د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د رزق ادرس

قاضی طارق 20.06.2016 12:31

په تېرپسې .......

په کوم رزق (خوراک او څکاک ) چې مونږ خپل ژوند ته ادامه ورکوو چېرته دې ، له کومه راځی او څرنګ راځی ؟؟؟

ایا رزق کوم معلوم ادرس اوعنوان لری چې ورشو دروازه یې ور وټکوو او ترې و یې غواړو ؟

هو قرانکریم او نبوی حدیثونه د رزق یو شمیر ادرسونه مونږ ته بیانوی او وایې چې که تاسوغواړئ چې رزق په اسانۍ تر لاسه کړئ نو هغه ادرسونه ولټوئ ، قران کریم فرمایې :

{ وفي السما ء رزقكم و ما توعدون } الذاريا ت :۲۲.

او په اسمان كې دې رزق ستاسو او هغه څه چي تاسو سره يي وعده ګړای شویده ( دثواب اوعقاب څخه ) .

رزق ؟ او هغه هم په اسمان کې ؟ عجیبه خبره ده !!

سید الطنطاوی رحمه الله وایې : ستاسو رزقونه مقدر دی او د الله سره مکتوب دی ، چې د اسمان له لورې د هغو بارانونو له لاری تاسو ته نزول کوی چې په ځمکه راښکته کېږی او دخدای په اذن هر ډول شینګی ورباندی را شنه کېږی .

حقیقت دا دې چې په دي ايت شريف كې د رزق يو لوي سبب ته اشاره شوي ده چې هغه په اسمان كې دې يعني باران او واورې ، چې د هغو كول او نه كول يوازي د مقتدر او حكيم خداي په لاس كي دي او د څه شي چې وعدي يي كېږ ي ، هغه هم د مقتدر خداي په لاس كي دي .

{ وَما تُوعَدُونَ } هغه څه چې وعده یې کړای شویده له تاسو سره د خیر او شر ، یا یواځې د خېر.

ستاسو رزق په اسمان کې دې یعنی ستاسو د رزق اسباب په اسمان کې دی ، دا د رزق سم ادرس دې ، پام کوی چې دا ادرس درنه خطا نه شی چې د دائمی سرګردانۍ سره به مخ شئ .

علماء او مفسرین وایې :

کله چې بندګان د ځمکې په سر د خدای لاره پرېږدی او د شر او فساد لاره ونیسی ، او د خدای د حکمونو په ماتولو شروع وکړی نو ور سره د بارانونو وریدل هم بند شی او په نتیجه کې د مخلوق د رزق کمی هم راشی .

او دا هم حقیقت دې چې ، کله چې په كوم ملك كې د څه وخت لپاره د بنی ادمانو د ګناه له کبله د باران ورېدل بند شي او الله پاك د باران د نه كولو اراد ه وكړي نو بيا به دا نباتات په څه ډول راشنه شي؟

يا هم د مثال او بيلګي په ډول ، که داسي فرض كړو چې يو سهار له خوبه راپورته شو او وګورو چې دا د ځمكې د سر ټولي رواني اوبه د ځمكې په تل كې ننوتلې ، ځمكې راښكلې او نشته ، نو بيا به مونږ ته دا اوبه چې د ټولو چارپايانو ، انسانانو او ټولو ژونديو موجوداتو د ژوندي پاتي كيدو يو اساسي سبب دې او له دينه په غير د ځمكې په سر د ژوند ادامه امكان نه لري، څوك راولي ؟ ....

استغفر الله ربی و اتوب الیه !!!! ...

الله فرمایې :

{ قُلْ أَرَأَيْتُمْ إِنْ أَصْبَحَ مَاؤُكُمْ غَوْرًا فَمَنْ يَأْتِيكُمْ بِمَاءٍ مَعِينٍ } ملک :۳۰ .

دي خلكو ته و وايه اي پيغمبره ! خبر راكړئ تاسو ماته كه چېرته سهار وګرځي اوبه ستاسي ښکته ( په ځمكه كې ننوتلې ) نو بيا څوك دې هغه چې راولي تاسو ته اوبه روانې پاکې او صافې ؟

دا د ځمكې په كره كې رواني اوبه د دې مخلوقاتو د ژوند لپاره چا پيدا كړي ؟ ؟ ؟ !

چا پيدا كړې دي ؟ ؟ !

كوم خان ؟ !

كوم نواب ؟ !

كه كوم سياسي رهبر او يا په دې نړئ كي كو م امپراتور ؟ !

