د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د قــــــدر شـــــــــــپه

محمد انور ولید 30.06.2016 12:48

د قدر په شپه لومړی ټول قرآن عظیم الشأن په یو وار لومړي آسمان ته د آد مي ځوځات د لارښوونې له پاره د د الهي فضل ، کرم او پېرزویني له مخې د بشریت د نجات په خاطر را نازل شوی او په بیت المعمور کې ځای پر ځای شوی دئ .
خو دا مبارکه شپه د روژې د مبارکې میاشتي د درېیمې لسیزې په طاقو(( (۲۱  تمې ) ، (۲۳ تمې ) ، (۲۵ تمې )، ( ۲۷تمې ) او ۰۲۹ تمې ) )) شپوکې پټه ده . الهي حکمت په کې دادئ چې ددې شپې عبادت له (۱۰۰۰ ) میاشتو یعنې له (۸۳ ) کالو او څلورو میاشتو قبول شوي عبادت څخه غوره دئ .
ولې ځمکې ته له مکې مکرمې سره نږدې د حُرا په غار کې د همدې قرآن تر ټولو لومړني آیتونه ( اقراء باسم ربّک الّذي خلق ، خلق الا نسان من علق ، اقراء وربّک الاکرم الّذي علّم بالقلم ، علّم الانسان مالم یعلم ، ) د روح الامین ( جبرئیل ) (ع) په واسطه د روژې په (۱۷مه ) شپه را نازل شول . چې وروسته د نبوي امت او بشریت د اړتیا له مخې په تدریج سره په (۲۳) کالو کې دغه الهې وثیقه (آسماني دستور) بشپړشو.
کله چې د آسماني دستور دغه آیتونه او سورتونه پرآنحضرت محمد (ص ) باندې را نازلېدل ، حضرت جبرئیل (ع) به حضرت پیغمبر (ص) ته کټ مټ د الله (ج) دغه کلام په امانته توګه پرته له څه کمي او زیاتي څخه رساوه ، یعنې هېڅ تأویل اولاسوهنه به یې نه په کې کوله . کله به چې وحی کړای شوي آیتونه او سورتونه آنحضرت محمد (ص ) ته ورسېدل ، آنحضرت ( ص) به کټ مټ د وحی کاتب ته ورسول ، او د وحی کاتب به همغه څه پر پوستکو یا د لرګیو پرټوټو، دېوالو او نورو پاکو څېزونو باندې ولیکل چې د پیغمبر (ص ) له خولې به ورته ویل شوي وو. حضرت محمد (ص) او دوحې کاتب د بني اسرائیلو په څېر په وحی کړای شوي قرآن کې هېڅ ډول کمی او زیاتی او لاسوهنه نه ده کړې ، ځکه دا کتاب ( الهي دستور) د ځمکې پرمخ په ټول عالم بشریت کې په ترټولو امین شخص ( حضرت محمد ) (ص) باندې را نازل شوی او الله (ج) هغه د خدای ورکړي نبوي رسالت ، منصب ، ظرفیت او سیرت له مخې  ددې وړ بللی ؤ چې خپل دغه امانت ( قرآن عظیم الشأن ) یې د حضرت جبرئیل په لاس هغه (ص) ته ورساوه .
آنحضرت (ص) خپل امت ته د وحی جلّي ( آیتونو ) تفسیر له وحی خفي ( احادیثو ) سره یو ځای په میراث پرې اېښی . او قرآن او سّنت ( نبوي احادیث ) هغه دوه میراثونه دي چې مسلمه امت ته له پیغمبر (ص ) څخه په میراث ور پاتې دي .      
خو د را ټولولو اوتدوین چارې یې بیا حضرت عثمان بن عفان (رض) داسې بشپړې کړې چې هېڅ احبار ، رُهبان ، ملأ او مُطرف ته یې په کې د تورات ، انجیل او زبور په څېر د ګوتې وهلو ځای پرې نه ښود . همدلته ده چې د قرآن ، جبرئیل (ع) او محمد (ص) دښمنان تر ننه پورې د قرآن په مسخ کولو باندې نه دي توانېدلي ، که څه هم قرآني متون د بهائي سروش ، سلمان رشتي ، او عبدالله بن سبا له منحرفو کاذبانه لید لورو څخه تخریبوي ، خو تخریبولی یې نه شي ، بلکې په دې لار کې خپل ځانونه نورهم بېوزنه کوي او شرموي .
