د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغانستان په اړه د هيسم نيمګړی راپور

خوشحال آصفي 23.06.2016 12:28

تيره ورځ د ملګروملتونو د امنیت شورا په نیوېارک کې د افغانستان د امنیتي وضعې په اړه د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د ځانګړي استازي په تازه رپوټ باندې د بحث په خاطر فوق العاده غونډه وکړه. دا راپور د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي نیکولاس هیسم چمتو کړی و چې په کې په نړیوالې سولې او ثبات باندې د افغانستان د موجوده خرابې امنیتي وضعې د منفي آغیزې او د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې د مذاکراتو د امکاناتو په اړه يادونه شوې ده. که څه هم پر ياد راپور د بحث پر مهال په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سفیر محمود سیقل؛ په افغانستان کې د پاکستان د وروستيو پوځي تحرکاتو په اړه وغږيده خو د نيکولاس هيسم په راپور کې داسې څه نه و چې په افغانستان د پاکستان د تيري يادونه په کې شوې وای. نيکولاس هيسم په راپور کې د افغانستان د سولې د څلور اړخيزو له پايلو فقط ناخوښي ښودلې او د له وسله والو طالبانو د پاکستان د ملاتړ په اړه يادونه هم نه ده شوې.
په داسې حال کې د افغان سولې څلور اړخيز ګروپ د غونډو له پيل وړاندې؛ پاکستان اعتراف کړی و چې د وسله والو طالبانو کورونه په پاکستان کې دي او دوی پر يادې ډلې نفوذ لري؛ خو اوس د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي په خپل راپور کې له وسله والو طالبانو د پاکستان له ملاتړه هيڅ يادونه نه ده شوې. همداراز د څلور اړخيزو غونډو پر مهال پاکستان ژمنه کړې وه چې وسله وال طالبان به د خبرو له لارې د مذاکراتو ميزته رابولي او که طالب ونه منله نو پر ضد به يې د څلور اړخيز ګروپ له نورو هيوادونو سره په ګډه د طالبانو پر ضد پوځي اقدام کوي. خو اوس چې وسله والو طالبانو له افغان دولت سره د سولې خبرې رد کړي دي نو پاکستان هم چوپه خوله پاتې دی، نه یې وسله وال طالبان د خبرو ميز ته کينول او نه يې پر ضد پوځي اقدام وکړو. د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي نيکولاس هيسم له دغې موضوع سترګې پټې کړې دي.
د ترهګرو ډلو سرلاران لکه د القاعده مشر اسامه بن لادن، د طالبانو مشران ملا عمر او ملا منصور په پاکستان کې ووژل شول. نور مشران يې لکه د طالبانو پخوانی مشر ملا منصور په پاکستان کې د طالبانو مشر ټاکل شوی و، همداراز نوی مشر ملا هبت الله هم په پاکستان کې وټاکل شو، د دوی لپاره د بیعت غونډې د پاکستان په ښارونو کې نيول کيږي، ترهګر پالې مدرسې لکه حقانيه دارالعلوم په پاکستان فعاليت لري او د همدې مدرسې لپاره درې ميلونه بوديجه د پاکستان حکومت او سياسي ګوندونو لخوا تصويبيږي، د امريکا د ډرون الوتکې د بريد په ترڅ کې د طالب مشر د وژلو په غبرګون کې لاريونونه په پاکستان کې کيږي، له وسله والو طالبانو سره د القاعده بيعت په پاکستان کې کيږي او همداراز ويل کيږي د القاعده نوی مشر هم په پاکستان کې ميشت دی. دغه ټول ترهګر ګروپونه له پاکستانه په افغانستان کې د ورانکارۍ بريدونه پلانوي خو نيکولاس هيسم دا هر څه له ياده ويستي دي.
پاکستان په افغان خاوره ښکاره تيري ته ملا تړلې ده. د نړيوالو قوانينو خلاف له افغانستان سره له صفري نقطو ديخوا د افغانستان په خاوره کې پوځي تاسيسات جوړوي، د تورخم په دوارزه چې له کلونو ــ کلونو پرې د کرښې دواړه غاړې ولسونه پرته له ويزې تګ او راتګ کړی دی؛ اوس پرې د پاکستان لخوا بنديز لګول کيږي، د پکتيکا په برمل ولسوالۍ انګور اډه سيمه کې يې دروازه او پوستې جوړې کړي، همالته شل کيلو متر افغان خاورې ته مخکې راغلی، د ډيورنډ کرښې په شاوخوا کې يې پوځي تاسيسات جوړ کړل، او همداشان تيره ورځ يې د بلوچستان او د افغانستان د کندهار ولایت ترمنځ پر ډیورند کرښه د کندې کیندل بشپړ کړل. دا ټول پر افغان خاوره د پاکستان د تيري ښکاره بيلګې دي. خو نيکولاس هيسم پر افغان خاوره د پاکستان په تيري خوله بنده کړې ده.
د ملګرو ملتونو د امنيت شورا بايد د افغانستان او سيمي د امنيت او ټيکاو په خاطر په دغو ټولو مسايلو بحث کړی وای او دا هغه وخت کيډل چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي  استازي نيکولاس هيسم په خپل راپور کې دغو ټولو اړخونو ته اشاره کړې وای. خو له بده مرغه چې هيسم دا هر څه له ياده ويستلي دي او د افغانستان د سياسي، اقتصادي او امنيتي حالت په اړه يې د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته نيمګړی راپور وړاندې کړی دی. اوس افغان دولت په ځانګړي توګه په ملګرو ملتونو کې د افغانستان ځانګړي استازي محمود صيقل ته په کار دي چې وپوښتي؛ ولې د افغانستان د حالاتو بشپړ راپور نه و چمتو شوی؟
افغان دولت بايد وپوښتي چې نيکولاس هيسم ولې په افغانستان کې د پاکستان په ورانکاريو پرده اچولې ده؟
افغان دولت په دې ځان پوه کړي چې هيسم د کوم مجبوريت له مخې په افغانستان کې د پاکستان له تيري او سپين سترګۍ سترګې پټې کړي دي؟