د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د لوړو زده کړو وزارت هلمند پوهنتون د پامه غورځولی دی (لومړۍ برخه)

پوهنیار احسان الله حیات 09.07.2016 18:56

هلمند پوهنتون ( په اصل کي هلمند د لوړو زده کړو م‍‍‍ؤسسه خو د عامي اصطلاح دپاره یې دلته پوهنتون یادوو) په ۱۳۸۷ هـ ل کال کي د کرهڼي پوهنځۍ په درلودلو سره خپل فعالیت د هلمند د عالي دارالمعلمین په تعمیر کي صرف د یوې اداري شعبې او څو صنفونو په درلودلو سره چي په موقت ډول پوهنتون ته ورکول سوي وه، پیل کړ. په ۱۳۸۸ کال کي د ښووني او روزني پوهنځۍ، په ۱۳۹۱ کال کي د انجنیري پوهنځۍ او ۱۳۹۲ کال کي د وترنري پوهنځۍ د لوړو زده کړو وزارت د منظوری وروسته تأسیس سوې چي همدا اوس هلمند پوهنتون د څلورو پوهنځیو او لسو څانګو (ډیپارټمنټونو) په درلودلو سره شاوخوا ۲۰۰۰ تنه محصلینو ته چي د هیواد د بیلابیلو ولایتونو څخه راغلي دي، د لسانس په کچه د لوړو زده کړو چوپړ وړاندي‌کوي. هیره دي نه وي چي هلمند پوهنتون د پنځه کاله را په دې خوا فارغین و ټولني ته وړاندي کوي چي سږکال یې د پنځمي دورې فارغین د سیول انجنیری، کرهڼي او ښووني او روزني په برخه کي و ټولني ته وړاندي کړل. هلمند پوهنتون تر اوسه (۸۳۳) تنه د لسانس په کچه د سیول انجنیری، کرهڼي او ښووني او روزني پوهنځیو څخه فارغ کړیدي چي د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کي په دولتي او یا هم خصوصي سکتورونو کي په دندو بوخت دي.


