د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ښاغلی محترم ډاکتر م، عثمان تره کي: "پښتون وژنه ژیوپولتیک لامل لري"

افغان تحرک 15.07.2016 19:57

ښاغلی محترم ډاکتر م، عثمان تره کي لیکی:

" برژنسکي د امریکا د ملي امنیت پخواني مشاور پخپل کتاب کې ( د سطرنج ستره لوبه ) لیکي چې د منځني ختیځ په جغرافیا باندې ولکه په اتوماتیکه توګه د « یوریشیا » په « بالقاناتو » باندې د کنترول په مانا ده. د « برنژسکي » له انده د یوریشیا « بالقانات » د قفقاز (ګرجستان ، آزربایجان او ارمنستان) ، مرکزي آسیا ( افغانستان ، پاکستان ، قزاقستان ، ازبکستان ، قرغزستان ، تاجکستان ، ترکمنستان ) او تر یوې اندازې پورې د ترکې او ایران د ترکیب نه جوړیږي. اوس مهال انګلوساګسون ستراتژیستان او نظامیان ، افغانستان ته د مرکزي اسیا د ننوتلو دروازې په توګه ګوري. امریکايي لیکوال « ګور ویدال » لیکي : « موږ افغانستان ته چې د مرکزي آسیا د ننوتلو دروازه ده اړتیا لرو. د تیلو او ګازو په زیرمو باندې ولکه د همدغه لارې نه ترلاسه کیږي … » ( اوږدمهاله جګړه د اوږدمهاله سولې د پاره کتاب ـ د مې ۱۱ـ ۲۰۰۶ م کال ).
د سیمې د نقشې د بدلون په موخه ، « برژنسکي » د « بالقانات » اصطلاح په ډېر دقت ټاکلي. دغه اصطلاح د نړیوالې لمړۍ جګړې کله چې ختیځ اروپا د قاومي او مذهبي ټکرونو له مخې لمړی په کوچنیو برخو وپاشل شوه او ورپسې د سترو سیالو قوتونو تر منځ وویشل شوه، زیږنده دي.
د لویدځ ستراتژیستانو له انده د « یوریشیا » ملي ، قومي ، مذهبي او سرحدي اختلافونه ژورتیا او جغرافیایي پراختیا له یوې خوا اود شوروي امپراتوري د ړنګیدو نه وروسته په سیمه کې د قدرت تشه له بلې خوا د مرکزي آسیا « بالکانیزیشن » ( بالقاني کول ) ته زمینه برابروي.

پطرول، وینه او جګړه په ژیوپولتیک تړاو کې :
مرکزي آسیا او د کسپین سمندر سیمې ، د کویټ ، مکزیک ، خلیج او شمالي سمندر په پرتله زیاتره تیل او ګاز لري. د سهیلي آسیا د هیوادونو چټکې ودې ، د تیلو او ګازو واردات او صادرات اغیزمن کړي دي او د مختلفو هیوادونو تر منځ یې سیالیو ته لاره هواره کړې ده.
د منځني ختیځ تیل او ګاز مخ په کمیدو وضعیت ، د انرژي پانګې اچونکو پام دمرکزي آسیا خواته اړولې دی.
نن د مرکزي آسیا په طبعي منابعو باندې قبضې ، ملي غوښتنو ته لمن وهلې ، سرحدي او ځمکني تاریخي دعوې یې راژوندي کړې او امپریالستي سیالیو او ټکرونو ته یې زمینه برابره کړېده.
د انرژي د نړیوال آژانس د راپور له مخې ، پطرولو ته کلنۍ اړتیا په سلو کې دوه سلنه زیاته شوې. د پطرولو مصرف په ۲۰۰۳ م کال کې ۸۰ ملیونه بیرل وو. په ۲۰۲۰ م کال به ۱۲۰ ملیونه بیرلو ته ور سیږي.
پطرولو ته د امریکا اړتیا د ۲۰۰۱ نه تر ۲۰۲۵ کال پورې په سلو کې د ۵۵ نه تر۷۱ سلنې، د اروپا اړتیا په سلو کې د ۵۰ نه تر ۷۰ سلنې او د چین مصرف په سلو کې د ۳۰ نه ۷۳ سلنې ته لوړیږي. په بل عبارت پطرول او ګاز ، صنعتي پرمختللي هیوادونه له صادرونکو هیوادونو سره تړي.
بنأ د افغانستان جګړه هرومرو په طبعي سرچینو باندې د سیمې او نړۍ د ځواکونو تر منځ د سیالي د فورمول په چوکاټ کې راځي.
پیښو ته په کتو سره ویلي شو چې د افغانستان د لارې سیمې ته د امریکا راتګ د نویارک د پیښې نه مخکې پلانیزه شوې و. « برژنسکي » ۲۵ کاله مخکې امریکایی سیاستوالو ته د موضوع په اړوند الهام بخښوونکې سیګنالونه مخابره کړې وو.

