د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اې د ( ِاقرَاء ) د نزول میاشتې !

محمد انور ولید 19.06.2016 15:11

الهي امورو ته پابند انسان د رب العالمین په ټولو مخلوقاتو کې د موعودو نعمتونو وړ یو داسې مخلوق دئ چې الله پاک د عباداتو او معاملاتو په تعبُدي او معاملاتي اړخونو کې د سم او پرځای تعمیلولواو بري له برکته ور باندې پېرزو کړي دي . ولې انساني مخلوق په خپل کِرداراو الهي آزموینه کې یو ترټولو ضعیف مخلوق هم دئ چې تل د قدیر خدای (ج) فضل او لارښوونې ته اړ او محتاج دئ . خو دغه لارښوونه او حقیقي شفأ په الهې وحی کړای شوي قرآن کې ده . ا و قرآن خپله د الله (ج) ستر فضل دئ پر خپلو مؤ منو بند ه ګانو باندې . ځکه قرآن د مؤمنانو له پاره شفأ او رحمت دئ چې د وخت عابد ، ذاکر ، مخلص ، صابر ، زغمونکی ، هوډ من ، د الله (ج) د لارې ساتونکی ،  با ایمانه ، صادق ، امانت کاره ، مُوحِد او د الله (ج) مخلوق ته په لاس او ژبې سره  خیررسوونکی بنده له ټولو دنیوي او اُخروي بلاوو څخه نجات پرې موندلی شي .
دغه الهي اکملترینه تل پاتې نړیواله برنامه  او د ستورد کال په ترټولوغوره ، بختوره ، سپېڅلې او له نبوي خصلت سره سم د عبادت په میاشت کې په هغه شپه د بشریت د لارښود قانون په صفت د انسانانو په تر ټولوغوره ناجي حضرت محمد (ص)  باندې د ملکوتي روح الامین په واسطه د الله (ج) له لوري را نازل شوی . په دې میاشت کې له ټولو بد مرغیو څخه د نجات قانون په تدریج سره را نازل شو . هغه قانون چې له ټولو وضعي دستوراتو سره ښکاره توپیرونه لري . دې قانون ته کتاب الله ( قرآن ) ویل شوی دئ . په دې میاشت کې د قدر شپه را نغښتې ده . هو ؛ دا داسې شپه ده چې تر (۱۰۰۰) میاشتو، یا په بله وینا ؛ تر (۸۰ ) کالو قبول شوي عبادت غوره بلل شوې ده . هو ؛ هغه شپه خو د قدر شپه ده ، چې د روژې د درېیمې لسیزې په طاق ورځو کې د انسان له اټکل څخه د الهي بالغه حکمت له مخې پټه ده .
خو مسلمان باید له وخت نه ګټه پورته کړي او هره لحظه له خپل خدای (ج) څخه د مغفرت غوښتنه وکړي ، ځکه مرګ ناڅاپه راځي او سبا هم معلومه نه ده چې څه پېښېږي . څوک چې د الله (ج) له حکم سره سمه روژه ونیسي او خپل خدای (ج) ته ددُعأ لاسونه پورته کړي ، الله (ج) د هغه دُعأ هرو مرو قبلوي . په دې اړه رسول اکرم (ص) فرمایلي دي : د درېیو کسانو غږ خدای (ج) ژر اوري او سوال یې ژر قبلوي : یو د هغه روژه تي چې په لاس ، ژبه ، سترګو ، غوږونو ، افکارو او د وجود په ټولو اندامونو یې روژه نیولې او ( له هر ډول حرامواو خبیثه اعمالو یې ځان ساتلی وي ) . بل د مظلوم غږ ژراوري او سوال یې قبلوي ، او درېیم د عادل مسلمان پاچآ غږ الله تعالی ژر اوري او سوالونه یې قبلوي . خو ددې پر خلاف د مشرک سړي او مشرکې ښځې سوال چې له پیر بابا ، شینکي بابا ، دُربابا ، دا تاګنج بخش بابا ، میا ولي بابا ، ګورړې شریف او نورو باباګانو څخه یې غواړي ـ نه یې روژه قبلېږي او نه هم سوال . ځکه دوی خپله روژه او سوال دواړه غیرالله ته منسوبوي . په داسې حال کې چې د ځمکې او آسمانونو د ستونزو او سهولتونو د دروازو کلي ګانې ټولې له الله تعالی سره دي ، نه له بابا ګانو سره . نوعقلاً باید له چانه سړی سوال وکړي او چاته باید سړی روژه ونیسي ؟ معبود برحق مالک الملک او د عزت ، ذلت ، پاچاهۍ او ګدایي واکمن ته ـ اوکه کوم بل داسې چاته چې د خپل ځان واک هم ور سره نه وي ؟
