د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د مستوفي حبیب الله خان مایار وردګ یوه ملي اوتاریخي مرکه

پروفیسور عبدالخالق رشید 14.07.2016 11:59

مستوفی حبیب الله خان ، داودشاه خان ، امیرمحمد یعقوب خان کیوناری  اوبل انګریزچارواکي

دغه مقاله ،  
 ډاکترصاحب اکبروردګ او انجنیرډګروال غفورجان ماما
 ته دهغوی د هیواد پالوخدمتوپه پار ډالۍ کوم ، عمرونه یې اوږده !

-------------------
پروفیسور عبدالخالق رشید  ـ نهرو پوهنتون  هند


دافغانستان معاصر تاریخ ، زموږ دعمومي تاریخ له هغه څپرکي څخه دی چي  د وردګانوپه وینا له ډوډوزو اوډزو ډزو ډک څپرکې ورته ویلای شو، دپردیو یرغلونه ، په خپلوکې سره ښکیل کیدل ، کورنۍ جګړې داټول چي سره یوځای کړې نو پایله به یې په رښتیاهم یو وروسته پاتې اوله پښو لویدلی هیواد او خلک وي چې نه  به له ترقۍ خبروي ، نه له تعلیمه او نه هم له فرهنګی او کلتوري ودې ، ځکه چي هرڅوک پر دي وطن راپیښ شوي ، خپله ښه یې په کې کړې ،  معامله یي پرې کړې او چي نوریې له وسه نه دي شوي ، نو بیا یې پردیوته بلنه ورکړې ، یا یې پناه وروړې او پرخپل کوراوکلي یې رابلوسولي او خپلې مټې يې دهغو په تورو اوټوپکو ، په شوبلو او ټانکونو، پرپلو او سپرو باندې پرې کړې،خپل مطلب یي پرې پوره کړی ، اتلولي يې په شرم والي ور اړولي ، یا یې وژلي اویایي په خپله دخپلو ناوړو کړو منګولو ته ورحواله کړي چې بیا خپلو ناوړتیاوو ترې ننګ  دین وننګ دنیا جوړکړي دي. له ۱۷۹۰ میلادي یې راونیسۍ  بیا تر ۱۹۹۲ پورې چې پوره دوه سوه  او دوه کاله کیږي، په دغه هیواد کې یوه واکمن ، یوروڼ اندي افغان ونه شوای کولای چې دغه هیواد دپرمختګ او تکامل تګلوري ته ورمخه کړي ، په دغه دووسووکالوکې موږ دیوه تش په نامه باتور او اتل ملت په توګه یوملي اتل چي دعصرغوښتنو ته یي ځواب ورکړي وي ، ونه موند ، که کوم واکمن او یاهم کوم یوه سرښندونکی او غورځنګ سرراپورته کړی ، هغه مو په خپله وژلی او په خپله مو د پرمختګ له بهیره را ګرزولي اوپه خپله وحشیانه سرټمبګی مو له منځه وړی دی ،ځانونه مو دخپل ورور په وژنه ، دخپل کور په ورانۍ باندې کاغذی اتلان کړی او چي یوه وړه څپه راباندې راغلې ، نوبیا مو هغه دخلکوپروینا دتوتو په بیه پلورلی او غمونه مویوبل نسل ته چی په پټوسترګویي دنیا لیدلي ورحواله کړی دی . پرپورتني تاریخي شیبه کې موږ څومره فرصتونه له لاسه ورکړل ؟  او ولې ؟  یوازې په وروستیو څلورو لسیزو کې زموږ په دغه لنډاو تنګ هیواد کې تریوه ملیون زیات انسانان یوازې په جګړه ( هغه هم  ددغې اوسني پایلې لپاره) وژل شوي دي ، داچی څومره له عادی ناروغیو نیولې بیا تر خطرناکو سرطانو پورې له منځه تللې اووژل شوي پرهغو باندې  بحث کول حرام دی ، څومره نسلونه مو بیسواده پاتې شول ، دا به هم نه یادوو ځکه چې دی ته هم تر ورخه تیرې اوبه ویلای شو ...
 داهرڅه راباندې وشول ، اوس هم را باندې روان دي ، او لابه یوه ، نیمه پیړۍ نور هم د پردیو ترپیټو لاندې یادو شویو ستونزو ته اوږې ورکوو ، ځکه چې که له  بدتقدیره سرټکوې، نونا چار چې قادراوغاصب ته به سرټیټ نیسې ، که له پاچا او واکمنه سرټکوې ، هغه ځان دخدای او امریکا سیورې بولي ، ځان به  یا په بډو او مقامو او یاهم  د پردیوپوځیانو دتورو پرزور درباندې مني ، ولو که به سوچه څلوربول هم وي ، لکه چي دي ، زموږ په واکمنانانو کې یوهم بیسواده نه و ، یوه هم له نبوغه ټیټه رتبه او مرتبه نه درلوده او ان چي په ټوله دنیا کې زموږ غني صاحب د نړۍ دویم مفکردی چې لومړي یې زه هم نه پیژنم او را وروسته یی کیدای شي تاسوهم  ونه پیژنۍ ...  
داټولې ستونزې چي سره راټولې کړې ، دهماغه ناروغ دخبرې په پایله ختمیږي کوم چې ډاکتر ته ورغلی و ، او هغه پوښتیدلي و چې څه حال دې دي ؟ پرهمدغه شیبه کې ...  او ډاکترته یې ځواب ورکړ چې  « ډاکترصاحب دا مې حال او دامې احوال دی ؟ »
زه په دغه لنډه مقاله کې تاسو ته دیوه نامتو اداره چی ، دیوه نامتو وزیر ، دیوه نامتو لومړي وزیر هغه چی زموږ په تاریخ کې په مستوفی حبیب الله خان وردګ باندې نامتودی دیوشمیرتاریخی اسنادو په رڼاکي یوڅوکرښې دده له یوې تاریخی مرکې سره چی  د هند په ملي آرشیف کې دده په اړه له نورو اسنادو سره خوندي ده او زموږ د معاصرتاریخ  ددغه پړاوپه ترڅ کې دواکمنانانو لپاره ځانګړي اهمیت لري  له تاسو ګرانو دوستانو سره دده د لنډۍ پيژندګلوۍ په ترڅ کې شریکوم .  