په سیمه کې د ناټو حضور د ستراتژیکو قواوو د ناانډولۍ په لامل بدل شوی دی :
امریکا او ناټو سیمې ته په راتګ سره له دوو ستونځو سره مخ شول :
۱ــ د افغانستان په شاوخوا کې د سیمې د هیوادونو حساسیتونه. د دغو حساسیتونو په وړاندې ديپلوماسي وکارول شوه.
۲ــ په افغانستان کې د بهرني هژموني په وړاندې د پښتنو سرسخت مقاومت. ناټو د مقاومت په وړاندې جګړه غوره وګنله. د پښتون، طالب او ترهګر تر منځ کرښه له منځه ولاړه.
په باندې موضوعاتو لنډ نظر :
۱ – په افغانستان کې د ناټو حضور د ستراتژیکو قواوو معادلې ته د لویدیځوالو په ګته بدلون ورکړی اود افغانستان په شاوخوا کې یې د سیمې دهیوادونو حساسیتونه راپارولې او د پاکستان ، ایران ، چین اوروسیې د غبرګون لامل شوې دي .
پاکستان : د نړیوال نظامي ائتلاف ( ن ، ن ، ا ) ستراتژیک ملګري ، سره له دې چې د افغانستان د جګړې په پیل کې خپله خاوره او فضا دناټو جنګي تحرکاتو ته پرېښوده خو په ګاوندي افغانستان کې د ناټو اوږدمهال حضور ځانته خطر بولي. د افغانستان د جګړې په اړه د پاکستان چلند په لاندې ستنو باندې ولاړ دی :
ــ « ن ، ن ، ا » سره دوه ګونې لوبه.
ــ د ناټو په وړاندې دجګړه ایز فشار ساتنه. د همدې مقصد د پاره د افغان وسله وال مقاومت افزاري کیدل او ورباندې د دایمي کنترول بې ځایه هڅې .
ــ د امریکا په ملاتړ د تروریزم سره د جګړې په پلمه په قبایلي سیمو کې دولتي ولکه ټینګول او د پښتنو په سیمو کې د پښتنو د آزادي غوښتونکې مقاومت پوتانسیل ( چې پاکستان ورته د بالقوه خطر په بڼه ګوري ) ماتول.
ــ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د اغزن سیم غزولو او نظامي پستې په جوړولو کې یو اړخیزه مالکانه تصرفات. پدغه برخه کې د « ن ، ن ، ا » سکوت دا مانا ورکوي چې که پاکستان په افغانستان کې ناټو ته ستونځې جوړې نکړي موږ د افغانستان په خاوره کې پاکستاني تصرفاتو ته هرکلي وایو. یانې د ملګرتیا په حساب د افغانستان جغرافیا پخپل منځ کې ویشو.
ــ په سیمه کې د چین د ستراتیک انډیوال څخه د ناټو په وړاندې د متقابله وزني په توګه کارول.
ایران : سره له دې چې پاکستان غوندې د افغانستان د اشغال په مقصد د « ن ، ن ، ا » سره د اخلاص نه همکاري وکړه او ستراتژیکې لوبې ته د قوت الظهر په توګه ورننوتل، خو په افغانستان کې د ناټو له حضور سره په مخالفت د طالبانو دپټ ملاتړ دریز ونیو. ایران په خپل ګاونډي افغانستان د سعودي عرب او تورکې د نفوذ نه په وېره کې دی او داعش د لویدیځوالو د هژموني د لاسوند په توګه ځانته خطر ګني. ایران پدې لټه کې دی چې له یوې خوا طالبان د سوټې په توګه د امریکا او داعش په ضد وکاروي او له بلې خوا په یوه فرسایشي ، اوږدمهاله او ناانډوله جګړه کې د پښتنو سیاسي او جنګي پوتانسیل کمزورې کړي.
ایران د افغانستان په ناامني کې پخپله خاوره کې د مرکزي آسیا د تیلو اوګازو تدارکاتي لارې چانس زیاتوي.
چین : د پاکستان له ستراتژیکې انډیوالي نه ګته پورته کولي نشي تر څو چې په افغانستان کې د ناټو په سروالي جګړه دوام ولري. د چین په وړاندې دوه الترنتیفونه ( بدیلونه) قرار لري:
ـ په افغانستان کې دسولې پروسې ته ځان شاملول. دغه اقدام ترهغه وخته پورې نتیجه نه ورکوي چې د جګړې د دوام نوښت د ناټو په لاس کې وي.
ـ د تروریزم سره د جګړې تر نامه لاندې دناټو سیمه ایز پروګرام ته ځان ورګدول . دغې موخي ته د رسیدو شرط دا دی چې د ناټو او چین تر منځ د تروریزم د تعریف په اړه د اند او دریز یووالې موجودې وي.
روسیه : په افغانستان کې د ناټو نظامي حضور مرکزي آسیا خواته د ناټو دپراختیا غوښتونکی سیاست په بڼه ګوري چې په سیمه کې یې د قواوو په انډول باندې د روسيې په تاوان ناوړه اثر اچولې دی.
د افغانستان د جګړې په اړه د روسیې او ایران تر منځ د دریځ نږدیوالې وجود لري.
د روسانو هلو ځلو چې د افغانستان د اشغال په اړوند ، پاکستان د امریکا او ناټوله ملګرتیا نه وباسي تر دې دمه نتیجه نده ورکړې.
روسیه پدې توانیدلې چې د شورویانو د وخت نه پاتې شویو افغاني جنګي کړیو سره اړیکې ګرمې وساتي او په دوی باندې د ناټو فشارونه دفع کړي .