د پوهنتون د تأسیس څخه بیا تر اوسه پوره اته کاله تیر سویدي، خو یاد پوهنتون خپل شخصي ودانۍ نه لري او د هلمند د معارف ریاست مربوط تعمیرونو کي خپل شپې سبا کوي چي هغه هم هره ورځ د معارف د ریاست د خوا ټینګار کیږي تر څو پوهنتون باید نور د معارف ریاست تعمیرونه ژر تر ژره تخلیه او د یاد ریاست په واک کي ورکړي. که څه هم پوهنتون ته په ۱۳۸۸ هـ ل کال کي د دولت د خوا اووه سوه (۷۰۰) جریبه ځمکه د ښار څخه ختیځ خوا ته اوولس (۱۷) کیلومتره لیري په واک کي ورکول سول چي د لوړو زده کړو وزارت د خوا یو اداري تعمیر په ۱۳۹۲ کال کي په ډیر کښته کیفیت پکښی جوړ سو چي فعلا د استفادې وړ نه دی ( د نه استفادې وجه یی بې امنه ساحه او په نوموړې ساحه کي د نور هیڅ امکان شتون، همدارنګه په تخنیکي ډول د تعمیر جوړیدل په ډیر کښته کیفیت). د پوهنتون د احاطې د دیوال چاري بشپړ کیدلو ته نژدې دي خو یاده سیمه د سختو امنیتي ستونزو له کبله په موجوده امنیتي شرایطو کي په هیڅ وجه د استفادې وړ نه ده. همدا سبب وو چي په ۱۳۹۳ هـ ل کال کي د وخت د جمهور رئیس د خوا پوهنتون ته په لښکرګاه ښار کي دننه د (۷۵) جریبه په اندازه ځمکه ورکړل سول چي د وخت د کابینې د خوا یې د انتقال چاري مربوطه وزارتونو ته وسپارل سوې چي د مالیې او لوړو زده کړو وزارتونو له خوا باید تعقیب سوي وای خو داسي و نه سول. که څه هم د پوهنتون مسؤلینو خپل هڅو ته دوام ورکړ تر څو یاده ځمکه ژر تر ژره تر لاسه او تعمیرونه پکښي جوړ کړي چي دا هڅي د ۱۳۹۳ هـ ل کال را په دې خوا ډیري ګړندی او جدي سوې. د هلمند د ولایتي ادارې څخه نیولې بیا د لوړو زده کړو وزارت او حتی جمهور رئیس سره دا موضوع د پوهنتون د رهبری او ټوله استادانو د خوا په ارګ کي د ۱۳۹۴ کال تلي (میزان) میاشت کي د یو خاص مجلس د لاري مطرح او د پوهنتون ټوله ستونزي ټکي په ټکي د لوړو زده کړو د وزیري او هلمند د وخت د والي په حضور کي ورته توضیح سولې او په لیکلي ډول سره د پوهنتون د (۷۵) جریبه ځمکي د انتقال د موضوع حل، پوهنتون ته د انکشافي بودجې ورکول، طب پوهنځۍ منظور کول او د هلمند د لوړو زده کړو مؤسسې ارتقا و پوهنتون ته مخامخ و جمهور رئیس ته پیشنهاد سوې، چي وروسته د جمهور ریس د لارښووني په اساس د کابینې په اجنډا کي د پوهنتون د (۷۵) جریبه ځمکي د تصفیې او هلمند ته د نوموړی ځمکی د تصفیې د هیأت لیږلو موضوع مطرح سول. که څه هم د تصفیې هیأت تقریباَ دوې میاشتي وروسته هلمند ته راغی، هیأت درې میاشتي په هلمند کي وو او وروسته تر هغه کله چي نوموړی هیأت کابل ته تللی دی، تر اوسه یی پنځه میاشتي کیږي چي نه یی د راپور درک سته او نه یی هم د ځمکي د تصفیې د نتیجې (یعني هلمند پوهنتون ته په دې اړه تر اوسه هیڅ معلومات نه دی ورکړل سوي). دا کار د پوهنتون د ادارې د خوا په ډیر جدیت سره تعقیبیږي خو په لوړو زده کړو وزارت کي نه څوک غوږ ورته نیسي او نه هم په بل ارګان کي ځکه هلمند هغه خوار ولایت دی چي پوهنتون خو لا څه کوې، حتی امنیتي او نورو پرمختیایی چارو ته یی د مرکزي دولت توجه ډیره کمه ده. لویه وجه یې د هلمند ځیني بې احساسه وکیلان او قومي مشران دي چي کوم وخت د رئیس جمهور او یا هم نورو وزیرانو سره ویني، پوهنتون او نوري پرمختیایی پروژې چي د هلمند د پرمختګ سبب ګرځي، هغه خو لا څه کوې، یوازي د خپل شخصي ګټو دپاره یې د ولسوالانو او ولسوالیو پر قوماندانانو او یا حتی کښته رتبه مامورینو پر مقرریو او نورو چارو باندي چني وي. نو معلومه خبره ده چي خپل هغه اصلي او اساسي وظیفه به ځیني پاته وي، ځکه موږ خو یو ورځ هم د هلمند د یو وکیل صاحب د خولې څخه نه په پارلمان او نه هم سنا مجلس کي د هلمند پوهنتون د ستونزو په اړه کوم شکایت اوریدلی په داسي حال کي چي ټوله وکیلان په دې موضوع باندي خبر او هلمند پوهنتون د ادارې لخوا په دې اړه ډیري کتني ورسره سویدي. که څه هم ځیني وکیلان د هلمند پوهنتون د ستونزو د حل دپاره د لوړو زده کړو وزیري ته ورغلي او ځینو په دې اړه څه نا څه کار کړیدی، خو موږ یې په دې اړه د موضوع د تعقیب دپاره هیڅ جدیت نه دی لیدلی او نه یی هم تر اوسه کومه نتیجه ورکړیده، او دا چي کړي یې دي، هغه یې هم د هلمند ولایت د وکیل یا وکیلانو په حیث خپل ایماني او وجداني وظیفه ده چي د هغه په تر سره کولو کي خپل ولس ته مکلف دي.