  « ميرزا حبيب الله خان ( په عکس کې له ښۍ خوا لومړی ) خرم خیل عارف زى مايار وردګ دى، چې د امير شیرعلي خان په دوره كې يې د محمد رفيق خان تر لارښوونې لاندې كار پيل كا. حبيب الله خان د شیرعلي خان په پلوۍ د غلزايي قلات په نيولو كې چې د سردار محمد امين خان او جلال الدين له خوامحاصره شوى و، لويه برخه واخيسته او كلكه دفاع يې ترې وكړه. شیرعلي خان له پرله پسې بريو وروسته له نوموړي ميرزا سره يو ځاى د كندهار په لور راستون شو. كله چې امير محمد اعظم خان او سردار عبدالرحمن خان پر كابل واكمن وو. دوى د غزني د نيولو په هوډ له كندهاره حركت راوكړ. حبيب الله خان، شاه غاسي شیردل خان، خداى نظر خان د اعظم خان او عبدالرحمن خان خلاف شول او په غزني كې يې سنګر ورته ونيو. عبدالرحمن خان كوښښ وكړ چې د غزني پر كلا باندې يرغل وكړي، خو چې د شیرعلي خان د پوځونو يې واورېدل، له غزني راپه شا شو، د سيد آباد او شيخ آباد په سيمو كې يې ځانونه كلك كړل. د شیرعلي خان پر ضد يې جنګ وكړ. چې په پاى كې يې شیرعلي خان مات او له مستوفي سره يو ځاى د كندهار په لور ناكام ستانه شول. دوه نيم كاله وروسته شیرعل خان بيا پر كابل يرغل وكا او دغه ښار يې ونيو. د كابل له نيولو وروسته يې حبيب الله خان د خپل مستوفي يا ماليې وزير په توګه وټاكه. پر هغه مهال چې يعقوب خان  د خپل پلار په بلنه كابل ته راغى او هغه يې په زندان كې واچاوه، شیرعلي خان – مستوفي د هرات د والي په توګه هلته ولیږه. د خلكو د بې شمیره شكايتونو او سرټكونو پر اساس يې هغه بیرته راوغوښت او زنداني يې كړ. كله چې شیرعلي خان په علي مسجد كې د خپلو پوځونو له ماتې وروسته د تركستان په لور شو، حبيب الله خان يې له ځان سره هلته بوت. كله چې يعقوب خان پر واك كیناست، هغه ته يې بلنه وركړه او له ځان سره يې په ۱۸۷۹ كال ګندمك ته ملګرى كړ او بیرته يې خپل مستوفي او د ماليې وزير مقرر كړ. مستوفي خورا چالاك، ځيرك او برلاسى سړى و او د شیرعلي خان د ګروپ له مهمو او غښتليو ملاتړو او د هیواد په تیره د وردګو له مخورو مشرانو خخه دى.“ (محمدجان خان زما خپله لیکنه )
مستوفي سره له دې چې له انګریزانو سره یې سر ووړاوله هغوی سره اړیکي درلودل ، پرهغه مهال چې انګریزي پوځونه دامیرمحمدیعقوب خان دلرې کیدو او دکیوناري دغچ اخیستنې پرمهال پرهیواد راوبلوسیدل ، په دغه ترڅ کې یې ډیرې خوارۍ وکړې چې انګریزان باید پرکابل باندې یرغل ونه کړي ، خو ګټه یې ونه کړه ، دیعقوب خا ن  له لیرې کیدو سره سم دده لپاره هم په هیوادکې دټیکې ځای پاتې نه شو ،کله چې امیرعبدالرحمان خان  پرواک شو ، دهغه له سختو سیالانو څخه  یودی و ، چې دهغه له راتګ سره سم له کابله  « هندوستان ته  د ۱۸۸۰ کال دمی په میاشت کې ورسید ، وزیرشاه محمدخان (دی د امیرمحمد یعقوب خان د باندنیوچارو وزیرو، اصلآ دی ملا و ، یولړ ملایی درسونه یې دهغه مهال په هند کې لوستي وو، څه ګوډه ماته انګریزي یې هم ویله خو ډیر پرې مسلط نه و ، دی د کټواز یا اوسنۍ پکتیکا اوسیدونکی و د مستوفی په انډول  ډیرسیاسی سړی هم نه و ، ډیره هڅه یې کوله چې له انګریزانو سره ځان ملګری کړي خو هغوی  ډیراهمیت ورنه کړ ځکه چی د ډیرنفوذ خاوند څوک نه و   ) وزیرشاه محمدخان د ۱۸۷۹کال په دسامبرکې هند ته رسیدلی و  دوی دواړه څه موده له داودشاه خان  سره یوځای اوسیدل ، څه ستونزه یې سره پیداشوه ، داود شاه خان مدراس ته ولاړ او دوی په پنجاب کې پاتې شول ، په ژمي کې به په لاهور اوپنډۍ کې وو او په اوړي کې په مري کې ، میاشتنی تنخوا یې (۴۰۰) روپی ،  دلاهور او مري د کورونو دکرایۍ ، او دترانسپورتشن په ګډون  (۹۱۰) روپي کیدې ، څه موده په امرتسر کې هم اوسیدلی دی ، کورنۍ  یې تر  ۱۸۸۴ کال پورې په غزنی او وردګو کې وه ، یوزوی  یې عبدالغفور نومیده چې  دقاضی عبدالسلام بارکزي ( دقاضی عبدالرحمان ورور) زوم و ، قاضی عبدالسلام که څه هم دقاضی عبدالرحمان ورور و خو ددواړو وروڼو له یوه اوبل سره یې سخته دښمني وه ، قاضی عبدالرحمان بارکزي بیا امیرعبدالرحمان ته ډیرنژدي مخوراوخانعلوم شو ، ده امیر ته دمستوفي حبیب الله خان ټولې بدګړې ویلي ، ان چې یومهال امیر مستوفی ته یولیک واستاوه چې کابل ته راشي ، قاضی عبدالرحمان له امیرسره  داخبره کړي وه چې :