قران په دغه مبارك ايت كې يوه فرضيه ايښې پوښتنه كوي چې كه چېرته یو سهار تاسو راپاڅېږئ او په دغه سهار کې دا اوبه ناڅاپه د دې ځمكې تل ته كوزي شي لكه چې كله ، كله د وچوبي په كلونو كې همدغسي كېږي هم ، نو ايا بيا كوم بل داسي قدرت شته چې دغه رواني او ځلېدونكي اوبه بېرته زمونږ د ټولو ضرورتونو د پوره كولو لپاره د دې ځمكې سر ته را وخيژوي ؟

اجازه راكړي يوه بله فرضيه به زه كېږدم په دې ترتيب چې كه همدغه اوبه چې څښتن تعالي زمونږ په اختيار كې راكړې او هر چېرته چې مو زړه غواړي هلته يي بولې او ګټه ترې اخيستلې شو، د لوړو لوړو ماڼیو سرته يي پورته كوو او د خپلې خوښې برابر يي په خپلو كورونو كې په وړو ، وړو نلونو كې ويشو د سيندونو نه نهرونه او ويالي را جدا كوو او خپلو پټيو ته يي رسوو او فصلونه ور باندي اوبه كوو، خو كه يو دم ناڅاپه د دغو سيندونو اوبه سركشي شروع كړي او د خپلو پولو نه واوړي نو بيا يي څو ك قرارولاي شي ؟

ايا شته د دي ځمكي په سر كوم يو طاقت چې بيا د اوبو د دغه سركشه او بي رحمه څپو مخه ونيسي ؟

دا داسي پيښې دي چې هره ورځ يي په خپلو سترګو وينو او په غير له دې نه چې قهر او غضب ته يي تسليم شو نوره هيڅ د تيښتي لاره تر نه لرو .

راځو خپل اصل مطلب ته چې د رزق ادرسونه چېرته دی ......

قران کریم فرمایې چې که الله جل جلاله در باندې دا خپل رزق بند کړی نو بیا د بل داسې ذات ادرس تاسو سره شته چې تاسو ورشئ او دروازه یې ور و ټکوئ او تاسو ته رزق درکړی ؟

{ أَمْ مَنْ هَذَا الَّذِي يَرْزُقُكُمْ إِنْ أَمْسَكَ رِزْقَهُ بَلْ لَجُّوا فِي عُتُوٍّ وَنُفُورٍ } ملک :۲۱ .

ایا څوک دې هغه (ذات) چې رزق درکړی تاسې ته که چېرې بند کړی (الله ) در څخه رزق خپل ( هیڅوک مو بې له الله رازق نه شته ) .

بلکې ننوتلی او محکم شویدی دوئ په سرکشۍ ،عناد ، تېښته او نفرت کې ( له حقه ) .

او که د رزق ادرس معلوم دې او مونږ ته یو چا را ښوولی دې چې رزق مو هغه ځای کې دې ، او مونږ بیا هغه ځای او هغه ادرس پرېږدو او بله خوا لاړ شو او د کائیناتو په دې پراخه نقشه کې په یو نا سم ادرس پسې روان شو ، مثلا یو چاته راته ویلی چې رزق مو په شرق کې دې او مونږ شمال ، جنوب یا غرب ته روان شو ، نو دا خو طبیعی ده چې مونږ به خورا ډېر سرګردانه ، ستړی ستومانه او د کړاونو سره مخ شو ، ځکه ادرس یو خوا را کړ شوې او روان بل خوا یو ، بلکې بیخی به هدف ته و نه رسېږو .

انسان ته خو سرګردانی له دینه پیدا شوې ده چې د رزق په لټون کې په نا معلومو او مجهولو ادرسونو پسې روان دې ، د نورو په بندګۍ کې پروت دې ، دخدای نه د تېښتې ، سرکشۍ عناد او نفرت لاره یې نیولې ده ، نو رزق په اسمان کې دې او انسان په ځمکه سرګردانه دې!!

نو دا دې د رزق یو بل څرګند ادرس چې قران ګریم مونږ ته اعلان کړېدې :

{....... فَابْتَغُوا عِنْدَ اللَّهِ الرِّزْقَ وَاعْبُدُوهُ وَاشْكُرُوا لَهُ إِلَيْهِ تُرْجَعُونَ}العنکبوت : (۱۷) .

نو ولټوي د الله سره رزق (چې قادر دې په رسولو د رزق ) او بندګي وكړئ د هغه ، او شكر وباسۍ د هغه ، نو همدغه خداي ته به ور ګرځول كېږئ تاسو.

د خدای سره رزق ولټوئ ، بندګی یې وکړئ ، سر ورته ټیټ کړئ او ترې و یې غواړئ !!

د اسلام ستر پېغمبر به همدغسې کول ثابت رضی الله عنه نه روایت دې چې :

نبی علیه السلام ته چې به کله ولږه ورسیده نو خپل اهل ته به یې اواز وکړه ای زما اهله ! لمونځ وکړئ ، لمونځ وکړئ !!

عن ثابت قال: كان النبي صلى الله عليه وسلم إذا أصابه خصاصة نادى أهله : يا أهلاه، صلوا، صلوا !! قال ثابت :

وكانت الأنبياء إذا نزل بهم أمر فزعوا إلى الصلاة ..

ثابت وایې چې په انبیاوو به کوم مصیبت راغې نو په ډېره وېره سره به په لمانځه شول .