قومي حساسیتونه د جګړې د اور د بل ساتلو کلاسیکه وسیله:
د ژیوپولتیکوموخو د پاره د سکتاریستي ، قومي اومذهبي تفرقې نه ګته پورته کول د ښکېلاکګرو ځواکونو د عمر د اوږدوالي په اندازه لرغونتوب لري. په نږدې کلونو کې امریکا او انګلستان په افریقا ( روندا ) ، لاتین امریکا ، ختیځې اروپا ( یوګوسلاویا ) او منځني ختیځ ( عراق او سوریې ) کی په سکتارستي ، قومي او مذهبي ټکرونو کې د پام وړ سیاسي پانګه اچونه کړې ده .
په افغانستان کې د قومي حساسیتونو نه سیاسي استفاده د یرغلګرو قوتونو د اجنډآ په سر کې قرار لري . پدې برخه کې دریو لاملونو د پام وړ رول ولوباوه :
ـ د بهرنیو قوتونو اوږدمهاله جګړه ایز حضور چې په ترڅ کې ېې د نفاق اچونې ماسترپلان تر تطبیق لاندې ونیول شو.
ـ د شورویانو د وخت له اشغال نه د قومي ټکرونو د پوتانسیل پاتې شوی میراث .
ـ د قومي حساسیتونو د راپارولو په موخه د استخباراتي او تبلیغاتي نوې تکنالوژي ( نومریک او دیجیتال ) د ظرفیتو نو نه بشپړه استفاده.
جنرال « جیمز ماتیس » د امریکا د کوماندویي قواوو قوماندان په ۲۰۰۷ م کال کې پنجشیر ته د تګ په وخت د قوماندان مسعود د قبر د لیدو نه وروسته حاضرینو ته وویل : « د مسعود د مقبرې زیارت ماته هغه احساسات راوپارول چې د امریکا د « بابا » یعنې جارج واشنګتن د مقبرې د لیدو راته په برخه کیږي ». ( لاس انجلس تایمز ۱۸ مې ۲۰۰۷ ) .
په وروسته پاتې افغانستان کې ، کوم چې دیموکراسي د ولس په معتقداتو کې ژورې ریښې نلري ، د امریکايي جنرال فتنه اچونکې څرګندونه په ډاګه د قومونو تر منځ دجګړې اور ته د لمن وهلو په مانا وه. « جیمز ماتیس » د دغه تفرقه اچونکو څرګندونو له لارې غوښتل هغه سیاسي قدرت ته چې په دودیزه توګه د پښتنو په وسیله اِعمال کیده متنازع فیه بڼه ورکړي : قومونه سره وجنګوي.

دا د امریکا له خوآ د قاومي تکرونو د توطئې هغه لړي وو چه « سي آي اې » مخکې ورباندې کار پيل کړې وو : « سي آي اي » د افغانستان په قاومي جوړښت کې د پښتنو او تاجکانو تر منځ د سیالي او دښمني د ذهنیت جوړولو په مقصد په خپل رسمي سندونو کې د هر یو شمیر په سلو کې دوه څلویښت ښودلې وو. ( د « سي آي اې » د حقایقو کتاب څیړنه ـ ځیرکیار – ۲۰۱۳ ). د اوسني حکومت ( پنځوس،پنځوس ونده ) د جوړښت ريښې سي آي اې توطئې ته ځغول کیږي.

که موږ دافغانستان په جګړه کې د « ن ، ن ، ا » د سترو بریالیتوبونو په لټه کي شو باید دوو مواردو ته اشاره وکړو :
ــ د پښتنو په ضد د غیر پښتون قومونو عصبیت راپارول چې ورته د جګړې افغاني کېدلو نوم ورکړشو.
ــ د پښتنو په منځ کې مخکنیو ټکرونو ته لمن وهل چې په نتیجه کې طالبان ، اسلامي ګوند ، داعش ، خلق ، افغان ملت یو بل سره د دښمني په دریځ کې واقع اوحکومتي پښتانه له غیر حکومتي پښتنوسره په جګړه شول.

ولې لر او بر پښتانه په نښه کیږي؟
امریکا او ناټو په افغانستان باندې د یرغل په پیل کې د لاندې دلایلو په بنسټ پښتانه د دښمن په توګه پېژندل او له تروریزم سره د مقابلې تر پلمې لاندې یې ورسره جګړه پیل کړه :
ـ د ډیورنډ دواړو خواوپښتانه په یوو ژیوپولتیک او ژیوستراتژیک د پام وړ سیمه کې میشت دي : د تاریخ په روایت دغه جغرافیایي دهلیز د آسیا په زړه کې د افغانستان ، هندوستان او پاکستان دجنګي کلا په حیث پیژندل شوې ده. جنګي کلاباید ورانه شي ترڅو چې له هغې نه د ژیوپولتیکو پروګرامونو په وړاندې د « دستار سړی » سر راپورته نکړي او د مرکزي آسیا د تیلو ، ګازو او برښنا لوژستیک او اکمالاتي لاره تر کنترول لاندې راشي .
له شوروي یرغل نه راهیسې په قبایلي سیمو کې د جهاد هنګامه کله د پاکستاني واکدارانو او کله د بهرنیو یرغلګرو په ضد راروانه ده. « ن ، ن ، ا » د ځانګړي تعبیر له مخې ، جهاد د تروریزم مور ګنې او د افغانستان د مورچل نه ورسره جګړه بهترینه وسیله شمیري.
سیمې ته د امریکا راتګ له ځان سره پاکستان ته د ویرې او هیلو پیغام درلود : ویره پدې مانا چې په سیمه کې پاکستان سیاسي اسلام ( چې امریکا او ملګري یې ورسره په جګړه کې دي ) د خپل بهرني سیاست د یو لاسوند په توګه کاروي. هیلې پدې چې پاکستان تل د پښتونخوا د آزادي غوښتونکو جذباتو د ویرې په وجهه په دې لټه کې شو چې له امریکا سره د افغانستان د لاندې کولو چُرت په مخ بوځي او پښتون ، طالب سره په ترادف ، دښمن وشمېري. د تروریزم د جګړې تر نامه لاندې امریکا سره ګډ دریز خپل کړي : امریکا د پاکستان او افغانستان د حکومتونو په ګډه همکاري د ډیورنډ د دواړو خواوو پښتنو د ټکولو او وژلو پروګرام پلی کړ : پښتانه د افغانستان په د ننه کې، د امریکا او کابل حکومتونو له طرفه او د باندې له ( ډیورنډه هغې خوا ) د پاکستان پوځ له خوا تر ګوزارونو لاندې ونیول شول.
« ن ، ن ، ا » سره له دې چې په شدت سره یې قومي حساسیتونه راوپارول خو نه یې غوښتل چې د قومونو تر منځ د نفاق او دښمني اچولو په تور محکوم شي. له همدې کبله یې ترجیحآ دپښتون وژنې دنده ، پښتنو ګمارل شویو دولتي چارواکو ته وسپارله: دافغانستان په د ننه کې یې دا دنده لمړی کرزي اوبیا غني ته ورکړه.
ـ د افغانستان په قومي ترکیب کې د پښتنو د شمیر ډیروالی او له همدې کبله د تاریخ په اوږدو کې د قدرت په معادله کې د قومي محوریت په بنسټ د پښتنو فزیکي او سیاسي نفو‌‌ذ د دوی د ځپلو بل لامل دي. په بل عبارت د سیاسي نظام په جوړښت کې د پښتنو د پام وړ لنګر او ورسره جوخت د وروڼو قومونو په کورنۍ کې د مشري دعوه ( په واقعیت کې د کور په د ننه د سیاسی قیمومیت غوښتنه ) ددې باعث شوې چې د یرغلګرو او د کور د ننه پښتون ضد کړیو له خوا د جګړې ګډه جبهه جوړه شي.
ـ د بهرنیو یرغلګرو په وړاندې د پښتنو پردې ضد روحیه او جنګي تجربې ، د دوی د مغضوب کیدو بل لامل دی .