The Khan-i-Mulla Khan (Kazi Abdu Rahman) , influenced by his  ill-feeling towards the Mustaufi because of  his connection with Kazi Abdu Salam, the late Khan –i-Mullah , waited on  the Amir, and represented the Mustaufi’s entire dishonesty of character, and the extensive misappropriations of which he had been guilty, and said : “I  have heard that your Highness has written to recall  him ?  the Amir replied : “ I have written, and I will distribute alms if he comes. You keep quiet. I never communicate my real intentions to any preson. I pray God that the Mustaufi and Sirdar Sher Ali Khan , Khandari, may once fall into my hands”  ( N.A.I ,  Nos 567-576, F. 1880)
ژباړه : خان ملاخان ( قاضی عبدالرحمان ) څوک چی دښمنۍ او بد نیت یې دمستوفی په وړاندې  له قاضی عبدالسلام       ( پخواني خان ملا ) د اړیکوله امله روښانه دی ،  له امیرسره دکتنې په ترڅ کې د مستوفي ، نه صداقت ، خیانتونه او ټولي ځاني بدګړې ورته  بیان کړې ، اوله امیره یې پوښتنه وکړه چي  : ما اوریدلي چی تاسی اعلحضرت هغه ته لیکلي بلن لیک ور استولي دی ؟  امیر ځواب ورکړه : ما هغه ته لیکلي دي ، زه به خیراتونه ورکړم که هغه راشي ، ځان آرام ونیسه ، زه به کله هم د زړه خبره له چا سره شریکه نه کړم . زه  پاک الله ته لاس په دعا یم چی که مستوفی او سردارشیرعلی خان  یوځل زما ترلاسه  راشی »
 امیر عبدالرحمان خان لکه چې له پخوانیو چارواکو سره یې دښمي د کرکتر برخه وه او په انتقام کې یی زور نه یوازې له ټاکلي کس څخه ووت بلکه په ګناه یې کورنۍ ، قام او سیمې ته هم سزا ورکول کیده ځکه یې  دده  ټول شته او مځکې ضبط کړل ، ډیره هڅه یې وکړه چې په یوډول نه یو ډول یې کابل ته را ولي څو دخپلو ټولو ماتو غچ هغه چې د شیرعلی خان په دوران کې یې دده له لاسه ګاللې وې ترې واخلي ، خوپه لاس  ورنه غلی او نه ده پرامیر باندې باور درلود . دده غچ یې له محمدجان خان او دهغه له کورنۍ څخه چې په لاس کې یې وو واخیست ،مستوفی حبیب الله خان په ۱۸۹۳کال کې له نړۍ سترګې پټې کړي دی .
مستوفی دامیرشیرعلي خان په اداره کې له مهمو کسانو څخه و ، ترټولومهمه خبره داده چې انګریزانو په تیره جنرال رابرت ، دده ترسختي اغیزې لاندې و ، کابل ته له رسیدو سره سم یې هغه ترخپل نظارت لاندې ونیو، انګریزان ان د ګندمک دتړون په  دوران کې دده په وړتیا باندې پوهیدل ، همداوه چې رابرت له خپل یرغل سره سم ، له ده سره  پرله پسې تماسونه ونیول ، دعلي خیلو له خبرو اترو وروسته دی دانګریزانو سره دزندانی په توګه اوسیده ، خو انګریزان په دی پوهیدل چې دده واک اوځواک تر یعقوب خان اونورو زیات دی ، او په عین حال کې انګریزان په دي هم پوهیدل چې دی له عبدالرحمان خان سره   نه جوړیدونکی څو ک دی ، ځکه انګریزانو ته دا معلومه وه لکه چی ارواښاد غبار لیکي : « اما مستوفی حبیب الله صدراعظم که درنزد انگلسها محبوس بود ، استشمام کرد که سردارعبدالرحمان خان سرسازش با انگلیسها دارد، لهذا درخفا مکاتیبی به عنوان سپه سالار بلخ که هنوز قشون دست نخورد یی داشت وبه عنوان مشک عالم وجنرال محمدجان که درغزنه مصروف تجدید قوا بودند ، فرستاد ونوشت که : سردارعبدالرحمان خان درنهانی با انگلیسها ساخته است باید جلو اوگرفته شود.  جاسوسی انگیس با مصرف  20 هزار کلدار مکاتیب مستوفی را  از راه غزنه بدست آورد و درصدد شد که او را  درهندوستان تبعید نماید. اما نامه مستوفی که عنوان سپهداربلخ بود  به او رسید وسپهسالارغلام حیدرخان برضد سردار عبدالرحمان خان که درتخارستان مشغول ترتیب سپاه بود  قیام کرد وداعیان سردار را ( سردارمحمد سرورخان  و سردارمحمداسحق خان پسران امیرمحمد اعظم خان و سردار عبدالقدوس خان پسر سردار سلطان محمدخان – که قبلآ از کابل فرارکرده وبه سردارعبدالرحمان خان پیوسته بود ) سرکوب کرد ومنجمله سردار محمدسرورخان کشته شد و دوی دیگر ازبلخ به استقامت میمنه فرار کردند. » ( غبار مسیر ص ۶۳۳ چاپ سال ۱۳۴۶)
