د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د خیال ور

محمدیوسف خدمتګار مزدورزی 28.06.2016 12:58

دا مـړه مر ئـیـان ګــــورۍ د زاوال ور کـې پــراتــه دي
دوې ژونـد ژونــدو لـه ورکـړو د مشال ورکې پـراتــه دي
شـیـن سـتـرګي یـرغـلګــر د تـورو سـپـیـو شـاتــه تـښــتي
عــاشــقـان د پـاکـې مـیـني د وصال ور کې پـراتـه دي...
زمـونـږ بـڼ په پسـرلي کې د اتـیــنــوغــوبـل ځــای شــو
بــولان او مارګـالـه مـې د چــتـرال ور کې پــراتـــه دي
دا ســره پــه ویـنــــو لاره لـه کـــابـل تـــر پـــیــښـوره
چـا پـریـښـوولـه هغـه ټـول د سـوال ور کې پـراتــه دي
پـه خپـل کـور کې واک نه لـرۍ را ویـښ شـۍ پـښـتـنــو
مغـل خـولا تـراوسـه د خـوشال ور کـې پــراتــــــه دي
دا غـږ د زمـانـې دی خـدمـتـګــاره ولـس پـــــوه کــــړه
ځوانان ژوند کې بـدلـون غواړي دخیال ور کې پراته دي