د قومي تصفيي لاسوندونه :
د ملګروملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي کای آیډې مرستیال « پيټر ګالبريټ » د امریکا د یرغل په درشل کې په حق ويلي و، چې امريکا په افغانستان کې د پښتنو د مقاومت سره مخامخ ده.
بنأ د اوږد مهالې او ناانډوله جګړې له لارې د پښتنو فزیکی حذف چې په ځینو حالاتو کې آن د ژنوساید تر کچې پورې رسیږي د امریکا د جګړه ایزې اجنډا په سر کې قرار لري. خو له جګړې سره جوخت په سیاسي او امنیتي چارو کې لاندې پروګرامونه پلي شول :
ــ قومي حساسیتونو ته لمن وهل او په قومي جګړه کې په ښکاره د پښتنون دښمن کړیو په ملاتړ جانب دارانه دریز.
ــ د دولت د ستیژ نه د پښتنو مقاومت د ځپلو په مقصد ، د امنیتي اورګانونو سروالي پښتون ضد جګړه مارانو ته سپارل. که دغه اقدام د دیموکراسي په بنسټ په سوله ایزه فضا کې د مسلکي پوهې په حساب تر سره شوی وای هیڅ تاوان یې نه کاوه.
ــ د ټاکنو تر پلمې لاندې د قومونو تر منځ د دولت سروالي متنازع فیه کول : « ګالبریت » ( امریکايي او د یوناما معاون ) د ۲۰۰۹ په ټاکنو کې زیاتې هلې ځلې وکړې چې د کرزي په ځاي د هغه ټاکنیز سیال بریالي اعلان کړي. « ګالبریت » په ټاکنو کې د لاسوهنې په تور د « کاي آیدې » (سویډني او د یوناما مشر ) له خوآ ګوښه کړای شو.
ــ دپښتون ضد توپکمارانو او جنایت کارانو نه ملاتړ او هغوی پښتون وژنې ته تشویقول.
ــ د تروریزم او دیموکراسي افزاري کیدل. پښتانه د تروریزم سره د جګړې تر نامه لاندې د قومي لږکیو په وسیله ټکول او د دیموکراسي په لوبه کې دلږکیومصروف ساتل.
ــ د وسله وال مقاومت ( چې زیاتره پښتانه په کي برخه لري ) په منځ کې د نفاق اچولو په موخه فرمایشي ډلې تپلې جوړول. د طالب په ضد د ملا رسول تر شا درېدل. د داعش او طالب ( دواړو پښتنو) تر منځ د جګړې اور ته لمن وهل.
ــ حکومت ته داسلامی حزب دتسلیمیدو تشویقول. پروګرام داسې تنظیم شوی و چې د اسلامي ګوند ، تیت او پرکې ټوټې د خپل مشر په سروالي یو ځاي د طالبانو په وړاندې دجګړې ډګر ته ورداخلې شي . یانې پښتون د پښتون په واسطه ووژل شي. اوس هم دغه توطئه د عملي کیدو په درشل کې قرار لري.
ــ د پښتون په محوریت باندې د دولتي نظام د باندې یا د ننه د مذهبي او ملي مقاومت د جوړیدو د تحرکاتو مخه نیول:
د ملا عمر، ملا منصور او د نورو زرګونو قومي مشرانو وژنه پدې مانا ده چې د اولس له منځه څوک سر را پورته نکړي . د ملا منصور د شهات نه پرته زیاتره وژنې د « ن ، ن ، ا » او پاکستان په ګډه همکاري ترسره شوې دي.
« ن ، ن ، ا » تل پدې هڅه کې و او دی چې د د یموکراسي ( د دوکې او تقلب رسمي لاسوند ) د پروسې تر پلمې لاندې په دولتي نظام کې د قومی ډیره کيو په لاس د سیاسي قدرت د تمرکز مخه ونیسي. د همدغه منطق په بنسټ د اوسني حکومت واک د سیالو قومونو تر منځ پنخوس ، پنځوس وویشل شو.
ــ امنیتي خصوصي کمپنی ګانې ، اربکیان او سیمه ایز پولیس د قومي تصفيې د پلان پلې کولو نور افزار شمیرل کیږي .
ــ د سولې لار د امریکا او مقاومت تر منځ د مذاکراتو له چینل څخه تیریږي . خو امریکا د جګړې د اوږدولو په موخه ملامنصور وواژه او د مخکنۍ ژمنې په خلاف د افغاني امنیتي ځواکونو په ملاتړ جګړې ته ورداخله شوه. موخه د پښتنو دانساني ځواک ماتول او په سیاسي لحاظ هغوی حاشیي ته ایستل دي.

