د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په جرمني کې دلاریون خبرتیا

بســــمل 19.06.2016 15:09

دجرمني دبایرن آیالت په مونشن ښار کې مېشتو افغانانو دخپل ګران هیواد د ارضي تمامیت ساتلو او متجاویزپاکستان دمحکومولو په موخه د راتلونکې جمعې مبارکې په ورځ، چې د روان ۲۰۱۶زکال دجون میاشتې له څلورویشتمې نېټې سره سمون خوري د یولوی لاریون تابیا نیولې ده.
یاد لاریون به دمونشن ښارله زړه(مارین پلاتڅ)څخه دمازدیګر له شپږنیمو بجو څخه پیل اوتراتنیموبجو پورې به تر زیندلینګ تورپلاتڅه ورسیږي.
موږدنړۍ په مخ له ټولو درنو او قدرمنو افغان خویندو اووروڼو څخه په درنښت هیله کوو، چې دامکان په صورت کې له موږ سره ګډون او یاخو پخپلو مېشت ځایونو کې زموږ په پله پل کېږدي.
درنو هیوادوالو!
شېبې حساسې دي داسې نه، چې غفلت مو د نابودي ګړنګ ته وغورځوي، نوراځئ، چې دخپل ګران او تاریخي افغانستان ددفاع په خاطرله هرڅه لمړی خپل ملي یووالی دافغان په نوم ټینګ اودخپلې پلرنۍ خاورې له لویشت لوېشت څخه دخپلو نیکونو په څېردفاع وکړو.
دیادولوده، چې دلعنتي انګرېزي استعمارظالمانه توره کرښه چې زموږ دګران هیواد په پاکه سینه کش شوې له ۱۲۳کلونو څخه تېریږي.
اوس انګرېز زېږولی پاکستان پخپل سر د دروازو جوړولو په پلمه دا لعنتي کرښه په رسمي پوله بدلول غواړي، خوباید پوه شي، چې موږ افغانان اوپه جګړو کې لکه فولاد پاخه شوي یو.
موږله جګړو وېره نه لروموږ هرڅه له لاسه ورکړي دي یا به مرو یابه یې ګټو!
موږدپردېسوافغانانوپه حیث له وسله والو مخالفینواودکابل له ادارې څخه جدي هیله کوو، چې دملي ګټو په تېره بیاد ارضي تمامیت په اړوند یو اوبل ته لاس ورکړي.
نورمالومات دلاندنیو شمېرو په مرسته ترلاسه کولای شئ:
۰۱۷۶۶۲۱۵۸۱۲۷ ۰۱۷۳۴۷۰۸۳۸۸