د دښتو صحرانی
17.07.2016 14:21د دښتو صحرانی
ته می حوره د جنت ئی + ته مې مینه اوغزت ئی
شایسته ئی ګلالی
د دښتو صحرانی
راځه راځه جا نانه + په ماشه مهربانه
دنیا کړه ټول حیرانه
ته لایق د محبت ئی + ته می حوره د جنت ئی
شایسته ئی ګلالی
د دښتو صحرانی
ټول ګلان در نه قربان شه + سیدرقیب نوم په زبان شه
خوشحالی نه ټول خندان شه
ته مثال د صداقت ئی + ته می مینه او عزت ئی
شایسته ئی ګلالی
د دښتو صحرانی
کابل احمدشاه بابا مینه ۲۲/۰۴/۱۳۶۵