نتیجه :
پښتانه په سیمه کي داسې یوستر قوم دی چې د تاریخ په اوږدو کې یې سیمې ته ثبات وربخښلی . هغه هلې ځلې چې د ژیوپولتیستانو له خوا د دغه قوم د کمزورې کولو په مقصد تر سره کیږي د سیمې بی ثباته کولوموخې تعقیبوي . خو له نېکه مرغه نن هغه توطئې ، تطمیع ، تزویر ، هدفمندې وژنې، عام وژنې چې په دریو لسیزو کې د ژیوپولتیکو موخو د تامین په مقصد چې په منظمه توګه یې د سیمې پښتانه په نښه کړي وو، اغیزمنتوب او منطق تر سوال لاندې راغی .
د جګړې نه مخکې پښتانه ویده او په قابو ناستو کورنېو او بهرنیو غلیمانو د شته والې نه بیخبر وو. جګړې ویښتیا او ملي شعور وروباښه . نن پښتون په دفتر او ډګر کې د هغه تاریخي « افغاني هویت » په لټه کې دی چې اشغالګرو قوتونو او پښتون دښمنو کړیو دګډې توطئې اوتپل شوې جګړې له لارې ورڅخه غلا کاوه. « افغاني هویت » ټول هغه کسان په غیږ کې نیسي چې د ملي شعور او سالم وجدان نه برخمن دي.
پښتون هغه وخت خپل تاریخي رسالت سر ته رسولی شي چې حق غوښتنې ته د قومي تعصب رنګ ورنکړي اوخپله حق غوښتنه د نورو وروڼو قومونو د حقونو د حذف کېدو په وسیله بدله نکړي.
امريکا د افغانستان په جګړه کې د اتکلن ۱۱۰۰ ملیارده دالرو لګولو تر څنګ اتکل یو ملیون پښتانه ووژل. خو نه مقاومت له منځه ولاړ او نه هم طالبان کمزوري شول. حتی د افغانستان ډېری ولس او ځمکه د طالبانو تر واک لاندې راغله.
دېرش کلنې تپل شوې ناانډولې جګړې پښتانه ډېر ژوبل کړل خو په روحي او اخلاقي لحاظ ندي وژلې : پښتانه د امریکايي یرغل د پیل په پرتله دمګړۍ په مورچلونو کې د قوت په دریز کې قرار لري. خو د بې اتفاقي د ناورین له کبله په اوسني استخباراتي پیچلې جګړه کې قهرأ له سیاسي تشخص نه بې برخې پاته شوي دي .
د اشغال په وړاندې جهاد او مقاومت د لر او برو پښتنو تر منځ د بیلتون کرښه عملآ له منځه وړې او د یرغلګرو په وړاندې یې دمقاومت لیکو ته پیاوړتیا وربخښلې ده. په وروستیو کلونو کې د ځینوغیر پښتون قومونو ځینې ډلې د مقاومت د داعيي د حقانیت په پوهاوي سره له خپلو مشرتابه توپکمارو نه جلا او مقاومت لیکو ته ورداخلې شوې. خو د پښتنو په ضد هغه توطئه چې په کې د بهرنیانو له خوا غیر پښتانه استعمالیږي لاهم ادامه لري .
واقعیت دا دی چې تر هغه وخته پورې چې « ن ، ن ، ا » د قومونو تر منځ د جګړې د دوام په مقصد دښمنیو ته لمن ووهي او د ۶۰ ملیونو پښتنو او ورسره وروڼو قومونو ارادې ته پام راوانوړي ، ژیوپولتیکو معادلاتو ته استقامت او واحد افغانستان او سیمې ته ثبات وربخښلې نشي.

فرانسه

۱۲ـ۰۷-۲۰۱۶

دوکتور م ، عثمان تره کي"


په دی باره کی په 14.07.2016 نیته کی د ښاغلی محترم کاندید اکادیمیسن اعظم سیستانی تبصره، چي په ګران افغان جرمن انلاین پورتال کی خپاره شوی ده:

"«پښتون وژنه ژیوپولتیک لامل لري»‏
‏(پشتون کشی دلیل ژئوپولتیک دارد)‏

مقاله فوق الذکر از قلم دانشمند علوم سیاسی داکتر روستار تره کی ، یکی از قوی ترین وپرمحتوا ترین ‏مقالاتی است که دراین هفته درتاریخ 13 جولای 2016 در دو رسانۀ جمعی افغانی یکی در پورتال افغان ‏جرمن آنلاین، ودیگری سایت آفغان سباوون به نشر رسیده است . این مقاله که حاوی تحلیل سیاسی وکارشناسانه می ‏باشد،لایق آنست تا بحیث یک مقاله تحلیلی وقابل بحث وتوجه در بخش برگزیده های رسانه های مذکور گذاشته شود، ‏اما چون به زبان پشتو نوشته شده است، با دریغ وتاسف باید عرض نمایم که ممکن تعداد زیادی از ‏پشتوزنانان ودری زبانان آنرا نخوانده باشند،واگرخوانده هم باشند اماتا کنون (درظرف 24 ساعتی که از نشر آن گذشته است) ، از ‏سوی هیچ صاحب نظری از خوانندگان چی پشتون وچی دری زبان، تبصره ای در مورد آن صورت نگرفته ‏است؟

سوال من از صاحب نظران پشتون این است که آیا این مقاله را خوانده اند وچیزی از آن فهمیده اند یا خیر؟ اگرخوانده وفهمیده باشند، ایجاب میکرد ومیکند تا احساس خود را در تایید یا تردید محتوای آن ابراز مینمودند، اما ‏در یک چنین موضوع بزرگ ملی که در آن برسرنوشت آینده کشور بحث رانده شده است، بی تفاوت ماندن ‏وخموشی اختیارکردن ، دور از شآن آنانی است که ادعای پشنولی و زعامت قومی ویا ملی را دارند.

