د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د غني؛ غني کړنې

خوشحال آصفي 28.06.2016 12:56

نيوکه او انتقاد د هر انسان طبيعي حق دی، د بيان آزادي هر انسان لري او هر څوک کولی شي چې د اصلاح لپاره نور خلک د هغوی اشتباهاتو ته متوجه کړي. خو نيوکه او د بيان آزادي خپل اصول لري، خپل حد لري او يو ځانګړی چوکاټ لري. نيوکه بايد د اصلاح لپاره وي، پر بل چا د نيوکې لپاره بايد نيوکه کوونکی شواهد او اسناد ولري، نيوکه کوونکی بايد د نيوکې تر څنګ د يادې ستونزې (هغه چې پرې نيوکه کوي) د حل لپاره لار ولري. او نيوکه بايد د نورو د تحقير او سپکاوي لپاره نه وي. همداسې د بيان آزادي هم دېته ورته قانون لري. خو له بده مرغه په افغانستان کې دا هر څه سرچپه دي. دلته د بيان له آزادۍ څخه د شخصي ګټو پر اساس تعبير کيږي، دلته نيوکه د بل د تحقير او کمزوري ښودلو لپاره ترسره کيږي او دلته تر ډيره نيوکه کوونکی د هغې ستونزې چې پرې نيوکه کوي؛ د حل لپاره لاره نه لري.
خبره په افغانستان کې د ملي يووالي د حکومت او د حکومت له ځينو منتقدينو پورې رایاده شوه. دلته چې کله د ملي يووالي د حکومت يو کال پوره شو نو د حکومت ځينې موقع پلټونکي منتقدين راپورته شول او پر حکومت يې د بې کفايتۍ تور پورې کړ. افغان حکومت يې داسې يو کمزوری حکومت خلکو ته وروپيژندو چې ګويا د نفوذ ساحه يې يوازې تر ارګ پورې محدوده ده. پر اشرف غني يې تور پورې کاوه چې خلک يې په خپلو پستو خبرو دوکه کړل، له خلکو يې رايه ترلاسه کړه او اوس نور د خلکو په غم کې نه دی. دا سمه ده هر حکومت چې کله نوی جوړ شي نو ځينې نيمګړتياوې لري او د ملي يووالي حکومت هم له دغه امره مستثنا نه و. د اشرف غني او عبدالله حکومت هغه څه چې خلکو ته يې ژمنې کړې وې په يو کال کې پوره نه شوې کړای. د حکومت په نيمګړتياوو هم بايد سترګې پټې نه شي. ما هم په همدې حکومت ډيرې نيوکې کړي دي خو نيوکې بايد داسې نه وي چې په کال کې د ترسره کيدونکي کار باندې له دې عمله نيوکه وشي چې ولې په مياشت کې ترسره نه شو. او حقيقت دا دی چې د حکومت ډیری منتقدين همدا ډله کسان و چې په مياشت کې د په کال کې د ترسره کيدونکي کار د ترسره کولو غوښتنه کوله.
مثلاً هغه مهال خلکو په حکومت نيوکه کوله چې حکومت خپلې ژمنې پوره نه کړلې، حکومت د خلکو له دسترخوانه ډوډۍ واخيسته او حکومت د پرمختګ پر لور يو ګام هم وانخيست. سمه ده چې حکومت په يو شمير هغو ژمنو کې چې بايد په يو کال کې يې پوره کړی وای؛ پاتې راغی خو يو شمير داسې ژمنې هم وې چې ترسره کيدل يې په يو کال کې ناشوني و. دا د هيواد د پرمختګ لپاره د بنسټيزو پروژو د کار پيل او يا ګټې اخيستې ته سپارل و. د دې ژمنو د پوره کيدو وخت اوس راغی او له نيکه مرغه مونږه او تاسې وينو چې ځينې يې پوره شوې، ځينې د پوره کيدو په حال کې دي او ځينې به په راتلونکو کلونو کې پوره شي. د بېلګې په توګه يې په وروستيو کې ځينو لويو اقتصادي پروژو بشپړيدلو، پر دغو پروژو د کار د شروع کيدلو او يا په نيږې راتلونکې کې ګټې اخيستنې ته د سپارلو ته اشاره کوم.