 هم عبدالرحمان خان اوهم انګریزان دده په ځواکمنۍ باندې په ملی او دولتی کچه ښه پوهیدل ، ځکه یې ظاهرآ د دوست او ملګري په توګه ترنظارت لاندې ونیو او بیا یې داهم تحمل نه شوای کړای ځکه یې هندوستان ته دسیاسي بندي په توګه پریعقوب خان پسې ولیږه . رابرت څو څوځلې دده  او دده دنفوذ په اړه خپل دولت ته خبرداري ورکړي او په دغه اړه یې رسمي لیکونه استولي دي ، دده په محبوس ساتلواو غولولوکې ترټولو مهمه  خبره داوه چې دده په نظارت سره یې له یوې خوا دملي ځواکونو حرکت ځنډنی کړ ځکه چې هغوی هم  زیاترو ده ته کتل او له ده سره یې تماسونه نیول ، کله چې د غزنی جرګه جوړه شوه  او دغبار په وینا «  پس درجرگه یی که درغزنی به شمول ۱۸۹ نفر نمایندگان اهالی دایرگردید – مشک عالم  و جنرال محمدجان خان هم شامل بودند – بعدازمذاکرات چندین روزه  فیصله شد که پادشاهی افغانستان حق وارث  ارشد امیر شیرعلی خان است  که اینک به هند محبوس می باشد (امیرمحمدیعقوب خان ) بایستی او مثل امیردوست محمدخان از دست انگلیس نجات داده شود. مستوفی حبیب الله خان صدراعظم که اینک در دست انگلیسهای کابل محبوس بود، درجواب استشاره  رابرتس ، عین فیصله جرگه غزنی را تایید کرد... » ( غبار ص ۶۳۲ )  خوانګریزانو له دغې جرګې څخه هم خپله ګټه پورته کړه ، سره له دي چې مستوفی په دغه بهیر کې دیوه رابط په توګه دنده درلوده ، خو بیایی هم دافغانانو په وړاندې خپل پلانونه تطبیق کړل ،رابرت  په غزنی اوکابل کې  هزاره مشران وهڅول چې دنورو قومونو په وړاندې په ماجراجویی لاس پورې کړي او همداسې یې نور قومی او مذهبي توپیرونه دومره پیاوړي کړل چی ترډیرو پورې یې ناوړې اغیزې  دافغانستان خوارو خلکو زغملي. خوله دغه ټکي سره سره  باید ووایو چې جنرال رابرت دمستوفی له کاروایئ ، لیاقت او وړتیا څخه سترګي نه پټوي په  ۱۸۸۰ کال کې هغه مهال چې ده پرکابل باندې بده ورځ جوړه کړه ،  خپل دولت ته یې دمستوفي په اړه ولیکل : « مستوفي  د وردګو اوسیدونکی دی ، دی له محمدجان دوی سره نژدې اړیکي لري ، اوهم یې له ملامشک عالم سره دوستي کلکه ده ، دهغه یو وراره ولی محمدخان دمحمدجان په پوځ کې دکلنل مهمه دنده درلوده...  زما په ډیرو خبرو اترو کې چې ما له مستوفی سره درلودې ، زه له شکه پرته ، دده دځواک اوذکاوت تراغیزلاندې راغلم. هغه په رښتیاینې سره دیوه ماهرسیاستمدار ځانګړنې له ځان سره لري ، دی هغه څوک  دی چې په افغانستان  کې کولای شي له موږسره مرسته وکړی ، او کولای شو دهغه په مرسته په چټکو بریاوو باندې ور واوړو ، زموږ عملیات به دبري تریوې پولې پورې زر ورسیږي . زه فکرکوم چې له موږ سره  زیات کمک کولای شي ، او په دغه برخه کې  ډیرمهم او مساعد سړی دی چي کار ورسره وکړو ...» ( ان . آی . ایې  بهرني څانګه ، ۳۵۶ -  ۱۸۸۰ )
له انګریزانوسره د مستوفی حبیب الله دوې ناستې په انګریزي منابعو کې ډیرې جالبي ناستې ثبت شوې دي ، په دی مانا چی په دغو دواړو ناستو کې دده دریځ هغه څه دی چي حقوق پوهان پرهغو باندې دمعاصرې ډیپلوماسي د اصولوپه چوکات کې یوجالب سیاسي او ملي بحث راپورته کولای شي ځکه چې هغه یوسیاسی سړی و  ، ان کیدای شي ددغې برخې پوهان په دغودوو مرکو او ناستو باندې یوه علمي څیړنه وکړي .  د مستوفی دغه دوې ناستې یوه د ګندمک دتړون په بهیرکې دده دریځ دی او بله هم په علی خیلو کې چی کله امیر محمد یعقوب خان نور له هرڅه توبه ګار کیږي او ددې توان له لاسه ورکوي چې له انګریزانو سره مخامخ شي ، نو بیا دی علي خیلوته وراستوي ، په دغه مرکه کې دی د امیرمحمدیعقوب خان په استازيتوب ګډون کوي او رابرت ته هغه ستونزې چې که دوی کابل ونیسې او امیر بي واکه کړي ټولې په ډاګه کوي ، ددې لپاره چی زما خبرې دلته زیاتي د مستوفي په اړه خوشبینی تلقی نه شي ، ښه به داوی چې دغه مرکه ګران لوستونکي په دقیقه توګه ولولي ، څو وکولای شي  پرهغه توطیه باندې ځان پوه کړي چی یو زور واکی قدرت څنګه د خپل زور زیاتي په ترڅ کې یوازې خپله کوي ، خپله مني او دخپلو غرضو په خاطر څنګه نور قرباني کوي لکه چي دغه بهیر تر نن پورې زموږ پرسرنوشت باندې روان دی .  

