د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کور خود بینای مردم مونږ ولې ځان ته ړانده، نورو ته بینا يو؟

خوشحال آصفي 17.07.2016 14:22

تېره شپه د ترکيې د پوځ يو شمېر جنرالانو او لوړپوړو افسرانو په داسې حال کې کودتا وکړه، چې ولسمشر طيب اردوغان له هېواده بهر و؛ دغه کودتا وروسته له هغه ناکامه شوه، چې اردوغان د موبايل ويډيو له لارې پر خلکو غږ وکړ، چې د کودتاچيانو پر ضد راپاڅېږي. د ترکيې د کودتا د خبر خپرېدلو سره سم افغانان په ځانګړي توګه د ټولنيزي ميډيا کاروونکي هيښ شول، چا د اردوغان په ملاتړ او چا د کودتاچيانو په ملاتړ تبليغات پيل کړل، چا د اردوغان انځورونه په خپلو پروفايلونو ولګول او چا د ترکيې بيرغ، چا د اردوغان د حکومت په ملاتړ دعاګانې کولې او چا يې د حکومت د پرځولو لپاره دعاګانې. خو په ټوله کې ټول افغانان په يوه بهرنۍ موضوع چې افغانستان ته يې هيڅ خير نه رسيږي؛ سره وويشل شول.
دا لومړی ځل نه دی چې یوشمیر افغانان خپل مړي په تخته پريږدي او د بل چا جنازې ته ځانونه رسوي بلکې له دې وړاندې هم د پرديو هيوادونو پر اشخاصو او ګوندونو سره پاشل شوي دي. زمونږ یو شمیر افغانانو تل خپل رهبر، خپل اساسي قانون، خپلې ملي ګټې، خپل ملي امنيت، خپل ملي نښان، خپل هويت، خپل بيرغ، خپل ملي ارزښتونه، خپل ملي غرور، خپل نظام او خپله ځمکنۍ بشپړتيا له پامه غورځولې او نورو ته مو ځانونه وفاداره ثابت کړي دي. دا څه معنا لري چې د خپل ځان لپاره ړانده و اوسو او د نورو لپاره مو سترګې غړيدلې وي؟ تاسې پوهيږئ خپل ملي هويت، نظام او قانون هيرول او د نورو بيرغونه پورته کول څه معنا لري؟
په نورو هيوادونو کې که څوک د بل هيواد يا د بل هيواد د مشرانو انځورونه په پروفايل وټومبي؛ دغه کار ته د ملي خيانت په سترګه ګوري. په همدې ترکيه کې؛ ترکان هغه چا ته چې د بل هېواد د ولسمشر انځور پر خپل پروفايل ولګوي؛ خاين، سپک او شرمېدلی يې بولي. اصلاً ترکيه د افغانانو همدردۍ ته اړتيا نه لري بلکې لا به ورته یو شمیرافغانان بې فرهنګه، بې قانونه او خپلو ملي ګټو ته خاينو خلکو په توګه څرګند شي. يوازې ترکيه نه ده چې افغانان يې پر سر په دوه ډلو وويشل شول؛ بلکې دلته داسې خلک هم شته چې د نورو هيوادونو د مشرانو لمانځغونډې نيسي. دلته د خمينې لپاره جشنواره جوړيږي، لمانځل کيږي او په ملاتړ يې شعارونه ورکول کيږي. دلته د پاکستان له ځينو خلکو قدرداني کيږي او ورځې يې لمانځل کيږي.
له شک پرته چې د بيان آزادي د هر انسان حق دی، هر څوک کولی شي چې د يو چا، سيمې او پيښې اړوند د خپلې مفکورې مطابق د نظر څګندونه وکړي، د بشري اصولو له مخې هر څوک له هر بشر سره غم شريکي او ملاتړ کولی شي او همداشان هيڅوک د هيچا د نظريې مخنيوی نه شي کولی. خو ځينې سرې کرښې هم شته چې بايد ترې پښې وانه اړول شي. د هر هيواد ولس لپاره د هماغه هيواد ملي هويت، ولسمشر، اساسي قانون، ملي بيرغ، ځمکنۍ بشپړتيا ، ملي امنیت او نظام د سرو کرښو په توګه مطرح وي او ټول ولس ورته درناوی لري. خو له بده مرغه چې دلته په افغانستان کې ځينې شته چې حتی له خپلو ملي ارزښتونو څخه خبر هم نه وي خو په بهرنيو مسالو کې به موضع ګيري کوي، دلته داسې خلک شته چې د کور ګاونډی به يې له لوږې مري خو دا به د فلسطين او سوريې غريبانو سره همدردي کوي، دلته داسې خلک هم شته چې د خپل ولسمشر سپکاوي ته يې مټې بډوهلي وي خو د نورو هيوادونو د ولسمشرانو په ملاتړ به دريځونه نيسي او شعارونه ورکوي.
د خدای لپاره له څراغ لاندې تورتم مه جوړوئ، ديته اړتيا نشته چې د نړۍ له بل مسلمان سره همدردي وکړئ او خپل مسلمان ګاونډی ورور په لوږه او سخته کې چې مري له حاله يې خبر نه اوسئ. ديته اړتيا نشته چې د خپل ولسمشر، اساسي قانون، ملي بيرغ، ملي وقار، ملي غرور، ملي هويت، ځمکنۍ بشپړتيا، نظام او فرهنګ سپکاوی وکړو او د نورو هيوادونو د فرهنګ او اشخاصو لپاره لمانځغونډې ونيسو.
لیکنه :