د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د یو افغان کلتوری چيغې

افغان تحرک 22.06.2016 12:04

" څه وایي عبدالباري د جهان څه وایي
ژغ مو اوچت تر آسمان څه وايي

څنګه دی دکلتور او فرهنګ کاروبار
د شمس زردښت دفتراودیوان څه وایي

نه زردښت، شمس وه، او نه نجیب، منلی
خرم وزیر، فراهی معین، دا داستان څه وایي

ترڅو چه په سپیڅلتیا سره سر ته ورسیږی
پلان ریس زردښت ته هغه پلان څه وایي

اته کاله پراته لکه زردښت غوندی په خوب
پاتې شو، او دا طرح د افغان څه وایي

خالی کوت او پتلون خو دیر دی په ښار
څه وایي صادق او اګاه انسان څه وایي:

علم که ډیوه ده چی تاریکی له منځه وړی
بیا به وګورو باید چه عالمان څه وایي"

---------------------------------------------------------------

د صلح، ثبات، ټولنیز عدالت، قانونیت، ترقی او رفاه په هیله