د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پاکستان طالبان خبرو ته کینوي

عقیل شاه (خیبر) 15.07.2016 20:00

پاکستان په اوسني وخت کي له ډیر ستونزمن حالت سره مخ دی، د افغانستان  ولسمشر ډاکټر اشرف غني احمدزی وتوانیدی چي پاکستان د انزوا حالت کي راولي.
کله چې ډاکټر اشرف غني واک ته ورسید، له اولي ورځي په دي نظر وو چي پاکستان له افغانستان سره په همکاري کولو کې صادق نه دی، او د سولې په پروسه کې د پاکستان هڅو ته يې د شک په سترګو کتل.
ددي لپاره چې نړیوال قانع کړي، ډاکټر اشرف غني پاکستان سره روابط ډیر نږدي او دوستانه کړه، لطیف الله محسود يي ورته تسلیم کی، امنیتي تړون په اړه ورسره افغان حکومت مخکي ولاړ. د پاکستان غوښتني يې يو په بل پسي ومنلي او پوره کړي. خو د پاکستان څخه د ډاکټر اشرف غني یوه غوښتنه وه چې طالبان د سولې میز ته راولي او د سولي په پروسه کې له افغانستان سره صادقانه مرسته وکړي. په څلور اړخیزو ناستو کې افغان حکومت پوره وخت پاکستان ته ورکی. کله چې پاکستان خپله ومنله چې طالبان سولې میز ته نه حاضریږي، او د څلور اړخیزو ناستو د ناکامي پړه يې د طالبانو په مشر ملااخترمحمد منصور وراچوله، امریکا داخبره  له پاکستان سره ومنله او ملااخترمحمد منصور يې وواژه.
پاکستان اوس په سخت حالت کي دی، ددوی غوښتني افغان حکومت او امریکا ورته ومنلي او پوره يې کړي، خو پاکستان تر اوسه هم یا خو توان نه لري او یا نه غواړي چې طالبان دي له افغان حکومت سره خبرو ته کیني.
د پاکستان حکومت ته نږدي یو متقاعد نظامي جنرال  په ځینو خاصو مجلسوکې ویلي چې : چې افغان حکومت ته پاکستان بیا ځلي ډاډ ورکړی چې د تیرو څلور اړخیزو ناستو په دوام کې به د طالبانو مشران مجبوره کړي چې په راتلونکي کې خبرو ته کيني، پاکستان امریکا ته ورته خبرې او وعدي ورکړي او ورته يې ویلي چې دوی له طالبانو سره په تماس کي دي، دا رنګ پاکستان امریکا ته ویلي چې طالبانو منلي چې  د قطر دفتر مشر به پاکستان ته سفر کوي او د یو هیئت په مشرتوب به په خبرو کي ګډون کوي.
د پاکستان متقاعد نظامي جنرال دا هم ویلي چې  د پاکستان نظامي لوړ پوړو چارواکو قطر ته څو ځله سفرونه کړي او طالبان يې مجبوره کړي چې اسلام اباد ته ورشي او د افغان حکومت سره مخامخ خبري پیل کړي.
پاکستان په دي پوه شوی چې د دوی په اړه د ولسمشر ډاکټر اشرف غني تګلاره کامیابه وه، اوس به پاکستان اقرار کوي چې د طالبانو ملاتړی دی او که داسي نه وي نو باید طالبان د سولي مذاکراتو میز کي افغان حکومت چارواکو سره کینوي.
پاکستان هغه وخت لا وراخطاء شو چې هند، ایران او افغان حکومتونو د ګوادر معادل د چابهار سمندرکي د کښتیو بندر په رسمي ډول افتتحاح کړ، او د سلمابند د هند لخوا تکمیل او ګټي اخیستلو ته وسپارل شو.
په وارسا کي د ناټو کانفرانس کې بیا ډاکټر اشرف غني د پاکستان په اړه وویل چې د سیمې ټول هیوادونه د افغانستان د سولي پروسي سره همکار دي، خو پاکستان په دي برخه کې همکاري نه ده کړي، او دا رنګه يې وویل چې پاکستان تروریزم په ښه او بد کي بيلوي.