 د آنحضرت (ص) فضیلت اوعظمت دومره ستر ؤ چې کله هغه په هغه شپه پیدا شو، نو د روم او کُسری ماڼۍ (۱۲ ) کنګرې او په مکه کې (۳۶۰ ) بُتان ټول پر ځمکه را پرېوتل ، د زرتشتیانو ( ۱۰۰۰ ) کلنه آتشکده په ټپه مړه شوه ، و یهودانو (۴۰ ) کسیزې ډلې چې غوښتل یې پر بي بي حلیمې باندې په لاره کې حمله وکړي او محمد (ص ) ترې په شهادت ورسوي هغوی ټول د الله (ج) له لوري ووژل شول . د لولاک تاج به یې پر سر داسې روان ؤ چې د هغه د وجود  سیوری به چا نه شو لیدلی .
خو کله به چې بیا قرآن پر آنحضرت (ص ) باندې را نازل شو ، نو بیا به پر آنحضرت (ص) باندې تبه راغله او خولې به پرې را ماتې شوې .          
که په دې طاق شپوکې څوک غسل وکړي اود خدایتعالی (ج) عبادت ته عملي ټینګه ملا وتړي ، لمونځونه ، نوافل ، تهجد ، او د قرآن تلاوت وکړي ، بېله شکه به ده ته خدای پاک له ( زرو ) میاشتوقبول شوي عبادت څخه ډېر اجر او بدله ور کړي .
خو هېره دې نه وي چې دغه عبادت د شپې په درېیمه یعنې وروستۍ برخه کې تر صبح صادق پورې ډېر اجر او ثواب لري .
موږ افغانان په سلو کې (٪۹۹، ۹۹) د خدای تعالی بنده ګان او د آنحضرت (ص ) امتیان ځانونه بولو، پر موږ باندې واجبه ده چې په خپل ټول مکلف عمر په تېره په دغه مبارکه میاشت کې خپل خدای هېر نه کړو او د الله تعالی عبادت ته شا ور وا نه ړوو، ځکه هر څه یو خاص فصل لري ، او د هر فصل مېوه په خپل وخت او موقع باندې پخېږي او خوندونه ترې اخیستل کېږي . که سیزن او فصل یې تېر شي ، بیا څه ګټه او خوند نه لري .
لکه څنګه چې د اسلام پینځه بنأ وې په خپل وخت باندې پرمکلفو مسلمانانو باندې فرض شوې دي ، او دهرې فرضي بنأ اداء کول بېل خوندونه لري ، اوهرعبادت ځانګړی زړی ( مغز) لري ، لکه په لمانځه کې چې د عبادت مغز ( سجده ) ده ، همداسې په روژه کې هم د روژې د عبادت مغز د روژې د وروستۍ لسیزې د طاقو شپوپه ويښه په عبادت باندې تېرول دي . چې که عابد بنده په دې شپو کې د خپل عبادت پر مهال له خپل خدایه هره مشروغ شرعي غوښتنه ولري ، الله (ج) یې هرو مرو ور کوي .
خو که دا شپې څوک له لاسه ورکړي ، نو بیا یې راتلونکې هم معلومه نه ده چې سباته څه پېښه ورکېږي ؟ مسلمان ته په کارده چې په لاس ورغلی وخت له لاسه ور نه کړي . ځکه مرګ له هرڅه نه نږدې دئ ، کله چې ور ته راشي ، یو ساعت نه وړاندې کېږي او نه وروسته کېږي . د ټولوعباداتو وختونه ، روژه او د روژې د برکتونو او فضیلتونو، اعلانونه همدغه نښې نښانې دي . که یې وخت تېر شو ، بیا به له دې نعمتونو خدای مه کړه محروم او بې برخې پاتې وو .
اې د نړۍ مسلمانانو ! په خاصه توګه اې مسلمانو افغانانو ! نن ورځ خو پرټول محمدي امت په خاص ډول پر افغانانو باندې له تېرو (۳۷ ) کالو را هیسې له هرې خوا د خپلمنځي شخړو ، نفاق او پردیو غدیو له لاسه د مرګ ژوبلوغضبونه را نازل شوي . همدومره ووهل اووځپل شوو ـ لکه څومره چې مو د خدایتعالی دین ته شا ور اړولې ده ، او لابه نورهم وهل کېږواو لوټ کېږو . راځۍ په صدق سره خپل یوه معبود برحق خدای (ج) ته توبه وباسو، ترڅو له دې را باندې تپل شویو پردیو جګړوڅخه نور په ګنډلي ګرېوان خلاص شو . او د ورورۍ په فضأ کې سوله ئیز او هوسا او بسیا ژوند سره وکړو .
د يو آیاد ، هوسا ، بسیا ، له شر، فساد او فتنو خلاص خپلواک او پر خپلو پښو ولاړ مسلمان افغانستان په هیله  ، آمین ثّم آمین .