روژه خدای پاک ته د عبادت کولو له امله د نږدې کېدو میاشت ده . روژه د خدایتعالی د ذ کراو یادولو میاشت ده . په دې میاشت کې باید د خدایتعالی ذکر ډېر وشي ، د خدایتعالی قرآن باید ډېر تلاوت شي ، په ترجمې او تفسیر یې ځانونه پوه کړي . او هغه په خپل ژوند کې عملي کړي ، او یا لږ تر لږه هغه له بل چا څخه واوري ، په تېره امیدوارې مېرمنې ، ځکه چې د امید وارو مېرمنو په رحم کې ژوندۍ تطفې مستقیًماً د مور له ټولو مثبتو او منفي خصلتونو او کردار سره تړاو لري او د مور په رحم کې پر پراته ماشوم یا ماشومه باندې اغېز پرې باسي . ځکه خو دنیا ته راغلي اطفال د مور له غېږې تر مرګه پورې یا فطري هدایت شوي وي ،هېڅ وخت په نارواوو نه ور وړاندې کېږي ، تل ښه کارونه کوي او خلکو ته ګټه رسوي ، او یا فطرتاً د موږ له غېږې تر ګوره پورې بېلارې وي او لکه کرګس تل په مردابونو او خوسا ډنډونو کې ټونګې وهي ، چې له هغوی څخه پرته له حرامو څخه هېڅکله هم د خیر او حلالو تمه نه شي کېدای ، او د همدغو کسانو له خوا په ټولنو کې د حق او باطل تر مینځ جګړې او سره اورونه بل وي . په داسې حال کې چې انساناناو پېریان یوازې  د ( معبود بر حق ) د عبادت له پاره پیدا شوی دئ . موږ تل باید په عباداتو کې خپل خدا ی یاد کړو ، ترڅو خدا تعالی موږ یاد کړي او رحم را باندې وکړي . او په معالاتو کې په تېره په دې میاشت کې شتمن باید فقیرانو، یتیمانو، کونډو، بې کوره، سوالګرواوبېوزلوکسانوته د استعانت ، سخأ ، همدردۍ ، خواخوږۍ او بشپړانساني اخوت لاسونه وروغځوي ، بېوزله او ناداره لوېدلي له ځانه سره را پورته کړي . خپل زکات ، خیر، خیرات او صدقه هغوی ته ورکړي . د ناروغانوعیادت او پوښتنې ته ور شي . دوه تنه مسلمانان چې په خپلو کې له یو بل څخه خوابدي وي ـ باید په پند ، موعظو او د حکمت په پسته او نرمه کاملاً معقوله انساني منطقي ژبې سره یې پخلا کړي . که خپله له چاسره خوابدي لري کینه او کدورت دې له خپلې کوپړۍ او زړه څخه وباسي ، ځکه تر درېیو ورځو ور آخوا د مسلمان له مسلمان سره کینه ساتل ډېره ستره ګناه او د ایمان د زوال سبب جوړېږي . ځکه کینه او کدورت د ایمان زنګ دئ . لکه څنګه چې اوسپنه د زنګونو په واسطه له مینځه ځي ، همداسې ایمان د کینې او کورت په واسطه له مینځه ځي .
هغه مسلمان وروڼه چې  د روغې جوړې کولو وس او استعداد لري ، ور باندې واجبه ده چې سره خفه وروڼه له دې ګناه څخه خلاص او نور د ورورۍ په آرامه فضأ کې ژوند سره وکړي .
هغه کسان چې ددوو مسلمانانو تر مینځ په خپل منافقانه مهارت سره د خپلو شومو اهدافو ترلاسه کولو په خاطر د نفاق او د ښمنیو تخمونه کري . په اصطلاح خپل عزت ، خپله ګټه ، خپل واک ، او خپله برلاسي د نورو په مرګ ژوبلو، تجرید او بې عزتیو کې لټوي او لاس په کې لري . د هغوی په ایمان اواسلام کې شک دئ او باید له سره خدای ته توبه وباسي اوخپل ایمان له سره تجدید کړي . ځکه دداسې کسانو د منافقت کچه  د اسلام له حریم څخه وتلې او د منافقت له عائقې برخې هم ورآخوا کفري عقیدې ته رسېدلې ده . دوی ته عبادالله نه ، بلکې عباد النفس اوعباد الشیطان ویل کېږي، چې نه له عباداتو سره سرو کار لري او نه یې په معاملاتو کې پرته له ضرررسولو چاته ګټه رسېږي . د الله له پرستش او عبادت سره تل په ټکر کې وي ، او په معاملاتو کې پخې ژمنې ماتوي ، دوراغ وایي ، امانت خیانتوي .