په علی خیلو کې دمستوفی حبیب الله او وزیر شاه محمد خان سره
د جنرال رابرت کتنه اود مستوفي مرکه

« مستوفی : دانګلند او افغانستان ګټې سره یوشی دي . امیراودهغه چارواکي په کابل کې د
 وروستۍ پیښې له امله خپله ژوره خواشينی څرګندوي. برسیره پردې امیرتیاردی چی دبریتانوي حکومت هیلې اوغوښتنې لکه چی دوی یې هیله لري هغسې ترسره کړي.هغه زیات لیوال دی چې دبریتانوي حکومت عزت اوپرتم پرهغه شان چي څنګه دویسرای هیله او غوښتنه وي ، خوندي اوترمیم کړي. خو ددې په څنګ کې به اعلحضرت ته ګرانه وي چې دیاغي پوځیانو او یاهم عام ولس د له منځه وړلوکارته ملاوتړي، ځکه هغه دی ته لیوال نه دی چې باید حق او ناحق بی ګناه خلک دغچ او انتقام په نامه د سزاوو ډګر ته راکش کړي ، هغه هیله من دی چې زیات  فشاراو زور زیاتی ددې لامل نه شي څو خلک له ډاره  په یوه عام پاڅون باندې لاس پورې کړي .
مستوفی په دغه ځای کې د جنرال رابرت د سپتامبر د (۱۵) نیټې د اعلامیې یادونه وکړه او ځواب یې داو چی خلک ناخبره وو او نه پوهیدل ځکه یې د اعلاميې خیال ونه ساته ، پرهغې برسیره یې خپلو کړو وړو ته دوام ورکړ ده همداسې خپلې خبرې سره وغزولې چې  
البته داسې یو جوړښت  اوپیښه باید را منځ ته نه شي ،ځکه افغانان خودخواه  او مغرور اونن سبا په خپلو کې سره ویشل شوي خلک دي ځکه نودهرچاله خوا خپله پړه پردوی وراچول کیږي. امیر همداسې فکرکوي اوخپل معلومات په رښتینې توګه تاسو ته درکوي ، دهغه مشوره په مجموع کې داده چې تاسو ګران ملګري پرکابل باندې دخپلو پوځونو پرمختګ دیوې لنډې مودې «پنج روز» لپاره وځنډوئ. هغه به په دغه وقفه کې وکولاشی چې خپل منظم پوځیان بې وسلې کړي ،نوي څوک به  وګماري او ددغه وروستي ځواک په واسطه به ټول یاغی سرکښان وځپي . امیر په دي فکردی چې که چیرې د شیرعلی خان پرپوځي بنسټ باندې یرغل ورکیږي داکارپه خپل وار له خطره خالی کار نه دی. همداده چې امیر دخپلې راتلونکې په لامل یوازې د (۱۵) زرو ځواک ساتل په پام کې لري، دابه ډیره ښه خبره وي ، ترهغه چې دی خپل ځواک اوپوځ جوړوي باید چې پرکابل باندې دپرمختګ پلان وځنډول شي.  په عین حال کې به امیرکله هم دا کار ونه کړي چې ګواکي پوځ به جوړکړي او هغه به بیا د بریتانیا پرضد وکاروي. یاغي پوځیان او نور مشران به یوهم په صحنه کې نه پاتې کیږي. یاغي پوځیان پرټولو قومونو پورې اړوند کسان دي. که چیرې بریتانوي پوځیان وغواړي دوی له منځه یوسې په دی شک نشته چې دغه عمل به هم دبریتانیا او هم د امیر پرضد د ټول ملت په قیام باندې واوړي . ځکه نو دپرمختګ د ځنډیدو پرمشوره باندې ولاړدی ، په عین حال کې ګناهګارانو ته دسزا خبره هم باید ده ته پاتې شي. که ویسرای په دغه ټکی ټینګار کوي چې بښنه په منځ کې نشته ، نو بیا به ځان دټولې دنیا په مخ کې داسې وښيي لکه د ماسپښین لمر. ځکه تردغه کار دمخه هم پرامیرباندې له انګریزي حکومت سره دښواړیکی له امله دکفرتور لګیدلی دی.
لنډه داچی باید وویل شی چې یاغي ځواکونه باید ترکنترول لاندې ونیول شي ، که چیرې دا کار ترسره شي نو دا امکان شته چې دپاڅون مخه ونیول شي. دامیر اندیښنه هم داده چې دوی باید په دغه برخه کې لاس په کار نه شي ، هغوی باید په یوه اوبله پلمه هغې او دغې خواته سره خواره واره شي ، که دوی خواره واره  نه شی او بیاهم یوموټی پاتې شي ، دوی به په هیواد کې په دوامدارو حملو باندې لاس پورې کړي ، ستاسې دځواکونو ارتباط به تل قطع وي ، د رسد او اکمالاتو په برخه کې به لویی ستونزې درته رامنځ ته شي . کیدای شي د دوی یوه برخه دغزنی اولوګر له خوا راپورته شي . په دغه شان که چیرې قامونه را وپاریدل ، بیا به خبره له خبرې تیره وی او د دوی کنترول به هم ګران شي . ځکه چې یوازې یوه میاشت د ژمي ترراتګ پورې پاتې ده .
په دغه برخه کې سړی نه شي ویلای چې له هغه وروسته به څه رامنځ ته کیږي ، تراوسه خو کوم مخالف اویا مخالفت نه ترسترګوکیږي،امیر بیاهم دهغه څه لپاره تیاردی هغه چې دبریتانوي حکومت هیله ده. خو ددي په څنګ خپل نظرهم په پیاوړی توګه په ډاګه کوي او وايی چې دغه اوسنی حالت د راتلونکي حرکت په لاره کې په زړه پورې نه دی.
جنرال رابرت وویل :
د ویسرای په استازیتوب غواړم ووایم چې دامیر له مشورې څخه منندوی او پرهغې باندې باوری یو چې هغه په رښتیاهم دیوه دوست مشوره ده . زه باید ووایم چی مساله تردې هم یوڅه مهمه ده او باید له احتیاطه کارواخستل شي .  په دغه برخه کې نورڅه دویلو لپاره لرئ ؟
مستوفي وویل :
دامیر دپرمختګ دځنډیدو مشوره دیوه وفا دار ملګری مشوره ده . اوښه مشوره ده چي تاسو ته یي درکړه . که انګریزي پوځ غواړي چې پرکابل باندې یرغل وکړي ، په دغه اړه یوه بله خبره هم شته اوزه هیله من چی باید ویی وایم . سمه ده وړاندې ولاړشئ ، په خپلې ټولې پیاوړتیاسره حمله وکړئ ، باید ټول یاغیان دهیواد په هره برخه کې له منځه یوسئ  ، خو تاسي بیا باید دخپلې پیاوړتیا انتظار ونه لرئ .که تاسوغواړئ حمله وکړئ ، باید چی په خورا پیاوړتیا سره راوړاندې شئ ، څو په کلکه پیاوړتیا سره مخالفان له منځه یوسئ ، مخالف به له منځه یوسئ خوباوردی چې تاسو به بیاهم په خپل دغه کار باندې قانع نه شئ.
جنرال رابرت ځواب ورکړ :
دامیرمشوره موږ ته ډیراهمیت لري ، اوپه پوره احتیاط سره باید دهغې په اړه فکروشي . کله چي اعلحضرت په کابل کې دپاڅون له امله له ویسرای څخه دمرستې غږ پورته کړ، دویسرای لومړنی ځواب داو چې باید زر ترزره بریتانوي پوځونه له ځنډه پرته  هلته ورسیږي. ما ته امر وشو چې دکرمې له لارې دغه پوځونه پردغه خوا  را روان کړم . دکندهار ځواکونو ته تلګرام وشو چې باید بیرته کندهارته راستانه شي، یوه پوځ له پیښوره حرکت وکړ، داټول ددې لپاره وو چې له یوڅه ځنډه وروسته یې د امیر مرستې ته ځان را ورساوه . ویسرای ان له هغه پیله له همداسې یوه پاڅونه اندیښنه درلوده  لکه چې امیر یې همدا اوس لري، له همدې امله دهغه عالیجناب په قومانده دومره پوځونه راټول شول چې اوس داټول افغانستان هم دهغوپرضد شي، دهغو دماتې چانس په دغه شیبه کې شونی نه دی. دکندهارپوځونه په لنډه موده کې په هرڅه سمبال شول اواوس دادی له کندهاره راپه دیخوا کابل ته پرلاره دي. دپیښورله خواهم  پوځ تیا رشوی او راخوځیدلی دی. امیراوس باید په همدغه حالت کې په دی باوري وي چې بریتانوي پوځ په پوره لوړتیا او وړتیا سره د پرمختګ په لوردی . زه به دامیر په مشوره ، دهغې له اهمیت سره فکر وکړم ، خو عالیجناب امیربایدپه یاد ولري چې په کابل کې دا وروستۍ پیښه یوازې پرانګریزي چارواکوباندې عملي شوې چې په ترڅ کې یې له ( ۵۰ تر۶۰)  تنه په دردونکې توګه ووژل شول. دبریتانوی دولت دعزت اوپرتم په فکرکې هم باید وو، دهغوی جسدونه تراوسه پورې په کابل کې چا خاورو ته ونه سپارل . زه باوری یم چې انګریزي ولس به پردي قانع نه شي ، دوی پرکابل باندې دپرمختګ غوښتونکي دي، اوجنایتکار باید په سزا ورسول شي. دامیرمشوره تراوسه هم زموږ لپاره دیوه ملګري دمشورې په توګه اهمیت لري . زه به فکرپرې وکړم او ځواب به لږ وروسته ورکړم .

