د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

توپيرشته دی

پوهنمل محمدوارث 02.07.2016 02:00

زما اند او ستا خيالونو کې توپير شته
بس د هر چا په فکرونو کې توپير شته

ته مغروره خو د هيچا پروا نکړې
دامنم چې عادتونو کې توپير شته

د ساده مينې ارزش باندې پوهيږم
چې په کليو او ښارونو کې توپير شته

د رباب خوږو نغمو ته که لږ ځير شې
د هر تار په اوازونو کې توپير شته

ما احساس د خطر وکړ چې ډوبيږم
سمندره! ستا موجونو کې توپير شته

وارث وائي زما درد ځکه سوا دې
د هر چا د زړه دردونو کې توپير شته