د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سلمان بند- د اوبومهارولو لومړی ګام

توریالی ملیار 05.06.2016 12:02

سردار محمد داوود خان چې کله د افغانستان اوبو مهارولو لپاره د یوې منظمې سټراټيژۍ له مخې د اوبو بندونو او برېښنا کوټونو د جوړولو لپاره مټې بډ وهلې ورسره سم ایران او پاکستان په دې پیل و کړ چې څرنګه د داوود خان د دغو پلانونو مخه ډب کړي- د اوبو نړیوالو قوانیونو له مخې ایران او پاکستان نه شوای کولې له خپلې حقابې زیاتې اوبه وغواړي، نو په افغانستان کې یې تبلیغاتي او استخباراتي جګړې ته ملا وتړله او دا دی نېږدې څلور لسیږزې افغانان په یوه پردۍ او نیابتي جګړه کې سوزېږي.

که څه هم هغه مهال چې ایران د رضا شا له خوا اداره کېده د اوبو ستونزه ورته دومره ستره نه ښکارېده او دواړه هېوادونه د هلمند اوبو د ویش په اړه یوې هوکړې ته هم ورسېدل خو په ۱۳۵۷ کال کله چې د خمیني مذهبي دولت رامنځ ته شو نو د ایران حکومت ته دغه پرېکړه د منلو وړ نه وه او دوی غوښتل د هلمند سیند له اوبو تر خپلې حقابې څو چنده ډېره ګټه واخلي او د تاریخي هریوا شنې اوبه هم ایران ته وبهیږي. همدا ډول پاکستان هم د کابل- کونړ سیند په اوږدو کې د بندونو په جوړلو اندېښمن و او کله چې هغه مهال په کونړ کې د اوبو د ستر بند د جوړېدلو لپاره افغان حکومت لومړنۍ هلې ځلې پيل کړې نو پاکستان یې د مهارولو لپاره له وخت مخکې لاس په کار شو هغه مهال یې د مسعود، رباني او حکمتیار له خوا د ډلګیو رامنځ ته کولو ته لاره پرانیسته وسلې یې ورکړې او له بله اړخه یې په داوود خان او د هغه حکومت پسې داسې تبلیغات پیل کړل چې له مخې یې د ولس په منځ کې د وخت حکومت یوه خدمتګاره اداره نه بلکې د روس یو ګوډاګی حکومت معرفي کړ دغه استخباراتي ګنګوسې په خلکو کې تېت شوې د اخوان المسلمین غړو ته یې د وسلو په ورکولو یو ناروا حرکت پیاوړی کړ او عملاً تخریبي هڅې پیل شوې د افغانستان اوبو او ډېورنډ لیکې لپاره د افغانستان د حکومت د تکفیر بهانه ښه پیاوړې شوې وه او له همغه وخته بیا د افغانستان اوبو د مهارولو لپاره افغانستان کومه بریالۍ هڅه ونه شو کړای.
حتي د دوی تبلیغاتي جګړه دومره اغیزمنه وه چې په ځینو افغانانو یې منلې وه چې ګواکې داوود خان د اوبو بندونو په جوړلو سره ولسونه تر ابو لاندې کوي.

د حامد کرزې د حکومت پر مهال هم د اوبو مهارولو موضوع ډېره جدي ونه نیول شوه، یوازې همدا د سلما بند کار پیل شو چې د تېرو لسو کلونو په ترځ کې له سختو ستونزو سره مخ شوی و او ګواکې داسې پتېل کېده چې د دغه بند جوړل هم یوازې په یوه خوب واوړي، څو ځله د دغه بند په امنیتي کمربندونو ځانمرګي بریدونه وشول، ماینونه ورته کیښودل شول، وسله والې نښتې پکې وشوې او څو امنیتي سرتیري او د بند کارکوونکي هم پکې له منځه ولاړل.

د ولسمشر اشرف غني په راتګ یو ځل بیا د اوبو مهارولو لپاره اراده پیاوړې شوه د داوود خان پر مهال د اوبو مهارولو سټراټيژي وڅېړل شوه، بدلونونه پکې راغلل او د یوې جدې کاري موضوع په ډول ورباندې په منظم ډول کار کیږي.