مستوفي بیا وویل :
موپه تمامه مانا پرهغه څه چې تاسو دبریتانوي پوځ دپیاوړتیا په اړه وویل پوه شوو، بی شکه چی دا به ډیر شمیر وي ، ټول افغانستان به هم دهغه په وړاندې دمقاومت تاب ونه لري.خوامیرموږ ته دا سپارښتنه هم کړې هغه چې  تراوسه زما له یاده وتلي وه ، او هغه داوه چې موږ دم  ګړۍ په ترکستان کې  (۲۴ ) پلي غونډونه لرو ، (۶) يی سپاره دی او له  (۵۶) توپونو سره . دغه پوځونه هغوی دي چې په لومړیو کې یې ماته روحیه درلوده ، دوی به د خارجی  دښمن دمقابلی نه علاوه  دعبدالرحمان خان اود امیرمحمداعظم خان د زامنو په وړاندې په مزارشریف کې ساتل شوي وو، دوی اوس فرصت ته سترګې په لاره دي ، هرات هم په شکمن حالت کې دي ،دهغه ځای ځواکونه هم هلته دلته خپل واري ته ګوري ، که پرکابل باندې یوڅه راځي ،سړی نه شي ویلای چې څه به وکړي. که چیرې عبدالرحمان دترکستان او هرات له خلکو سره ځان مل کړي ، په دغه حالت کې به افغان اولس د دومدار ستونزې غږ له ځان سره لري. ځکه نو دابل لامل دي چې امیرغواړي پرکابل باندې دپرمختګ خبره وځنډول شي ، په دغه ترڅ کې به دی وکولای شي چې دترکستان او هرات پوځونه هم ترخپل نګین لاندې کړي.
جنرال رابرت ځواب ورکوي :
پردغو ټولو دلایلو به غور وشي ، د ویسرای لومړی امر داو چې باید په ټول ځواک سره د امیر مرستې ته ور ودانګو، خو زه باوری یم چی د عالیجناب مشوره دملګرتیاده ، اوباوردی چې دی په هرډول چې کیږي له بریتانوي حکومت سره همکاری کوي. له همدې امله هره ملاحظه او چاره به له هغه عالجناب سره په مشوره کې لکه څنګه وایی په پام کې وي.
مستوفی :
ویسرای کیدای شي په دې باوری واوسي ، چی امیربه هغه ټول څه چې دی پرخوشالیږي ترسره کړي.
وزیر :
کله چي د جنرال په نیت پوه شو چې ویسرای ټول واک ده ته ورکړی چې بایدټولې معاملې په ده پورې اړه لري، ډیرخوشاله شو، ځکه چي هغه ته دجنرال رابرت کرکتر دیوه مهربانه او خواخوږي عسکر په توګه معلوم و.
 جنرال رابرت ځواب ورکړ :
چی دی به پرهغه وړاندیزباندې په غورسره لږ وروسته کتنه وکړي او ځواب به یې هم لږ وروسته برابرکړي . په عین حال کې یې له استازو هیله وکړه چي یوه ورځ او یا دوی په کمپ کې پاتې شي ، ځکه چې دی په دی باوري دی چې د امیرمشوره هم د بریتانوي اوهم دافغانستان دحکومتونو لپاره  ډیره مهمه ده .
مرکه  همدلته پای ته ورسیده
لیکوال او لاسلیک
دجنرال رابرت لپاره سیاسی سکرتر
اچ . ایم . دیورند. (*)
-----------------------------------------------
* دهند ملی آرشیف  بهرنۍ څانګه  شمیره  (      ۱۸۸ )  ۱۸۷۹ کال سپتامبر  .  


