د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

زمــا افـفــان ولـی تبـاه دی

محمد اعظم ( ذکریا) 02.07.2016 15:29

لیکوال :- محمد اعظم ( ذکریا) د روښان پوهنتون  د اقتصاد د پوهنځی  محصل

اففانستان  یو د هفه هیوادونو څخه ده چی په دی  هیواد کی مختلف اقوام ژوند کوی لکه پښتون ، تاجک ،ازبک ،هزاره ،پشیی ، ایماق او نور .. چی ددی ټولو اقوامو ملیت اففان دی او اففانان سره ټول ورونه دی پروا نه کوی که د مختلفو اقوامو دی د یو بیرق خاوندان او لاندی به یی ژوند کوی ټول اففانان سره  ورونه دی.  

که د اففانستان تاریخ ته لک شانتی متوجی شو نو مونږته معلومیږی چی اففانان د ډیرو کلونو نه راهیسی په درد،غم ، جنګ او فقر  سره لاس په ګریوان دی چی دا زمونږ په افتصاد ، سیاست باندی او ټولنی په ثبات باندی ډیر منفی اثرات ور اچولی چی ددی باعث ګرڅیدلی چی اففان په مختلفو نومونو سره یادیږی لکه تروریست، ترهګر، ظالم ، جاهل ، بی انصاف او نا انسان چی دغه نومونه هر اففان په اور کی سوځوی او تباه کوی ځکه که چیرته د ڼړی هر کوټ ته لاړشی لومړی اففان تالاشی کوی یا لومړی کوم تروریستی حملات چی په کوم ساحه کی ترسره شی او اففان هلته شتون ولری او اففان په کی مړ،یا ټپی کیږی  نو  دا ټول کار په خپله  اففان باندی کیږی حال داچی بیخی اففان په دی کی شامل هم نه وی او ورنه خبر هم نه وی  او کوم نور تروریستی حملات چی د اففانستان په د ننه کی  ترسره کیږی اففان په کی مړ کیږی او زخمی کیږی نو نوموړو حالاتو ته په کتو سره ما ته مختلف سوالونه په زهن کی پیداکیږی چی بلا اخره ولی اففانان انسان نه ده؟ یا د اففان په نوم کی  داسی سیز ده چی دا غوبل راباندی ده؟ یا نورو نړیوالو ته مونږ حیوان شکارو که شکارو نو ولی؟ یا د ا ټول خبره د اففان په مذهب کی ده؟ ددی ټولو حالاتو علت څه ده چی اففان کړیږی او څوک پوښتنه نه کوی؟ حتمی یو څه خبره خوده چی پری اففان نه پوهیږی او که پوهیږی نو ولی  ځان چوب نیولی باید ورباندی وپوهیږو؟                                  
زما د اففان د تباهی راز په لاندی څو ټکو کی ده چی غواړم  تاسو ته یی ډیر په لنډ ډول خلاصه کړم
که چیرته مونږ د اففانستان جفرافیوی موقعیت ته متوجی شو نو داسیا په منځ کی قرار لری چی که چیرته د واړو اړخونو نه وګورو د اقتصادی موقعیت له  نظره او د سیاسی موقعیت له نظره ډیره یو ښه موقعیت لری ځکه چی اففانستان د خپل اقتصادی موقعیت له کبله کولی شی چی   ډیر په لک وخت سره او لک مصرف سره کولای شی چی خپل تولیدات د نورو اسیایی مملکتونو او نورو نړیوالو مملکتونو ته صادر کړی او د خپل وړ ضروری توکی وارد کړی او شته طبیعی منابع په اففانستان کی چی په ملیاردونو ډالرو ارزش لری او داسی منابع شتون لری په افغانستان کی  چی په نورو اکسرو هیوادونو کی نشته او د سیاسی موقعیت له کبله کولی شی چی د اففانستان نه نور اسیاسی مملکتونه د خپل فشار لاندی ونیسی چی دا د هر هیواد د هدف پوری مربوط کیږی چی ایا ولی دغه کار ترسره کوی دی باندی نه غواړم خبری وکړم  چی دا ټول ددی باعث کرځیدلی  چی  د نورو مملکتونو توجو ځان ته راجلب کړی او هفوی تشویق کوی چی باید ددی لاری نه خپل هدف ته باید ورسیږو چی دغی ټکی ددی په ماغزه  کی ناست دی چی اففان بی د هفی د تعلیم کچه یی ښکته یا بی سواد دی هر څه کوی فقد او فقد غواړی خپل اهداف چی لری تر لاسه یی کړی او مو نږ باندی د هر راز تکتیکونو په استفادی سره خپل اهداف ترلاسه او یا هم ورته ځان نژدی کړی لکه  د افغانستان  د اقوامو ترمنځ مختلف جررړی او بد بینی بیداکوی چی ته بښتون یی ته هزاره یی زه تاجک یم او یا حکومت کی نومړی قوم زیات په لوړ بوستونو کی کار کوی مونږ ولی نه یو او بلا اخره مونږ په مختلفو ګروپونو ویشلی یو باندی د طالب نوم ایښی یو باندی داعش او ددی ټولو رهبری  پخپله کوی د مذهب  په  نوم باندی یو بل باندی مونږ وژنی در حال چی زمونږ دین یو ده خدای مو یوه ده او زمونږ حکومت په داخلی سیاست کی لاس وهنه کوی او زمونږ هفه جاهل نا پوهه خاین چی ددوی لپاره کار کوی ددوی پواسطه چی د نور اففانانو باندی مختلف نومونه ایښودل کیږی  په مونږ باندی حاکمیت کوی چی ورځ تر ورځه د اففانستان حالات خراپوی د ددولت  سکتورونو کی  فساد بی عدالتی خیانت جریان لری او زمونږ نوم په دنیا کی د فساد په مختلفو نومونو درجه بندی کوی او غلول شوی اففانان چی په ګروپونو ویشل شوی دی ا و یا لوړپوری ددولت کارکوونکو چی  د پیسو، ګاډی ،باډی ګارد پسی چی مړ خپل هیواد خپل خلکو سره خیانت روان کړی نه پوهیږی چی ولی دا کار کوم ولی خپل ښپو کی په تیشه وهم دا وطن زما د اخلک زما دی زما ورور ده یو اففان یم پردو مملکتونه زما اففان نه دی هفوی همیش تا سره نه وی هفوی تر هدف تا سره ملګرتیا کوی او یوه ورځ تا پریږدی د لاره په نیمایی کی او داسی وخت به راشی چی دا وطن هم درنه واخلی دا چوکی د ا خلک بیا به د د حکومت کولو لایق به هم د و نه ګڼی ځکه چی ته ناپوهه جاهل بی سواد انسان یی نو اففان ستا  تباهی ستا جهالات دی ځان پوه کړه او د بهرنیو شوم اهداف سیاست باندی پوهه شه او سره یو اففان یو حکومت د یو کور غړی شه او نور بیچاره افغانان ځان سره مه تباه کوه  کنه پوه شه چی نور اففان تباه کیږی ته هم تباه شوی او تباه کیږی.                                                                                                
دیو اباد څوکاله افغانستان او د اففانانو په مینځ کی د نفاق بدبختیو نه شتون  په هیله       .