تاسو وګورۍ چې د کندز ، بغلان ، هلمند ، پکتیکا ، ګوشتې او تورخم جګړو ټول ملي سپېڅلي نیتونه  له نورو ناوليو ارمانونو او نیتونو څخه بېل کړل . ملي ریښتینو مفکورو او مافیایي سیستمونو او د سیاسي دسیسو هټیوالو خپله یو د بل په وړاندې خپل ځانونه په خپل عمل او چوپتیا کې سره وښودل . د سپېڅلې روژې او ددې پاکې خاورې اصلي بچیان او عبادت کوونکي او سیاسي عبادت کوونکي هم خلکوسره وپېژندل .    
ځکه له دولت څخه دباندې او په حکومت کې د ننه ځینې خاموشې سیاسي څېرې او بانډونه ناروا قتلونه کوي ، ځان وژنې ، په اخلاقي انحرافاتو کې ښکېل وي ، رشوت خوري ، له واک څخه په ناوړه ګټې اخیستو سره په بیت المال کې ناروا تصرف کوي او په خپله خوښه دخپلو خپلوانو ، ډلو او انډيوالانو مالي ملاتړ او ننګه کوي او هغوی یې په شیطاني او کفري اعمالو تر سره کولو باندې لګوي . سولې ته ژمن نه دي . انساني وقار اوحقوقو ته په سپکه سترګه ګوري او حقوق یې تر پښو لاندې کوي . د دولت د ملي حرکاتو پر ضد ددولت د کاواکه کولو له پاره هر ډول خنډونه جوړوي . د الهي عباداتو او انساني معاملاتو پر حدودو باندې تېری او تجاوز کوي ، د کونډو ، یتیمانو او بېوزلو ځورول ، د هغوی خوار او زار حالت او بې روزګاري ، لوږې ، تندې ، بې کوري ، در په دري او مرګ ژوبلې ورته نیم اختر وي . په کورونو ، تشنابونو، هوټلونو او نورو ځایو کې روژه خوري .
د عبادت پر ځای سازونه اوري او ساز ته د روح غذا وایي ، پردۍ ځمکې غصبوي  ، په بیت المان او واک چلولو کې ناروا تصرفات کوي ، د پردیو استخباراتو په خوله خپل هېوادوال وژني ، د یو ټبر سردمداران د بل ټبر په وړاندې د ورکې ، سره وېشلو او نابوۍ توطئې جوړوي او د ا خاصیت عموماً په واک کې د تل پاتې کېدو په خاطر د لږه کیو عادت وي چې د خپلو پخو ملي زېرمو پر سر له خپلو سترا تیژیکي اصلي دښمنو سره د کاغذي سیکو راټولولو په خاطر ناروا معاملې کوي ، رقصونه او سازونه اوآن پردین اودینې شعائرو باندې ملنډې وهي ، دین پلوري ، او داسې نورهغه خبیثه پټ عادتونه چې له خلکو څخه یې د ستېج پر سر په خبرو ، ظل الله ، غیر مسؤوله او واجب الاحترام څېرو کې پټ ساتي ، خلکو ته فرېب ورکوي ، ځان واک ته پرې رسوي او بیا د خلکو په پاکو رأیواو برخلیک باندې ملي ضد لوبې کوي ، دا  او دېته ورته نور ټول شیطاني اعمال خو یې د پلاراو نیکه ورپاتې میراثونه دي چې په اصطلاح د اروپايي بشرد حقوقواو آزادۍ په وثیقه یې څارنه ، روزنه ، پالنه ، ساتنه اوتمویل  کېږي .
خو په خوله یې روژې وي ، شاته یې د بیت المال او مظلوم ملت د خوړلیو حقوقو توبرې وي . ولې لاسونه ، ژبې او د بدن نوري پټې او ښکاره برخې او اندامونه یې د اولیاء الشیطان په واک اختیارکې ورکړې وي . له ناروا لارو د واک پر ګدیو باندې ناست وي ، او وایي چې : آسپه مې خپله ـ لښته د ځنګله ـ نن یې نه وهم نو کله . نو الله دې موږ ټول مسلمانان په تېره افغانان له دغّه ډول شیطاني دامونو څخه په خپل امن و امان  کې وساتي ، زموږ عبادت دې خدای پاک قبول کړي او نور دې خدای پاک موږ  له را پېښو ټولو ناورینونو ، مرګ ژوبلو ، دښمنیو او ملي او دیني نفاق  څخه وساتي او ټول دې خدای پاک په خپلو کې سره وروڼه وروڼه کړي  . نور به زه خپلو خبرو ته د خواجه عبدالله انصاري (رح ) په دې دعاء سره د پای ټکی کېږدم چې ویلي یې دي : ( یا الله (ج) مفت دې پیداکړی یم ، مفت مې وبښه ! ) نو موږ دې هم خدای پاک مفت وبښي ځکه داسې کوم عمل موږ نه دئ تر سره کړی چې د حساب له مخې یې پرې وبښل شو . آمین ، ثم امین یا رب العالمین برحمتک یا ارحم الراحمین .