اختره!
سید منتظرشاه هاشمي 04.07.2016 14:50اختره!
په راتګ دې خفه نه یمه اختره
هسې راشه ؛
چې ښکالو دې د شمال په اوږو راشي
یه اختره!
هسې راشه؛
لکه ستوري نا بللي،
چې کمکي ماښام کې راشي، ناخبره
د ښارونو پر کنډور دیوالونو
ویشي، ویشي
په زرینو بڼو زیري
چې اوبه به پر دې وچو ویالو راشي
راځه راشه
پام په کړس خندا ونه کړې که اوس راغلې
غم ویده دی
د شهید جانان پر شونډو
چې ویښ نه شي
نوی ښار- کابل
خبرونه
- د جي-7 په غونډه کې له ایران او اسرایل غوښتل شوي په سیمه کې دې له شخړې زیاتېدو ډډه وکړي
- د ایران صدر له اسرایل سره د شخړې په حالت کې د اپرېل په 22مه پاکستان ته ځي
- پر ایران د اسرائیل د برید د راپورونو په اړه نړیوال غبرګونونه
- له پاکستان څخه ۶۵٪ ستانه شوي افغان ماشومان ښوونځیو کې نه دي شامل شوي - سروې
- پر ایران د اسرائیل د برید په اړه امریکا ته خبر ورکړل شوی و - رسنۍ
- کراچۍ: د بهرنیو وګړو په ګاډي ځانمرګي برید مرګ ژوبله اړولې - پولیس وایي دوه ترهګر یې هم وژلي
- ورک شوي عزیزان - د ازادۍ مېلمه
- امریکایي چارواکي وایي، اسرایل په ایران باندې د میزائیل حمله کړې ده: د امریکا خبري رسنۍ
- شننې او څیړنې، مقالې
- .
- کتابونه پاڼې پاڼې
- .
- روانې چارې او بېلابېل
- .
- بېلابیلې ټولنيزې ليکنې
- .
- علمي لیکنې
- .
- شعرونه
- .
- افغانیزم
Copyright © tolafghan.com 2002-2019