د پوهنتون د رهبری د خوا غوښتني په لسګونو ځله په لیکلي ډول او هم د رسمي کتنو د لاري د لوړو زده کړو د وزیري، معینانو او مربوطه ریسانو څخه سویدي تر څو نوموړي ستونزي ته د اته کاله وروسته نور د پای ټکی کښیښودل سي، خو څوک سته چي د هلمند غم دي وخوري. د لوړو زده کړو وزارت رهبري په داسي حال کي خپل یو پوهنتون د پامه غورځولی دی چي د یوې خوا د لومړۍ درجې ولایتونو په کتار کي دي او د بلي خوا جګړه پکښي روانه ده چي په منطقي ډول د داسي علمي مرکز تقویه کول او د دې ولایت د ځوان او نوي نسل سمبالول د علم او عرفان په ګاڼه په هر اړخیزه توګه په نوموړي ولایت کي د امن او ثبات سبب کیدای، او همدا علمي بنسټونه دي چي په اوږدمهاله ډول سره د جګړې او نا امنیو په له منځه وړلو کي اغیزمن تمامیږي. عجیبه خو لا دا ده چي د هلمند پوهنتون د علمي او محصلانو چارو د معاون او لوړو زده کړو وزارت د یو کارکوونکي په حیث د لوړو زده کړو د وزیري او علمي چارو معین سره د ملاقات دپاره په ورځوـ ورځو معطله سوی یم، مګر هغه وکیل صاحبان یا واسطه والا خلګ مي لیدلي چي بې له وخت اخیستلو څخه زما مخ ته مستقیم د نوموړو سره خپل د شخصي ستونزو د حل دپاره وویني، حال دا چي زه د نوموړي وزارت د مامور په حیث او صرف او صرف د پوهنتون د ستونزو د حل په موخه د هغه لیري ولایت څخه راغلی تر څو صرف د یو څو دقیقو دپاره د دوي سره ووینم او خپل د پوهنتون ستونزي ورته بیان کړم. هغه ورځ مي نه هیریږي چي د علمی چارو د معین په سکرتریت کي په ډیر جنجال د مازدیګر تر شپږو بجو پوري پاته سوم تر څو د معین سره ووینم. په هر صورت، د شپږو بجو وروسته د معین شعبې ته په خوشحالی ور داخل سوم، خو معین صاحب د دې پر ځای چي ښه راغلاست راته ووایی، وایی ستا خبري څو دقیقې وخت نیسي چي پر ما ناوخته دی؟ په ډیره حیرانتیا او مایوسی مي ورته وکتل او د مجبوری څخه مي ورته وویل چی صاحب پنځه دقیقې. اوس نو راسه، ما څه په زړه کي درلودل چي دلته به معین صاحب ته د پوهنتون ستونزی په څه زیر او زور سره بیان کړم او هغه به په څومره دلچسبي باندي د پوهنتون و ستونزو ته غوږ ونیسي او دا راته ووایی چي زه د هلمند پوهنتون سره کومه مرسته کولای سم ځکه تاسي خو د مرکز څخه لیري یاست او ما هم د لوړو زده کړو وزارت د علمي معین په حیث په ژوند هلمند پوهنتون نه دی لیدلی ځکه ما خو د نوموړي پوهنتون سره څه چي په ما پوري مربوط دي په دا اووه یا اته کاله کي هیڅ هم نه دي کړي، نو نن به زه حتماَ د پوهنتون د پرمختګ دپاره یو وعده درکوم. هغه خو څه کوې، هغه ستونزي چي ما د ځان سره یادداښت کړي وې لا مي سمي نه وې ورته ویلي چي ویل یی ستاسي پیشنهادونه موږ ګورو او په باره کي یې تصمیم نیسو. د وزیري سره هم لیدل آسان کار نه دی، یو ځل مي غوښتل چي وزیري سره ووینم ځکه ټوله مهم پیشنهادونه وه چي باید وزیري سره شخصاَ مطرح سوي وای،‌د وزیري سکرتر ته مي زنګ ووهی چي د هلمند څخه راغلی یم او د پوهنتون ډیري عمده ستونزي دي چي باید د وزیري سره شریکي سي، سکرتر وویل چي څلور ورځي بعد ستاسي نوبت دی، هغه که هم حالات نورمال وه، یعني وزیري ته بل ضروري کار پیښ نه سو. ما ورته وویل چي زه د هغه لیري هلمند څخه راغلی یم شخصي ستونزه نه لرم، د بسته پوهنتون ستونزه ده، په ځواب کي یی راته وویل چي اوس می هم مراعت درسره وکړی که نه هفته یا لس ورځی بعد نوبت در رسیږي، بیا مي هم شکر وایست چي ولا ځه کومک یی وکړی کور یی ودان. دا مي صرف د ملاقات د ترلاسه کولو دپاره یو مثال ووایه، نوري ستونزي ډیری دي د مثال په توګه: کله چي د لوړو زده کړو وزارت ته د ولایتونو د پوهنتونو څخه اداري کارکوونکي او یا هم استادان راځي، نو د دوي د کار کولو، ناستي او یا هم حتی یو څو دقیقو استراحت دپاره په وزارت کي حتی یوه شعبه او یا یو چوکۍ هم نسته. که دي کار په وزارت کي په هغه ورځ د سهاره تر ماښامه وو، نو باید وختي دي لا ځان آماده کړی وي چي نن به هیڅ نه کښینې او دومره انرژي به لرې چي ټوله ورځ د وزارت په دهلیزونو کي قدم ووهې او یا هم پر پښو ودریږې ولي چي هلته خو شکر هیڅ د ناستي ځای هم نسته.