د ناټو کانفرانس کې د افغانستان د ولسمشر اشرف غني دغه ډول څرګندوني په ښکاره ډول د پاکستان څخه رسمي شکایت ګڼل کیږي، او په دي برخه کي د افغانستان حکومت وتوانیدی چې امریکا او نړیوالو ته په ثبوت ورسوي چې پاکستان د طالبانو ملاتړ کوونکي هیواد او د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله کوي.
د پاکستان دا متقاعد جنرال وایې چې پاکستان غواړي د امریکا فشار کم او په طالبانو خپل نفوذ عملا ورته وښيې.
که پاکستان وتوانیږي او د طالبانو د قطر دفتر د مشر په ګډون د طالبانو هیئت له افغان حکومت سره خبرو ته کینوي، نو پاکستان به همدا لاسته راوړنه امریکا ته مخکې کوي، تر څو له انزواء څخه ځان خلاص او د امریکا ځنډیدلي مرستي بیرته ترلاسه کړي.
تجربو ښودلی چې پاکستان له افغانستان سره په تیرو ۱۵ کلونو کې  د طالبانو اړوند اړیکو کې صادق نه وو، زیات افغانان فکر کوي چې پاکستان اوس هم ددی له پاره چې د امریکا ګټي ترلاسه کړي او له انزواء څخه ځان خلاص کړي، کوشش کوي چې د طالبانو نمایشي مشران د سولي مذاکراتو میز ته راولي، ولي په حقیقت کي دغه ډول ناستي او د چل او فریب د سولي مذاکرات د افغان ولس د درد دواء نه ده.
افغان سیاستوال د پاکستان په رابطه د ولسمشر اشرف غني د اوسني سیاست څخه ټینګ ملاتړ کوي، او که پاکستان همداسي انزواء لورته ولاړ شي ، ځیني افغان سیاستوال فکر کوي چې  په افغانستان کې به امنیت راشي.
که پاکستان وکولای شي چې طالبان اسلام اباد کې راټول او له افغان حکومت سره يې خبرو ته کینوي، دا به د طالبانو او پاکستان له اصلي ماهیت څخه نوره هم پرده پورته کړي، او طالبان به د افغان ولس په منځ کي نور هم د نفرت وړ وګرځي چې د پاکستان د لاس آله دي او د پاکستان د ګټو له پاره کار کوي.
طالبان به په اسانه د پاکستان فشار ته تسلیم نه شي، که چیرته په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشران د پاکستان په خوښه خبرو ته کیني، نظامي طالبان به داخبره ونه مني، ځکه د نظامي طالبانو په نظر د طالبانو مشر ملااخترمحمد منصور د پاکستان په مرسته د امریکا د بي پیلوټه الوتکي په برید کې ووژل شو.
او که چیرته طالبان په څلور اړخیزه ناکامه او دریدلي پروسه کي ګډون  وکړي، دابه په طالبانو هغه نیوکي په یقین بدلي کړي چې طالبان د پاکستان تر کنټرول او نفوذ لاندي دي. ځیني په دي نظر دي چې طالبان به د پاکستان فشارونو ته د پخوا په ډول دا ځل هم نه شي تسلیم، او کیدای شي چې د پاکستان دا نمایشي هڅي نتیجه ورنه کړي.
پاکستانی متقاعد جنرال ویلي چې د پاکستان ملکی او نظامي حکومت په لوی تشویش کي دی، که د امریکا تشویش کم نه شي او د طالبانو د قطر دفتر مشران اسلام اباد ته رانشي، امریکا به پاکستان ته خپلي مرستي وځنډوي، ځکه خو پاکستان پوره پوره کوشش کوي چې د طالبانو مشران د افغان حکومت سره خبرو ته د فشار او زور له لاري کینوي.
که طالبان په خبرو کي برخه واخلي دابه د پاکستان لویه کاميابي وي، امریکا به  خپلي ځنډيدلي مرستي ورته ورکي، د امریکا او افغان حکومت هغه تګلاره چې پاکستان انزوا کي قرار ولري، بیرته به پاکستان په سیمه کې نفوذ پيداکړي.