د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

يتيم ماشوم له خپل پلار نوې جامې غواړي

سردار محمد همدرد 06.07.2016 11:51

  زموږ ټولنه چې جګړو او بدبختيو ځپلې ده، تقريباً په هر دويم کور کې يو يتيم پيدا کېږي، يوه کونډه به خامخا لري او يوه مور به پکې بوره وي، ټوله بدبختي له همدغې روانې جګړې راپېښه ده، ټول پر خوله وايو جنګ بدبختي ده، خو هيڅوک د جګړې د ختمولو کوښښ نه کوي، زموږ يو شمېر مشران خو په جګړه کې خپلې ګټې وينې او څومره چې جګړه غځيږي، د دوی غوا شېدې ډېروي او پر غريبو، بېچاره، بې وزلو خلکو لا قيامت جوړيږي.
  زموږ هېواد چې له يوې خوا له اقتصادي پلوه کمزوری دی او بل پلو هغه کورنۍ په ډوډۍ پسې لالهانده ګرځي، ماشومان يې پر لويو لارو څېرې ګرېوانونه په يوه او بل پسې د ماما ـ کاکا نارې وهي او يوه يوه افغانۍ ترې غواړي کومو چې خپل پلرونه، ورونه او د کورنۍ نور مشران په روانه جګړه کې له لاسه ورکړي دي.
 د دغه ډول ماشومانو څخه زموږ ټولنه ډکه ده، هر کور، هر کلي او هره کوڅه پيدا کېږي.
 يو کال وړاندې مې د دې لپاره چې د بې سرپرسته او بېوزله ماشومانو ته د پاملرنې لپاره خلکو ته انګېزه ورکړم او د دوی روزنې ته يې ورپام سي، ښار کې مې د سوالګرو او هغه ماشومان چې شاقه کارونه کوي، يوه غونډه ورته جوړه کړه، غوښتل مې غونډې ته دغه ډول ماشومان هم راولم، په دې فکر ووم چې څنګه به يې پيدا کړم، خو چې ښار ته پسې ووتلم، په نيم ساعت کې ۱۵۰ دغه ډول ماشومان پيدا کړل چې خيرنې جامې يې وې، څېرې ګرېوانونه او يا يې فقر کاوه او يا هم شاقه کارونه، دا خبره مې په دې خاطر وکړه چې زموږ په ټولنه کې دغه ډول بې سرپرسته او بېوزله ماشومان دومره ډېر دي، چې په ښار کې دا حال دی نو په کليو او بانډو کې به څه حال وي!!!؟؟؟
  اصلي خبرې ته راځم، اختر چې د خدای ج له لوري مسلمانانو ته د خوښۍ يوه ډالۍ ده، تر نورو هر چا ورته ماشومان ډېر خوشالېږي، په اختر کې نوي کالي کوي، خولۍ رانيسي او بوټونه پلوري خو بدبختانه ډېری داسې ماشومان هم سته چې د کالو، خولۍ، بوټونو ارمان يې په زړه کې زندۍ وي، خپله يې وس نه رسيږي چې وايخلي او شتمن مو په خپلو شتو، خپلو اولادونو او خپل عيش عشرت کې ډوب او ورک وي.
  مخکې مې هم يادونه وکړه زموږ ټولنه جګړې ډېره ځپلې ده، هرې کورنۍ ته يې زيان اړولی دی، هر کور يې بې سرپرسته کړی دی او ميليونونه ماشومان يې يتيمان کړي دي، داسې يتيمان چې هيڅوک يې په غم کې نه دي، نفقه هم خپله پيدا کوي که په فقر وي که په شاقه کارونو، دوی دومره هم نه سي توانېدلی چې نفقه پيدا کړي ځکه ماشومان دي نو يتيم او بې پلاره ماشوم به د اختر کالي څنګه پيدا کړي، څنګه به اختر خوشاله سي او څه ډول به د نورو ماشومانو په څېر وخاندي، وبه ځغلي او مېلې به وکړي.
  زه چې دغه ډول ماشومان وګورم ماته خپل ماشومتوب راياد سي، چې کالي به مې نه وو، سخت به ځورېدم، بوټونه چې مې لږ خراب وو، زړه به مې درد کاوه، ژړل به مې، لويان بيا د غربت زغم لري، که خېرن، يا څېرې کالي واغوندي هم نه ځوريږي او په دې قناعت کوي چې دا خدای ج رارسولي دي، بس دی، خو ماشومان داسې نه دي، هغوی قناعت نه کوي، هغوی فقط خوشالي پېژني، نوي کالي او د خپلو همزولو سره سيالي او بس.
 نو زموږ په ټولنه کې به په اوسنۍ عصر کې هغه ماشومان څوک خپل زړه ته نزدې کړي چې د اختر کالي نه لري خو په سرو سترګو ژاړي، له خپلې مور اختريز توکي غواړي، خو مورجانه يې په دې کراروي چې پلار دې تللی دی هر څه به درته راوړي او ماشوم په دې خبر هم نه دی چې پلار مې روانه جګړه کې قرباني سوی دی، داسې ځای ته تللی دی چې بېرته يې راتلل ناممکن دی، هغه د تورو خاورو بندېوان دی.
  اخخخ، دا زمانه څومره ظالمه ده، دا خلک ولې سخت زړي سول، زه چې سهار – ماښام خپل اولادونه سينې پورې کلک نيسم، زه چې ښار کې کوم ښه څه خوښ کړم، لومړی يې خپلو اولادونو ته راوړم، ماته ولې د هغه شهيد اولادونه سترګو ته نه دريږي چې د دې خاورې لپاره يې ځان قرباني کړ، زما او زما د بچو د ساتنې لپاره يې ځان شهيد کړ، پر دې خاوره يې تن کېښود، خو اولاد يې نن د اختر کالي نه لري، د اختر کاسه نه لري، موږ به خدای ج ته څه ځواب وايو، زموږ هغه اسلامي اړيکه چې پر ماشومانو او بې وزلو رحم دی، تر پوښتنې لاندې رانه سي؟؟
په ټوله کې روانې جګړې زموږ اخترونه دومره پيکه کړي دي چې هر کور کې د غم ټغر غوړېدلی دی، اختر هيڅ مزه نه کوي، هر يتيم بچی مو اختر باباجان غواړي.
  راځئ، د خپل توان په اندازه، څومره چې مو وس کېږي له خپل کور او کلي به يې راپيل کړو، هغه مصرف چې پر خپلو اولادونو يې کوو، سلمه برخه به يې يتيمو او بې سرپرسته ماشومانو ته وقف کړو، که د دوی زړونه خوشاله کړو، د دوی سپېرو شونډو مو مسکا وغوړوله، نو تر دې بل لوی عبادت نسته، تر دې سپېڅلی جهاد نسته، تر دې افضل حج نسته او تر دې غوره روژه نسته.
په ټول هېواد کې د بېوزلۍ او بېوسۍ د له منځه تللو په هېله!
۱۳۹۵/ ۴ / ۱۵
د روژې وروستۍ ورځ