د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کډوالو وجدان مو ويښ کړئ!

خوشحال آصفي 19.06.2016 15:11

پاکستان وايي، نور افغان کډوال په خپل هېواد کې نه شي زغملی. تيره ورځ په اسلام آباد کې د پاکستان د لومړي وزیر ځانګړي استازي طارق فاطمي ویلي«موږ نور په خپل هېواد کې د افغان کډوالو موجودیت نشو زغملی، زموږ هېواد غواړي، چې افغان کډوال په خپله خوښه خپل هېواد ته ستانه شي.». د فاطمي په وينا پاکستان له تېرو څو لسیزو راهیسې نېږدې ۳ میلیونه افغانانو ته په خپله خاوره کې ځای ورکړی و، خو نور دا کار نه شي زغملای.
بل لور ته په پاکستان کې مېشت افغان کډوال وايي چې د تورخم له شخړې وروسته د پاکستان لخوا فشار پرې زیات شوی، پر له پسې ځورول کېږي. ويل کيږي پاکستاني پولیسو په تېره یوه اوونۍ کې تقریباً هره ورځ په لسګونو افغانان نیولي او هغوی یې په بېلابېلو جرمونو تورن کړي دي. ټاکل شوې د تورخم د ستونزې د هواري په موخه د افغانستان د بهرنیو چارو سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزی اسلام اباد ته سفر وکړي.
دا لومړی ځل نه دی چې پاکستاني چارواکي له هغه هيوادونه د افغانانو د شړلو خبره کوي؛ بلکې له دې وړاندې هم داسې راپورونه خپاره شوي، چې پاکستان په زوره ټول افغان کډوال له خپلې خاورې باسي. له هغه وړاندې په تيرو کلونو کې داسې هم شوي چې د پاکستان بهرنيو چارو وزارت خپلو امنیتي ځواکونو ته یې امر کړی، څو افغانان په پاکستان کې د اوسېدلو لویو سیمو ته له تګ څخه راوګرځوي او د اوسېدو په لویو ځایونو کې کرايي کورونه ور نه کړي. په ټوله کې پاکستان تل افغان کډوال د فشار د آلې په توګه کارولي دي. خو پوښتنه دلته مطرح کيږي چې په داسې حساسو شرايطو کې چې ټاکل شوې يو افغان پلاوی د تورخم شخړي د ډيپلوماټيک حل په موخه پاکستان ته سفر وکړي؛ د پاکستان لخوا د کډوالو موضوع راپورته کول په څه معنا دي؟
ځواب روښانه دی. د افغانستان او افغانو په مقابل کې د پاکستان په سياست کې هيڅ بدلون نه دی راغلی، اوس بیا هم غواړي لکه د تيرو کلونو يو ځل بيا په پاکستان کې له مېشتو افغان کډوالو؛ پر افغان حکومت د فشار د آلې په توګه کار واخلي. ځکه ترې يو ځل بيا د فشار د آلې په توګه کار اخلي چې په وروستيو کې د تورخم دروازې پر سر د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ شخړه وشوه او په کې پاکستاني لوري ته د مالي زيان سربيره د سر زيان هم واوښته. اوس غواړي د هغه هدف د ترلاسه کولو لپاره چې په تورخم کې ورته افغان ميړنيو ځواکونو غاښ ماتوونکی ځواب ورکړ؛ غواړي پاکستان ته په تلونکي افغان پلاوي د خپل دغه هدف د ترلاسه کولو په موخه؛ فشار واچوي څو د پاکستان نامشروع غوښتنې ومني. پاکستان غواړي اوس هلته د تورخم مسالې د حل په موخه د تلونکي افغان پلاوي په مخ کې افغان کډوال د فشار د آلې په توګه وکاروي. دوی به افغان پلاوي ته وايې چې د دوی هر رنګه غوښتونې ومني کنې په پاکستان کې نور افغان کډوالو ته د اوسيدو اجازه نه ورکوي. دلته بيا افغان پلاوی اړ کيږي څو د پاکستان غوښتنو ته مثبت ځواب ووايې چې هلته ميشت افغان کډوال نور ونه ربړول شي.
د پاکستان له فشاره څنګه خلاصيدای شو؟
د دغې دوه مخي لوبغاړي (پاکستان) له فشاره هغه وخت خلاصيدای شو چې هلته د افغان په نوم هيڅوک استوګنه ونه لري او ټول کډوال خپل هيواد افغانستان ته راستانه شي. تر هغې چې افغان کډوال راستانه نه شي؛ تل به د افغانستان لاس د پاکستان لپاره له تيږې لاندې ايسار وي او تل به پاکستان په افغان حکومت خپلې نامشروع غوښتنې مني. په پاکستان کې ميشتو افغانانو ته په کار ده چې د خپل ملي او هيوادني احساس له مخې پاکستان پريږي او که وچه وي او که لمده؛ يوه مړۍ حلاله روزي په خپل هيواد کې پيدا کړي.
تر ډيره اوس په نورو هيوادونو په ځانګړي توګه په پاکستان کې ميشتو افغان کډوالو لپاره خپل هيواد ته د بيرته نه راتګ لپاره کومه ستره پلمه هم نه ده پاتې. امنيتي حالات د پخوانيو جنګونو په پرتله ډير ښه شوي دي. افغانستان اوس د اقتصادي ودې پر مخ روان دی. په لويو ملي پروژو کار پيليدونکی دی. په پاکستان کې ميشت کډوال هيواد ته د نه راستنيدو لپاره ستره پلمه نه لري. يوازينۍ پلمه چې اوس ورته پاتې ده هغه په هيواد کې د کاري زمينې نه شتون دی. دا مساله په خپله د کډوالو په راستنيدو حل کيدلای شي. ځکه په کډوالو کې داسې کسان هم شته چې په پاکستان کې يې په ميلونونو ډالرو پانګونه کړې ده. لويې ــ لويې سوداګرۍ لري. که چيري دغه سوداګر هم هيواد ته ستانه شي او دلته پانګونه وکړي نو له شکه پرته به نه يوازې دا چې دلته ميشتو افغانانو ته د کار زمينه برابره شي بلکې هغوی چې له پاکستانه راځي؛ هم به ورته د کار زمينه برابره وي. نوره لازمه ده چې په پاکستان او ايران کې ميشت افغانان خپل ويده ضمير راويښ کړي او يوه مړۍ له عزته او وقاره ډکه ډوډۍ په خپل هيواد کې وخوري.
پروت په وينو کې لت پت ښه يم په پت کې
نه د سرو زرو په تخت باندې بې پته