په انبیاوو چې به د رزق کمی راغې نو خدای ته به په سجده شول خو په مونږ چې د رزق کمی راشی نو د کفارو غلامۍ او بندګۍ ته منډه کړو په خطا ادرس روان شو ، او د خدای نه سرکشی شروع کړو .

الله فرمايي :

كه تاسو چيرته د خداي نه و ويرېږئ ، حكمونه يي ومني او له نواهيو نه يي ځانونه وساتئ نو رزق به د داسي لارو نه تاسو ته راځي چې تاسو به يي هيڅ نه پيژنئ او په هغه به د رزق د وسيلي په حيث هيڅ حساب نه كوئ ، د چا په وجود کې چې د خدای جل جلاله ویره پېدا شوه نو الله جل جل جلاله هم ورسره دوه کارونه کوی :

ـ دغمونوڅخه دخلاصون لاره ورپېدا کوی ....

ـ د داسې لارونه رزق ورکوی چې ګمان یې هم نه کوی .....

قران عظيم الشان فرمايي :

{.......وَمَن يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَل لَّهُ مَخْرَجًا } الطلاق : ۲ .

او څوك چي ويريږي د الله نه ، ( ځان ساتي له ګناهونو نه) و به ګرځوي (پيدابه كړي ) د هغه لپاره يو ځاي د وتلو ( د دنيا او اخرت دغمونو نه) .

{وَيَرْزُقْهُ مِنْ حَيْثُ لا يَحْتَسِبُ وَمَن يَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ فَهُوَ حَسْبُهُ إِنَّ اللَّهَ بَالِغُ أَمْرِهِ قَدْ جَعَلَ اللَّهُ لِكُلِّ شَيْءٍ قَدْرًا }. الطلاق :۳ .

او رزق روزی به ورکړی ( الله ) ده ته له هغه ځایه چې ګمان به نه کوی دې ، او هغه څوک چې توکل وکړی په الله باندې نو دغه ( الله ) بس کافی دې ده لره بیشکه الله رسېدونکې دې کار خپل ته ، په تحقیق ګرځولې ده الله هر څیز لره اندازه ( نوهم دې الله ته د هر کار سپارنه په کار ده ) .

علاوه پردي چي په تقواي سره انسان ته د غمونو څخه د خلاصون لپاره لاري پيدا كيږي او زرق به ورته له داسي ځاي نه راځي چي ګمان يي نه كيږي ، په كارونو كي ورته اساني راولي ، د انسان نه ګناه كموي او ثوابونه ورته زياتوي لكه چي فرمايي :

{وَمَن يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَل لَّهُ مِنْ أَمْرِهِ يُسْرًا } الطلاق :۴ .

څوك چې له الله څخه و وېريږي ،ګرځوي هغه لره په كارونو كي اساني .

{وَمَن يَتَّقِ اللَّهَ يُكَفِّرْ عَنْهُ سَيِّئَاتِهِ وَيُعْظِمْ لَهُ أَجْرًا} الطلاق : ۵ .

اوڅوك چې له خداي نه و وېريږي كموي د هغه څخه ګناهونه دهغه او زياتوي هغه لره اجر او ثواب .

د اهم بايد ياد وساتو چې د خداي وېره د مار او لړم د وېري سره فرق لري په دې معني چې د چا په زړه كې د خداي وېره وي ، نو نښې اوعلايم يې دا دي چې په حكمونو يي عمل كوي او له نواهيو نه يي ډډه كوي ، د خداي وېره د ( خوف اورجا ) يو مزدوج حالت دې ، د خداي د وېرې معني د خداي نه تښتېدل نه دي بلكه خداي ته ورتښتېدل دي .

لكه چي فرمايي :

{ فَفِرُّوا إِلَى اللَّهِ إِنِّي لَكُم مِّنْهُ نَذِيرٌ مُّبِينٌ } الذاريات :۵۰

او وتښتي ( رجوع وكړي ) په طرف د الله ( په طاعت سره ) يقينا زه تاسو ته دطرفه دهغه نه ويرونكي يم ښكاره .

{وَلا تَجْعَلُوا مَعَ اللَّهِ إِلَهًا آخَرَ إِنِّي لَكُم مِّنْهُ نَذِيرٌ مُّبِينٌ } الذاريات : ۵۱.

او مه ګرځوي ، مه شريكوي تاسي د الله سره كار ساز حاجت پوره كونكې او معبود بل يقينا زه تاسو ته د طرفه د هغه نه ويرونكي يم ښكاره .

دغه دې يو اللهي اعلان !

خداي ته پناه وړل او د خداي د رحمت په سوري كې اوسيدل !!

دا ده د ټولو ستونزو د حل يوازيني لار !!

لنډيز :

د خداي نه و ويرېږي او د حكمونو تعميل يي وكړي ، و لو كه د ډيرو ستونزو او مشكلاتو سره هم مخ ياست ، همدغه خداي به د ټولوغمونو نه د خلاصون كومه لاره درته خلاصه كړي ، رزق به درته درکړی ، کارونه به دې اسان کړی ، ګناهونه به درمعاف او ثوابونه به در زیات کړی .