د دې ترڅنګ ولسمشر د ۲۹ وړو بندونو د سروې، جوړلو او بیا رغولو لپاره هم مټې بډ وهلې دغه واړه بندونه په داسې سیمو کې دي چې تر ډېره له ګاونډیو هیوادونو سره پکې د ستونزې کوم دلیل او نښه نه لیدل کیږي نو له همدې امله به یې کارونه په چټکۍ پیل او تمه ده چې په خپل وخت بشپړ شي، له بله پلوه ولسمشر د کمال خان بند د جوړولو (بشپړولو) او لویه کې د هلمند سیند د اوبو مهارولو کلک هوډ څرګند کړ او همدا ډول په کونړ کې د کابل، پنجشیر، لغمان سیندونو اوبوته د یول لوی بند د جوړولو هوډ هم لري هغه بند چې څو کاله وړاندې یې د جوړولو اوازې خپرې شوې خو د عملي چارو څرک یې لا نه دی لیدل شوی، له همدې امله هغه اندېښنې چې څلوېښت کاله وړاندې د ایران او پاکستان له حکومتونو سره وې یو ځل بیا ر اپیدا شوې ځکه ایران کوښښ کوي د افغانستان په لویدیځ او جنوب لویديځ کې د جګړې سنګر ګرم وساتي، طالبان په ډلګیو وویشي دښمنۍ پراخې کړي چې له یواې خوا به پرې د اوبو مهارولو پروسه ګډه وډه کړي او له بله پلوه پرې د ټاپې سترې پروژې مخه ډب کړي او پاکستان او هند ته به د غازو د لېږد ستره اقتصادي پروژه د خپل هېواد کړي.

په دې وروستیو کې د ټوټاپ پروژې پر سر بې دلیله لاریونونه او منفي تبلیغات هم د دې دلیل ګنل کیدلی شي چې ایران افغانستان کې د ګډوډیو په رامنځ ته کولو سره له یوې خوا غواړي خپله برېښنا او غاز په پاکستان او هند وپلوري او له بله اړخه په دې توګه افغانستان کې د اوبو بندونو د جوړولو مخه ونیسي.

د پاکستان لپاره چې له یوې خوا د ډېورنډ کرښې مسله مهمه ده له بله اړخه د افغانستان اوبو مهارول ورته د زغم وړ نه دي، نو له همدې امله د پاکستان له جوړېدو راهیسې تر نن ورځې نه غواړي افغانستان کې ثبات راشي، په دې وروستیو کې یې د افغانستان د بې ثباتۍ لپاره هلې ځلې دومره پاوړې کړې چې حتی د امنیت سلاکار سرتاج عزیز د پاکستان د بهرنۍ پالیسۍ د بدلولو خبره هم یاده کړه او اشاره یې ولسمشر اشرف غني ته وه چې ګواکې دی هم د اوبو په مسله کې د داوود خان پر پل پل ږدي، دا چې د افغانستان لپاره له پاکستان سره د ډېورڼد مسله د اوږد مهال ستونزه ده نو اوس مهال یوازې د اوبو مهارولو ستونزه هغه ښکاره مسله ده چې پاکستان یې له سختو اندېښنو سره مخ کړی او غواړي په افغانستان کې د جګړې سنګرونه ګرم وساتي او افغان دولت ته دا موکه ورنه کړي چې د کابل پر سیند د بند او بندونو جوړولو ته مټې رابډ وهي.

ولسشمر اشرف غني بیا په دې برخه کې ځکه کلک هوډ لري او ډاډه دی چې که پاکستان د بندونو په جوړولو کې د ستونزو رامنځ ته کولو ته دوام ورکړي نو د اوبو نړیوال قوانین دغه ستونزه په اسانۍ هوارولی شي.

که د اوبو مهارولو دغه سترې پروژې بشپړې شي، ټاپي پروژه بریالۍ شي، کاسا زر سر ته ورسیږي، د ورېښمو صنعتي او سوداګریزه لار بېرته را ژوندۍ شي، د رېل پټلۍ له پاکستان او ایران د افغانستان پر سینه منځنۍ اسیا او چین ته تېرې شي نو افغانستان به د منځنۍ او جنوبي اسیا ترمنځ هغه پول وي چې بیا به د ګډو ګټو هیوادونه د خپلو ګټو لپاره د دغه پله د لا پیاوړتیا لپاره کار کوي، هغه مهال به هغه ځوانان چې ټوپک په غاړه په بېل او کولنګ سړک او پله ته ماینونه ږدي ملا به یې تړلې وي او په خپل کولنګ او چرۍ به خپلې ورانې ویجاړې جوړوي.