این مقاله ‏در نهایت مردم وطن را دعوت به تفکرجمعی وچاره سنجی ملی برای نجات کشور از تجزیه وتباهی میکند ‏وصواب نیست که آنرا سرسری بخوانیم وهیچگون نظری در مورد آن ندهیم، من یقین دارم که اگراین مقاله ‏از سوی یک دانشمند تاجیک نوشته میشد، تا کنون ده ها تبصره وتائیدیه در بارۀ آن ابراز میشد،ولی چون متن ‏بزبان پشتو نوشته شده، از دری زبانان جای گلایه نیست، ولی از پشتو زنابان چیز فهم وصاحب نظرجای گیله ‏است.توجه وتبصره برچنین مقالاتی ، ارج گزاری به نویسنده آن ونیز به وطن وایندۀ وطن نیزاست .از ‏نظرمن این مقاله باید در بخش برگزیده های هفته گذاشته شود ودرعین حال برای آنکه فیض آن عام تر شود ‏بهتر خواهد تا خود نویسنده عین مقاله را به زبان دری نیز بنگارند و دوباره نشر کنند تا دری زبابان نیز به پیام ‏اصلی نویسنده بیشتر اشنا گردند.‏
با اظهار سپاس از نویسنده گرامی داکتر روستار تره کی .‏"


په دی باره کی په 14.07.2016 نیته کی د ښاغلی محترم ع ، ا . عزيزي تبصره، چي په ګران افغان جرمن انلاین پورتال کی خپاره شوی ده:

"ما دمحترم ‌‌‌‌‌‌ډاکترصاحب م. عثمان تره کي تاریخي لیکنه د < پشتون وژنه ژيو پولتیک لامل لري >
ترعنوان لاندي په ‌‌‌‌‌‌ډير دقت سره دوه واره ولوستله او دي نتیجي ته ورسیدم چې دالیکنه واقعاً هم د محترم سیستاني صاحب د مشوري په تائيد دپام وړ ده او موږ کولاي شو له دي لیکني ‌‌‌‌‌‌ډير هغه څه ترلاسه کړو چې تر اوسه مو یا سر نه وه پرخلاس شوی او یامو دپام وړ نه دی بللي.

زما په اند ددي تاريخي اومهمي لیکني خورا د ارزښت وړ هغه دزړه رازاو نیاز دی چې لیکوال
یې غواړي له خپلو ټولو هغه چاسره چې په افغانستان کي میشت دي شریک کړي او غواړي دا سي
یو بي پري پيغام وطنوالو ته ورسوې چي، موږ ټول د یوي داسي توطئي قرباني یو چې دهغې بنیاد
او اساس ورور وژنه او نفاق جوړوي او دانګلیس له هغه فارمول نه سرچینه اخلي چي ویلي یې دي
" تفرقه بي انداز وحكومت كن ". بايد ووايم چي زموږ د ټولو افغانستان میشتو پرګنو ستره
نیمګړتیا او نقیصه داده چې خوش باوره یو او همیشه مو په خپلو ‌‌‌‌‌‌ډيريو " مشرانو " پسي بي له دي چي دهغوي دکړنو په ماهیت ځان پوه کړو ، صرف اقتداء کړي او په دي بهانه مو ځان ته برائت ورکړي ، خو له بده مرغه ‌‌‌‌‌‌ډير وار داسي شوي چې دداسي " مشرانو " له خوا لاس تړلي یا دجهالت کندي ته غورځول شوي یو او یایې دخپل سلطنت او اقتدار په خاطر له یو بل سره لکه اوس په جنګ اچولي یو او کله کله خو لا داسي هم شوي چې ژوندي یې د کارمل، رباني او کرزي په شان
خرڅ کړي یو. ژوندی مثال یې: له امریکا سره دکرزي له خوا دستراتیژيک قرارداد په پټه او بي له مشوري امضاکول او ‌‌‌‌‌‌ډير وخت ددي قرار داد د محتویاتو پټول دي."


په دی باره کی په 14.07.2016 نیته کی د ښاغلی محترم زمری کاسی تبصره، چي په ګران افغان جرمن انلاین پورتال کی خپاره شوی ده:

