او مبارزه وکړي.
په هغه صورت کی کیدای شی په افغانستان کی د نشه یی توکو ستونزی د له منځه وړلو کی مهم او اغیزمن ګامونه پورته شی.