د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ولس دښمنه سوداګر

عبدالرووف لیوال 13.07.2016 11:26

درسنیزومعلوماتو له مخې دافغانستان دحکومت له خوادپاکستانی اوړوپه واردولودګمرکی تعرفود لوړوالی له امله دپاکستان داوړومیلونه (سیلوګانې)له سخت اقتصادی کړکیچ سره مخامخ دی .
که چیرې زموږحکومت لاهم دپټاقیو ، دماشومانوتومانچو ،ټوپکو،پلاستیکی توکو ، ژاولو،لیسک (تروش بخون څټونکی مواد)چې څلوربول یې هم نه څټی خوافغانان یې څټی اوپه دې څیرنوروتوکولالوړه ګمرکی تعرفې ولګوی ،نوربه هم دپاکستان دوکه ماره سوداګری ټکنۍ شی اوموږ به هم په روغتیایی برخه اوهم اقتصادی برخه کې ګټه وکړواوهم به موماشومان له تاوتریخوالی اودجګړې له روانی حالت نه لرې ساتلی وی .
په پخوازمانوکې زموږپلرونودلرګی اوڅرمنې کڼاوې اوڅموښې په پښو کولې ،چمچې ، دخوړوکاسې (خنک) ، کوزړۍ ، منګي اودنوروخاورینولوښواودلرګیونه جوړمنداڼو- دشولوټکولو پایکو- دډبرې نه جوړدیګ بخار- کټو- اودجامولپاره خپله اوبدلې خمتااوسان اوډیرخان سړی به دګلبهار دنساجی تافته اغوستله خواوس راسه که یې ګورې (کون لوچ ، بنګړی په لاس) لکه زموږددولت دوهم کس.
زموږپلرونه چې غیرتی خلک ووپه خپلوڅارویوبه یې دخپلو کروندومحصول ښارته یووړ اوله هغې خوانه به یې کورکمند ، مالګه ، کورت ، چای اوپتاسې بیرته کلی ته راوړې اوپه خپل ځان بسیا ول ، خواوس په آخرینی سټایل ځان سینګاروواوبیا دګدایی اوسوال لپاره وارسا ته ځومانا داچې ګدایی ګریوخو(گوزبرنجی میزنیم) .
زموږولس اوحکومت ته ښایی چې پورته ټکیوته په پام سره له خپلې بړستنې سره سمې خپلې پښې وغځوی.