رابرت چې د مستوفي په نیت پوه شو ، هغه او وزیرشاه محمدخان یې  نه پرې ښودل چي له علي خیلو کابل ته راستانه شي ، ځکه هغه ددې خطر احساس کاوه چې که مستوفي بیرته کابل ته ستنیږي کیدای شي له مقاومت سره یو ځای شي او د دوی په وړاندې ستونزې رامنځ ته کړي ، همداوه چې د دوی تر تګ دمخه جنرال رابرت خپل پوځونه دکابل په لور ورمارش کړل ، په خپل ټول وحشت او دهشت سره پرکابل ورننوتل اوخپل هغه انتقام ته یې ملا وتړله ، هغه چې د کیوناري او نورو انګریزانو په لولپه کیدو باند ې پای ته رسیدلی و. له دغه ناتاروروسته امیرمحمدیعقوب هم هند ته واستول شو، دمقاومت جبهه هم له کابله دغزني اوکوهستان په لور تیت اوپرک شوه . انګریزانو له سردار عبدالرحمان سره  د خبرو لړۍ پیل کړه ، پرکابل باندې له هرې خوا د ملي جنګیالیو بریدونه راپیل شول ، ترڅو چې انګریزانو دکابل واکمني عبدالرحمان ته وسپارله او هغه په وران او دردیدلي کابل کې پاچا شو.  دهغه له پاچا کیدو سره سم د یعقوب خان او دهغه د دربارچارواکو ته هم دټیکي ځای پاتې نه شو ، زیاتره یې په امیرمحمد یعقوب خان او ایو ب خان پسې هندوستان او فارس ته وخوځیدل ، چې مستوفي هم په همدغه ډله کې هند ته ورسید او هلته په راولپنډۍ کې ځای پرځای شو، دمستوفی په اړه دهند په ملي آرشیف کې یولړاسناد اودهغه خپل لیکونه چی په خپله یې لیکلي دي شته چې یو شمیر یې ماکاپي کړي دي . مستوفی پوره یوه لسیزه په هندوستان کې ژوندي و ، خوداسې څه او اسناد ده انګریزانو ته ورنه کړل  چي په هغو باید موږ دی دیوه پردې پالي  اویا انګریزپلوي لوړچارواکي افغان ټاپه ووهو ، دی لکه میربچه خان په خپل هوډ استوار پاتې شو ، خو نورو یارانو لکه داود شاه خان بیا انګریزانو ته پرافغانستان باندې دبرلاسي ساتلو په خاطر داسې مشورې ورکړي چې زموږ تاریخ به کله هم پرداسې کسانو باندې ویاړ ونه کړي . ( که توفیق رفیق شو د داودشاه خان چی د دفاع وزیر ځای یې درلود دافغاني ضد مشورو یاداښتونه به هم زر دګرانو لوستونکو په واک کې ورکړم ).
مستوفي له ستونزو ډک ژوند درلود ، په هند کې هم دی د باندنیو او کورنیو سیالیو له ډګره لرې پاتې نه شو ، دده د ژوند دهغې برخې یو تت انځور دده په یو دوو لیکونو کې چې ده انګریزي مقاماتو ته استولي دی  ډیرښه لیدای او لوستای شو په لاندې ډول :