"با احترامات و قدر دانی به سیستانی صاحب بزرګوار که توجوه همه رابه خواندن مضمون محترم روستا ترکی داکتر علوم سیاسی جلب میفرمایید. من همان لحظاتی که مضمون شان نشر ګردید خواندم و یکی دو دوستی را متوجه خواندن این مضمون نمودم. بلی قسما یک سلسله موضوعات را که در فیصله های آنزمان صورت ګرفت آقای برژنسکی کلید عمدهء آن بود که در سال ۲۰۰۲ آقای خواجه بشیر احمد انصاری در کتاب خویش « افغانستان در آتش نفت » نوشته اند و یکی از فیصله ها در ۱۲ ماده این بود که: « کسانی که مخالف منافع شان باشند، کشته یا به انزوا کشانیده شوند. » این مادهء هشتم بسیار پر معنی است. از دانشمند داکتر روستا ترکی تشکر و افتخار به جرءت شان مینمایم. و یک بار دیګر این مسایل را که غرب چطور تعصب را دامن زد در لینک ذیل که در یکی از اخبار سویس نشر ګردیده بود همه چیز روشن ګردید.
در سال ۱۹۹۰ که امیدوار فیصلهء ملل متحد بودم که پیشنهاد داکتر نجیب یعنی آشتی ملی قبول کردیده بود و از طرف وکیل، وزیر خارجه اش و دولت سویس « من شاهدم » در اثر کودتایش در سال ۹۲ آشتی ملی به جنګ و خونریزی انجامید،من در کابل موسسهء خیریهء صلح و صحت را با پول شخصی ام تا سال ۱۹۹۲ اساس ګزاشتم و در کابل جانم بودم، چند روز اول را ۱۹۹۰ در هوتل کانتیننتال به سر میبردم. مجلسی در کانتیننتال به نام کلتور کوشان صورت ګرفت که از سویس شخصی به نام داکتر کلتور کوشان آقای شتاهل هم حصه باید میګرفت. صبح یک روز پیش در صالون نهار شخصی توجوه مرا جلب منود و او هم به من نظر میکرد. شناختمش، نزدش رفته و پرسیدم که آقای شتاهل هستید.چون نامم را ګرفتم مرا به یاد آورد. این آقا با بوخرر دزد کتب افغانستان، در سال ۱۹۸۰ به نام دوستان افغانستان نزد من « دشمنان افغانستان » سازمانی را تشکیل نموده بودند که از من بار ها دعوت نموده بودندکه عضو شان ګردم. یک تعداد افغان ها را که...... با خود یک جا نموده و در یکی از مجالس شان و آنهم به خواهش خانواده ذکریا حصه ګرفتم که بعد از صرف نان شب میخواستم با بوخرر خدا حافظی کنم، کمی مصروف بود و به من ګفت صبر کن به برادران ګشنه ات در پاکستان پول میشمارم، به او ګفتم که : ګلولهء کلشینکوف روسی شرافتمندانه ترست به برادران کرسنه ام در مقابل پول تو با این وضعیت. دیده بودم که با چند افغان دیګر هم وضع بدی کرده بود. مطلب اینجاست که آغای شتاهل را که در کابل دیدم، ازینجا او را میشناختم. در لحظات سخنرانی ما از هوتل دیده شد که انفجار قوی در مندوی کابل که بعدا ګفتند صورت ګرفت و من به شتاهل ګفتم که این مواد منفجره از غرب فرستاده میشود، لا جواب ماند و زود ګفت که چون به زیوریخ برګشتی با هم میبینیم و صحبت می کنیم. این آقا داکتر علوم کلتوری نه بلکه جنرال است و در فاکولتهء عسکری زیوریخ جنګ های چریکی را تدریس میکند. چون من شناختمش، نیم ساعت بعد قراریکه آقای مرحوم یونس سرخابی که هم دعوت مجلس شده بود، ګفت که وی از کابل ګریخته است و بعد از صحبت با خودت، چرا؟ نمیدانم. شتاهل را در فکولتهء انجنیری که بلد بودم در زیوریخ بعدا ملاقات نمودم.سخنانش عمده و به من درس بزرګی داد: در اولین مرحلهء صحبت کاغذی را از بکس خویش کشید و با قلم روی آن خط کسد که امریکا میخواهد که اګر پشتون ها آدم نمیشوند افغانستان را سه توته نماید، اینش ایرن، اینش پاکستان و اینش هم تاجکستان میشود..با جدیت به او ګفتم که این آرزو ها را هرکسی در سر میپروراند با خود به ګور خواهد برد. این بحث را فورا قطع نمود و ګفت از خودت یک سوال دارم، ګفتم بفرمایید و ګفت : از یک پنجشیری پرسیدم که مردم میګویند که پشتون ها دو روی دارند، وی ګفت که نه آنها سه روی دارند، شما میدانید که چرا پنجشیری ها چنین فکر میکنند؟ به او ګفتم که این سخنان را از دهن کدام پنجشیری من نشنیده ام و این اولین باریست که در اصل از زبان شما می شنوم. این بود آخر بحث. من قبلا هم دانسته بودم و در اینجا در سال ۱۹۹۰ به من ثابت کردید که غرب تفرقه بین مردم ما می اندازند، در چندین مجلسی که این موضوعات را یاد آوری کردم، افغانهای ما کمتر شنیدند و زیاد تر بر علیه من پرو پاګند ها پخش کردند تا حتی آ سویس که دوستان امریکایی ام خبرند و مرا خبدار ساختند، بعد از آنکه یک سیمینار دوساعته بر اساس ګفتهء خودشان استثنایی و بی سابقه در فاکولتهء طب زیوریخ روی تحقیقات سی و شش ساله ام در سال ۱۹۹۹ دادم دست به قتلم زدند. به هر صورت بر می ګردم به تحقیقات داکتر صاحب ترکی که بر اساس واقعاتی نوشته اند که یک ګروپ به خصوص امریکا و اروپا بلان ها را طرح ریزی کرده بودند. من از محترم داکتر روستا ترکی صاحب خواهشمندم که خودشان این مضمون پر ارزش را به دری هم بنویسند و باز هم نشر شود و قابل افتخار است. این هنوز سر کلاوه به اصطلاح است که در مورد این وطن نازنین ما افغانستان به خود حیران واقعات مستند نوشته می شود. به امید آینده و حقایق. http://www.tagesanzeiger.ch/ausland/amerika/Wie-der-Westen-den-Islamismus-vorantrieb-/story/31430801 به آلمانی است و واقعیت: چطور غرب تعصب اسلامی را دامن زد."


