د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د پاکستان زمامدارانو ته

شهزاده شيرین زوی 17.06.2016 14:43

((په تورخم کې د افغان او پاکستاني ځواکونو د نښتې
په تاثر دغه ترکيب بند نظم پاکستاني زمامدارانو ته، چې ښايي له 
جګړې څخه د ښې پايلې په هيله وي))

د پاکستان زمامدارنو واورئ څه وايمه
پرېکړه په غور وکړئ بد وايم که ښه وايمه
اور ته لمن مه وهئ پام مو په خپل کور وکوئ
دا په قياس درته د خپل سوي کاله وايمه
اور هر څه هر څه په يرو بدلوي فکر مو وي
زه ټوکې نه کومه دا درته له زړه وايمه
 
تاسې جنګ وينئ خو د جنګ زيان مو ليدلی نه دی
په وينو سور د خپل بچي ځان مو ليدلی نه دی
                       * * *                   
تمام هېواد به درته ځاله د فساد کړي جګړه
واړه وګړي به مو خپلو کې تضاد کړي جګړه
ټول تاسيسات به درته ړنګ کاندي له بېخه ځنې
ضرب به په صفر کې دا ستاسې اقتصاد کړي جګړه
درکې به ورک کړي د اصول او قاعدو رعايت
واړه افراد به مو قانون ځنې آزاد کړي جګړه
 
د جنګ له لارې او له بابه د خير هيله مه کړئ
جنګ خو سېلاب دی له سېلابه د خير هيله مه کړئ
                 * * *                 
ستاسې زمونږ په شان مړه نه دي ميليونونه کسان
نه مو واټونو کې ليدلی شي معلول انسانان
نه کونډې، بورې درته ناستې دي او نه يتيمان
نه مو ښارونه، نه مو کلي، نه کورنه دي وران
 نه مو هجرت کړی او نه مو بې کوري ليدلې
نه ورېدلی دی پر تاسو د بمونو باران
 
په خپل ودان، اباد هېواد باندې مو زړونه خوږ کړئ
په ښايسته اسلام اباد باندې مو زړونه خوږ کړئ
               * * *                 
منم چې تاسې دي جوړ کړي »ابدالي« توغندي
هم د "شاهين" په نوم لرۍ او هم "غوري" توغندي
هم مو »اټم« جوړ کړی هم "يوم تکبير" مېزايل
هم اټمي سرګولولې مو لېږدوي توغندي
سپکې، درنې وسلې لرئ زه ترې انکار نه کوم
درسره شته دي هوايي او ځمکني توغندي
 
 خو له انګرېز، چنګېز او روس ځنې سمبال نه يئ
دا به منئ په جنګ کې تاسې زمونږ سيال نه يئ
                * * *                
که جګړه پيل شوه خدای که ژوند کې شته مزه ولرئ
نه به مکتب ولرئ، نه به مدرسه ولرئ
نه به مو پُلونه، سرکونه داسې روغ پاتې شي
نه به ودانه چېرته لاره او کوڅه ولرئ
ملک به شي ستاسې د پرديو لاسوهنو منځی
نه به دېوال ولرئ نه به دروازه ولرئ
 
په سلو لـُمو به د نورو د توطيو ونښلئ
لکه هوښيار مرغه به کلک له دوو پښو ونښلئ
                  * * *                
دا هيله مه لرئ چې جنګ کې به سکون ولرئ
يا به د اوس به شان خوشحال او خوښ ژوندون ولرئ
ټول به بېشکه شئ اخته په رواني ناروغۍ
نه به درمل ولرئ نه به کوم روغتون ولرئ
څلور صوبو کې به مو جوړې شي څلور پاچاهۍ
نه به نظام ولرئ نه به کوم تړون ولرئ
 
جنګ ته هوس مه کوئ جنګ د لېونيو کار دی
لېوني څه؟ رښتيا خو دا، چې جنګ د سپيو کار دی
                  * * *                
له جنګه ولږه زېږي، جنګ ځنې نېستي زېږي
له جنګه جهل زېږي، جنګ نه بې علمي زېږي
له جنګه کرکه زېږي، جنګ د نفرتونو مور ده
جنګ نه نفاق زېږي، له جنګه ځانځاني زېږي
جنګ بدمرغي زېږوي، جنګ نه کړاوونه زېږي
جنګ نه د اوښکو او د وينو ارزاني زېږي
 
د خدای لپاره له جنګونو ځنې خوند مه اخلي
د شومو موخو په خاطر له خلکو ژوند مه اخلئ
                   * * *                
لږ فکر وکړئ "هټلر" جنګ نه څه بهره پورته کړه؟
انګليس له مونږ سره جګړه کې څه فيده پورته کړه؟
تاتار، چنګيز په مونږ څه وکړل څه يې لاسته راوړل؟
روسيې په خپلو اوږو خپله جنازه پورته کړه
زه "شيرين زوی" په جنګ جګړه کې د چا خير نه وينم
ځکه له دې څو بېخيريو مې پرده پورته کړه
 
د ورورولۍ ژوند وکړئ ستونزې په خبرو حل کړئ
د زړونو خونو کې د مينې مشالونه بل کړئ
                    * * *