۱ــ د ټاپي د ګازو د نلليکې پروژې پرانيستل چې له مخې يې د ترکمنستان ګاز په یوه نل لیکه کې د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته انتقالیږي. د دغې پروژې په ګټې اخيستنې سره به افغانستان کې هر کال ۱۲ زره خلکو ته د کار زمینه برابره شي. دولت به مو د دې پروژې د عاید له امله خودکفا شي.
۲ــ د سلما بند پرانيستل چې د افغانستان تر ټولو ستره بنسټیزه پروژه ده. دا پروژه د برېښنا د تولید او د کرهنیزو ځمکو د خوړوبولو له امله له خورا اهمیته ډکه ده. افغانستان به په دې سره وکولای شي چې خپلې اوبه کنټرول کړي. همدا ډول د هرات لپاره به دوه څلويښت ميګا واټه برېښنا توليد کړي.
۳ــ د چابهار بندر سوداګريزه او ترانزيتي پروژې د هوکړه ليک لاسليک کيدل. دا هغه پروژه ده چې د سيمې هيوادونو لپاره يې د افغانستان ارزښت لا هم لوړ کړ. د دغې بندر په پرانيستې سره به افغانستان د سيمي او نړۍ له لويو هيوادونو سره وصل شي او سوداګريزه راکړه ورکړه به پيدا کړي.
۴ــ افغانستان د سټندرد ملي نښان خاوند شو. له دې وروسته به د افغانستان سوداګریز توکي د خپل سټندرد نښان په درلودلو سره نړیوالو بازارونو ته صادریږي. له دې مخکې به د افغانستان سوداګریز توکي نړیوالو بازارونو ته د سټندرد ملي نښان له موجودیت پرته لېږدول کېدل. په تېرو څو کلونو کې افغان سوداګرو د سټندرد ملي نښان د نشتوالي له امله نه شوای کولای، چې له بهرنیو سوداګریزو توکو سره سیالي وکړي.
۵ــ د اسیا د پانګونې بانک د غړیتوب د ترلاسه کولو د افغان دولت هڅې. د افغانستان د مالیې وزارت چارواکي وایي هڅي کوي چې د اسیا د پانګونکې بانک غړیتوب ترلاسه کړي. د آسیا د پانګونې بانک په غړو هېوادونو کې د اقتصادي زیربناو پر غښتلتیا پانګونه کوي او افغان حکومت هم غواړي چې خپلې اقتصادي زیربناوي فعاله او پیاوړې کړي.
۶ــ د فراه ولایت د بخش اباد د اوبو بند د جوړولو هڅې. افغان حکومت پتيلې ده چې دغه بند جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپاري. د معلوماتو له مخې دغه بند به د هرات د سلما نوي جوړي شوي بند په پرتله د اوبو ذخیره کولو دوه چنده زیات ظرفیت ولري. دغه بند به د ۲۷ میګاواټو برېښنا د تولید ظرفیت ولري. د راپورونو له مخې دغه بند به د ۱۳۶۰ میلیونه مترمکعب اوبو د ذخیره کولو ظرفیت ولري.
۷ــ د آقينې بندر د اوسپنې پټلۍ د پرانيستې هڅې. ارګ وايې ولسمشر غني به په راتلونکې مياشت کې ترکمنستان ته ولاړ شي او هلته به د آقينې بندر د اوسپنې پټلۍ پرانيزي. همدا ډول ټاکل شوې ده چې ولسمشر به ترکمنستان ته په همدې سفر کې له ترکمني چارواکو سره د لاجوردو ټرانزيټي هوکړه ليک هم لاسليک کړي. که دا دواړه کاره ترسره شي نو افغانستان به له نړۍ سره د اړيکو ټينګولو نوی باب پرانيزي.
همدغه ډول د ولسمشر غني د حکومت تقريباً دوه کاله تير شوي او درې کاله لا نور هم پاتې دي. ولس دې له حکومت د خپلو هيلو مراندې نه پرې کوي. يو ځل بيا هم وايم ځينې داسې کارونه شته چې وخت ته اړتيا لري او ان شاالله که د حکومت ملاتړ وشي او پرې فشار راوړل شي نو که د ملي يووالي حکومت هر څومره بې کفايته هم وي؛ خپلې ژمنې به پوره کوي. د صبر ميوه خوږه وي او ولس بايد له پوره حوصلې کار واخلي.