لومړی لیک :

له درناویو وروسته ،
ستا د می د ۲۷ نیټې لیک مې ترلاسه کړ او پرمحتویاتو یی هم پوه شوم .  په کوم حال او حالت کې چې زه یم ، پردغه حالت دهند له حکومته خوشاله او راضی یم. اوهیله من چې دهند حکومت به هم له ماسره خوښ وي ، په دي هیله چې په راتلونکي کې به هم له ماسره دغو هڅواو مرستو ته دوام ورکړي.
غواړم په ډاګه کړم چي زه مې د خپلې کورنۍ په اړه سخت اندیښمن یم ، وړاندیزکوم چي زه مې خپل زوی عبدالغفوردلنډې مودې لپاره ور واستوم څو هغوی هم راولپنډۍ ته راولیږدوي . څو له دغه ستونزې بې غمه شم . ځکه مې دغه څو کرښې تاسوته وکښلې، زه به خوشاله یم چې که تاسو زما دغې غوښتنې ته دعملي کیدو اجازه راکړئ.
حکومت ماته معاش مقررکړی ، ماته همداسې د کورکرایه ، په اورګاډی او ټنګه کې  دسفراو تګ راتګ لپاره یې له ماسره مرسته کړې ده. هیله کوم چې زما دغه دتګ راتګ  او دکور دکرایې پیسې ماته زما پرمیاشتني تنخوا زیاتې نقدې راکړې شي. څو له دی وروسته زه خپل هرڅه په خپله ځانته برابرکړم او نه غواړم چې په دغه برخه کې حکومت  او چارواکي له ماسره نورزحمت وګالي . باید ووایم چې زه دخپلې کورنۍ د ځای پرځای کولو ، دهغو لپاره دکوربرابرولو او نورو اړتیاوو په لامل  (۴۸۰۰) روپیو ته اړتیا لرم ، هیله من چی حکومت ماته دغه کچه پیسې پیشکي له ما سره مرسته کړي او بیا یي په هره میاشت کې  زما دکورنۍ  له راتګ سره سم زما له تنخواڅخه وګرزوي.
زه به راولپندۍ دخپل استوګنځي په لامل غوره کړم ، ځکه چې له یوې خوایې هوا یخه ده او له بلې خوا دمري په اولکه کې ده .
هیله من چې زما دغې غوښتنې ته به زر ترزره ځواب راکړئ، ځکه ترهغه چې زما کورنۍ  رارسیږي  زه به پردې وتوانیږم چې دهغو لپاره دکور اونورو اړینو اسانتیاوو تابیا د دوی د آرامۍ په لامل وکړم.


دویم لیک :
له درناویو وروسته :
دجون په ۲۵ مي یولیک دخپلو ستونزو په اړه درلیږلی ، خو تراوسه مې په  هغه اړه کوم ځواب نه  دی ترلاسه کړی. هیله من یم چي تاسو به ښه واست او مابه  پرخپل خوشالونکي ځواب باندې سرلوړی کړئ . زه هیله من یم چي زه به دهند دحکومت په لورینې سره وکولای شم چې دخپلې کورنۍ لپاره دخوندي ساتنې د لازمو شرایطوپه برابرولو  باندې برلاسی شم.
 دریم لیک :
له درناویو وروسته :
دجون په ۲۵ مې یو لیک تاسو ته دراستولی و چې په هغه کې مې تاسو ته ویلي وو چې زه مې خپل زوی عبدالغفور د کورنۍ د راوستلو په لامل افغانستان ته استوم ، خو اوس ما خپل پلان تغیرکړ، او هغه داچې دهغه دتګ لپاره اړتیا نشته ځکه نو غواړم چې داکار دخپل نوکرپه واسطه ترسره کړم . له تاسو څخه هیله من چې زما دمخکني لیک په ځواب کې به ما ته زر ترزره یوښه ډاډ راکړئ . او زما غوښتنه به ترسره کړئ . (*)

 داوه دهیواد دیوه نومیالي اداره چې ، مستوفی ، وزیر او لومړي وزیر هغه مرکه چې دهغې له مخې ده په څومره متانت دیوه واکمن له دریځه په داسې یوه حالت کې چې په زرګونویرغلګرپوځیان د کابل په دروازه کې ددغه ښارد ځپلواو ربړلو پرلامل تیارسئ  ولاړدي ننګه کوي ، راځئ دانګریزې ځواک په وړاندې د هیواد ددغه ملي اتل دغه دریځ دهغوې له دریځ سره هم پرتله کړو چې پروطن یې د روسانو او امریکایانو د کټ مټ یرغل په شپو ورځو کې څه مختورۍ او چا پلوسئ وکړئ اویاداچې نن هم دناتودیرغلګرودهرې ورځې اوږدیدو ته اټنونه کوي !!! ؟  

-------------------------------------------------------
 (* ) دهند ملي آرشیف  بهرنۍ څانګه  ، شمیره       (      ۱۵-۶ )،  ۱۸۸۴ کال