په دی باره کی په 14.07.2016 نیته کی د ښاغلی محترم پروفیسور رشید تبصره، چي په ګران افغان جرمن انلاین پورتال کی خپاره شوی ده:

"داستاد تره کي دمقالې په اړه یوه لنډه څرګندونه
د استاد روستارد مقالې په اړه زه د پیاوړي مورخ درانه سیستاني صاحب وړاندیز دقدروړبولم ،په رښتیاهم داستاد مقاله له هغې پراخې توطیی څخه پرده پورته کوي چې دخونړۍ امریکااودهغې دجهنمی دستګاه سی آی اې له خوا له نژدي دریو لسیزورا په دیخوا ترلاس لاندي نیول شوې ډه ، یوازې یوه ټکې ته باید متوجه وو او هغه داچې ، دپښتون وژنې یوازي یولامل ژیوپولولیتک دی ، په دغه اړه لوی لوی خطرونه همدا اوس په شعوري توګه د پښتنوګاونډیانواو یا په بله اصطلاح مسلمانو وروڼو راپورته کړي دي، چې عربی شیخان او شیعه ایران دواړه په یوه ډول په دغه ډګر کې له لاسپوڅې پاکستان سره یوځای هغه لارښونه کوي . داستاد روستار د توضیحاتوپه تایید کله چې ایران او یو شمیرعربی سوداګري مرکزونو ته پرافغانستان باندې د امریکې له یرغل سره سم دامریکایې اقتصاد پوهانو دانظرورسید چې ګواکې افغانستان به ډیر زر د مرکزی او جنوبی اسیا ترمنځ پر یوه بله دبي (اماراتو) باندې بدل شي، دغې خبرې دلویدیزې آسیا زیاتو هیوادوته پرهغه مهال په ناخبرې سره په همدغه تبلیغاتي مرحله کې لوی ټکان ورکړ همداوه چې له ۲۰۱۱ کال څخه را پدیخوا په افغانستان کې جګړه یوخل بیا د ۹۰ یمې لسیزې په شان توده شوه چې لړۍ تراوسه هم لا روانه ده ، کرزي دخپل تسلط په دوران کې همدغه مشکل درک کړ ځکه یې هلته او دلته په نارو سورو باندې پیل وکړ ترڅو چی خبره تر ډاکترغني پورې ورسیده ، دغنی دوکتورین هم هغه څه وو لکه استاد روستار هغو ته د ن ن ا په څیره کې اشاره کړی اوده هم په کراتو کراتو داخبره کړې چې ګواکي دی به مرکزې آسیا له جنوبی او لویدیزه به آسیا به له مرکزې او جنوبی آسیا سره د افغانستان له لارې له اقتصادي پلوه تړي داکتر غنی عملآ اوس دهمدغه پلان دتطبیق په برخه کې لاس په کارشوي دی چې څرګند لامل یې په لراوبرکې دپښتون وژنې اوږده لړۍ بللای شو ، داچې دې داکارشعوري اوکه غیرشعوري کوي په دې باب موږ ترلاسه هم دده هوښیارۍ او یا تیروتنه په ګونګه خړه کې دي .
استاد روستار دخپلې لیکنې پایله (نتیجه ) په زړه پورې را غوڼده کړې ده ، دده وړاندیزونه دیوملي حقانیت او واقعیت څرګندونه کوي ، او دا په ډاګه کوي چې دافغانستان او سیمې خیر د افغانستان دخلکواو اوسیدونکوپه تفاهم کې دی ،امریکې افغانستان د قربانۍ د پسه په مقام اومنرلت کې درولی دي ، دوی که له یوې خوا له چین او روسیې سره دسیالۍ په سیمه کې ځان نیولی دی ، خو له بلې خوا مو باید پام وي چې دوی دایران او پاکستان په وړاندې هم ځانګړې موخې اواهداف له افغانستاڅخه په پام کې لري ، داخبره به ډیره بیځایه نه وې لکه چې د امریکا د ولس مشرۍ لپاره دلیونی کاندید ترومپ د می میاشتی په یوه وینا په ډاګه شوه چې ویی ویل « زموږ دحضور لپاره افغانستان له امله هم مهم دی چې موږ باید دپاکستان اتومي هلې ځلې له افغانستان څخه تر خپل کنترول لاندې ونیسو ...) ...
په هرډول افغانستان اوس دیوې لویې توطیې په منګولو کې لویدلی دی ، زموږ د وطن یوشمیرتش په نامه مشران او لاسپوڅې واکمنانو اوس په لوی لاس دا توطیه د افغانستان دخلکو غاړې ته وراچولې ده اوفکرکوي چې دا به د دوی د خوش خدمتیو او جاسوسیو په ترڅ کې دعمل تر سرمزله رسیږي ، نه ، زموږ د ملت قربانیو عملآ وښوده چې داملت یو واحد او آزاد ملت دي ، یوڅوپردې پالې یې که اوس پراوږو دنورویرغلګرو پوځیانو په زور تپل شوې ناست دي ، دوی باید ددغه ملت ددې لویې قربانۍ چې د دوی د ناپوهې له امله پردوې تپل شوې دپایلی اوبري په ترڅ کې خپلې تورې او بدنامې پایلی او برخلیک ته سترګې په لاره وي .
او وروستی داچې : استاد تره کي تل خپل غږ دافغانیت په ننګه پورته کړی ، دهغه هردم او قدم ددغه ملت له مظلوم برخلیک سره مل دی ، موږ ټول پرې ویاړو او دده له هر دم او قدم سره ملتیا کوو ، ځکه دي دخپل قلم په زور او دخپل مسلک دقانونیت له مخې موږ په دې باوري کوي چې موږ تراوسه هم ددې توان لرو چي د ژوند ، آزادۍ او افغاني یووالی لپاره مبارزه کې ستړې نه شو ، دي موږ پردې هم باوري کوي چې زموږ په وطن کې لاهم د ننګیالي خوشال غږ اوچت دي اولا هم زموږ ترغوږو پورې را رسیږي چې :
ساقی بیا زما دښاره خبرواخله
لا یوڅو په کوڅو پاتې پرهیزګار شته
درناوی
پروفیسور رشید دنهرو پوهنتون استاد "



د بین الافغانی صلح، امنیت، ثبات، ټولنیز عدالت، قانونیت، ترقی او رفاه په هیله