د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کـــڅ

محمدعیان«عیان» 20.06.2016 11:31

زړګیه صبردې په خدای شه + ددریابونومایان غاړې له راځینه
مونږپه کونړکې «ساحل» ته «کڅ» نه وایو.هلته ساحل ته غاړه وایي. پاسنۍ لنډۍ یې ښه بیلګه ده. یانې چې ددریابونودمنځ نه مایان(کبان ـ ماهیان) غاړې ته راځی اوبیا په وچه د ولاړ ښکاري دډانګې(لکړې) په کجکي کې نښلي.نوعاشق زړګي ته په دې لنډۍ کې ډاډورکول کیږي چې سوال به دې که خدای کول قبول شي اوخپلې موخې(هدف)ته به ورسیږې.
کڅ په یوه سیمه کې ښوډیروپټوته وایي چې یوځای سره پراته وي.دمثال په توګه وایو: دپلاني خان یواځې همداځمکه نه ده چې دکلا په خواکې یې پرته ده؛ بلکې هغه په برکلي کې هم ډیر لوي کڅ لري. یاوایوچې دادغنمودپټوڅومره لوي کڅ چې درته ښکاري اوغنم یې ډاډه، رنګ یې هم زیړشوی اوپخلي ته نیژدې دي، تاسه خدای په نیکۍ مل شه بس داټول کڅ له بره سره تر کوزه سره پورې د پلاني خان دی.
ارواښادخوشال سرکاڼیوال چې زماهمزولی اوانډیوال ؤ، یوه ورځ یې زمونږدکلي دپاسې ولې تراوبولاندې کروندې ته چې دڅوکسانوملکیت واوښایسته ښه لوړدیوال یې ترې راچاپیرکړی و، وکتل نوکړل یې(ویل یې): یره چې داکڅ دیوه سړي وي نوسپکۍ شان خاني پې کیږي.
زمونږ په کلي کې درې مشهورکڅونه شته. یویې د«الکي کڅ »په نامه دی چې دکلي شمالي خواته پروت دی اودڅوتنواوي(تراوبولاندې)پټي په کې پراته دي.بل یې دسیدخولو(ښایي سیدخیل وي)کڅ دی چې دکلي په ختیځ کې پروت دی.په دې کڅ کې هم دیوزیات شمیرکسانو للمي ځمکې یوځای پرتې دي.دریم یې دمیاګل صیب کڅ دی چې دکلي په وروستۍ شمالي برخه کې دتیشې(تښځۍ)کلي ته مخامخ پروت دی.
تراوسه مې نه دي اوریدلي چې دهیوادپه کومه سیمه کې به ساحل ته کڅ ویل کیږي. ښایي داسې ځای به هم وي، خوماته یې مالومات نه شته.
که ریشتیاراباندې وایې نوزه به درته ووایم چې ولې ددومره ښایسته، سوچه اوپه یوه لویه سیمه کې دعام دودیزلوغات(لغت ـ ویی)نوم په وچ زوربدلوو؟
ښه به داوي چې دیوې لویې کروندې پټوته کڅ اوساحل ته غاړه و وایو.
په دې ټپه کې هم زمونږپه کلي کې دسیندغاړې ته غاړه وایي اوهلته دګودر غاړه یانې دسیند غاړه ده.
که ته ریشتیاپه مامین یې + دګودرغاړه اجاره واخله مینه
دګودرغاړه چی اکثره وخت دسین په غاړه وي، خوپه ځینوځایونوکې کاریزونه اوچینې هم ګودرونه لري.یانې چې په دغوسیموکې به ګودر ښایي دسیند په غاړه نه؛ بلکې دنورواوبوپه غاړه وي.لیکین زماپه پیکر(فکر)دساحل نوم په کڅ بدلول په کار نه دي. ساحل ته غاړه او د پټولویې کروندې ته کــــــــڅ وایي.
که چیرې دهیوادپه کومه سیمه کې ساحل ته کڅ وایي نوبیاخوکڅ وګټله. ځکه یې وګټله چې کڅ به دوه ماناوې(معناوې)ولري.یوه منایې دډیروپټوکرونده اوبله یې ساحل، خویره کونړیان لویې کروندې ته کـــــــڅ وایي.دغنمودپټوکڅ،داوربشودپټوکڅ،دشولودپټوکڅ او....
«پای»