خو لنډه یې دا چي هلمند پوهنتون وروسته تر اته کاله فعالیت او پنځه دورو فارغانو وړاندي کولو، اوس هم نه تعمیر لري او نه یې هم د لوړو زده کړو مؤسسې څخه و پوهنتون ته ارتقا کړیده. دا په دې معنی نه چي د پوهنتون اداره کار نه کوي او یا هم د پوهنتون کیدلو شرایط نه سي پوره کولای، بلکه د پوهنتون اداره شپه او ورځ په دې باندي لګیا ده چي په څه ډول سره دا پوهنتون پر پښو و دروي او د هیواد په کچه یې د نورو پوهنتونو په قطار کي راولي. خو د پوهنتون د ادارې د هڅو ستاینه په هیڅ ډول سره د لوړو زده کړو وزارت لخوا نه ده سوې. ښه مثال یی د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکولو پروسه ده چي په هلمند پوهنتون کي په ډیر جدیت سره د تیرو دوو کلونو راهیسي د موجوده امکاناتو په درلودلو سره پلې کیږي او تمه دا وه چي سږکال به یاد پوهنتون په رسمي توګه نمرې تر لاسه کړی ځکه هغه زحمتونه چي په دې پروسه کي د پوهنتون فرد-فرد استاد او اداري کارکوونکو ګاللي دي، د ستایلو وړ دي. مګر د لوړو زده کړو وزارت لخوا یی هیڅ یادونه نه ده سوې او په رسمي توګه سږکال نوموړي پوهنتون ته د کیفیت د تضمین د پروسې نمرې هم نه دي ورکول سوي. د کریکولم یا درسي نصاب تطبیق په معیاري توګه د هلمند پوهنتون بله لاسته راوړنه ده په علمي ډګر کي چي په اطمینان سره ویلای سم چي د هیواد په زیاتو پوهنتونونو کي تر اوسه کریکولم په هغه ډول نه دی تطبیق سوی لکه په یاد پوهنتون کي چي تطبیقیږي. همدارنګه دا پروسه د یوه سمستر څخه و بل سمستر ته د کیفیت له نظره نوره هم د ښه کیدلو په حال کي ده.


خو د دا ټوله هڅو او لوړو زده کړو وزارت د ټوله قوانینو او مقرراتو د پر وخت تطبیقولو، او د نوموړي وزارت د رهبري شورا د ټوله پریکړو پر عملي کولو سربیره دا وزارت هلمند پوهنتون ته هیڅ د اهمیت په سترګه نه ګوري په داسي حال کي چي هلمند پوهنتون یوازي هلمندي ځوانان نه، بلکه د ټوله افغانستان د مختلفو ولایتونو څخه ځوانان د لسانس په کچه روزي کوم چي د کانکور د ازمویني د لاري د لوړو زده کړو وزارت لخوا هلمند پوهنتون ته معرفی کیږي. د تیرو څو کلونو په ترڅ کي ډیري داسي د لوړو زده کړو مؤسسې سته چي پوهنتونونه سول (شخصي او دولتي)، ډیر داسي دولتي پوهنتونونه سته چي هم د طب پوهنځی ورکول سویدي او هم ورته د ودانیو د جوړولو دپاره انکشافي بودجه ورکول سویده چي حتی د هلمند پوهنتون څخه کلونه – کلونه وروسته تأسیس سویدي. نو د لوړو زده کړو وزارت څخه سوال دا دی چي د هلمند پوهنتون سره ولي داسي چلند کیږي؟ داسي څه وجه ده چي هلمند پوهنتون ته د بل پوهنتون په شان امتیازات په نظر کي نه نیول کیږي؟ آیا هلمند پوهنتون د لوړو زده کړو وزارت په چوکاټ کي نه شاملیږي او پر پوهنتون نه دی حساب؟ او که داسي وي، نو بیا دي ولي د سږکال په کانکور کي پوره زر (۱۰۰۰) تنه محصلین د هیواد د مختلفو ولایتونو څخه نوموړي پوهنتون ته معرفي کړیدي؟ محصلین خو معرفي کوې، نو دا فکر دي بیا ورته کړیدی چي دا محصلین به چیري درس وایی؟ ځکه هلمند پوهنتون ته خو تاسي تر اوسه انکشافي بودجه نه ده ورکړې، نه ودانۍ لري او نه مو یی هم د (۷۵) جریبه ځمکي ستونزه تر اوسه ورته حل کړېده. دا پنځه کاله کیږي چی فارغین ورکوي او فارغین یې هم د نورو دولتي پوهنتونونو په شان د لسانس د ډیپلوم څخه عین امتیاز او ګټه اخیستلای سي، نو که داسي وي، بیا یی ولي د نورو پوهنتونونو سره فرق کیږي؟ ولي په دا اته کاله کي هیڅ توجه نه ده ورته سوې؟ نور نو بس ده، خدای ته وګوری او د نوموړي پوهنتون په جوړولو کي لاس په کار سی.



نور بیا...