د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ښاغلی محترم نظرمحمد مطمئن! ایا واقعا دا چین چې نن صبا په اقتصادی لهاظ کی لږ مخکې دي همدا اقتصادي پلان یې "اشرف غني کاکا" جوړ کړی دی؟

افغان تحرک 21.06.2016 11:22

په سر کی له خپل املایی، انشایی، ګرامری او نورو اغلاطو څخه معذرت غواړم.

دلته خبره د ښاغلی محترم نظرمحمد مطمئن هغه لیکنی څخه سر چینه اخلی چې د "د غني اقتصاد او د کابل یولسم روژه مات" تر عنوان لاندی دلته په ګران ټول افغان پورتال کی، په 17.06.2016 نیته کی، خپاره شوی ده.

د ښاغلی محترم نظرمحمد مطمئن لیکنی پر ګران افغانستان موجوده فقر او د سولي د عدم موجودیت پر محور باندی څرخیږی، چي واقعا دا دوالی موضوعات او موجوده اداری فساد چي نن هم متاسفانه پر ټول افغانستان کی شتون لری هغه دری حیاتی او مهم موضوعات دی، چي جدی او دقیق کار غواړی!

ښاغلی مطمئن لیکی:

په خپل لیکنه کی پس له دی نه چي ننی موجوده فقر په افغانستان کی، په یو دیر دقیق، حقیقی او واقعی توګه حکایت کوی، له خپل یو ملګری څخه داسی نقل قول راولی:

"ملګری مې وایې چې کله د غني د کمپاین وخت وو، زه د ځوانانو یو مجلس ته وربرابر شوم، هلته يو د اطاق په معتبر ځای کې ناست وو، هغه ویل چې که خدای کول اوس به افغانان دروزي خاوندان شي، کله چې غني ولسمشر شي موږ به نور د عربو هیوادونو له مزدورۍ څخه خلاص شو، هغه بل پري ورږغ کړه، چې د چین ولسمشر له غني څخه مننه وکړه چې د چین اقتصاد يې ورجوړ کړ، داچین چې اوس دومره مخکې دي همدا اقتصادي پلان يې اشرف غني کاکا جوړ کړی دی.

یوه بل بیا ویل چې ولادیمیر پوتین يې سخت ملګری دی، او هغه ځکه چې د روسيې اقتصاد ډاکټر غني ورته په پښتو ودراوی، د همده مشورې وي چې نن روسیه داسي ځواکمن اقتصادي هیواد دی. او ځینو بیا ویل چې په نړیوال پرمختیايې بانک کې يې ریکارډ پروت دی.

هغه ملګری وایې چې کله مې د کابل سیند په غاړه د سوالګرو داحالت ولیدی، له ځان سره مې وویل چې سیاست ټول دروغ دي، غني موږ ټول غلط کړو او ويې غولولو چې ستاسي په سترخوان کې به د یوې ډوډۍ پرځای دوه ډوډۍ وي، له نړۍ سره به افغانستان سیال کړم، نه داچې سیال نه شو، تر پخوا هم کمزوري او ځوانان مو د بیکارۍ له امله له هیواد څخه تيښته کوي.

زما ملګری وایې که زما پر خبرو څوک شک لري نو یوځل دي د خدای ج له پاره د سرای شهزاده پرمخامخ د کابل سیند پر غاړه سبزي خرڅونکو ځای ته ورشي، هلته به د افغان سوالګرو همدا بد حالت په خپلو سترګو وویني.

زه لیکوال هیله کوم چې غني ددي پرځای چې کابل کې مجید مال او یا هم کابل سیټي ته سر ورښکاره کړي، ښه به وي چې په رمضان کي د افغان سوالګرو همدا بد حالت په خپله وویني، او باوري دي وي چې هغه سېمه کې امنیتي ستونزه هم ورته نه پيښیږې ځکه هلته ټول غریب خلک دي، او که بیا هم د ویري او ډار له امله د ارګ له څنډۍ څخه نږدې دغه ۲۵۰ متره لیري د سبزیو خرڅولو ځای ته نه شي ورتلای، له خپلو هیوادوالو دي مرسته وغواړي موږ به هم ورسره ولاړ شو، ترڅو د سوالګرو او بې وزلو دغربت دغه حالت په خپلو سترګو وویني.

کاش چې د روژه مات په وخت کې همدا د افغانانو او ځانګړي ډول د سوالګرو بد حالت کوم بامسؤلیته افغان په ارګ کې غني ته ووایې."

ښاغلی محترم نظرمحمد مطمئن په اخر کی داسی مودبانه، ښکلی او معقول لیکی چه:

"موږ په سترخوان کې دوه ډوډۍ نه غواړو، موږ سوله غواړو، د جګړي پرځای دي د سولې پروسه مخکې یوسي، او په جګړه دي اصرار نه کوي، جګړه د حل لاره نه ده، او نه هم اوسنۍ جګړه ګټونکی لری، دا ټولي بدبختۍ او دربدرۍ د جګړي د دوام له امله دي، په دي هیله چې د افغانانو د زړه درد او دغه اواز او له عبرته څخه ډک یادښت د غني پلویان ورته په مثبت نظر وګوري او په ګډه د سولي له پاره کار وکړو، د جکړي د ختم او په هیواد کې د امن له پاره لاسونه سره ورکړو."


واقعا چي سوله هغه لمړنی او مهم ګام دی، چي د امنیت، ثبات، ټولنیز عدالت، قانونیت، ترقی او رفاه سر چینه ده!

د افغانستان دولت او هم طالبان باید دواړو، د سلیم عقل څخه کار اخلی او سوله لپاره ژر تر ژره ضمینه برابر کړی. سوله لپاره یو لږ از خود ګذری، یو لږ د دقیق خبرو اترو حوصله، یو لږ درک، یو لږ خپل ولس او خپل ځان لپاره اهمیت او احترام قایلیدل، یو لږ تعقل، یو لږ تدبیر او خود ارادیت او افغانیت په کار دی او بس!

اوس سره له دی نه چه د خدای په فضل مونږ افغانان دا تول متذکره اوصاف هم لرو، پوښتنه پیدا کیږی چه ولی مونږ افغانان له خپل دا شه اوصاف څخه کار نه اخلو او خپل ولس له رفاه او سعادت له درکه مطمئن نه وکړو؟

مونږ هم مطمئن یو،
مطمئن په دی کی چي افغانستان لکه ښاغلی محترم داکتر اشرف غنی غوندی یو علمګرا او عملګرا ریس جمهور لری چي مونږ ټولو لپاره لکه یو لوی نعمت غوندی دی او سوله سره مینه هم لری!
مطمئن په دی کی چي محترم طالبان هم، سره له دی نه چي په قهر او غضب ښکاری، چي تر یو حده پوری هم درک یی کولای شو، خو سره له دی نه سوله سره علاقه څرګندوی!

اوس د صادق او اګاه افغانانو وظیفه هم دی چي د بین الافغانی سولي لپاره خپل نظریات، پیشنهادات او معقولی طرحی را ایجاد کړی!

سوله نه په شعارونه کی مینځ ته راځی او نه هم د توکی، فکاهی او یا معما ګانی په ذریعه، بلکه سوله د معقولو او دقیق مذاکراتو او خبری اتری له لیاری څخه مینځ ته راځی!

اوس مثلا د ښاغلی محترم مطمئن صیب په کلام، دا خبره چي ایا "اشرف غنی کاکا" چین، روسیه او یا نورو ممالکو لپاره طرحګانی درلود او یا که نه مونږ لپاره په درد له کبله نه خوری چي مونږ چینایان او یا روسان نه یو، او ګران افغانستان هم چین او یا روسیه نه دي، بلکه مونږ افغانان یو او زمونږ هیواد هم افغانستان دی!

یعنی: مونږ بل خواص او خاصیتونو لرو او زمونږ ګران افغانستان هم بل جغرافیایی موقعیت لری!

که سوله ده او یا هم که د فقر له مینځه وړل ده او یا هم که د اداری فساد سره مبارزه دی، د توکی، فکاهی او یا معما ګانی په ذریعه حل نه کیږی، یوازی د یو فرد په ذریعه حل نه کیږی، بلکی دا ټول ستونزی او مشکلات له ټولو اګاه او صادق افغانانو څخه د دقیق او عملی حل لاری غواړی!

بی له شکه چه په لمړی ګام کی د افغانستان دولت وظیفه او مسولیت دی چي د موجوده ستونزی لپاره دقیق او عملی حل لاری جور کړی، مګر د سولي لپاره لکه چي ګورو د افغانستان دولت غوښتنی او توان محدود معلومیږی!

له بلی خوا محترم طالبان هم نن صبا وایی چي سوله یوازی د "اسلامی شریعت" په اساس ممکن دی، اوس باید مونږ ټول افغانان بلخصوص زمونږ دینی عالمان زمونږ اګاه او صادق افغانان، او هم د افغانستان دولت خپل برداشتونه، خپل تعریف، خپل فهم له محترم "اسلامی شریعت" پر قبال مطرح کړی، تر سو چي مونږ ځانونه او ذهنونه پکشی په دقیق توګه پوه کړو چې زمونږ تعریف د "اسلامی شریعت" څخه څه دی.

نن صبا اصلی پوښتنه د بین الافغانی سوله په مورد کی داسی معلومیږی چې څه وخت محترم طالبان، نور دینی عالمان، د افغانستان دولت، اګاه او صادق افغانان یو مشترک تعریف او یا هم هر څوک په لمړی ګام کی خپل تعریف او برداشت له "اسلامی شریعت" څخه فقیر ولس ته په دقیق، واضع، او عام فهم دول تشریح، توضیع او وړاندی وکړی، تر سو د سوله لپاره لاره هواره شی. لکه چې یاد شو، یو ځل بیا تکراروم:

سوله نه په شعارونه کی مینځ ته راځی او نه هم د توکی، فکاهی او یا معما ګانی په ذریعه، بلکه سوله د معقولو او دقیق، صادقانه او اګاهانه مذاکراتو او خبری اتری له لیاری څخه مینځ ته راځی!


د بین الافغانی صلح، ثبات، ټولنیز عدالت، قانونیت، ترقی او رفاه په هیله